
لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی
اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۹)
د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو د حقونو لپاره مبارزه
د اکثريتي حکومتولۍ بنسټ او د لږکيو له حقونو څخه د دفاع ادعا دوه متضاد شيان دي، چې يوازې د هغوى د يووالي او اتحاد غږ اورېدل کېږي. د ډیموکراسۍ دعوه کوونکي په دې باور دي، چې دواړه حالتونه سره یو ځای کیږي، په داسې حال کې چې په دې اکثریتي حکومت کې د دوی جمعه او همغږي ناشونې ده او داسې وي، لکه چې اور له اوبو سره ګډ شي؛ ځکه چې د اکثریت حکومت د اکثریتي دولت د تنظیمولو او د ځانګړو ګوندي مسئلو او فشاري ډلو په اړه د ځان په ګټه د پریکړې کولو وسیله ده.
له بلې خوا اقلیتونه د خپل توکم، مذهبي عقایدو، جغرافيايي موقعیت، د عاید د کچې او یا هم په انتخاباتو کې د بایللو او درغلۍ له امله د اساسي حقونو ضمانت نه لري او تل د هغوی حقونه تر پښو لاندې کیږی؛ په داسې حال کې چې د دې ډول حکومتونو شعار دا دی، چې لږکیو ته د دوی حقونه ورکوي او له دوی او د دوی له هویت څخه دفاع کوي. له هغو بنسټیزو حقونو څخه چې ظاهراً په دموکراتیکو حکومتونو کې دفاع کیږي؛ د مذهب، عقیدې او بیان ازادي، د قانون په وړاندې د یو شان او مساوي حقونو درلودل او د خپلې ټولنې په ټولنیز ژوند کې د مخالفت یا بشپړ ګډون حقونه دي. دا ټول بې اساسه ادعاوې او تش تبلیغات دي.
د ډيموکراسۍ پلويان په دې پوهيږي، چې د لږه کيو د کلتوري هويت، ټولنيزو دودونو، داخلي او فردي احساساتو او مذهبي فعاليتونو د ساتلو له پاره د اقليتونو د حقونو دفاع د دوی له لومړنيو دندو څخه ده، خو د توکميزو او کلتوري لږه کيو منل چې د ټولنې د اکثریت په نظر پردي يا عجيبه او غریبه قبيله ګڼل کېږي، دا هغه ننګونې دي، چې ديموکراتيکي حکومتونه ورسره مخ دي او هغه حکومتونه چې د ډيموکراسۍ تر سرليک لاندې فعاليت کوي، هغوی ته د يوې ګواښوونکې ننګونې په سترګه ګوري.
د اکثريت پالو وياندویان اکثرا هڅه کوي، چې مخالف اقليتونه د خلکو او غالب اکثريت څخه جلا او منزوي توصیف او بڼه ورکړي؛ د دې بېلتون د تشريح په موخه د لږه کيو ځانګړي چلندونه او ځانګړې پرېکړې چې د يوې ځانګړي فکر او نظر له امله رامنځته کېږي، د ولس او ملت په سترګو کې پراخې او متضادې ښیي، تر څو له دې لارې وکولی شي، د دولت له منصبونو او څوکیو څخه د لږه کیو د لرې کولو لاره هواره کړي او د هغوی د پرمختګ مخه ونیسي.
ښايي دا دليل يو څه د منلو وړ وي، چې د اقليتونو شخصي او ځانګړې ګټې د اوسني اکثريت ټولنې له ګټو او مصالحو سره په ټکر کې وي او اوبه یې په یوه لښتي کې نه ځي، خو دا چې دغه کوچنۍ خو حاضره ډله له پامه وغورځول شي او له هماغې اندازې اساسي، سیاسي او ټولنیزو حقونو څخه چې نور وګړي یې مستحق دي، بې برخې پاتې شي او د قانوني جبر او ظلم سره مخ شي، یوه جلا مسئله ده چې د بحث او څېړنې وړ ده او له دې څخه غفلت او سترګې پټول د نورو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
د اکثریت له ارادې سره د خلکو د ارادې مساوي ګڼل، ممکن د اقلیتونو د سیاسي حقونو د محدودولو له پاره توجیه وي، مګر هغه څوک چې په یوه ځانګړې مسئله کې یا په بنسټیز ډول په اقلیت کې دي، معمولا ځانونه حقدار بولي، چې د ټولنې پاتې غړو ته د دې یادونه وکړي، چې هغوی هم د دې خاورې او د خلکو یوه برخه دي .
ژان ژاک روسو د دیموکراتیکو اصولو په تړاو د لږه کیو دریځ تر بل هر چا ډیر په روښانه توګه وړاندې کوي: «په هرصورت، دا پوښتنه کېدی شي، چې څنګه یو سړی هم ازاد وي او هم د هغې ارادې اطاعت ته اړ شي، چې د هغه خپل نه وي؟ مخالف اقليت څنګه کېدای شي، هم ازاد اوسي او هم د هغو قوانينو تابع وي، چې ورسره موافق نه وي؟» د دې پوښتنې لنډ او څرګند ځواب دا دی، چې اقلیتونه هیڅ نه شي کولی او لاسونه یې هیڅ ځای بند نه دي. اقليتونه په خپل ځان حکومت نه کوي، بلکې اکثريت پر هغوی حکومت کوي؛ دا موضوع دومره پراخه او لمن لرونکې ده، چې روسو په دې اړه خپل بحث پیلوي او د خپل کار بنسټ کېږدي.
دا ستونزمنه ده، چې له دې خنډ څخه د وتلو لاره ومومئ او یو واحد انځور وړاندې کړئ. لکه څنګه چې لاک د اکثریت حکومت په توجیه کولو کې وړاندیز وکړ، ټولنه هغه مهال یو واحد او یو موټی ارګان کیږي، کله چې یو لوري ته ځي او یو لوری غوره کړي. ټولنه د جان لاک د وخت په پرتله خورا متنوع کېدی شي، کله چې مذهبي اطاعت د تابعیت له پاره خورا اړین و؛ ځکه چې هره ټولنه د اقلیتونو او اکثریتونو تر منځ د پراخو تاوتریخوالو سره سره، ګډ قوانین او پالیسي لري، چې هرڅوک یې مني او درناوی یې کوي؛ د مثال په توګه: لومړني مسایل لکه د سړک په کوم لوري کې موټر وچلوي یا نور مهم مسایل لکه د اعدام سزا.
کله چې عمومي موافقه نه وي، د ډیموکراسۍ د اصولو سره سم، مسایل باید د اکثریت د ارادې یا غوښتنو سره سم تنظیم او حل شي. له همدې امله د لږه کیو د حقونو ټاکل اوس هم د ډیموکراتیکو نظامونو له ستونزو څخه دی. خو که یوه ټولنه په دې ډول ووېشل شي، چې څو دایمي او موجوده اقلیتونه په کې وي او هغه اقلیتونه په یقین سره پوهېږي، چې د اکثریت د اصولو له مخې به هېڅکله له هغو مسئلو سره معامله ونه کړي، چې دوی ورته پام کوي؛ بیا به دا اکثریت اصول بې اغیزې وي. په حقیقت کې د تل پاتې اقلیتونو شتون چې هیلې، غوښتنې او حتی اصول یې په منظمه توګه د تصمیم نیولو په بهیر کې له پامه غورځول کیږي یا تر پښو لاندې کیږي، په اسانۍ سره د اکثریت ډیموکراسۍ د کار او اغیزمنتوب مخه نیسي او د هغې د پرمختګ او ودې خنډ ګرځي.
له همدې امله، د اکثریتي واکمنۍ له غیر مشروط اصولو سره د ډیموکراسۍ د ګډوډۍ او ناخوالو د یو شان ګڼلو د ردولو له پاره معتبر دلیلونه شتون لري. خلک نه شي کولی، چې د دوی یوازې اکثریت سره مساوي شي. په همدې توګه، دا ممکنه نه ده چې د “خلکو حکومت” د اکثریت د حکومت او په پایله کې د اکثریت استازو سره مساوي وګڼل شي. اقلیتونه هم د خلکو یوه برخه ده او څومره چې ممکنه وي، د پالیسۍ جوړولو او تصمیم نیولو په بهیر کې د دوی ګټې، نظرونه او باورونه په پام کې ونیول شي. البته، دا تل د لیبرال ډیموکراسۍ سیسټمونو کې امکان نه لري. دا تل ممکنه نه ده، چې یوې موافقې ته ورسیږو؛ له همدې امله، دوی باید هغه انتخاب غوره کړي، چې د مختلفو پالیسیو په منځ کې هغوی ته د منلو وړ وي. په هرصورت، دا یوازې د پردې شاته د پالیسي جوړونکو دسیسه ده، چې د ډیموکراسۍ او اکثریت په نوم خپلې ارادې او پریکړې په نورو تپي او تحمیلوي. برسېره پر دې، نن ورځ د رسنیو په مرسته او د قدرت، شتمنۍ او رسنیو د مثلث د مالکینو او نفوذ لرونکو له خوا د انځورونو له لارې، دیموکراتیکې پروسې په حقیقت کې د اکثریت د خوښې د انتخاب او لومړیتوب په ګټه کار کوي، او رسنۍ کولای شي، د ټولنې د اکثریت له خوا د منلو په نوم یا له هغې بهر د پانګوال نظام د خاوندانو له هیلو او غوښتنو سره سم د ولس سیاسي ذوق توجیه کړي. نو په دیموکراتیک سیاست کې دا فرضیه په بشپړه توګه خامه ده، چې په اوسنیو حکومتونو کې یوازې اکثریت د ټولو مسئلو په اړه د پریکړې حق لري. داچې کوم اکثریت د پریکړې کولو لپاره اړینه وړتیا لري، هغه پوښتنه ده چې تل باید تکرار شي.
ډیموکراسي؛ د اقلیتو حکومت او د اکثریتو ردول
کله چې وایو، دا هغه واکمن اقلیت دی، چې د ولس او ټولنې پر سر ناست دی او د ډیموکراسۍ په نوم حکومت کوي، نو سم مو ویلي دي؛ ځکه چې په ټولنه کې اکثريت خلک د نوماندانو په ظاهري بڼه او د هغوی په خوږو او غوړو خبرو باور او اعتماد کوي او د هغوی په ګټه رايه ورکوي، خو کله چې د موقتي واک پر څوکۍ کېناست، نو خپله ماضي، د خلکو تېر کړاوونه او باور هیروي او داسې فکر کوي، چې دا مقام او منصب یې په انفرادي هڅه او کوښښ سره ترلاسه کړی دی. داسې کیږي، چې د کیسې پای خرابیږي او د خلکو هیلې د استازو په چلونو او فریبونو کې له منځه ځي.
په ډیموکراسۍ کې د اقلیت حاکمیت له دوه اړخونو څخه دی:
1. ۱ـ د هغو خلکو له اړخه چې پر هغوی واکمني کیږي؛ لکه څنګه چې په تیرو یادښتونو کې یادونه وشوه، لږه کي خلک چې د نوماندانو په ټاکنو کې بریالی شي.
2. ۲ـ واکمنان او د هیواد نور مقامات چې واکمن اقلیت دي.
د لږه کیو د واکمنۍ لومړی اړخ مخکې تر بحث لاندې نیول شوی دی، دویم اړخ چې ځینې مثالونه یې مخکې هم ذکر شوي دي، په راتلونکو یادښتونو کې به پرې بحث وشي.
اقلیت یا لږکي ځواکونه دا دي:
1. پارلمان او په هغه کې موجود اقلیت؛
2. اجرائیه ځواک؛
3. ګوندونه؛
4. د فشار ډلې؛
5. اقتصادي ځواکونه؛
6. مطبوعات؛
لومړی به هر یو په جلا جلا توګه تر بحث لاندې ونیول شي، بیا به د لویدیځ پوهانو له نظره د اقلیتونو د حاکمیت په اړه خبرې وکړو.
ادامه لري…