
لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر
مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۲۵)
د امام ابوحنيفه رحمه الله سیاسي ژوند
د امام ابوحنيفه رحمه الله په زمانه کې د اسلامي نړۍ سياسي حالات:
امام ابوحنيفه رحمه الله په داسې وخت کې وزيږېد، چې اسلامي نړۍ د بني اميه د ځینو واکمنانو تر بې رحمانه واکمنۍ لاندې وه، په یوه تاریخي پېښه کې حضرت حسین رضی الله عنه او د رسول الله صلی الله علیه و سلم خاندان د فرات د سیند په غاړه د تندې په حالت کې شهیدان شول. په یوه بله پېښه کې چې د حره د پیښې په نامه یادیږي، د مدینې منورې پر ښار باندې چې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه و سلم د استوګنې ځای و، برید وشو او تالا شو.
د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه لمسي عبدالله بن زبیر رضی الله عنه چې د حق او عدالت په ملاتړ قیام وکړ، بیت الله ته نږدې شهید شو او په همدې وختونو کې ظالمو واکمنانو لکه؛ یزید، ابن زیاد او حجاج ابن یوسف واک ترلاسه کړ او د سیاست او حکومت په ډګر کې یې په بې رحمۍ سره په ظلم او جنایت لاس پورې کړ.
د کوفې ښار چې د امام ابوحنيفه رحمه الله د زېږېدو ځای و او هلته يې ژوند کاوه، تر دې هم ډېر ناوړه حالت درلود. په دې ښار کې د ابن زیاد او بیا د حجاج بن یوسف د ظلمونو سیوري په بې پناه خلکو باندې غوړیدلي وو. دا حالات دومره درانه او بدمرغه وو، چې نامتو علمي او فکري شخصیتونه لکه حسن بصري، ابن سیرین، ابراهیم نخعي او امام شعبي رحمهم الله د دې ټول ظلم او تشدد په وړاندې له چوپتیا او انزوا پرته بله د حل لاره ونه موندله.
په همدې خطرناکه دوره کې امام ابوحنیفه رحمه الله را لوی شو او خپل سیاسي شخصیت یې جوړ کړ؛ هغه دوره چې د سیاسي او ټولنیزو کشمکشونو اوج و او علمي شخصیتونو د ظالمو واکمنانو پر وړاندې د چوپتیا او مخالفت تر منځ یوه لاره درلوده.
د امام ابوحنیفه رحمه الله پر فکري او سیاسي زده کړو باندې د چاپیریال اغیزې:
امام ابوحنيفه رحمه الله د خپل عمر پنځه ويشت کاله د اموي خلافت او پاتې اتلس کاله د عباسي خلافت په موده کې تېر کړل. هغه د امویانو د واک اوج او بیا د هغو ضعف او زوال په ښه توګه ولید او د هغوی د ړنګېدو د شاهد په توګه یې د هغه وخت د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو ژوره پوهه ترلاسه کړه. بې له شکه دغو تجربو د امام په فکري او سیاسي زده کړو ژوره اغیزه درلوده.
امام ابوحنيفه رحمه الله د عباسي خلافت د جوړېدو او پرمختګ د بېلابېلو پړاوونو شاهد و. هغه زمانه چې بني عباس په پټو هڅو او د دعوتي پلاوو د شبکې په مرسته د امويانو پر ضد خپل فعاليتونه پيل کړل. دا دعوتونه په پټو کورونو کې او د اموي حکومت د چارواکو له سترګو لرې کېدل او موخه يې دا وه چې اموي حکومت نسکور کړي او پر ځای يې عباسي خلافت راولي. له پراخو هلو ځلو وروسته دغه غورځنګ په يو ستر غورځنګ بدل شو او بالاخره په دې وتوانېد چې اموي حکومت نسکور کړي او اسلامي خاوره د عباسيانو تر واکمنۍ لاندې راولي. امام ابوحنیفه رحمه الله د دغو پېښو د نږدې کتونکي په توګه تل د هغه وخت سیاسي او ټولنیز جریانونه په دقت سره تعقیب کړل.
د امام ابوحنيفه رحمه الله پر فکري او سياسي شخصيت باندې د دغو سترو او هراړخيزو پېښو له اغيزې څخه انکار نه شي کېدلی. که څه هم تاریخي منابعو دا نه دي مشخص کړي، چې هغه په شخصي توګه له کوم غورځنګ یا پاڅون سره ملګری و، خو د هغه له آثارو او ویناوو څخه څرګندیږي، چې امام د عدالت غوښتونکو حرکتونو ته لیواله و او د امویانو او حتی عباسیانو پر وړاندې یې د علوي غورځنګونو او د هغوی د مبارزو مالي او معنوي ملاتړ کاوه.
دې کار په امام ابوحنیفه رحمه الله باندې دومره اغیز وکړ چې هغه یې نه یوازې یو ستر فقیه بلکې یو سیاسي مفکر باندې بدل کړ، چې د ټولنیز عدالت او هر اړخیز اصلاحاتو په اړه حساس و او د هغو نظریاتو ملاتړ یې کاوه، چې د اسلام له اخلاقي او انساني اصولو سره برابر وو.
امام ابوحنیفه رحمه الله او د امویانو او عباسیانو کړکېچن پړاو:
د امام ابوحنيفه رحمه الله ژوند د اسلام په تاريخ کې يوه له پېچلو او کړاوونو ډک پړاو بلل کېږي. دا دوره چې د بنوامیه خلافت له پای څخه د عباسي خلافت تر پیله پورې وه، له سیاسي ناکراریو سره مخ وه. په دې وخت کې د ځینو واکمنانو ظلم ټولنیز او دیني حالت اغېزمن کړی و. دغه ګډوډ حالت د امام ابوحنيفه رحمه الله په علمي او ټولنيزه لاره ډېره اغېزه کړې او هغه يې د ظلم او جنايت پر وړاندې په يوه ستر او مقاومت کوونکي شخصيت بدل کړ.
د امویانو د حکومت پړاو :
بنوامیه له راشده خلافت څخه وروسته واک ته ورسېدل او د وخت په تېرېدو سره د لومړیو خلفاؤ له طریقو څخه ووتل. د بنواميه سياستونه په عمده توګه د زور او تاوتريخوالي پر بنسټ ولاړ وو او د خلافت پر مهال، تاريخ د هغو د مخالفينو پر وړاندې د يو لړ جنايتونو او تاوتريخوالي شاهد و. د کربلا پېښه او د حضرت حسین رضی الله عنه او د هغه د ملګرو او کورنیو شهادت د دې دور تر ټولو ترخه پېښه وه، چې د مسلمانانو په منځ کې یې د غوسې او خپګان څپې راوپارولې. همدا راز د حره پېښه چې د مدینې منورې ښار د یزید د لښکر له خوا لوټ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښار د خلکو حرمت یې تر پښو لاندې کړ، د اسلام په تاریخ کې یوه له دردناکو پېښو څخه ګڼل کېږي.
د امام ابوحنيفه رحمه الله په زمانه کې د کوفې حالات :
کوفه چې د امام ابوحنيفه رحمه الله د زېږېدو ځای دی، دا هغه ښار و چې د پرله پسې سياسي او مذهبي پېښو له امله د ناامنۍ او بې ثباتۍ په مرکز بدل شوی و. ابن زیاد او حجاج بن یوسف د دې دور له ظالمو شخصیتونو څخه وو، چې په ظالمانه کړنو سره یې خلک په خفګان کې ډوب کړل او د هر ډول اعتراضونو مخه یې ونیوله. دوی په خپل ظالمانه چلند سره د خپل وخت ډیری مشران او عالمان پر کور کښېنول. دا ښار د بېلابېلو پاڅونونو او خوځښتونو شاهد و، چې هر یو یې د بنوامیه د ظلم پر وړاندې و، خو د واکمنانو د زور او بې رحمۍ له امله دغه پاڅونونه په چټکۍ سره وځپل شول.
د ظلم پر وړاندې د امام ابوحنیفه رحمه الله رول:
امام ابوحنیفه رحمه الله د پورته ذکر شوو ستونزو او سختو شرایطو سره، سره د ظلم پر وړاندې د مقاومت لاره غوره کړه. د علومو او فقهې په برخه کې یې د خپلو هڅو په پایله کې شاګردان وروزل او د اسلامي ارزښتونو او د شرعي عدل او انصاف پر بنسټ یې تدریس وکړ.
امام ابوحنیفه رحمه الله د یوه فقیه په توګه تل د فقهې په پایلو کې د فکر آزادۍ او خپلواکۍ ته ډېر اهمیت ورکاوه او د سیاسي او دولتي فشارونو پر وړاندې یې مقاومت کاوه، له ظالمانو سره یې لاس یو نکړ، لکه څنګه چې هغه له خلافت سره د همکارۍ وړاندیز ونه منل او د ګواښونو او شکنجو سره- سره یې بیا هم له هر ډول دولتي مسئولیت منلو څخه ډډه وکړه.
امام ابوحنیفه رحمه الله د خپل فقهي مکتب په پراخولو سره یوازې د دیني احکامو د تدریس پر ځای په غیرمستقیم ډول د عدل، اخلاقو او د عدالت غوښتنې ته وده ورکړه او په خپله فتوا کې یې د خلکو حقونه او انصاف غوره وګڼل. د دولت د ګټو لپاره او د استدلال او اجتهاد له طریقې څخه د استبداد پر وړاندې ودرېدل. لنډه دا چې د خپلو شاګردانو په زده کړه او د حنفي مکتب په جوړولو کې د هغه طریقه هم د خپل وخت د ظلمونو پر وړاندې فکري او کلتوري مقاومت ښودلی.
ادامه لري…