Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)
اسلام پنجشنبه _9 _جولای _2026AH 9-7-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)

kalemaat.netBy kalemaat.netڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)
پیغام رسوونکې کوتره او د مرغانو هجرت؛ د الهي لارښوونې د اعجاز ځلانده بېلګې
د انسانانو لپاره په طبیعت کې ځېنې پدېدې له پخوا زمانو راهیسې د حیرانتیا او ژورو پوښتنو سره مل وې؛ داسې پدیدې چې نه یوازې د تجربوي عقل لپاره د فکر کولو لامل ګرځي، بلکې د ایمان او الهي معرفت نوې دروازې هم پرانیزي. له دغو حیرانوونکو پدیدو څخه یوه هم د مرغانو هغه خارق‌العاده وړتیا ده چې د لارې په موندلو، د پیغامونو په لېږدولو او د اوږدو واټنونو په وهلو کې یې لري. دا وړتیا په ځانګړې توګه په پیغام رسوونکې کوتره او همدارنګه د مرغانو په کلني هجرت کې خپل اوج ته رسېږي. په دې برخه کې به د همدې دوو پدیدو څېړنه وشي، چې د «الهي لارښوونې د اعجاز» له لیدلوري ورته کتنه شوې ده.
پیغام رسوونکې کوتره؛ په انساني تاریخ کې لومړنۍ ارتباطي شبکه
د اسلامي او بشري تمدن په تاریخ کې پیغام رسوونکې کوترې د خبرونو او لیکونو په لېږدولو کې ډېر مهم رول لوبولی دی. تاریخي روایتونه ښيي چې نورالدین شهید رحمه الله د شام او مصر د واکمنۍ پر مهال له دغو کوترو څخه د یوډول «هوايي پوست» په توګه ګټه اخیسته او خپل پیغامونه یې د دمشق او قاهرې ترمنځ د همدې کوترو له لارې استول.
پوهان وایي چې د پیغام رسوونکو کوترو تر پنځه سوه ډېر ډولونه شته، او دغه مرغان له لاندې ځانګړنو برخمن دي:
  • د پام وړ هوښیارتیا؛
  • په الوتنه کې بې‌سارې وړتیا؛
  • د لارې موندلو قوي فطري حس؛
  • له انسان سره د ژر اشنا کېدو او عادت کېدلو ځانګړنه.
دا چې دغه مرغان د انسان لپاره رام او مسخر شوي دي، د الهي ارادې یوه څرګنده نښه ده؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: ﴿وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ﴾[1] ژباړه: «او هغه مو ورته تابع كړي»
دلته یوه بنسټيزه او مهمه پوښتنه راولاړېږي : دا مرغه چا دومره هوښیار، ځواکمن او د لارې موندونکی پیدا کړی دی؟ کوم ځواک هغه د انسان لپاره مسخر کړی او د هغه د خدمت لپاره یې تابع کړی دی؟
د پیغام رسوونکې کوترې حیرانوونکې وړتیاوې
پیغام رسوونکې کوتره کولی شي نږدې زر کیلومتره واټن له تم کېدو پرته په پرله‌پسې الوت سره ووهي. د هغې د الوت سرعت نږدې په یوه دقیقه کې یو کیلومتر، یعنې شاوخوا شپیته کیلومتره په ساعت کې دی.
پردې سربېره، هره پیغام رسوونکې کوتره په کال کې تر نهه جوړو بچیو پورې توليدوي، او له همدې امله د دې ارتباطی شبکې په دوام او پراختیا کې مهم رول لري.
په هغه وخت کې چې د نن ورځې د اړیکو عصري وسایل نه وو، همدې مرغانو پیغامونه په حیرانوونکې چټکتیا لېږدول. د نورالدین شهید رحمه الله  په اداري نظام کې به د سلطان نوم د کوترې پر سره مښوکه لیکل کېده، او سپک وزن لرونکي ځانګړي لیکونه به ورپورې تړل کېدل.
ویل کېږي چې نوموړي د خپلو والیانو او استازو سره د اړیکو لپاره شاوخوا دوه زره پیغام رسوونکې کوترې کارولې.
د پیغام رسوونکې کوترې د لارې موندلو راز؛ یوه نا حل شوې معمّا
سره له دې چې نن سبا ساینس ډېر پرمختګ کړی خو د پیغام رسوونکې کوترې د لارې موندلو راز لا هم د علم له سترو معماوو څخه ګڼل کېږي.
دا مرغه څنګه خپله ټاکلې موخه پیدا کوي؟ په کوم ځواک او کومې وسیلې خپله لاره تشخیصوي؟
پیغام رسوونکې کوتره په حقیقت کې د بشریت د تاریخ لومړنی خبري آژانس بلل کېدای شي. نږدې ټولو لرغونو تمدنونو؛ لکه یونانیانو، رومیانو، عربانو او نورو ملتونو ترې ګټه اخیستې ده.
آن ځینو لوېدیځو هېوادونو لکه هالنډ هم د جنوب ختیځې آسیا د سوماترا ټاپو ته د پیغامونو د لېږلو لپاره له دغو کوترو کار اخیسته؛ داسې واټن چې کله ناکله به تر اوولس زره کیلومترو رسېده.
پوهانو د دې راز د موندلو لپاره بېلابېلې نظریې وړاندې کړې دي، لکه:
  • بصري یادښت ؛ د ځمکې د نښو او ظاهري بڼو په وسیله د لارې پېژندل؛
  • د لمر او د الوت د زاویې له مخې لار موندل؛
  • د دې مرغه په مغزو کې د یو ډول «رادار» شتون؛
  • یا د ځمکې له مقناطیسي ډګرڅخه ګټه اخیستل.
خو دا ټولې نظریې د عملي تجربو په ترڅ کې رد شوې دي. آن کله چې د کوترې سترګې وتړل شوې، یا د هغې د لارې موندلو د ګډوډولو لپاره برېښنايي وسایل او مقناطیسي کړۍ وکارول شوې، بیا هم کوتره پرته له تېروتنې خپلې ټاکلې موخې ته ورسېده.
په پای کې پوهان دې پایلې ته ورسېدل او اعتراف یې وکړ: « یوه داسې پټه قوه شته چې دې مرغانو ته لارښوونه کوي خو موږ یې تر اوسه په حقیقت باندې نه پوهېږو».
همدلته د الله تعالی دا وینا د حقیقت څخه پرده پورته کوي: ﴿قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَىٰ كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَىٰ﴾[2] ژباړه:(موسىٰ) وويل: زموږ رب هغه دى چې هر څه ته يې خپل جوړښت وركړ بيا يې ورته لار وښودله.»
د مرغانو په هجرت کې د الهي لارښوونې اعجاز
قرآن کریم انسان په مکرر ډول دې ته رابللی چې د مرغانو په الوت او حرکت کې فکر او تدبر وکړي. الله تعالی فرمایي: ﴿أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ﴾[3] آيا دوى الوتونكو ته نه دي كتلي چې څنګه د اسمان په هوا كې مسخر شوي دي؟ الله نه پرته يې بل هېڅوک نه ساتي، يقيناً په دې كې ايمان راوړونكو ته ډېرې نښې دي.
د مرغانو هجرت د طبیعت له تر ټولو حیرانوونکو پدیدو څخه دی. هر کال لسګونه میلیارده مرغان د ځمکې له شمالي نیمه‌کرې څخه د جنوبي نیمه‌کرې په ځانګړي ډول د جنوبي امریکا او افریقا پر لورهجرت کوي.
د دې پدیدې د څېړنې لپاره میلیونونه مرغان د ځانګړو کړیو په وسیله ، په نښه شوي او د هغوی د الوت لارې په ډېر دقت ثبت شوې دي.
ځینې مرغان په یوه سفر کې له ۱۴ تر ۱۶ زره کیلومترو پورې واټن وهي، او آن داسې ثبت شوې بېلګې هم شته چې ځینې مرغان له شمالي قطب څخه تر جنوبي افریقا پورې نږدې ۲۲ زره کیلومتره سفر کوي.
د دغو مرغانو د الوتنې سرعت د “۴۰” او “۱۰۰” کیلومترو فی ساعت ترمنځ وي، کله ناکله تر شپږو کیلومترو لوړوالي پورې الوت کوي، او ځینې یې له تم کېدو پرته تر “۲۷۰۰” کیلومترو پورې پرله‌پسې الوتنه کوي.
وخت پېژندنه، د انرژۍ زېرمه او حیرانوونکې پلان جوړونه
د مرغانو د هجرت یوه له خورا حیرانوونکو ځانګړنو څخه د وخت کره تنظیم دی. مرغان هر کال په ټاکلي وخت هجرت کوي؛ داسې ښکاري لکه په وجود کې یې چې یو منظم ساعت ځای پر ځای شوی وي.
له سفرمخکې د چمتووالي په پار، د خپل بدن لپاره اضافي غوړ زېرمه کوي، تر دې چې د ځینو مرغانو وزن نږدې دوه برابره کېږي، څو د اوږده سفر لپاره اړینه انرژي ولري.
تر ټولو حیرانوونکې دا ده چې دا ټول کارونه پرته له ښوونې، روزنې او پخوانۍ تجربې ترسره کېږي؛ حتی هغه کوچني مرغان چې مخکې یې هېڅکله دغه لار نه وي وهلې، بیا هم په سمه توګه خپل منزل ته رسېږي.
الهي لارښوونه؛ د مادي توجیهاتو پورته
سره له دې چې د مرغانو د هجرت د تفسیر لپاره بېلابېلې نظریې وړاندې شوې دي، لکه د ستورو په وسیله لار موندل یا د ځمکې له مقناطیسي میدان څخه ګټه اخیستل، خو د دې لارښوونې بشپړ حقیقت لا هم د انسان له پوهې پټ دی.
د مرغانو د الوت لارې نېغې نه وي، بلکې ډېرې دقیقې زاویې او انحرافونه لري. که یوازې یوه درجه تېروتنه هم پکې رامنځته شي، مرغه به زرګونه کیلومتره له خپلې موخې واوړي.
دا حیرانوونکی دقت یوازې د الهي لارښوونې په رڼا کې سم درک کېدای شي؛ هماغه لارښوونه چې قرآن کریم ورته اشاره کړې ده: ﴿سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى ۝ الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى ۝ وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى﴾[4] ژباړه: « د خپل ډېر اوچت پالونکي د نوم پاکي دې بيانوه.هغه چې پيداکړي او برابر کړي يې دي.او هغه چې تقدير يې وټاکلو بيا يې لارښوونه وکړه.»
له همدې امله، هغه څه چې بیولوژستان یې «غریزه» بولي، د توحید له نظره د الله تعالی مستقیمه لارښوونه ده؛ خاموشه معجزه؛ خو داسې ژوراغېز چې عقل او ایمان دواړه په یو وخت کې تسلیمېدو ته اړ باسي.[5]
(دوام لري…)

مخکینۍ برخه

سرچينې :

[1] يس: ۷۲.

[2] طه: ۵۰.

[3] النحل: ۷۹.

[4] الأعلى: ۱-۳.

[5] لنډيز اخیستل شوی له: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج ۲، ص ۲۰۵-۱۹۸.

اسلام قرآن قران تلپاتې معجزه قران کریم معاد د قران کریم له نظره
Previous Articleمقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _8 _جولای _2026AH 8-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)

سه شنبه _7 _جولای _2026AH 7-7-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)

یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)

پنجشنبه _9 _جولای _2026AH 9-7-2026AD1 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣) پیغام رسوونکې کوتره او د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _8 _جولای _2026AH 8-7-2026AD10 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵) د نن عصر…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)

سه شنبه _7 _جولای _2026AH 7-7-2026AD14 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴) د امام عالي…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)

یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ٩٣)

پنجشنبه _9 _جولای _2026AH 9-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۵)

چهارشنبه _8 _جولای _2026AH 8-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.