لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۲۱)
د امام ابو حنیفه رحمه الله تدریسي خدمت او نوموتي شاګردان یې (ادامه)
دویمه برخه : فقهاء او شاګردان
اوس د امام ابو حنیفه رحمه الله هغه شاګردان ذکر کوو، چې د فقه په تدوین کې یې خدمت ترسره کړی دی:
1– قاضي القضات ابویوسف رحمه الله
عظمت او شان یې ددې وړ دی، چې په اړه یې یوه بېله رساله ولیکل شي، ترڅو یې د علمي کمالاتو اندازه وشي، خو دلته دومره لازمه ده، چې لنډ تاریخ یې ولیکم، په ژوند او علمي تاریخ باندې یې یوه لنډه رأیه ورکړل شي.
نسب او زېږېدنه
د هغه نسبت تر انصارو پورې رسېږي، د هغه مورث اعلی سعد بن صبة، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، د هغه پلار یو غریب کس و او په مزدورۍ باندې یې شپې او ورځي سبا کولې، په ۱۱۳ هـ. یا ۱۱۷ هـ . کال په کوفه کې پیدا شو، که څه هم له ماشومتوبه یې لیک او لوست سره مینه وه، خو د پلار یې خوښه نه وه، هغه غوښتل کوم کار زده کړي او د کور لپاره پیسې وګټي، خو قاضي صاحب رحمه الله چې به کله وخت وموند، نو د علماوء په مجلس کې به کښېناست، یوه ورځ د امام ابوحنیفه رحمه الله د درس په حلقه کې ناست و، چې پلار یې راورسېد او په زور یې له هغه ځایه ولاړ کړ، کورته په راتلو یې پوه کړ:« چې زویه! خدای تعالی ابوحنیفه رحمه الله ته پراخ رزق ورکړی، ته دهغه تقلید ولې کوې؟ قاضي صاحب د مجبورۍ له امله لیک او لوست پرېښود او له پلاره سره پاته شو.
قاضي صاحب د امام ابوحنیفه رحمه الله پرته د نورو زیاتو امامانو په خدمت کې د تحصیل په موخه حاضري ورکړې، اعمش، هشام بن عروه، سلیمان تیمي، ابواسحق شیباني، یحیی بن سعید الانصاري او نورو څخه یې حدیثونه روایت کړل، له محمد بن اسحق څخه یې مغازي او سیر وویل، له محمد بن ابي لیلی څخه یې په فقه کې مسائل زده کړل، الله جل جلاله داسې قوي حافظه او ذهن ورکړی و، چې په لنډه موده کې یې ډېر څه زده کړل، حافظ بن عبدالبر چې مشهور محدث دی، لیکلي دي:« ابویوسف به محدثینو ته حاضرېده او په یوه جلسه کي به یې پنځوس ـ شپیته حدیث بیانول».
امام صاحب چې تر کومه وخته ژوندی و، قاضي صاحب یې د درس په حلقه کې حاضري ورکوله، د هغه له وفات وروسته یې په دربار کې کار کول غوښتل، نو ځکه خلیفه مهدي عباسي ورته په ۱۶۶ هـ. کال کې د قضاء دنده ورکړه ، له مهدي وروسته دهغه ځای ناستي هادي هم په هغې دنده پرېښود، خو هارون الرشید د ده د استعداد په لیدلو د ټولو اسلامي هېوادونو قاضي القضات وټاکه او دا هغه دنده وه، چې تر هغه دمه چاته ورکړل شوې نه وه. قاضي صاحب رحمه الله چې په هغه کې کوم پر مختګونه وکړل، د هغو تفصیل دده په بېل ژوندلیک کې لیکل کېدای شي.
مړینه
دپنجشنبې په ورځ، ماسپښین مهال،د ربیع الاول په پنځمه نېټه، په ۱۸۲ هـ. کال کې چوفات شو، د محمد ابن سماعه بیان دی، چې دمړینې په مهال یې په خوله دا الفاظ وو:« اې خدایه! ته پوهېږې چې ما قصداً هیڅ پرېکړه دپېښې خلاف کړې نه ده، ما تل هڅه کړې چې کومه فیصله وي هغه دې ستا له کتاب او ستا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له طریقې سره سمه وي، کله چې به کومه ستونزمنه مسئله مخ ته راتله، نو ما به امام ابوحنیفه رحمه الله واسطه کاوه او تر کومه چې ما ته معلومه ده ابوحنیفه رحمه الله ستا په احکامو ښه پوهېده او عمداً به دحق له لارې نه اوښت».
قاضي صاحب ډیر شتمن شو، خو د دولت استعمال یې په ښه طریقه سره کاوه، د مړینې په مهال یې وصیت وکړ چې څلور لکه روپۍ دې د مکې معظمې، مدینې منورې او بغداد اړمنو ته ورکړل شي.
د احادیثو کثرت
قاضي صاحب رحمه الله په زیاتو علومو کې کمال درلود، که څه هم زیات شهرت یې په فقه کې و، خو په نورو علومو کې هم بې سیاله و، مؤرخ ابن خلکان د ابن یحیی قول نقل کړی دی:« ابو یوسف د تفسیر، مغازي او ایام العرب حافظ و او په فقه کې یې هم زیاته پوهه درلوده».
لیکنې
قاضي صاحب لومړنی کس دی چې په حنفي فقه کې یې لیکنې وکړې، په مختلفو علومو کې زیات تصنیفات لري، ابن ندیم په کتاب الفهرست کې د هغو کتابونو تفصیل او نوملړ را اخیستی ، چې مشهور کتاب یې « الخراج» دی.
۲- امام محمد بن الحسن الشیباني رحمه الله
دا شخص د حنفي فقه دویم مټ(بازو) دی، د ده اصل وطن دمشق ته څېرمه یو کلی و، چې «حرستا» ورته ویل کېدل، پلار یې له هغه ځای څخه واسط ته راغی او هلته مېشت شو، امام محمد په ۱۴۵ هـ. کال همدلته پیدا شو، د ځوانۍ په پیل کې کوفې ته لاړ، دلته یې د علومو تحصیل پیل کړ او د سترو فقهاوو په مجلسونو کې یې وخت تېر کړ، له مسعر بن کدام، امام سفیان ثوري، مالک بن دینار، امام اوزاعي او نورو څخه یې حدیثونه روایت کړل، زیات او کم دوه کاله د امام ابوحنیفه رحمه الله په خدمت کې پاتې شو او د امام صاحب رحمه الله له وفات وروسته یې د قاضي ابو یوسف څخه علم حاصل کړ، بیا مدینې منورې ته لاړ او درې کاله یې له امام مالک رحمه الله څخه احادیث وویل، د ځوانۍ په پیل کې یې د فضل او کمال آوازې خپرې شوې، په شل کلنۍ کې د درس په مسند کښېناست او خلکو ور څخه ګټه اخیستل پیل کړل، هارون الرشید یې په فضل او کمال خبرېدلو سره د قضاء دنده ورکړه او زیات وخت به یې له ځان سره ساته، په ۱۸۹ هـ. کال چې رئ ته تلی، هلته یې له ځان سره بوته، د رئ څنګ ته یو کلی دی، هلته چې ورسېد وفات شو، په اتفاقي توګه په دې سفر کې مشهور نحوي کسايي هم ورسره ملګری و او همدلته مړ شو، هارون الرشید زیات غمجن شو او وې ویل: « نن ورځ موږ فقه او نحوه دواړه دفن کړل».
د امام محمد رحمه الله چې د کومې مرتبې و، د هغه اندازه د مجتهدینو امامانو له اقوالو څخه کېږي.
دامام شافعي وینا ده: «امام محمد چې به کله کومه مسئله بیانوله، نو داسې به څرګندېده،لکه وحي چې نازلېږي». امام احمد بن حنبل څخه چا وپوښتل:« چې دا دقیق مسائل دې له کوم ځایه ترلاسه کړل»؟ وې ویل:« د محمد بن الحسن له کتابونوڅخه»[1].
د امام محمد شهرت که څه هم زیات په فقه کې دی او تصنیفات یې هم زیات په همدې فن کې دي، خو په تفسیر، حدیث او ادب کې یې هم داجتهاد درجه درلوده، د ده د شاګرد امام شافعي وینا ده:« ما دقرآن مجید عالم تر امام محمد پورته ونه لید»[2].
مشهور کتابونه یې دا دي: مؤطا، مبسوط، جامع الصغیر، جامع الکبیر، کتاب الحجج، سیر صغیر، سیر کبیر او له دې کتابونو پرته نور کتابونه هم په فقه کې لري، د بېلګې په توګه: کیانیات، جرجانیات، رقیات، هارونیات، خو دا کتابونه د فقها وو په اصطلاح په ظاهر الروایت کې داخل نه دي، بلکي کتاب الحجج چې یادونه یې وړاندي شوې، هم له دې لړۍ څخه خارج دی.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] – تهذیب الاسماء واللغات
[2] – تهذیب الاسماء واللغات


