
لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی
اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۶)
ډیموکراسي د غربي څېړونکو د نیوکو په تله کې
د هر څه غوره ټکي او ښېګڼې د همدې ساحې د متخصصینو او پوهانو له خوا په سمه توګه پیژندل کیږي او پرې پوهیږي او دوی د هغې د ژوروالي ، سطحې ، پورتنۍ او ښکته پوړونو څخه پوره خبر دي. همدارنګه په هر اړخ او څانګه کې ډېر پټ او ښکاره مثبت او منفي اړخونه شته او هر یو له دې پوهانو څخه د مصلحت او اړتیا له مخې د هغو څخه پرده پورته کوي او په اړه یې څرګندونې او خبرې کوي.
ډیموکراسي یو له هغو زرګونو کوچنیو او لویو مسئلو څخه ده، چې خپلې ځانګړنې لري او متخصصین یې په ټولو تورو او سپینو اړخونو کې راښکاره شوي او د سمندر له ژورو څخه یې جواهر او ملغلرې را اېستلي دي. په دې یادښت کې د هغو کسانو له خبرو او لیکنو څخه همغه سیاسي مفاهیم را اخیستل شوي.
د حکومتولۍ په برخه کې د ډیموکراسۍ د ناکامۍ په اړه د سیاسي پوهانو، سیاسي او ډیموکراټیکو څرګندونو ته پام وکړئ:
( اډموند برک) وویل: «ډیموکراسي د حکومت ترټولو شرمناکه بڼه ده».
( اډمونډ برک) په (۱۷۹۷) زېږدیز کال کې مړ شوی، یو مشهور (ایرلینډي) سیاستوال، ویناوال، او تیوری پوه و، چې نوموړی معمولا د عصري محافظه کار بنسټ اېښودونکي په توګه یادیږي. هغه په خپل کتاب «د فرانسې د انقلاب انعکاس» کې ډیموکراسي د حکومت ترټولو شرمناک ډول وباله؛ ځکه هغه په دې باور و، چې داسې حکومت د خلکو رایه او نظر تر ټولو لوړ معیار ګڼي او قانون یوازې د دوی له ارادې څخه رامنځ ته کېږي. په هغه صورت کې چې عام خلک له عقل او حکمت څخه لرې وي. سربیره پردې، ډیموکراسي په دودونو باندې په برید سره د ټولنې بنسټ کمزوری کوي، چې د هیواد د پیاوړتیا اساس دی. په بل عبارت، د ډیموکراسۍ اصول لکه ازادي، مساوات او بشري حقونه، زاړه او تاسیس شوي ټولنیز ارزښتونه کمزوري کوي.
(کانت) وویل: دیموکراسي تر ټولو بد ډول دیکتاتوري ده.[1]
(ایمانویل کانت) چې په (۱۸۰۴) کال کې مړ شو، له (ارسطو) وروسته تر ټولو لوی غربي فیلسوف ګڼل کیږي او بې له شکه چې د فکر پر عصري سیستم او په ځانګړې توګه د فلسفې په مختلفو برخو کې یې تر ټولو لوی اغېز درلود؛ هغه وايي: «ډیموکراسي د دیکتاتورۍ ترټولو بد ډول دی».
( اګسټ کنت) وویل: «د خلکو حاکمیت یو شرموونکی درواغ دی».[2]
(اګسټ کنت)، چې په (۱۸۵۷)کې مړ شو، تر ټولو مشهور معاصر ټولنپوه او (فرانسوی) فیلسوف دی، چې د عصري ټولنپوهنې بنسټ ایښودونکی او د مثبتیت د نظر خاوند ګڼل کیږي.
(جان سټوارټ مل) چې په (۱۸۷۳) کې مړ شو، د (۱۹) پیړۍ یو له سترو (انګلیسي) مفکرینو څخه دی، چې د لیبرال ډیموکراسۍ لوی تثبیت کوونکی بلل کیږي. په هرصورت، داسې ښکاري، چې هغه هم د دې موضوع په حقیقت پوهیدلی او دا مني، چې دا ادعا ممکنه نه ده، چې خلک په خپل ځان حکومت کوي.
«هغه خلک چې واک اعمالوي، همغه خلک نه دي، چې په دوی باندې واک اعمالیږي».[3]
( ارنست رینان) چې په (۱۸۹۲) کال کې مړ شو، یو (فرانسوی) فیلسوف او ژبپوه او یو له مشهورو اروپایی مستشرقینو څخه دی، وايي:
«ټاکنې د دې لامل کیږي، چې د اوسط افکارو لرونکي خلک سره راټولیږي، او د فکرونو دا ټولګه د خورا اوسط پاچا له ذهن څخه ټیټه ده».[4]
دا لیست اوږد دی، او که موږ وغواړو، دوام ورکړو، د سترو نومونو سره لکه (هیروډیټ، فریدریش هیګل، کارل مارکس، فریدریش انګلز، ویلیم جیمز، جیمز برایس، ولفرډو پاریټو، ایمانویل مونیر، هارولډ لاسکي، جان ډیوي، چارلس میریم، والټر لیپمن) او (لیوشتراس) سره به هم مخ شو ، خو موږ به په همدې اندازه بسنه وکړو .
د ډیموکراسۍ د مقولې څېړنه د پوهانو او د چارو د شنونکو له نظره، موږ د ډیموکراسۍ په حقیقت، څرنګوالی او اصالت پوهوي او د هغې د زیانونو پټې ذرې د حقیقت او واقعیت په ګړندیو وړانګو کې څرګندیږي.
د ديموکراسي د ناخوالو په اړه د مفتي محمد تقي عثماني صاحب تنقيدي تبصره
د جمهوريت په اصلي موخو کې به کله هم تاسې ونه وينئ، چې خير خپور کړي او د شر مخنيوی وکړي، نېکيو ته وده ورکړي او له بديو خلک را وګرځوي. او دا کار ځکه نه کوي، چې يو خو په دوی کې د بديو او نېکيو کوم دايمي معيار نه شته، چې پلانی شی ښه دی او پلانی بد. او د جمهوريت وروستۍ فلسفه خو لا دا ده، چې په نړۍ کې خير او شر بيخي نه شته، ټول شيان اضافي دي. په يوه زمانه کې به يو شی خير وي او په بله کې به هغه شر وي، په يو وخت کې به يو شی شر وي، او په بل وخت کې به بل شی شر وي، په يوه هيواد کې به يو شی خير وي او په بل کې به هغه شر وي، په يو چاپېريال کې به يو شی خير ګڼل کيږي، او په بل کې به شر. دا ټول شيان اضافي دي، بلکې د دوی کوم حقيقي وجود نه شته، د خير او شر تله په خپله د چاپېريال او دوديزو کړنو تر اغېز لاندې ټاکل کيږي. نو له کوم وخت نه چې په لوېديز کې سيکولر نظام منځ ته راغلی، له هغه وخت نه د بد اخلاقۍ او جنسي ناروغيو توپان په څپو راغلی. ترکومه چې جمهوريت نه و، تر هغه وخته دا ناروغۍ نه وې، هغه مهال په اروپا کې شاهي نظامونه يا عيسايي تيوکراسي وه، دومره اخلاقي نيمګړتياوې نه وې، څومره چې نن له جمهوريت راتلو وروسته هلته راپيدا شوې دي. هلته اوس د عياشۍ او بد کارۍ بازار اوج ته رسېدلی، داسې بد کار به نه وي، چې څوک يې د ازادۍ په نوم اجازه ليک ونه لري، او يا لږ تر لږه د هغه غوښتنه نه کيږي، جمهوريت نه د کوم اخلاقي ارزښت پابند دی او نه هم له اسماني لارښوونو څخه برخمن دی، بلکې ټول دارومدار يې د خلکو د خوښۍ او خواهشاتو پر بنسټ ولاړ دی، که څوک بد کوي او که ښه کوي، دا هر څه د انسان يو روا حق بولي. د همدې ديموکراسۍ په نتيجه کې د برتانيې پارلمان د نجونو او هلکانو ترمنځ د جنسي اړيکو ساتلو اجازه ليک منظور کړ او دا يې د قانوني جواز په توګه ومانه، د برتانيې له دې اقدام وروسته په ځينو نورو هيوادونو کې هم همجنس پرستي د قانون په توګه منل کيږي…
د (swap union) په نوم يو بل تنظيم دی، (swap) د تبادلې په مانا دی او له دې څخه د دوی موخه د مېرمنو تبادله ده. دا تنظيم ځانګړي کلبونه لري، تراوسه دا قانون نافذ دی، چې ناواده کړې مېرمن هر څه غواړي، هغه کولی شي، خو واده کړې مېرمن نه شي کولی، له خپل خاوند پرته له بل چا سره زنا وکړي، ځکه چې په دې سره يې د خاوند حق تر پښو لاندې کيږي؛ خو اوس د (swap union) له خوا دا غږ پورته کيږي، چې دا بنديزونه بايد لرې کړل شي، واده کړې مېرمنې ته دې هم اجازه ورکړل شي، چې په خپله خوښه له هر چا سره زنا وکړي، همدا لامل دی، چې اوس د اروپا او امريکا په زياتره هيوادونو کې ګڼ شمېر هلکان غير ثابت النسب (حراميان) دي، په دې تړاو د ځينو دولتونو شمېرې نشر شوې دي، او د ځينو نه دي نشر شوې. څه موده وړاندې په (time) مجله کې يو مضمون خپور شو، په هغه کې و، چې په امريکا کې د غير ثابت النسل خلکو شمېر په ډېرېدو دی. په دې راپور کې راغلي و، چې دا خبره له اخلاقي پلوه د اندېښنې وړ نه ده، چې يو غير ثابت النسل قوم پيدا کيږي، يوازې اندېښنه دا وه، چې د دې کار په نتيجه کې کوم خلک پيدا کيږي، د هغو د اقتصادي ستونزو د حل کولو څوک نه شته، او په دې سره اقتصادي ستونزې منځ ته راځي. د اقتصادي مسايلو له پلوه يې دا يوه د پام وړ اندېښنه بلل شوې وه؛ خو د اخلاقي نيمګړتيا له پلوه يې پرې هيڅ اندېښنه نه وه ښکاره کړې. او اوس مېرمنې دا غوښتنه کوي، چې په ځينو ايالتونو کې منل شوې هم ده، چې بايد د ماشوم د زيان قانوني اجازه دې ورکړل شي، او د دې کار د جواز له پاره ډېرې هلې ځلې کيږي، اوس چې په کومه کچه دا خبره روانه ده، له هغې داسې څرګنديږي، چې د ماشوم د زيان قانوني اجازه به هم ورکړل شي.
يو وخت لوڅ ګرځېدل منعه و؛ خو اوس په دې تړاو ټول بنديزونه له منځه وړل شوي دي او نن د لوڅو فلمونو او انځورونو سيلاب زموږ تر هيوادونو هم را ورسېد. پيل يې له اروپا شوی دی او اوس همدا تياره زموږ پر چاپېريال هم د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه د دې د مخنيوي له پاره هيڅ ګام نه دی پورته شوی. او دا چې ولې د دې کار مخنيوی نه کيږي، د دې ستر لامل دا دی، چې په اوسنيو نظامونو کې داسې بنياد نه شته، چې د هغه په بنسټ د دې کار مخنيوی وشي، ځکه چې د عوامو واکمني شي او هغوی دا بې ديني خوښوي؛ نو بيا دې کار ته ناروا ويل هيڅ معقول دليل نه لري.
لنډه دا چې داسې بد کار نه شته، چې په جمهوريت کې روا لار ونه لري. د دې په نتيجه کې يوه ستونزه دا هم را ولاړه شوې ده، چې کورنی نظام د تباهي پر لور روان دی، مانا دا چې کورنۍ خپلولي چې دا خاوند دی او دا مېرمن، دا پلار دی او دا اولاد، د دوی ترمنځ خپلوي له منځه تلونکې ده. د دې جزا دا شوه، چې الله تعالی د عذاب په توګه د (ايډز) ناروغي را نازله کړه، دا ناروغي څنګه پيدا شوه؟ په دې اړه ټول خلک يوه خوله دي، چې دا ناروغي له دوو شيانو را پيدا کيږي، لومړی د همجنس پرستي له لارې او دوهم دا چې يوه مېرمن له ډېرو خاوندانو سره جنسي اړيکې ساتي، يا يو خاوند له ډېرو مېرمنو سره جنسي اړيکې ساتي. خو د دې پر ځای چې د دې ناروغۍ له امله په فحاشۍ کې کمی راوستل شي، او خلک د برم او پاکوالي لور ته پام ور وګرځوي، فحاشي نوره هم زياته شوه، ځکه چې د (ايډز) د ناروغي د مخنيوي له پاره داسې ونه شول، چې پر ناروا جنسي اړيکو بنديز ولګول شي، د جنسي اړيکو ساتلو له پاره ځينې حفاظتي تدابير ونيول شول، او د دې تدابيرو له پاره ځانګړي تعليمي کورسونه جوړ شول، د تلويزونونو له لارې عملي تربيه ورکول کيږي او داسې تعليمي اداره نه شته، چې په هغې کې دې د جنسي ښوونو انتظام نه وي شوی. که څه هم دا خبره له دې ځای سره مناسبه نه ده، خو زه د حقيقت څرګندولو له پاره تاسې ته دا خبره په ډاګه کوم، چې په پوهنتونونو يا نورو تعليمي ادارو کې چې چېرې ناواده کړي هلکان او نجونې اوسي، هلته د (ايډز) ناروغۍ د مخنيوي له پاره داسې انتظام شوی دی، چې د هر پوهنتون په غسل خانه کې اتوماتيک ماشينونه لګول شوي، چې روپۍ په کې ور واچول شي، نو په خپله (کونډوم) راوځي، تر څو د اړتيا په وخت څوک له دې څخه کار واخلي، نو کومې ناروغۍ چې د ناروا جنسي اړيکو ساتلو له امله منځ ته راغلې وې، د هغو د مخنيوي داسې ډول لارو چارو لټولو سره دې ناروغۍ نور هم پرمختګ وکړ. لنډه دا چې اخلاقي لارې چارې ټولې له منځه ولاړې او د حيرانتيا وړ خو لا دا ده، چې په کومو هيوادونو کې زنا او بد کاري ډېره ارزانه او اسانه ده، چې له مېرمنو سره د ناروا جنسي اړيکو په ساتلو کې هيڅ ډول خنډ نه شته، په ښکاره په ډله ييزه توګه دا کارونه کيږي، په ځينو هيوادونو کې خو لا ان قانوناً د خپل عفت پلورلو اجازه ورکړل شوې، د دې تجارت له پاره ځانګړي کمپونه جوړ کړل شوي، خو له دې هر څه سره سره چې بيا هم په امريکا کې د زنا بالجبر (په زوره تيري کولو) کوې پېښې کيږي، په نړۍ کې يې ساری نه ليدل کيږي، چېرې چې په خپله خوښه زنا کيږي او جنسي اړيکې ساتل کيږي، هلته د (زنا بالجبر) پېښې تر ټولو زياتې کيږي. له يوې نه له زياتو مېرمنو سره نکاح کول بند دي، چې دا يو ناوړه کار ګڼل کيږي، څوک چې له دوهمې مېرمنې سره واده کوي، نو هغه ته د بند سزا ورکول کيږي، خو که له لسو فحاشو سره جنسي اړيکې وساتل شي؛ نو اجازه ده او پر دې هيڅ ډول بنديزونه نه شته، دا ټولې ناخوالې او بدې پايلې د ولس د هغه بې واګې حاکميت په نتيجه کې منځ ته راغلې، چې سيکولر جمهوريت را پيدا کړې دي.
د ولس د حاکميت دوهم اړخ دا دی، چې په حقيقت کې دا يوه لويه تېر اېستنه ده، د دې کلمې په کارولو سره خلکو ته دا فکر ورکول کيږي، چې تاسې حاکم ياست، خو په عملي ډګر کې بيا خبره بل ډول وي، په حکومت کې د ولس ګډون يوازې يوه تخيلاتي او تصوراتي بڼه لري. په زياتره ځايونو کې ولس ته دا هم نه وي مالومه، چې حکومت څه کوي؟ [5]
دوام لري…
مخکینی برخه
سرچینې :

