لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی
اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸)
د خلکو د حاکمیت او د هغه د خنډونو څیړنه (ادامه)
په لاندې برخه کې به د ورته میتودونه او په انتخاب کې د دوی نیمګړتیا تشریح او توضیح کړو، او د دوی غیر موثریت به افشا او ثابت کړو.
د رایو له اخیستلو وروسته، د رایو د شمېرلو، د ټاکنو د ګټونکي د ټاکلو او د بریا د اعلانولو او د پارلمان د څوکیو د وېش وخت دی. د دې هدف لپاره څو لارې شتون لري:
لومړی: اکثریت نظام چې په دوه ډوله دی:
۱. نسبي اکثریت سیسټم یا «plurality»: په دې نظام کې د ټاکنو ګټونکی هغه څوک دی، چې د نورو نوماندانو په پرتله یې ډېرې رایې ترلاسه کړې وي؛ د بېلګې په توګه: درې نوماندان دي، چې یو یې (۴۰٪) رایې ګټلې او دوو نورو یې په ترتیب سره (۳۵٪) او (۲۵٪) رایې ګټلي دي.
په دې نظام کې لومړي کس ټاکنې ګټلي او بریالی دې. د دې طریقې اصلي نیوکه دا ده، چې که د کاندیدانو شمېر له دریو څخه زیات وي، هغه څوک چې ټاکنې وګټي، که څه هم د نورو په پرتله یې ډېرې رایې ترلاسه کړې، خو د ټولو کاندیدانو په پرتله یې تر نیمایي ډیرې رایې له لاسه ورکړي. د پورتنۍ بېلګې په څېر، هغه چا چې ټاکنې وګټلې، ۴۰ سلنه رایې یې وګټلې، په دې مانا چې (۶۰) سلنه رایه ورکوونکي له هغه ناخوښ دي. د دې ستونزې د حل له پاره څو لارې شتون لري. یو له هغو حل لارو څخه دا دی، چې د ټاکنو دویم پړاو ترسره شي، او هغو نوماندان چې تر ټولو ډیرې رایې یې ګټلي وي، ورته لار مومي.
۲. د مطلق اکثریت سیسټم یا «majority» : په دې نظام کې د ټاکنو ګټونکی هغه څوک دی، چې نیمایي جمعه یوه رایه ترلاسه کړي. دا طریقه هم یوه ستونزه لري او که یو کاندید هم دا اندازه رایه ترلاسه نه کړي، نو انتخابات به هرو مرو دویم پړاو ته ولاړ شي.
دواړه یاد شوي سیسټمونه عدالت نه شي تأمینولی؛ ځکه چې د رایو لویه برخه ضایع کیږي. په دوهمه طریقه کې نهه څلویښت فیصده ښکته او په لومړۍ طریقه کې لویه فیصدي چې په تېره بیلګه کې شپېته فیصده وه، غیر موثره ګڼل کیږي. له همدې امله ډېرو هېوادونو د عدل او انصاف د تامين لپاره د نسبي نمايندګۍ نظام غوره کړی و.
دوهم: د سیاسي اقلیتونو د نسبي نمایندګۍ یا استازیتوب سیستم
هغه دوه اکثریتي سیسټمونه چې موږ یې په اړه خبرې وکړې، ډیری وخت د (انفرادي) یا (حوزوي) ټاکنو په بڼه کې کارول کیږي، یعنې هیواد د دوی د شمېر له مخې په څو کوچنیو «حوزو» بدلیږي؛ د بېلګې په توګه: یو ښار به څو ناحیې ولري او په هره ناحیه کې به یوازې یو کس ټاکل کېږي؛ له همدې امله، ډیری وخت د اکثریت سیسټم، انفرادي یا ناحیه یي سیسټم بلل کیږي. د نسبي نمایندګۍ پر بنسټ نظام کې، د ګوندونو لیست اکثرا د ټاکنو له پاره وړاندې کیږي؛ له همدې امله، دا ډېری وختونه د لیست سیسټم په نوم هم یادیږي.
په نسبي استازیتوب کې، په پارلمان کې څوکۍ د رایو د تناسب پر بنسټ ویشل کیږي؛ د بېلګې په توګه: که دوه ګوندونه وي، چې یو یې ۶۰٪ رایې او بل یې ۴۰٪ رایې ولري او پارلمان ۱۰۰ څوکۍ ولري، لومړی ګوند به ۶۰ څوکۍ او بل ګوند به ۴۰ څوکۍ ولري.
دا سیسټم هغو ګوندونو ته اجازه ورکوي، چې لږې رایې یې ګټلې وي، چې څوکۍ وګټي، ترڅو دوی ګټلې رایې له لاسه ورنه کړي. په دې اساس ویلای شو، چې دا طریقه د اکثریت نظام په پرتله عدالت ته نږدې ده. له همدې امله دوی په ۱۹ پېړۍ کې په اروپا کې پر دغه نظام ډېر باور درلود او له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته یې وکاروله، خو وروسته په ډېرو هېوادونو کې پرېښودل شو.
دا سیسټم له نیمګړتیاوو تش نه دی. لومړۍ نیمګړتیا یې دا ده، چې ډېر ګوندونه پارلمان ته ننوځي او له همدې امله په ډېرو مواردو کې هېڅ ګوند نه شي کولای، چې د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټي او له دوو یا ډېرو ګوندونو ایتلافي حکومت جوړېږي، خو ایتلافي حکومت ډېر ژر له ړنګېدو سره مخ کیږي او ناکامه کیږي او د وزیرانو استقرار نه کیږي، دا وضعیت په مقننه (پارلمان) او اجراییه دواړو قواوو اغېزه کوي. په فرانسه کې هم همدا حالت و او له همدې امله د فرانسې نظام د دې نظام د نیمګړتیاوو او عیبونو یوه بشپړه بېلګه بلل کېده، تر ۱۹۵۸ کال پورې اجراییه څانګه پیاوړې شوه او ولسمشر ته ډېر واکونه ورکړل شول. موږ په ترکیه کې نن ورځ وضعیت وینو، چې پارلمان او حکومت یې څومره ګډوډ دی.
په بل عبارت، د سیاسي ګوندونو د عدالت د تامینولو او د ډیموکراسۍ په لاره کې، یو ګډوډ پارلمان او یو ضعیف حکومت جوړیږي او دا یو بل دلیل دی، چې که موږ یو پیاوړی حکومت غواړو، نو موږ لږ ډیموکراسۍ ته اړتیا لرو.
نو د هغه څه له مخې چې تېر شو، داسې برېښي، چې په ډیموکراسۍ کې د خلکو حاکمیت د عمومي افکارو د غولولو لپاره بې اساسه ادعا ده، چې هر شخص یا ګوند یوازې د ولس له رایو څخه د ځان د ځای پر ځای کولو او د خپلو مشخصو او هدفمندو موخو د پلې کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او له بریا وروسته د خلکو هیلو او غوښتنو ته پام نکوي.
د اکثريت له لارې د ټاکنو شرعي ليد لوری
مخکې په دې بحث وشو، چې په جمهوريت يا ديموکراسي کې واک ته رسېدل د ټاکنو له لارې ترسره کيږي، او څوک چې د ډېرو خلکو رايې ترلاسه کړي، واک ته رسيږي، نو راځئ، وبه ګورو، چې ايا اکثريت د شريعت له مخې د واکمن د ټاکلو له پاره معيار ګرځېدلای شي او که نه؟
د دار العلوم دېوبند پخواني مهتمم حکيم الاسلام مولانا قاري محمد طيب قاسمي ـ رحمه الله تعالی ـ په دې اړه ښه او په زړه پورې بحث کړی، په پای کې يې وايي، چې د رايې قوت ته اعتبار دی، کثرت يې معتبر نه دی، او د رايو د کثرت په اړه زياتوي:
ډېر وګړي يوه لوري ته کېدل په اسلام کې د حق او باطل په پرېکړه کې بنسټيز رول نه لوبوي، ځکه خو قران کريم په خپله اکثريت ته هيڅ اعتبار نه دی ورکړی او مهم يې نه دی بللی، او په څرګندو ټکو يې اکثريت د دين، هيواد، دينداري او سياست په ټولو دايرو کې بې قدره او بې باوره ګڼلی، قران کريم په ډېر وځايونو کې ويلي:
۱ـ وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ [يوسف: ١٠٣]
«او ته كه هر څومره تلوسه وكړې، زياتره خلك منونكي نه دي».
۲ـ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ [غافر: ٥٩]
«خو زياتره خلك ايمان نه راوړي».
۳ـ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ [المائدة: ١٠٣]
«او زياتره يې عقل نه كاروي».
۴ـ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ [الروم: ٦]
«خو زياتره خلک نه پوهيږي».
۵ ـ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ [الأنعام: ١١١]
«خو زياتره يې نا پوهي كوي».
۶ـ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ [الزخرف: ٧٨]
«خو ستاسې زياتره دحق بد ګڼونكي دي».
۷ـ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَاسِقُونَ [المائدة: ٥٩]
«او (بل) دا چې ستاسې زياتره فاسقان دي».
ﭐ۸ ـ وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ [يونس: ٣٦]
«او زياتره يې پرته له ګومانه بل څه پسې نه ځي، خو په حقيقت كې ګومان د حق هيڅ اړتيا نه پوره كوي».
۹ـ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ [يونس: ٩٢]
«او بې شكه چې ډېر له انسانانو زموږ له نښانو بې پروايي كوي».
۱۰- وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِمْ مِنْ عَهْدٍ [الأعراف: ١٠٢]
«او په زياترو كې يې موږ څه لوز نه دى موندلى».
۱۱ـ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ [الشعراء: ٢٢٣]
«او زياتره يې دروغجن دي».
ﭐ۱۲ـ وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ [الصافات: ٧١]
«او (دا دى) له دوى مخكې هم زياتره ړومبني خلک بې لارې شوي وو».
۱۳ـ لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ [يس: ٧]
«د هغوى په زياترو باندې (د عذاب) خبره رښتيا شوې ده نو (اوس) دوى ايمان نه راوړي».
ﭐ۱۴ـ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ [الحج: ١٨]
«او ډېر داسې دي، چې د عذاب وړ ګرځېدلي».
۱۵ـ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً [البقرة: ٢٤٩]
«څومره وړې ډلې د الله په حكم په لويې ډلى برلاسې شوې دي».
۱۶ـ لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ [التوبة: ٢٥]
«بې شكه الله په ډېرو ځايو كې ستاسو مرسته كړې او د حنين په ورځ هم چې خپل ډېروالي غره كړي وئ، خو هيڅ شى يې درنه ايسار نه كړ او ځمكه له خپلې پراخۍ سره سره در باندې تنګه شوه، بيا مو شاكړه او وتښتېدئ».
۱۷ـ قُلْ لَا يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ [المائدة: ١٠٠]
«ورته وايه ناولي او پاک خو نه دي سره برابر، كه څه هم د نا پاكوډېروالى ښه درته ښكاره شي».
۱۸ـ وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ [الأنعام: ١١٦]
«او كه ته د زياترو هغو خلكو خبره ومنې، چې په ځمكه مېشت دي، نو د الله له لارې به دې واړوي، دوى بل څه نه، صرف ګومان پسې ځي او له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوي».
حکيم الاسلام مولانا قاري محمد طيب ـ رحمه الله تعالی ـ د دې ايتونو له راوړلو وروسته داسې تبصره کوي:
نو قران کريم د نړۍ له اکثريت څخه ايمان نفي کړ، عقل يې ترې نفي کړ، علم يې ترې نفي کړ، له حق سره محبت يې ترې نفي کړ، د حق سر ته رسول يې ترې نفي کړل، ويښتيا، بيداري او سالمه پوهه يې ترې نفي کړل، په ژمنو وفا يې ترې نفي کړه، هدايت يې ترې نفي کړ، د قيامت ثواب او جنتي کېدل يې ترې نفي کړل، په جهاد کې د اکثريت په وجه د مغرور کېدو له امله يې فتحه او مرسته ترې نفي کړه.
د استعمال په شيانو کې خو دا لا پرېږده، چې اکثريت د حق معيار وګرځي، بلکې د باطل مرکز دی، ځکه چې واقعيت ته په کتو د نړۍ اکثريت د کم عقلي، ناپوهي، حق بد ګڼلو، د اټکل پيروي، غفلت، بې وعدې کېدو، بېلاريتوب، د قيامت د عذاب، دوزخ ته د تلو، ماتې خوړلو او نورو ښکار دي، نو يوازې د شمېر له مخې ډېروالی له اسلامي اصولو څه ارزښت موندلای شي، چې د حقوقو له پاره د فيصله کوونکو اصولو په توګه ومنل شي او پاچا يې پابند وګرځول شي. [1]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
(فطري حکومت) رساله، د مجموعه رسايل حکيم الاسلام په ضمن کې: ۶ ټوک ۳۰۴ ـــ ۳۰۷ مخونه (مکتبة الأحرار مردان)[1]


