Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»ابراهيمي ملت (برخه: ۳)
اسلام دوشنبه _27 _جولای _2026AH 27-7-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۳)
اول دور: د معروفاتو (نېکیو) دور
له جناتو وروسته الله جل جلاله انسان د ځمکې د خلافت لپاره غوره کړ، ابو البشر د انسانانو پلار آدم علیه السلام یې له ځمکې پیداکړ، دی یې د استعداد له امله د ځمکې خلیفه وګرځاوه تر څو د الله جل جلاله احکام او قوانین عملي کړي او د آدم علیه السلام په پشت کې یې دغه خلافت تر قیامته جاري وساته.
له آدم علیه السلام نه نیولې نېږدې د نوح علیه السلام تر زمانې پورې ټول انسانان د الله جل جلاله د وحدانیت په عقیده وو، کفر او شرک نه و، ناروا او بد کارونه په نشت حساب وو، له دې امله دغې زمانې ته د معروفاتو (نېکیو) دور وایي او د دنیا آبادي نوې شروع شوه، د دنیا د آبادۍ په نسبت دغه دور د ماشوم توب او صبوت دور دی.
دویم دور: د صابئینو دور
بیا د نوح علیه السلام زمانې ته نېږدې د څو نېکانو اولیاء الله له وفات څخه وروسته ابلیس له چل، دجل او تلبیس څخه کار واخیست خلکو ته یې وویل چې د دې نېکو اولیاء الله تمثالونه شکلونه او صورتونه جوړ کړئ، دې ته په کتو سره به موږ ته د دوی عبادتونه رآیادیږي او موږ به د دوی نېک تقلید او تابعداري کوو، خو د وخت په تېرېدو سره چې کله د دې وخت خلک مړه شول او نوی نسل راغی، شیطان نوي نسل ته وویل ستاسو مخکینیو د همدې تمثالونو عبادت کاوه، نو دوی یې هم عبادت شروع کړ، له دغه وخت څخه د بتانو عبادت شروع شو، په دې سره دوی له حق دین څخه واوښتل او صابئین وګرځېدل.
وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آَلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا.[1]
ژباړه: او وې ویل (خپلو خلکو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ عبادت د وَد او نه د سُواع او نه د یغوث او یعوق او نسر.
{وَقَالُواْ لاَ تَذَرُنَّ ءالِهَتَكُمْ} أي لا تتركوا عبادتها على الإطلاق إلى عبادة رب نوح عليه السلام {وَلاَ تَذَرُنَّ وَدّاً وَلاَ سُوَاعاً وَلاَ يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْـراً} …[2]
ژباړه:  «او دوی ویل مه پرېږدئ خپل خدآیان » یعني مه پرېږدئ د دوی عبادت د نوح علیه السلام د رب لپاره  «او مه پرېږدئ وَد او نه سُواع او نه یغوث او یعوق او نسر » یعني د دوی عبادتونه مه پرېږدئ دا یې ځان ته ذکر کړل سره له دې چې دا په مخکینیو بتانو کې داخل ول، ځکه چې دا د دوی غټ بتان او باطل خدآیان وو او لوی وو د دوی په نزد، که څه هم د دوی په نزد په عظمت کې متفاوت ول چې د (لا) له تکرار څخه معلومیږي چې له ځینو سره یې مکرر کړی او له ځینو سره یې نه دی کړی، څوک وایي یعوق او نسر سره یې (لا) مکرر نه کړ له دې امله چې زیات تکرار را نه شي سره له دې چې التباس هم نشته او دغه بتان عربو ته رانقل شوي ول، بخاري، ابن منذر او ابن مردویه له ابن عباس رضی الله عنهما څخه نقل کړی دی، هغه فرمایلي هغه بتان چې د نوح علیه السلام په قوم کې وو وروسته په عربو کې وو، هر څه (ود) دا د کلب قبیلې لپاره و په دومة الجندل کې او (سُواع) د هذیل لپاره و او (یغوث) د مراد قبیلې لپاره و، بیا د غطیف لپاره و په سبا کې ، (یعوق) د همدان لپاره و ، (نسر) د حمیر د اهل ذی الکلاع لپاره و، او دا د بتانو نومونه د نوح علیه السلام په قوم کې د نېکو کسانو نومونه وو چې کله دوی مړه شول، شیطان دوی ته وسوسه وکړه د دغو کسانو په ځای ناستي کې د دوی په نومونو بتان ودروئ، دوی هم دا کار وکړ خو عبادت یې نه ورته کاوه، تر دې چې دا خلک مړه شول او د توحید علم ختم شو بیا یې عبادت شروع شو.
حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُوسَى أَخْبَرَنَا هِشَامٌ عَنْ ابْنِ جُرَيْجٍ وَقَالَ عَطَاءٌ عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا صَارَتْ الْأَوْثَانُ الَّتِي كَانَتْ فِي قَوْمِ نُوحٍ فِي الْعَرَبِ بَعْدُ أَمَّا وَدٌّ كَانَتْ لِكَلْبٍ بِدَوْمَةِ الْجَنْدَلِ وَأَمَّا سُوَاعٌ كَانَتْ لِهُذَيْلٍ وَأَمَّا يَغُوثُ فَكَانَتْ لِمُرَادٍ ثُمَّ لِبَنِي غُطَيْفٍ بِالْجَوْفِ عِنْدَ سَبَإٍ وَأَمَّا يَعُوقُ فَكَانَتْ لِهَمْدَانَ وَأَمَّا نَسْرٌ فَكَانَتْ لِحِمْيَرَ لِآلِ ذِي الْكَلَاعِ أَسْمَاءُ رِجَالٍ صَالِحِينَ مِنْ قَوْمِ نُوحٍ فَلَمَّا هَلَكُوا أَوْحَى الشَّيْطَانُ إِلَى قَوْمِهِمْ أَنْ انْصِبُوا إِلَى مَجَالِسِهِمْ الَّتِي كَانُوا يَجْلِسُونَ أَنْصَابًا وَسَمُّوهَا بِأَسْمَائِهِمْ فَفَعَلُوا فَلَمْ تُعْبَدْ حَتَّى إِذَا هَلَكَ أُولَئِكَ وَتَنَسَّخَ الْعِلْمُ عُبِدَتْ.[3]
ژباړه: ابن عباس رضی الله عنه فرمایلې هغه بتان چې د نوح علیه السلام په قوم کې وو، وروسته په عربو کې ول، هر څه (ود) دا د کلب قبیلې لپاره و، په دومة الجندل کې ، (سواع) د هذیل لپاره و او (یغوث) د مراد قبیلې لپاره و، بیا د غطیف لپاره و، د سبا مقام سره په جوف کې او (یعوق) د همدان لپاره و، (نسر) د حمیر د اهل ذی الکلاع لپاره و او دا د بتانو نومونه د نوح علیه السلام په قوم کې د نېکو کسانو نومونه وو، چې کله دوی مړه شول شیطان دوی ته وسوسه وکړه،چې د دغو کسانو په ځای ناستي کې د دوی په نومونو بتان ودروئ، دوی هم دا کار وکړ خو عبادت یې نه ورته کاوه، تر دې چې دا خلک مړه شول او د توحید علم ختم شو بیا یې عبادت شروع شو.
له دې وروسته دوی ته د دعوت او راهنمايي لپاره الله جل جلاله نوح علیه السلام راولېږه، دوی ته یې د توحید او الهي دین دعوت ورکړ، له نهه نیم سوه کلونو دعوت، هر قسم تکلیف او زړه خوړینۍ وروسته تقریبا  اتیا ۸۰ کسان مسلمان شول، نورو ټولو سخت عنادي انکار وکړ چې لمسي پلرونه او نېکونه ټول په ګمراهۍ کې د یو بل معاونین او همکاران وو، یو بل ته به یې د پیغمبر په مخالفت او دښمنۍ وصیت کاوه ترڅو د ګمراهۍ سلسله دوامداره وساتي، له دې امله د دوی اولادونه هم له حق دین څخه لرې پاتي شول او نوح علیه السلام له دوی او د دوی له اولادونو څخه هم بلکل نا امیده شو، تر دې چې نوح علیه السلام د دوی د هلاکت دعا وکړه، الله جل جلال یې د غرق کېدو فیصله وکړه.
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ. [4]
ژباړه: او خامخا موږ لېږلی و نوح، د ده قوم ته، پس وخت یې تېر کړ په دوی کې پنځوس کم  زر کاله (۹۵۰ کاله د تبلیغ او دعودت لپاره) (دوی تکذیب وکړ) پس ونیول دوی طوفان په داسې حال کې چې دوی ظالمان وو.
وَقَالَ نُوحٌ رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا. إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا.[5]
ژباړه: او وویل نوح اې ربه زما! مه پریږده پرځمکه باندې له کافرانو څخه هېڅ اوسېدونکی، بېشکه که چیرته دوی پریږدې، نو ستا بندګان به ګمراه کړي او نه زېږوي دوی مګر فاجر او ناشکره.
د دوی له غرقیدو وروسته انساني نسل یوازي د نوح علیه السلام له درې (سام، حام او یافث) زامنو څخه پاتي شوی، له نورو مسلمانانو څخه اولادونه نه دي پاتې شوي، له دې امله نوح علیه السلام ته ابوالبشر الثاني (د انسانانو دویم پلار) وايي او له دې امله چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر یې کړی او د شرک خلاف اول ده دعوت چلولی اول الرسل ورته وايي.
وهو الأب الثاني كما أن آدم عليه السلام الأب الأول بناءً على المشهور من أن جميع الناس الباقين بعد الطوفان من ذريته عليه السلام.[6]
ژباړه: هغه (نوح علیه السلام) دویم پلار دی لکه څنګه چې آدم علیه السلام اول پلار دی ځکه دا مشهوره ده چې ټول خلک وروسته له طوفان څخه د نوح علیه سلام له اولاد څخه دي.
بیا د وخت په تېرېدو خلک دوباره د شیطان په لومه کې راګیر شول، د توحید له عقیدې بیا صابئي دین او مذهب ته واوښتل او دې لړۍ د ابراهیم علیه السلام تر وخته دوام وکړ چې د ابراهیم علیه السلام د وخت پاچا نمرود هم په صابئي دین باندې و، له دې امله دغه دور ته دور صابئین وايي، په دې زمانه کې له پخوا د دنیا آبادي زیاته شوه له ماشوم توب نه بلوغت ته ورسیده.
درېیم دور: د ملت ابراهیم علیه السلام دور
ابراهیم علیه السلام د بابل په ښار کې په پیغمبرۍ مبعوث شو، قوم یې د الله جل جلاله وحدانیت او الهي دین ته دعوت کړ، په نقلي او عقلي دلائلو سره یې د توحید مسأله ورته بیان کړه، خو قوم یې د تکبر او عناد له غره راښکته نه شو، ابراهیم علیه السلام په پوره میړانې د دوی بتان مات کړل او له دوی سره یې په داسې ډول مباحثه وکړه چې ټول یې چوپ کړل، سره له دې چې قوم په زړونو کې ځانونه ملامت او ظالمان ګڼل، خو بیا هم حق ته تسلیم نشول.
۱. قوم د ابراهیم علیه السلام اورته د اچولو فیصله وکړه لکه څنګه چې د باطلو قوتونو همدا عادت دی چې د دلیل د نشتوالي په وخت کې له زور څخه کار اخلي، ابراهیم علیه السلام په دې ابتلا او امتحان کې کامیاب شو، الله جل جلاله له اور څخه سالم او محفوظ رابهر کړ.
ژباړه: بېشکه موږ ورکړې (ښولي) وه ابراهیم ته حقه لار د ده پخوا (له نبوت د موسی علیه السلام او محمد صلی الله علیه وسلم څخه) او موږ په ده باندې پوه وو. کله چې ابراهیم علیه السلام وویل پلار خپل ته او قوم خپل ته څه دی (حقیقت) د دغو بتانو (په لا سونو مو جوړ کړي او …) تاسو په عبادت ورته ولاړ یاست؟ دوی وویل موندلي دي موږ پلرونه زموږ (بتانو) ته عبادت کونکي (نو موږ هم د هغوی متابعت کوو). (ابراهیم علیه السلام وویل بېشکه تاسو  او پلرونه مو په ښکاره ګمراهي کې یاست، دوی وویل ته موږ ته په ریښتیا سره راغلی یې؟ او که ته له لوبې کونکو څخه یې؟ وویل (ابراهیم علیه السلام، داسې نه ده چې زه ټوکې کوم یا دا بتان ستاسو رب دی) بلکي رب ستاسو رب د آسمانونو او د ځمکې دی هغه چې پیداکړي یې دي دا (آسمانونه، ځمکه او هغه چې په کې دي) او زه په دغو له شاهدانو څخه یم. او قسم دی په الله! خامخا به څه تدبیر او علاج وکړم ستاسو د بتانو وروسته له هغه چې تاسو شا ګرځونکي شئ. نو ویې ګرځول دا بتان ټوټه ټوټه مګر لوی د دې بتانو (یې مات نه کړ) د دې لپاره چې دوی هغه ته بیرته راشي (او پوښتنه ترې وکړي) دوی وویل دا کار چا کړی زموږ په معبودانو؟ بېشکه دی له ظالمانو څخه دی. (ځینو کفارو) وویل موږ له یو ځلمي څخه اورېدلې وو چې دا بتان به یې یادول (په بدي سره) هغه ته ابراهیم ویل کیږي. (نمرود او مشرانو) وویل راولئ هغه د خلکو مخې ته، ښایي چې ویې ویني (او شاهدي پرې ورکړي). (د بابل خلکو) وویل آیا تاسو دا کار کړی په معبودانو زموږ اې ابراهیمه؟ (ابراهیم) وویل بلکي دا کار مشر د دوی کړی، نو پوښتنه ترې وکړئ که دوی خبرې کونکي وي. پس رجوع وکړه (کفارو) نفسونو خپلو ته، بیا یې وویل (ځینو ځینو نورو ته  بېشکه هم تاسو  ظالمان یاست، بیا یې سرونه ښکته کړل (شرمنده شول) بېشکه ته پوه یې چې دا خبرې نشې کولاې، (ابراهیم) وویل آیا تاسو  بغیر د الله جل جلاله نه عبادت کوئ؟ د هغه شي چې نه فائده رسولای شي تاسو ته د هیڅ شي او نه ضرر رسولای شي. افسوس دی تاسو ته او هغه ته چې عبادت یې کوئ بغیر له الله جل جلاله څخه، آیا له عقل نه کار نه اخلئ؟ (نمرودیانو) وویل وسوځوئ دغه (ابراهیم) او د خپلو معبودانو مرسته وکړئ که چیرته تاسو  کونکي یاست (د دې مرستې). موږ وویل اې اوره! شه یخ او سلامتیا(راوله) په ابراهیم باندې. او اراده کړې وه (نمرودیانو) په ابراهیم علیه السلام د مکر (سوځولو) نو موږ وګرځول سخت زیان کاران او نجات مو ورکړل دغه (ابراهیم) او لوط ته (او بو مو تلل) هغې ځمکې ته چې برکت مو په کې اچولی وو د خلکو لپاره، او و موبخښل ده (ابراهیم ته زوی) اسحاق او (لمسی) یعقوب زیات (په زوی) او موږ ټول نېکان ګرځولي دي[7].
۲. له دې وروسته یې شام ته هجرت وکړ او له هغه ځایه بیا مصر ته لاړ، هلته په ظالم پاچا واوښت بیا په امتحان کې ولوېد، پاچا چې د پیغمبري خاندان د مېړه او ښځې معجزه او کرامت ولیدل (هاجره رضی الله عنها)  یې دوی ته د خدمت لپاره ورکړه.
د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ابراهیم علیه السلام یوازي درې خبرې دروغ کړې، دوه یې د الله تعالی په ذات کې ویلې، یوه  (إِنِّي سَقِيمٌ) زه مریض یم، بله  (بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا) بلکي دا کار د دوی دغه مشر کړی او بله دا چې  ويې ویل چې کله یوه ورځ په یو ظالم (پاچا) تېرېده، پاچا ته وویل شول، دلته یو سړی دی هغه سره ډېره ښاېسته ښځه ده، ده (ابراهیم علیه السلام) ته یې کس وروليږه او پوښتنه یې ترې وکړه چې دا څوک دی؟ ویې ویل خور مې ده، بیا سارا ته راغی او ویې ویل اې سارا د ځمکې پر مخ زما او ستا نه غیر بل مؤمن نشته او دغه (پاچا) زما نه پوښتنه وکړه او ما ځواب ورکړ چې ته زما خور یې نو ما مه درواغجن کوه، بیا پاچا سارا پسې کس ولېږه چې کله سارا پاچا ته ورننوتله، پاچا د لاس وروړلو کوښښ وکړ نو سمدستي بند کړی شو، پاچا ویل ما ته له الله تعالی نه دعا وکړه او زه تا ته ضرر نه رسوم، پس دعا یې وکړه او دی خلاص کړی شو، بیا یې د لاس وروړلو کوښښ وکړ بیا د مخکي په څېر او یا سخت بند کړی شو، ویې ویل ما ته له الله تعالی نه دعا وکړه او زه تا ته ضرر نه رسوم، نو دعا یې وکړه او دی خلاص کړی شو، بیا یې خپل پیره دار را وغوښت او ورته ویې ویل تاسو ما ته انسان نه دی راوستی بلکي تاسو ما ته شیطان رواستی، بیا یې سارا ته هاجره د خدمت لپاره ورکړه او سارا ابراهیم علیه السلام ته په داسې حال کې راغله چې دی په لمونځ ولاړ و او په لاس یې اشاره وکړه چې خبره څنګه وه؟ دې وویل الله تعالی د کافر چل او تدبیر د ده په سینه باندې واپس کړ او هاجره یې په خدمت راکړه، ابو هریره رضی الله عنه فرمایلي دغه ستاسو مور ده اې د آسماني اوبو اولاده!.[8]
وَكَانَتْ هَاجَرُ قَبْلَ ذَلِكَ الْمَلِكِ بِنْتِ مَلِكٍ مِنْ مُلُوكٍ الْقِبْطِ بِمِصْر …[9]
ژباړه: هاجره رضی الله عنها مخکې له دې په مصر کې د قبطیانو د یو پاچا لور وه، طبري له سیف بن عمر او نورو څخه نقل کړي، چې عمر بن العاص کله مصر محاصره کړ مصریانو ته یې وویل بېشکه زموږ نبي علیه السلام موږ ته د مصر په فتح کولو وعده راکړې وه او موږ ته یې د مصریانو په خیرخواهۍ امر کړی و، بېشکه د دوی لپاره نسب او خیښي ثابته ده، دوی ورته وویل د دې نسب حق غیر له نبي څخه بل څوک نه شي ساتلی ځکه چې دا ډېر لرې نسب دی. او نبي علیه السلام ریښتیا ویلي، (هاجره رضی الله عنها) چې ستاسو مور ده زموږ د یو پاچا ښځه وه، موږ د عین شمس خلکو سره جنګ وکړ، د دوی په موږ حکومت وو، خلکو پاچا مړ کړ او دا یې راوسته، له هغه ځایه ستاسو پلار ابراهیم علیه السلام ته ورسېده.
۳. چې شام ته راغی سارا رضی الله عنها یې هلته پرېښوده، هاجره رضی الله عنها او ماشوم زوی اسماعیل علیه السلام یې مکې ته راوستل او دلته یې په سپېره میدان پرېښودل چې نه انسانان وو او نه هم د ژوند اسباب، په داسي حالت کې ښځه او ماشوم بچی پرېښودل لوی امتحان او ازمیښت دی، چې یوازې د پیغمبر عظیمه هستي یې برداشت کولای شي، له دې امتحان نه هم په کامیابۍ سره ووت.
۴. ابراهیم علیه السلام په امتحانونو کې هرې قربانۍ ته غاړه کېښوده تر دې چې د خوږ بچي ذبحه یې له بچي سره ومنل، یعني زوی او پلار دواړو په ورین تندي قبوله کړه، چې د ذبحې د مقبولیت په نتیجه کې الله جل جلاله د څارویو ذبحه او اضحیه له ده وروسته هم دده د قربانۍ په یاد او تقلید کې په خپلو بندګانو لازمه وګرځوله. همدارنګه یې کعبه تعمير او جوړه کړه، الله جل جلاله له لویو امتحانونو او ازمیښتونو څخه وروسته امام وګرځاوه، د ملت ابراهیم بنیاد ګزار او مقتدا یې ترې جوړ کړ، تردې چې له ده وروسته ټول انبیاء علیهم السلام د ده په اولاد کې راغلي، دده د دین تکمېل یې کړی، آخري مُکَمِّل او عالمي پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم د ده په اولاد کې راغلی دی او تر قیامته یې د دین او ابراهیمي ملت تکمېل وکړ او یو عالمي ملت او نظام یې وګرځاوه، ټول ادیان یې منسوخ کړل او یو جامع مکمل عالمي دین یې غالب کړ، له دې امله چې د دې ملت باني ابراهیم علیه السلام دی، دې ملت ته، ابراهیمي ملت وايي او دې دؤر ته ابراهیمي دؤر وايي او چې په دې دؤر کې دنیا د آبادۍ په نسبت اخر او تکمېل ته رسیږي، له ځوانۍ څخه د کهولت او بوډا والي حالت اختیاروي، ځکه چې له ځوانۍ وروسته د بوډا والي مرحله ده، له دې امله ورته د بوډا توب او کهولت دور هم وايي.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]  سورة نوح: ۲۳.

[2]  تفسير آلوسي، سورة نوح، دار الفکر، لبنان بیروت.

[3]  صحيح البخاري، کتاب التفسیر سورة نوح، بَاب { وَدًّا وَلَا سُواعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ }، ج ۲، المکتبة الحقانیة بشاور باکستان.

[4]  سورة العنكبوت: ۱۴.

[5]  سورة نوح: ۲۶-۲۷

[6]  تفسير الألوسي، سور الأنبياء تحت آیة۷۶. دار الفکر، بیروت لبنان.

[7]  سورة الأنبياء: ۵۱-۷۲.

[8]  صحيح البخاري، كتاب الأنبياء، بَاب قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا، ج ۱، المکتبة الحقانیة بشاور باکستان. (دا په ظاهر کې مخاطب ته درواغ ښکاري، محتمل کلام دی ځکه د درواغو اطلاق پرې شوی، په اصل کې ریښتیا دي، دا قول، چې، زه مریض یم زه تاسو سره د بهر تللو له دلیل نه مریض یم، یعنې ماسره دلیل نشته، چې تاسو سره لاړ شم، دا قول، دا کار (بتان ماتول) دې غټ بت کړي، دا مشروط ده په دې، که چیرته دوی خبرې کوي نو دا کار غټ بت کړی یعنې دوی خبرې نشي کولی، نفع او نقصان نه شي رسولاې نو دوی خدآیان نه شي کېداې، ځکه وروسته په ایت کې (إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ) ذکر دي. او دا قول، چې خور مې ده، د دې وجه او عذر خپله ابراهیم علیه السلام ذکر کړی، اې سارا د ځمکې پرمخ زما او ستا نه غیر بل مؤمن نشته (مراد له ځمکې نه هغه ځاې دی، چې کوم ځاې کې دا واقعه را پیښه شوې وه، که نه په دغه وخت کې لوط علیه السلام هم موجود و خو له دوی سره نه و.)، پاچا له دې امله وویل، چې شیطان مو راته را وستلی ځکه، چې دوی شیطان ته احترام لاره. او دا قول د ابو هریره رضي الله عنه، چې، دغه ستاسو مور ده اې د آسماني ابو اولاده! هاجرې رضي الله عنها اسماعیل علیه السلام د زم زم په اوبو لوی کړی و او هغه له آسمان څخه وې او عرب د اسماعیل علیه السلام اولاد دي، یا د عربو نسب شفاف و لکه د آسمان اوبه. ملخص من فتح الباري لابن حجر، بَاب قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى { وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا }.

[9]  روضة الأنف معه السیرة النبویة لابن هشام، سیاقة النسب من ولد اسماعیل علیه السلام، ذکر اسماعیل علیه السلام، ج ۱، دار الحدیث القاهرة. و کذا نقله ابن خلدون و البداية و النهاية.

ابراهیم علیه السلام دورې ملت
Previous Articleد بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۲)
Next Article مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۱)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٣٠)

شنبه _25 _جولای _2026AH 25-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۲)

پنجشنبه _23 _جولای _2026AH 23-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهیمي ملت (برخه: ۱)

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۱)

دوشنبه _27 _جولای _2026AH 27-7-2026AD7 Views

لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۱) د امام ابو…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۳)

دوشنبه _27 _جولای _2026AH 27-7-2026AD4 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۳) اول دور: د معروفاتو (نېکیو) دور له…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۲)

یکشنبه _26 _جولای _2026AH 26-7-2026AD10 Views

لیکوال: مهر الله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۲) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٣٠)

شنبه _25 _جولای _2026AH 25-7-2026AD7 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٣٠) د “نصیریه”…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۱)

دوشنبه _27 _جولای _2026AH 27-7-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۳)

دوشنبه _27 _جولای _2026AH 27-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.