لیکوال: رضوان

د افريقا په وچه کې د بې وزلۍ او بې ثباتۍ لاملونه

د افریقا لویه وچه له کلونو راهیسې د بې وزلۍ او بې ثباتۍ سره مخ ده. کله چې د افریقا نوم یاد شي، نو د وږو او ناروغو ملتونو انځورونه ذهن ته راګرځي.
له مودو را هسي خطرناکې بېمارۍ او ډول ډول ستونزي لکه بې وزلي، وزګاري، لوږه، قحطي، وچکالي او داخلي جګړې د تورې قارې لمنه نیولې او نه یې خوشی کوي.
په ورته وخت کې، افریقا د بډایه طبیعي زیرمو له پلوه د نړۍ يو له ترټولو بډایه براعظمونو څخه دي. په حقیقت کې د نړۍ کارپوهان د افریقا په اړه له څرګند تضاد سره مخ دي؛ هغه ملت چې په پراخو طبیعي زیرمو باندې ویده وي، څنګه به په دې ډول فقر او بې ثباتۍ اخته شي؟ د افریقا د خلکو دردونکی حالت د هغه سوالګر کیسه ده چې د سرو زرو په خزانه باندې ناست او مسافرو ته د سوال لاسونه اوږدوي. په ریښتیا ولې افریقایي هیوادونه د خدای لخوا ورکړل شوي شتمنۍ سره سره دومره کړکیچن دي.
په دې یادښت کې موږ هڅه کړې چې د افریقا لویې وچې د بې وزلۍ او بې ثباتۍ او د هغې د احتمالي اقتصادي ظرفیت سم انځور وړاندې کړو. په پاى کې، موږ په افريقا کې د بحران اصلي عواملو په اړه خبرې کړې.
د افریقا په وچه کې فقر او بې ثباتي له کلونو راهیسې د نړۍ رسنۍ د افریقا د مظلومو خلکو دردونکي انځورونه نړۍ ته خپروي.
هغه انځورونه چې د تورې وچې بې وزلۍ او بې ثباتي ښیي. ښکاره ده چې د دې انځورونو په لیدلو سره د انسانیت زړه درد کوي او له ځانه پوښتنه کوي چې د افریقا خلک ولې له داسې دردونکي حالت سره مخ دي؟
د رسنیو له خوا د خپرو شویو انځورونو سربیره، د نړیوالو سازمانونو رسمي احصایې په دې وچه کې د فقر او بې ثباتۍ یو وحشتناک انځور وړاندې کوي. که څه هم دا احصایې د افریقا لویې وچې د اندازې له امله هرڅه نه وايي او پدې برخه کې د لا زیاتو ساحوي څیړنو اړتیا احساس کیږي ، کولی شي موږ د افریقایي هیوادونو د فقر یوې برخې سره اشنا کړي.
د نړیوالو سازمانونو د رسمي احصایو له مخې، د افریقا لویه وچه په نړۍ کې د بې وزلو خلکو ترټولو لوی نفوس لري.
نږدې ۳۲% افریقایان له بې وزلۍ سره مخ دي. د ګالوب مؤسسې احصایې ښیې چې په ۵۴ افریقایي هیوادونو کې خلک په مطلق فقر کې ژوند کوي چې عاید یې له ۱.۲۵ څخه کم دی.
د ملګرو ملتونو له خوا یو خپور شوی راپور ښيي چې د افریقا په وچه کې ۲۵۷ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي. په بل عبارت، له هرو پنځو کسانو څخه یو له لوږې سره چېړ کوي.
د دې نفوس ۲۳۷ میلیونه یې د لویې دښتې په جنوب کې او ۲۰ میلیونه یې په شمالي افریقا کې ژوند کوي. د لوږې تر څنګ بېلابېلو مزمنو ناروغيو هم افريقايي وګړي له پښو اچولي دي.
د درملو او طبي زیربنا نشتوالی او د مسلکي ډاکټرانو نشتوالی د افریقا په وچه کې د ناروغیو له امله د مړینې درې اصلي لاملونه دي. د افریقا په وچه کې د سواد کچه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. داسې چي د نړۍ د بې سواده خلکو خورا غټ حیرانونکی نفوس په دې وچه کې میشته ده.
یوازې په نایجیریا کې ۶۰ میلیونه خلک بې سواده دي. ۴۰% هغه ماشومان چې ښوونځي ته ځي مخکې له دې چې لومړني مهارتونه زده کړي پریږدي. دا ارقام پرته له هغو کسانو څخه دی چې هیڅ ښوونځي ته نه ځي.
بې له شکه، د هر ډول پرمختګ لومړی ګام د زده کړې وده ده. ښه زده کړه کولی شي د یو متخصص او ژمن نسل د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
بل بحران چې د کلونو لپاره توره وچه ځپلې، کورنۍ جګړې دي چې له بده مرغه هر کال د زرګونو افریقایي خلکو د مړینې لامل کیږي او په ملیونونو ډالر شتمني له لاسه ورکوي. د قانون حاکمیت او د مرکزي خپلواکو حکومتونو نشتوالی د افریقا په وچه کې د کورنیو جګړو له دوو اصلي لاملونو څخه ګڼل کيږي.

د افریقا سرچینې او پانګه

د افریقا بډایه طبیعي زیرمې او کانونه لري. هغه ډول چې د نړۍ ترټولو بډایه براعظم لقب یې ترلاسه کړ. د ماکېنزي (MGI)  موسسې لخوا په ۲۰۱۰ کې د ترسره شوې څیړنې له مخې، د افریقا لویه وچه په نړۍ کې د طبیعي زیرمو ترټولو مهمې زیرمې لري. په دغه راپور کې راغلي چې د نړۍ ۱۰٪ د تېلو زېرمې، ۴۰٪ د سرو زرو، ۸۰٪ د کروم او د نړۍ ۹۰٪ د پلاتینوم کانونه په دغه وچه کې موقعیت لري. دا څیړنه زیاتوي چې د نړۍ ۳۰٪ منرالونه او معدني مواد د افریقا په وچه کې پروت دي.
په یوه بله څېړنه کې چې د ملګرو ملتونو په وېبپاڼه کې خپره شوې، د پورتنیو څرګندونو سربېره ویل شوي چې د نړۍ ۸٪ د ګازو زیرمې او د نړۍ ۶۵٪ د کرنې وړ ځمکې د افریقا په وچه کې دي. سربیره پردې چې یادونه وشوه، د نړۍ ۱۸٪ یورانیم په دې قاره پټ دې. د کارپوهانو په وینا د نړۍ یو پر دریمه برخه یورانیم په دې وچه کې پراته دي. د افریقا الماس په نړۍ کې یو له غوره الماسونو څخه شمیرل کیږي.
د نړۍ ۴۰% الماس له افریقا څخه راځي. له امریکا وروسته افریقا د اوسپنې د زیرمو له پلوه دوهم ځای لري. د دې وچې نورې معدني سرچینې د لیډ (سرب)، زنک (روي) او ټنګسټن (ولفرام) شامل دي، چې په مختلفو هیوادونو کې پاشلې دي.
ځوان انساني ځواک یو بل عنصر دی چې تور براعظم یې له نورو براعظمونو څخه د توپیر خاوند کړی دی. د افریقا په وچه کې د ځوانانو سمه روزنه او مدیریت او د هغوی ګمارنه، کولی شي د دې وچې راتلونکی روښانه او بدلون راولي.
افریقا یوه لویه وچه ده چې له ځوان انرژي او نه کارول شوي ظرفیت څخه ډکه ده، او دا د نړۍ ترټولو ځوان نفوس لري چې ۶۰ ٪ څخه ډیر د ۲۵ کلونو څخه کم عمر لري. اټکل کیږي چې د ځوان نفوس دا وده به نوره هم وده ومومي ځکه چې تمه کیږي د افریقا نفوس د نن له ۱.۴ ملیاردو څخه تر ۲۰۵۰ کال پورې به دوه نیم ملیاردو ته لوړ شي.
دې ته په پام سره چې د چين، جاپان، کوريا او يو شمېر اروپايي هېوادونه د ځوانو کارګرانو له کمښت سره مخامخ دي او د افريقا د ځوانانو نفوس په چټکۍ سره مخ په زياتېدو دی، د دې توان لري چې نړيواله وده په هماغه ډول پرمخ بوځي چې يو وخت د چين ځوانو کارګرانو دغه هېواد ته واک ورکړی و. د نړۍ اقتصاد په ورته ډول رهبري کړي.
د دې سختې بې وزلۍ او بې ثباتۍ او د دې بډایه معدني زیرمو په لیدلو سره، نړۍ په حیرانتیا سره مخ دي. دا څنګه ممکنه ده چې یوه لویه وچه د دومره طبیعي شتمنیو په درلودلو سره له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان وي او د اړتیا لاس بېګانه و ته وغزوي.
د افریقایي هیوادونو اوسنی حالت د هغه سوالګر په څیر دی چې د سرو زرو پر خزانه ناست وي. اوس نو دا مهمه پوښتنه راپورته کیږي: ولې د افریقا لویه وچه د پراخه طبیعي زیرمو درلودلو سره سره د دومره وژونکي فقر په جال کې ګیر راشي؟
کارپوهانو د دې پوښتنې ځواب لپاره مختلف عوامل نومولي دي. د کدرونو تېښته، د مشرانو فساد، د بې سوادۍ خپرېدل او کورنۍ جګړې. بې له شکه، په افریقایي هیوادونو کي د ذکر شویو لاملونو منفي اغیزه د انکار وړ ده.
خو ترسره شوې څیړنې ښیي چې دا عوامل د استعمار په نوم د لوی عامل زېږنده ده. دا استعمار دی چې په تیرو دوو پیړیو کې یې د افریقا خلک د پرمختګ او ثبات په لور د سمیدو او حرکت کولو اجازه نه ده ورکړې.
د سوچ وړ خبره دا ده چې استعماري لیکوالانو تل په ثانوي او فرعي عواملو باندې لاس پورې کړی او ذهنونه له اصلي عامل څخه چې هماغه استعمار دی، اغفال کړي.
په افریقا کې استعماري اشغال ۱۳۹ کاله وړاندې د هغه وخت امریکا او اروپايي قدرتونو په برلین کې د یوې غونډې په ترڅ کې تور براعظم په خپلو منځو کې وېشلي دي.
دا غونډه چې د آلمان د لومړي وزیر، بیسمارک په بلنه ترسره شوه، د افریقایي خلکو د استعمار پیل په نښه کړ. استعماري قدرتونو د افریقایي خلکو د ارادې په پام کې نیولو پرته براعظم وویشل او د نه ختمیدونکي بحرانونو او کړاوونو په کړکیچ کې یې ډوب کړ.
د افریقا براعظم ته د قدم اېشودلو سره، استعمارګرو د هغې طبیعي زیرمې تسخیر کړې او د مظلومو خلکو په وړاندې یې هر ډول ظلم او تشدد ته اجازه ورکړه. هغوی د افریقا وږي خلک د افریقا لویې وچې له طبیعي زیرمو څخه د ګټې اخیستنې څخه بې برخې کړل او د دوی لوږه یې زیاته کړه.
استعمار په دې کار بسنه ونکړ بلکې د افريقا خلک یې دځان مریان کړل. نیواکګرو په ښارونو او کلیو باندې په چاپو اچولو سره د ماشومانو په ګډون نارینه او ښځې غلامان کړل او په خورا سختو او دردونکو شرایطو کې یې د غلامانو بازارونو ته ولېږدول.
له سختو شرايطو سره سره غلامانو د نیوکي حق نه درلود او که يې نیوکي کړي وای، نو له سختو شکنجو سره به مخ کېده. د استعمارګرو د بې غورۍ له امله ډېرو غلامانو د غلامانو بازارونو ته د لېږدولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکول او جسدونه يې سمندر ته غورځول کېدل.
د تاریخ پوهانو په وینا، شاوخوا ۸۰ میلیونه غلامان په لاره کې د انتقال په وخت کي مړه شول. کله چې استعمار د افریقا ته ورننوتل، کرنیزې ځمکې یې غصب کړې او مالکان یې دې ته اړ کړل چې کډو ته مخ کړي او په ځنګلونو او غریبو سیمو کې واړوي.
د افريقايي ولسونو په زړونو كې د ويرې د پيدا كولو په موخه استعمارګرانو ډله ييزې وژنې پيل كړې او د فرانسې او المان هيوادونه د دې ډګر مخکښان وو. د ورکړل شویو احصایو له مخې، د ۱۹۰۴ او ۱۹۰۸ کلونو ترمنځ په نامیبیا کې د الماني یرغلګرو له خوا د خونړیو ټکونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۰ زره کسان د هیرو قبیلې او لس زره د ناما قبیلې وژل شوي دي.
په نمیبیا کې د آلماني استعماري ځواکونو له خوا ډله ییزې وژنې، د تندې له امله د ښځو او ماشومانو مړینه او د اجباري کار لپاره د کمپونو جوړول، د نسل وژنې دودونه یاد شوي دي.
په افریقا کې د فرانسوي اشغال په څو پیړیو کې شاوخوا دوه ملیونه افریقایان ووژل شول. د افریقا په مظلومو خلکو باندې د اروپایانو د تیري غمیزه کیسه اوږده لړۍ لري او د هغې د ابعادو توضیح د دې یادښت له دائرې څخه بهر دی.
استعمارګرانو په تور براعظم کې د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره او د هر هغه حرکت د مخنیوي لپاره چې د دوی د واکمنۍ د منلو مخه نیسي له هرې لارې کار واخیست. کارول شوي وسایل دومره اغیزمن وو چې ټاکل شوي هدف ته په رسیدو سره سره، دا حاصلخېزه ځمکه یې په کنډوالو بدله کړه.
په دې لړ کې به د هغو مهمو وسیلو په اړه بحث وکړو چې له هغې څخه په استفاده، استعمار د افریقا په خلکو باندې سپاره دي او خپل لوټ ته دوام ورکوي.

د فاسدو مشرانو  په کار اچول

استعمارګران په هره خاوره کې چي پښه کېږدي، لومړی د خپلو ګټو د ساتنې لپاره داسې مشران. په کار اچوي چې د وی د ګټو ساتوکي وي. کله چي یو مشر د مستعمرې په یوه برخه کې د خپلو خلکو د خلاصون لپاره راپاڅي، د استعمارګرو له چټک او سخت غبرګون سره مخ کیږي.
د افریقا په وچه کې په دقیقه توګه دا پالیسي پلي شوې ده. نکروما وايي: د افریقې مشرانو تر استعمار مخکې محدود امتیازات او واکونه درلودل، کله چې استعمار راغی، نو دا امتیازات او واکونه د استعمارګرو لخوا نامحدود شو. د استعمار موخه دا وه چې د دغو مشرانو دايمي ملاتړ ترلاسه کړي.
له همدې کبله دغو مشرانو په خپلو ټولو پرېکړو کې د ښکېلاکګرو ګټې په پام کې نيولې او په دې توګه يې ټول اخلاقي او عنعنوي اصول تر پښو لاندې کړ. هغه مشران چې د استعمارګرو له ګټو سترګې پټې کړې، له کودتاو، وژنو او زندانونو سره مخامخ شوي.
د سوډان ولسمشر عمر البشیر د هغو مشرانو یوه بیلګه ده چې د استعمارګرو د امر نه د سرغړونې له امله د امریکا او اروپا له سختو بندیزونو سره مخامخ شو او بالاخره یې حکومت ړنګ شو.
په تیرو څو میاشتو کې د افریقا د لویدیځ ځینې برخې د څو انقلابي کودتاو شاهدې وې. د دې پیښې علت دا دی چې ډیری افریقایي مشران د استعمارګرانو ګوډاګیان دي او کله چې د دوی د ګټو په وړاندې حرکت کوي نو د دوی له قهر سره مخ کیږي. د کارپوهانو په اند، د فاسدو او بې کفایته مشرانو شتون د افریقا لویې وچې د وروسته پاتې کیدو یو اصلي لامل دی.
که څه هم په تېره یوه لسیزه کې د ځینو اسلامي هېوادونو په همکارۍ د یو شمېر افریقايي هېوادونو د مشرتابه په کچه کې بدلونونه راغلي دي. خو د پراخو محرومیتونو په پام کې نیولو سره چې د افریقا لویه وچه یې ځپلې ده، د بدلونونو دا کچه کافي نه ده او نورو بدلونونو ته اړتیا لري. د افریقا لویه وچه به د استعمار پورې تړلي ناکاره مشرانو سره خوشحاله راتلونکې ونه لري.

اداري فساد

د افریقا لویې وچې د وروسته پاتې والي یو له اصلي عواملو څخه هغه سیستماتیک فساد دی چې د دې وچې په ډیرو دولتي او خصوصي ادارو کې یې ریښه نیولې ده. همدا لامل دی چې د افریقا د ملیاردونو خلکو پانګه د زورواکو او فاسدو افریقایي چارواکو لخوا لوټ شوې ده.
احمد محمود جیسود، یو سومالی څیړونکی وايي: فساد یو له سترو ستونزو څخه دی چې د افریقا لویه وچه ورسره مخ ده او دا د دې حقیقت سره سره چې د طبیعي زیرمو څخه برخمن دي، وروسته پاتې کیدو لامل شوی. هغه زیاتوي چې فساد د افریقايي هېوادونو د پرمختګ مخه نیسي او د افریقايي هېوادونو اقتصاد ته درانه زیانونه اړوي.دا په داسې حال کې ده چې هر کال د براعظم غړو هېوادونو ته شاوخوا ۱۴۸ میلیارده ډالره مالي زیان اړوي. د افریقا لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمیټې د وروستي راپور له مخې، د دې وچې غړي هیوادونه هر کال د فساد له امله د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲۵ سلنه له لاسه ورکوي.
دوی د فساد له امله ۱۴۸ ملیارد ډالر هم له لاسه ورکوي. د نړیوال بانک د یوې خپرونې د راپور له مخې، په افریقا په وچه کې اداري فساد له لویدیځ څخه بهر په بانکونو کې حسابونو ته د ۴۰۰ ملیارد ډالرو د لیږد زمینه برابره کړې ده. د فساد تر څنګ هره ورځ په زرګونو ګران بیه افریقايي کانونه د مافیا او زورواکو له خوا لوټ کیږي.
د مصر د مشهور استاذ احمد موسی په وینا: د افریقا د وچې شل سلنه یورانیم د فرانسې په ګډون د استعماري هیوادونو لخوا لوټ کیږي. د براعظم اومه مواد د امریکایی او اروپایی شرکتونو لخوا استخراج کیږی او افریقایی خلک یې ننداره کوی.
د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړیوالې ټولنې په افریقايي وچه کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې کړې دي. له بده مرغه د جوړښتي فساد او د افریقایي دولتونو تر منځ د فساد سره د مبارزې لپاره د جدي ارادې د نشتوالي له امله، دې هڅو کوټلي پایلې نه دي راوړي.

کورني شخړي

لکه څنګه چې په تیرو کرښو کې یادونه وشوه، د افریقا لویې وچې د وروسته پاتې کیدو یو بل مهم عامل په دې وچه کې د کورنیو جګړو اورونه دي. امنیت او سیاسي ثبات په ټولنه کې د هر ډول پرمختګ لپاره اړین ګڼل کیږي. د شخړو او کورنیو جګړو څخه ډک چاپیریال کې د پرمختیایي پلانونو او پروژو پلي کول ناشونی دی.
له بده مرغه، د سوډان، ایتوپیا، د کانګو جمهوریت، سومالیا، د مرکزي افریقا جمهوریت او بورکینا فاسو په ګډون ډیری افریقایي هیوادونه د کلونو راهیسې په کورنیو جګړو کې ښکیل دي. دا جنګونه چې د فساد، بې وزلۍ، له حقونو څخه د سرغړونې او تعصب په څیر عواملو له امله رامینځته شوي، د افریقا لویې وچې ته د نه جبرانېدونکي زیانونو لامل شوي.
د افریقا کورنۍ جګړې دومره پیچلې دي چې د دوی ټغر د راټولولو هڅې لاهم ناکامې شوې. ځکه چې د دغو جګړو د پردې تر شا د استعماري قوتونو لاس دی.
د جګړې د اور په بلولو سره استعمارګران دوه اصلي موخې تعقیبوي؛ یو یې د افریقیانو مصروفول او دویم یې د وسلو په پلورل دی.
په افریقايي هېوادونو کې د سپکو او درنو وسلو بازار له ډېرې مودې راهیسې ګرم دی. د روسيې په ګډون بېلابېلو هېوادونو په افريقا کې د وسلو د پلور په برخه کې ډېره پانګونه کړې ده.
یوازې ۵.۵ ملیونه کوچنۍ وسلې د افریقا په لاندې دښه کې کارول کیږي.
د تانزانیا، یوګانډا او کینیا هیوادونه په نړۍ کې د کوچنیو وسلو لوی څښتنان دي. د افریقایي جنګیالیو لخوا وسلو ته اسانه لاسرسي دا ممکنه کړې چې وژونکو او اوږدو جګړو ته زمینه برابره شي. یوازې په ۲۰۰۱ کال کې د افریقا لویه وچه د ۳۴ خونړیو جګړو شاهده وه. د کانګو او انګولا ترمنځ کورنۍ جګړې د ۵ ملیون خلکو ژوند اخیستی دی. د جنوبي سوډان کې په جګړو کې ۲۰۰ زره کسان وژل شوي او ۵.۲ میلیونه خلګ بې ځایه شوي دي. د جنګونو لاملونه هر څه وي، پایله یې د افریقا وروسته پاتې کیدل دي.

د کدرونو تېښته

بې له شکه، د کدرونو شتون د یو هیواد د پرمختګ لپاره خورا مهم دی. د کدري قوت په نشتوالي کې پرمختګ ناشونی دی. د افریقا لویه وچه اساسا د کدرونو له کمښت سره مخ ده. له بده مرغه هغه کم شمېر کدري قوت چې شتون لري، د بېلابېلو لاملونو له مخې په اروپايي هېوادونو کې کډوال کېږي او یا له زده کړو وروسته هېواد ته نه ستنېږي. د مهاجرت نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افریقا د د کدرونو له سختې تېښتې سره مخ ده او هر کال له افریقايي هیوادونو څخه تر ۲۰ زرو ډیر متخصص کسان له خپل هیواد، د پرمختللو هیوادونو په تکل پریږدي.
دې راپور دا خبرداری هم ورکړی چې له افریقا څخه د کدرونو د تېښتې د مخنیوي لپاره باید بیړنۍ هڅې وشي. د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، ډیری افریقایي هیوادونه د کیفیت لرونکي طبي پرسونل د نشتوالي له جدي ستونزې سره مخ دي او نشي کولی د ټیټې کچې، ۱۰ زرو خلکو لپاره لږترلږه دوه ډاکټران چمتو کړي. په ورته وخت کې په افریقايي هېوادونو کې تر نیمايي ډېر ډاکټران چې د دوی پر روزنې ډېرې پیسې لګېدلي، اروپا او امریکا ته کډه کوي. په زیمبابوې کې، دا شمیره له ۶۸ ٪ څخه ډیره ده. د رسمي شمېرو له مخې، پرمختللو هېوادونو ته د افريقايي باکيفيته ځواکونو د پرله پسې تګ له امله، افريقايي هېوادونه اړ دي چې بهرنيو کارپوهانو ته لوړ معاشونه ورکړي، چې هر کال له څلور مليارډو ډالرو څخه زيات اټکل شوی دی. د دغو روزل شويو کدرونو وتل د افريقا اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په جدي توګه له خنډ سره مخ کړی دی. ماهرین په دې باور دي چې په افریقا کې د کدرونو تېښته د څلورو عواملو له امله رامینځته کیږي: فقر، جګړه، د موجوده سیسټم څخه د ځواکونو محدودیت او علمي څیړنو لپاره د معمول څخه کمه فضا. په حقيقت کې په افريقا کې د کدرونو تېښته داخلي او خارجي عواملو له امله رامنځته کيږي او دا د نړيوالې ټولنې مرستې او هڅو ته اړتيا لري. او پرمختللی هېوادونه بايد په دې برخه کې خپل مسووليت هير نه کړي او افريقايي حکومتونه بايد تر خپله وسه په بهر کي زده کونکي وهڅوي چې خپل هیواد ته راستانه شي.

استعماري تعلیمي نظام

د تعلیمي نظامونو پایلې د ټولنې په پرمختګ کې مستقیم او مهم رول لري. هر څومره چې د یو هیواد تعلیمي نظام خپلواک وي، هغومره د یو خپلواک، ایډیالیستي نسل په وده کې چې د ټولنې په ارزښتونو باور ولري، بریالی وي
د افریقایي هیوادونو یو له جدي ننګونو څخه د تعلیمي خپلواکۍ نشتوالی دی. په حقیقت کې استعمار د داسې کار اجازه نه ده ورکړی. ځکه چې په تعلیم کې خپلواکي د داسې نسل د زیږون معنی لري چې کولی شي په لنډ وخت کې د افریقا لویې وچې څخه د استعمارګرو ټغر ټوله کړي. استعمارګرانو د خپل مطلوب نسل د روزلو لپاره لومړی د افریقا له وچې څخه ځوانان غوره او غربي هیوادونو ته یې استول. د دې تر څنګ يې د غربي استادانو او استاذانو تر ادارې لاندې د ځانګړو ښوونځيو او مکتبونو په جوړولو سره د داسې نسل د لوړولو هڅه کړې، چې له فراغت وروسته به د استعمارګرو د  ګټو د ساتني په پار، دولتي مسووليتونه به پر غاړه اخلي. له دغو ځوانانو څخه یو هم د اکیتي ژانکي لاسن په نوم یو کس دی. دغه ځوان افریقایي د انګلیسي سوداګرو په مرسته اروپا ته د بهرنیو ژبو د زده کړې لپاره لاړ او د زده کړې او د بهرنیو ژبو د زده کړې له بیلابیلو پړاوونو تیرولو وروسته بیرته افریقا ته راستون شو او په ۱۸۴۲ کال کې یې د اروپا په کچه لومړنی ښوونځی یې د اروپا په رنګ پر لاره واچول او د هغې له لارې د لویدیځ کلتور په خپریدو کې ملا وتړل. د افريقايي ځوانانو تر لېږلو وړاندې هم استعمارګرو د افريقايي سوداګرو اولادونو ته د زده کړو په موخه په خپلو کلاګانو کې کوچني ښوونځي جوړ کړل او وروسته بيا همدغه ځوانان د اشغالګرو په لومړۍ کرښه کې به د خپلو خلکو په وړاندې جنګېدل.
د برلین په کنفرانس کې هم د دغو ځوانانو ډیری، برخه اخیستې وه. د افریقا لویه وچه پرته له دې چې د خپل تعلیمي سیسټم د اصلاح او تنظیم لپاره هڅه وکړي بله چاره نه لري. د ښوونیز نظام په اصلاح سره د یوه خپلواک او ژمن نسل د روزلو لپاره لاره هواره کېږي. دا هغه وخت دی چې د افریقا لویه وچه به د روښانه راتلونکي شاهد وي.

د افریقا راتلونکې

د افریقا لویه وچه د بشري او مالي سرچیني له اړخه ټول اړین ظرفیتونه لري ترڅو د لوی پرمختګ حرکت متتحقق کړي؛  له همدې امله، دې وچې د نړۍ د ډیرو قدرتونو پام ځانته اړولی دی. له ۲۰۰۲ کال راهیسې، ملګرو ملتونو په دې وچه کې د سولې او پخلاینې د ترلاسه کولو لپاره ارزښتناک پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي. د دې پروګرامونو په پایله کې، ډیری جنګونه له مینځه وړل شوي. ډېرو هېوادونو په افريقايي هېوادونو کې د پانګونې لپاره اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي دي. په حقیقت کې، درې هیوادونه متحده ایالات، فرانسه او بریتانیا د افریقا په وچه کې د مستقیمې پانګونې ترټولو لوی مقدار جوړوي. متحده ایالات په افریقا کې هر کال ۱۴.۱ ملیارد ډالر، فرانسه ۱۱.۸ ملیارد ډالر او انګلستان ۱۱.۱ ملیارد ډالره په افریقا کي په مستقیم ډول په هر کال کې پانګونه کوي.
د افریقا له نیمایي څخه ډیر نفوس د ۲۰ کلونو څخه کم عمر لرونکي ځوانان تشکیلوي. که دا ځوان ځواک د هیوادونو له پانګونې سره یوځای شي، دا به د افریقا لویې وچې لپاره روښانه راتلونکی رامینځته کړي.
د تیرو څو کلونو وچکالۍ او د کورونا وبا سره سره د افریقا وچې د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی دی. اوس مهال د افريقا اقتصادي وده د نړۍ د منځنۍ اقتصادي ودې په پرتله لوړه ده او دا لړی به نور هم لوړ شي.
د سواد زده کړې او د تخصصي ځواکونو د روزنې کچه د پخوا په پرتله ښه شوې ده. یو زیات شمیر ځوانانو په بهر کې اړین تخصصونه زده کړي دي. که دا ځوانان د یوه ښه فکري پلان په چوکاټ کې خپلو هیوادونو ته ستانه شي، نو د لوی بدلون سرچینه کیدای شي. د دې ټولو ظرفیتونو سره سره چې د پرمختګ لپاره اړین دي، دا هم مهمه ده چې د افریقا مشران د دې وچې د ریښتینې خپلواکۍ لپاره یو همغږي او ښه غور شوی پلان باید ولري.
شاعر وایې:
خدا آن ملتی را سروری داد / که تقدیرش را به دست خویش بنوشت
به آن ملت سر و کاری ندارد / کـه دهقــانـش برای دیگــری کِشت
د حقیقي او هر اړخیزې خپلواکۍ په نه شتون کې د فقر او بې ثباتۍ په وړاندې د پرمختګ او مبارزې لپاره هر ډول هڅې، د بې ګټې لړۍ ګڼل کیږي.

د پای وینا 

د افریقا براعظم اوسنی وضعیت د هیڅ هوښیار سړی ته د زغم وړ نه دی. د افریقا لویې وچې اوس هم له بې وزلۍ، جګړې، لوږې او بېلابېلو ناروغیو سره مخ دي. د افریقا د لویې وچې د پرمختګ لپاره هڅې بسنه نه کوي او د نړۍ لپاره اړینه ده چې د تورې وچې په وړاندې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي. له دې سره سره له یوې خوا د نړیوالې ټولنې او د افریقا د فکري رهبرانو هڅو ته په پام سره او له بلې خوا هغو بډایه زیرمو ته په پام سره چې په دې وچه کې پراته دي، د افریقا د لویې وچې راتلونکی روښانه دی او ویلای شو چې دا زمری به یوه ورځ به د بحرانونو له زندانه خلاص شي او د نړۍ په نقشه کې به خپل مناسب ځای ترلاسه کړي.
Leave A Reply

Exit mobile version