Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۰)
اسلامي علما شنبه _25 _جولای _2026AH 25-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۰)
د امام ابو حنیفه رحمه الله تدریسي خدمت او نوموتي شاګردان یې (ادامه)
۲- عبدالله بن المبارک رحمه الله
محدث نووي په تهذیب الاسماء واللغات کې د هغه یادونه په دې الفاظو سره کړې ده: « هغه امام چې په جلالت او امامت یې په هر باب کې اجماع شوې ده، په یادونه یې د الله  تعالی رحمت نازلېږي او په مینه یې د مغفرت هیله پیدا کېږي».
په احادیثو کې چې کومه رتبه وه، هغه له دې څرګندېږي چې محدثینو به هغه ته « امیرالمؤمنین فی الحدیث» ویل، یو ځلې د هغه له شاګردانو څخه یوه خطاب وکړ او ويې ویل: «یا عالم المشرق» امام سفیان چې مشهور محدث و، همدلته موجود و، هغه وویل: « څه غضب دی! چې عالم مشرق ورته وایي! هغه عالم الشرق والغرب دی».
خپله د عبدالله بن المبارک رحمه الله خبره ده:« ما له څلورو زرو شیوخو څخه حدیث زده کړل، چې له زرو څخه مې روایت وکړ».
د هغه فضل، کمال، زهد او تقوا دومره خلک مسخر( تابع ) کړي وو، چې ډېرو باچاهانو او واکمنافو هغومره رعب نه درلود. یو ځلې خلیفه هارون الرشید رقې ښار ته لاړ، هغه مهال عبدالله بن المبارک رحمه الله هم رقې ته ورسېد، د راتلو د آوازې په خپرېدلو یې له هر لوري خلکو ورته منډې راوهلې او دومره زیات رش او هجوم شو، چې د خلکو بوټونه څیرې شول، په زرګونو کسان ورسره مله وه او دی روان و، د هارون الرشید یو حرم چې د برج څخه یې دا هجوم ولید حیران شو ويې پوښتل ، چې دا څه حال ده؟ خلکو ورته وویل: د خراسان عالم راغلی، چې نوم یې عبدالله بن المبارک دی.
وې ویل: په حقیقت کي سلطنت د همدې نوم دی، د هارون الرشید څه حکومت دی، چې د پولیسو او سپاهیانو له زور پرته هیڅوک هم  نه ور ته حاضرېږي. [1]
دی د امام ابوحنیفه له مشهورو زده کوونکو څخه دی او له امام صاحب رحمه الله سره یې ځانګړی خلوص درلود،  هغه اعتراف کاوه،  ما چې څه زده کړي، هغه د ابوحنیفه او سفیان ثوري رحمهم الله له فیض څخه وو. د هغه مشهوره وینا ده: (لولا ان الله تعالی غاثنی بابي حنیفه وسفیان کنت کسائرالناس» یعنې که الله تعالی د ابوحنیفه او سفیان رحمهم الله په وسیله زما لاسنیوی کړی نه وای، نو زه به تر یوه عادي کس پورته نه وای.
د مزد هستوګن و، په ۱۱۸ هـ. کال کې پیدا شوی او په ۱۸۱ هـ .کال کې د هیئت په سیمه کې وفات شو.
3– یحیی بن زکریا بن ابي زائده رحمه الله
مشهور محدث و، علامه ذهبي په تذکرة الحفاظ کې یوازې د هغوکسانو یادونه لیکلې، چې حافظ الحدیث ورته ویل کېدل؛ یحیی یې هم په هغو کسانو کې شامل کړی دی او په هغې طبقه کې یې لومړی د دی نوم لیکلی دی، علي بن المدیني چې د امام بخاري مشهور استاد و ویل به، د یحیی په زمانه کې په یحیی باندې علم بشپړ شو.
په صحاح سته کې د هغه په روایت زیات حدیثونه نقل شوي دي، هغه هم محدث و،  هم  فقیه او په دې دواړو فنونو کې کمال ته رسېدلی، لکه علامه ذهبي چې په میزان الاعتدال کې د ده حالات په دې الفاظو پیل کړي دي:« أحد الفقهاء الکبار و المحدثین الاثبات» یعنې دی د امام ابوحنیفه رحمه الله  له مشرانو شاګردانو څخه و او ډېره موده له هغه سره پاتې شو، تر دې چې علامه ذهبي په تذکرة الحفاظ کې هغه ته د صاحب ابي حنیفه لقب ورکړی دی؛ د فقهې په تدوین کې د امام اعظم شریک و، امام طحاوي لیکلي دي چې:« تر دېرشو کالو یې ملګری و»  که څه هم دا موده صحیح نه ده خو دا واقعیت دی، چې هغه زیاته موده له امام صاحب رحمه الله سره د فقهې په تدوین بوخت و، په ځانګړې توګه د تحریر او لیکنې خدمت د ده په غاړه و.
په میزان الاعتدال کې لیکلي دي: “د ځینو کسانو خیال دی، چې په کوفه کې لومړنی کس چې تصنیف یې وکړ، یحیی دی. څرګندیږي دا چې یحیی  د لیکنې کار کاوه، نو ځینې خلکو ګومان کړی چې هغه مستقل کتاب لیکلی دی.
په مدائن کې د قضاء په دنده ګمارل شوی و او په ۱۸۲ هـ . کال کې د ۶۳ کالو په عمر وفات شو.[2]
۴– وکیع بن الجراح رحمه الله
 د احادیثو د فن په ارکانو کې ګڼل کېږي، امام احمد ابن حنبل رحمه الله د ده په شاګردۍ ویاړ کاوه، ځکه کله چې به یې د ده په روایت کوم حدیث بیانوه، نو په دې الفاظو به یي پیل کاوه:« دا حدیث ما له داسې چا څخه روایت کړی دی، چې ستاسې سترګو به یې مثل نه وي لیدلی».
یحیی بن معین چې د فن رجال یو رکن ګڼل کېږي، وایي:« ما داسې څوک ونه لید، چې په وکیع غوره والی ورکړم».
د احادیثو زیاتو امامانو د ده په شان کې داسې الفاظ استعمال کړي دي، په بخاري او مسلم کې زیات حدیثونه د ده د روایت دي، د فن حدیث او رجالو په اړه د ده روایتونه او رأیه ډېره مستنده او ارزښتناکه ګڼل کېږي.
دی د امام ابو حنیفه رحمه الله تعالی ځانګړی شاګرد و، له هغه څخه یې زیات حدیثونه اورېدلي وو، په زیاتو مسائلو کې یې د امام صاحب رحمه الله  تقلید کاوه او د هغه د قول سره سمه فتوا به یې ورکوله، خطیب بغداد په خپل تاریخ کي لیکلي دي:« کان یفتی بقول ابي حنیفة و کان قد سمع منه شیئا کثیرا» او  علامه ذهبي هم په تذکرة الحفاظ کې د دې تصدیق کړی و. وکیع بن جراح رحمه الله په ۱۹۷ هــ . کال  کې وفات شو. [3]
۵- یزید بن هارون رحمه الله
د احادیثو د فن مشهور امام دی، د احادیثو ستر امامان د ده شاګردان وو، امام احمد بن حنبل، علي بن المدیني، یحیی بن معین، ابن ابي شیبه او نورو به د ده په وړاندې په ګونډو کښېناستل، علامه نووي د ده د شاګردانو په اړه لیکلي دي:« چې شمېر یې کېدلای نه شي» د یحیی بن ابي طالب وینا ده: « چې یو ځلې یې زه د درس په حلقه کې شامل وم، خلکو اټکل کاوه چې د حاضرینو شمېر کم او زیات اویا زره(۷۰۰۰۰) دی».
په کثرت حدیث کې به خلکو د ده مثال ورکاوه، خپله د ده بیان دی: « ماته شل زره حدیث یاد دي»،  علي بن المدیني د امام بخاري استاد به ویل:« چې ما څوک تر هغه زیات د احادیثو یادونکی لیدلی نه دی».
په فن حدیث  کې د امام ابوحنیفه رحمه الله شاګرد و، علامه ذهبي په تذکرة الحفاظ کې د امام صاحب رحمه الله څخه د احادیثو د روایت کوونکو په نوملړ کې د ده نوم هم لیکلی دی، تر یوې مودې د امام صاحب رحمه الله په صحبت کې پاته شوی و، له همدې امله ورته د امام صاحب رحمه الله اخلاق او عادات ښه څرګند او د رأیې قايمولو موقع درلوده، د هغه وینا ده:« چې زه د ډېرو خلکو په صحبت کې اوسېدلی یم، خو تر ابو حنیفه رحمه الله پورته مې څوک ونه موند.»
په ۱۱۷ هـ. کال کې پیدا او په ۲۰۶ هـ .کال کې وفات شو.[4]
۶– حفص بن غیاث رحمه الله
ډېر لوی محدث و، خطیب بغدادي هغه کثیر الحدیث ګڼلی او علامه ذهبي هغه په حفاظ الحدیث کې شمارلی دی، امام احمد بن حنبل، علي بن المدیني او نورو له ده څخه روایت کړی دی، دی په دې ځانګړنه کې ممتاز و، چې له چا څخه به یې روایت کاوه، هغه به په یادو روایات کول، کاغذ یا کتاب به یې له ځان سره نه درلود، همدا شان چې یې حدیثونه روایت کړي دي  د هغو شمېر دېرش یا څلوېښت زره دي. [5]
دی د امام صاحب له تکړه شاګردانو څخه و، د امام صاحب په شاګردانو کې ډېر مقرب او اخلاص مند و، چې په اړه به یې ویل: « تاسو زما د زړه تسکین او د غم لرې کوونکي یاست» او د حفص په اړه هم امام صاحب رحمه الله هم دا الفاظ ویلي دي.
تر ډېر وخت پورې له دنیاوي اړیکو څخه آزاد و، خو په پای کې اړتیاوو تنګ کړ، په اتفاقي توګه په همدې وختونو یعنې ۱۷۷ هـ . کال کې هارون الرشید د ده شهرت واورېد او را ویې غوښت، د قضاء خدمت یې ورته وسپاره، دا چې تر پورو لاندې و، مجبوراً یې ومانه، قاضي ابو یوسف قاضي القضات و او د قضاء ټول اهتمام د هغه په لاس کې و، دا چې هارون الرشید د قاضي صاحب بې خبرولو حفص مقرر کړی و، له همدې امله یې فکر شو او حسن بن زیاد ته یې وویل، چې که د حفص فیصله زموږ مرافعې ته راشي، نو د کمزوري موندلو په سترګه ورته وګوره، خو کله چې یې د حفص پرېکړه ولیده، اعتراف یې وکړ چې له حفص سره الهي تائید دی.
په ۱۱۷ هـ. کال پیدا شوی، دیارلس کاله په کوفه کې و، دوه کاله په بغداد کې قاضي و او په ۱۹۶ هـ  کې وفات شو.[6]
7– ابو عاصم النبیل رحمه الله
نوم یې ضحاک بن مخلد دی، مشهور محدث دی، په صحیح بخاري، مسلم او نورو کتابونو کې د هغه روایتونه په کثرت سره موندل کېږي، علامه ذهبي په میزان الاعتدال کې لیکلي دي: « د ده په توثیق د ټولو خلکو اتفاق دی».
ډېر زاهد او متواضع  و، امام بخاري روایت کړی چې ابو عاصم خپله وویل:« له کله چې ماته معلومه شوې، چې غیبت حرام دی، بیا مې تر ننه د چا غیبت کړی نه دی»، د هغه لقب نبیل  و، چې معنی یې معزز دی.
خطیب بغدادي په خپل تاریخ کي لیکلي دي:« چې له ده څخه چاوپوښتل، سفیان ثوري زیات فقیه دی که ابوحنیفه»؟
ویې ویل:« موازنه خو په هغو څېزونو کې کېږي، چې یو له بل سره ورته وي، ابوحنیفه رحمه الله د فقهې بنسټ کېښود او سفیان یوازې فقیه دی».
په ۲۱۲ هـ . کال په ۹۰ کلنۍ کې وفات شو.[7]
8– عبدالرزاق بن همام رحمه الله
علامه ذهبي د هغه حالات په دې الفاظو شروع کړي دي: « أحد العلام الثقات» ډېر لوی او نوموتی محدث و، امام بخاري او امام مسلم رحمهم الله د ده په روایتونو مالا مال دي، امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه چا وپوښتل: چې تا د حدیثونو په روایت کې تر عبدالرزاق ستر څوک لیدلی دی؟
هغه ځواب  ورکړ: نه.
د احادیثو ستر امامان، لکه: امام سفیان بن عینیه، یحیی بن معین، علي بن المدیني او امام احمد بن حنبل رحمة الله علیهم د احادیثو په فن کې د ده زده کوونکي وو.
داحادیثو مینوالو به  د سفر غوټې تړلې وې او د ده خدمت ته به راتلل، تر دې چې د ځینو قول دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه را وروسته چاته له دومره لرې ـ لرې خلک نه دي راغلي.
په احادیثو کې یې یو پنډ کتاب موجود دی، چې د جامع عبدالرزاق په نوم مشهور دی، امام بخاري اعتراف کړی دی:« چې زه له هغه کتاب څخه مستفید شوی یم»، علامه ذهبي د هغه کتاب په اړه په میزان الاعتدال کې لیکلي دي:« د علم خزانه ده».
هغه په فن او حدیث کې د امام ابوحنیفه رحمه الله شاګرد دی، د عقود الجمان په مختلفو ځایونو کې یادونه شوې، چې د امام صاحب رحمه الله په صحبت کې زیات وخت اوسېدلی دی، ځکه د هغه د اخلاقو او عاداتو په اړه یې زیات اقوال په کتابونو کې موجود دي، د ده وینا ده: « ما تر ابوحنیفه رحمه الله تعالی زیات حلیم څوک نه دی لیدلی».
په ۱۲۶ هـ . کال کې پیدا او په ۲۱۱ هـ. کال کې وفات شو.[8]
8– داود الطایي رحمه الله
لوی رب جل جلاله عجیبه حسن ورکړی و، صوفیان هغه کامل مرشدګڼي، په روایاتو کې یې ستر مقام لیکل شوی دی، فقهاو، په ځانګړې توګه حنفي فقهاوو د ده په تفقه او اجتهاد باندې اعتراف کړی دی، د محدثینو په قول : ( ثقه بلانزاع ) حقیقت دا دی چې د  ټولو القابو مستحق دی، محارب بن دثار چې مشهور محدث دی، ویل به  یې« داود که په پخوانۍ  زمانه کې وای، نو الله عزوجل به یې په قرآن عظیم الشان کې کیسه راوړې وه».
د امام ابو حنیفه مشهور شاګرد و، خطیب بغدادي، ابن خلکان، علامه ذهبي او نورو مؤرخینو چې چېري د ده حالات لیکلي دي، د امام صاحب رحمه الله د شاګردۍ یادونه یې په ځانګړې توګه ورسره کړې ده، د فقه په تدوین کې هم د امام صاحب رحمه الله  سره شریک و او د هغه د مجلس معزز غړی و.
په ۱۶۰ هـ کې وفات شو، [9] له دې ښاغلو پرته نور هم زیات محدثین: فضل بن دکین، حمزه بن حبیب الزیات، ابراهیم بن طهمان، سعید بن اوس، عمر بن میمون، فضل بن موسی…  د امام صاحب رحمه الله شاګردان دي، خو موږ یوازې د هغو کسانو یادونه کړې ده چې  ځانګړي شاګردان ورته ویل کېږي او کوم چې زیاته موده د امام صاحب رحمه الله له صحبت څخه برخمن شوي وو.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

1- تهذیب التهذیب، لحافظ ابن حجر

[2]  تاریخ ابن خلکان، ترجمة عبدالله ابن المبارک

[3]  تهذیب الاسماء واللغات، للعلامة نووي

[4]  تهذیب الاسماء واللغات، للعلامة نووي

[5]  میزان الاعتدال

[6]  الجواهر المضیة

[7]  الجواهر المضیة

[8]  میزان الاعتدال

[9]  تاریخ ابن خلکان

مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleابراهيمي ملت (برخه: ۲)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _22 _جولای _2026AH 22-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ )

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۸)

شنبه _18 _جولای _2026AH 18-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۰)

شنبه _25 _جولای _2026AH 25-7-2026AD4 Views

لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۰) د امام ابو…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۲)

پنجشنبه _23 _جولای _2026AH 23-7-2026AD7 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۲) اول بحث د ملت ابراهیمي اضافي تعریف…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤٧)

چهارشنبه _22 _جولای _2026AH 22-7-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري ( برخه : ٤٧ ) له اروپايي سیمو سره د یهودیانو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _22 _جولای _2026AH 22-7-2026AD7 Views

لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۹) د امام ابو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۰)

شنبه _25 _جولای _2026AH 25-7-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۲)

پنجشنبه _23 _جولای _2026AH 23-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.