Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)
اسلام چهارشنبه _1 _جولای _2026AH 1-7-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)
شپږمه شبهه: د قیامت د شتون لپاره د دلیل نشتوالی
د معاد منکرین وایي چې د قیامت او له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو ادعا یوازې یوه بې‌دلیله دعوه ده او د هغې د ثبوت لپاره هېڅ دلیل نشته.
د شبهې ځواب
که څه هم موږ مخکې د قرآن کریم د آیتونو، د رسول الله ﷺ د احادیثو، د علماوو د ویناوو او همدارنګه د عقلي دلایلو او برهانونو په رڼا کې په پرېکنده توګه ثابته کړې ده چې قیامت او معاد حقیقت لري؛ خو د دې شبهې د لا روښانه ځواب لپاره لاندې درې ټکي یادوو:
۱. د قیامت او معاد په اړه بحث او د هغو د ثبوت دلایل هغه وخت مطرح کېدای شي چې لومړی د الله تعالی ذات او د هغه صفات، لکه حکمت، عدالت او رښتینولي ثابت شي. یعنې تر هر څه وړاندې باید د الله تعالی شتون او د هغه صفات ثابت شي، وروسته بیا د قیامت او اړوندو دلایلو بحث راځي. ځکه دا معقوله خبره نه ده چې د الله تعالی له پېژندنې پرته د قیامت د اثبات لپاره یو خپلواک عقلي دلیل وغواړو. معاد د دین له بنسټیزو عقایدو څخه دی او پر الله تعالی له ایمان څخه جلا موضوع نه ده، په خپلواکه توګه نه بحث پرې کېدلای شي او نه یې ثبوت وړاندې کېدلای شي.
۲. د معاد یا قیامت منکرینو د تاریخ په اوږدو کې، سره له دې چې تل یې دا ادعا کړې، تر اوسه پورې یې د معاد د رد لپاره یوسم دلیل هم نه دی وړاندې کړی. په پای کې یې یوازې دومره ویلي چې معاد له حقیقت څخه لرې او ناشونی ښکاري.
۳. د قیامت ټول جزئیات؛ لکه د قیامت پیل، حشر، جنت، دوزخ او نور اړوند مسائل، یوازې د شرعي نصوصو؛ یعنې د قرآن کریم د آیتونو او د رسول الله ﷺ د احادیثو له لارې ثابتېږي، نه د عقل په وسیله.[1]
دلته باید لږ تم شو، د حق پر وړاندې د تسلیمۍ سر ټیټ کړو او ومنو چې که څه هم عقل ډېر څه درک کولای شي، خو د غیبي چارو په درک کې په بشپړه توګه پاتې راځي. عقل هېڅکله نه شي کولای هغه غیبي حقایق ومني او وپېژني چې الله تعالی له موږ څخه پټ ساتلي دي؛ نو په دې ډول چارو کې عقل ته ځای نه ورکوو، بلکې په بشپړ یقین باور لرو، هرهغه څه چې الله تعالی او د هغه رسول ﷺ مونږ ته بیان کړي، هماغه حق دي.
اوومه شبهه: بدن ته د روح بېرته ستنېدل تناسخ دی
ځینې خلک ادعا کوي چې د جسمي او روحي معاد منونکي په حقیقت کې د تناسخ پلویان دي؛ ځکه د دوی په اند، د انسان روح له یوه بدن څخه بل بدن ته لېږدول کېږي. دغه منکرین وایي هغه څه چې تاسو یې بیانوئ، یعنې د انسان د بدنونو بیا راژوندي کېدل، هماغه تناسخ دی؛ ځکه روح له یوه بدن څخه بل بدن ته انتقالېږي. لومړی بدن له دویم بدن سره یو شان نه دی؛ ځکه په حدیثونو کې راغلي چې د جنت اوسېدونکي به ځوانان، ښکلي، بې‌ویښتانو او بې‌ږیرې وي، او د دوزخي انسان د یوغاښ اندازه به د اُحد د غره په شان وي. نو له همدې امله، هغه کسان چې د قیامت پر مهال د جسدونو په بیا راژوندي کېدو باور لري، د تناسخ پلویان ګڼل کېږي.[2]
د شبهې ځواب
د دې خبرې ځواب دا دی چې تناسخ هغه وخت رامنځته کېږي چې دویم بدن د لومړي بدن له اصلي برخو څخه نه وي پیدا شوی. که څوک دې ته د تناسخ نوم ورکوي، نو دا یوازې نوم دی؛ ځکه د هغو کسانو په اند چې په تناسخ باور لري، تناسخ دا معنا لري چې روح په همدې دنیا کې یو بل بدن ته انتقال شي، نه دا چې په آخرت کې بېرته خپلو بدنونو ته ور وګرځي. همدا راز، هغوی جنت، دوزخ او د آخرت نور ټول حقایق هم نه مني.[3]
تر هر څه وړاندې باید پوه شو چې تناسخ خپله ځانګړې مانا او تعریف لري. خو هغه څه چې موږ یې دلته بیانوو، د قیامت په ورځ خپل لومړي بدن ته د روح بېرته ستنېدل دي، څو انسان د دنیا د کړنو بدله؛ یعنې اجر یا جزا ترلاسه کړي. دا هغه باطل تناسخ نه دی چې ځینې خلک پرې باور لري. که تاسو د خپلې اصطلاح له مخې دې ته تناسخ وایئ، ستونزه نشته؛ خوهغه څه چې شریعت بیان کړي، باید په پوره اخلاص او د زړه له تله ومنل شي.[4]
یادونه
د دې لپاره چې په ښه توګه پوه شو تناسخ څه شی دی؟ څنګه واقع کېږي او کوم کسان پرې باور لري، ان‌شاءالله په راتلونکې برخه کې به دا موضوع په تفصیل سره وڅېړو.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچېنې:

[1] . قراملکی، محمدحسن، المعاد، أجوبة الشبهات الکلامیة ۵، ترجمه إلی العربیة موسی أحمد قصیر، ۱۴۴۰هـ.ق، ص ۴۴-۴۵.

[2] . الحنفی، ملاعلی القاری، شرح کتاب الفقه الأکبر للإمام أبی حنیفة رحمه‌الله، بې نېټې، ص ۱۲.

[3] . الحنفی، ملاعلی القاری، شرح کتاب الفقه الأکبر للإمام أبی حنیفة رحمه‌الله، بی‌ نيټې، ص ۱۲.

[4] . المسیر، د. محمد سید احمد، الروح في دراسات المتکلمین والفلاسفة، ۱۹۸۸ م، ص ۱۹۰.

ژوند قیامت مرګ مرګ او ژوند معاد
Previous Articleمقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۰)
Next Article مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۱)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD33 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD31 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD29 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD22 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.