
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۵)
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
د غرونو سفر
د ربیع الاول په پنځلسمه له مچلغو ووتل، غرونو ته په رسېدو يې په یوه ګاره کې واړول، دا چې وږي شوي وو، همدلته یې له شپنو یو سیرلی واخیست، ذبح یې کړ او کباب شوې غوښې یې وخوړلې. تر ماښام په هماغه غار یا ګاره کې اوسېدل، وروسته ملنګ مشوره ورکړه چې دلته یو منګل دی (دریخی) نومیږي له حکومت څخه فرار شوی او دلته په غرونو کې یوازې اوسي، شپه به د هغه خیمې ته ورسوو. په همدې تمه روان شول. شپه یې د دریخي منګل ځای ته ورسوله. خو له خوب وړاندې ناڅاپه ملنګ وویل چې زه درسره نوره ملګرتیا نه شم کولای. ما ته له کور نه حال راغی چې ورور دې چا په ټوپک ویشتلی او سخت زخمي دی، باید همدا اوس روان شم. مرموز ملنګ چې تر دې وړاندې یې ځان د دوی کلک ملګری او مجذوب الحاله شخص معرفي کاوه چې کله به په وجد راتلو او له خولې به يې ( الله ) غږ پورته شو، اوس یې پرته له دې چې دوی ته قناعت ورکړي، دوی يې په غرونو کې په نیمه شپه او نیمه لار پریښودل اوپه خپله مخه لاړ.
د ملنګ له تللو وروسته دوی لږ ویده شول خو د شپې په وروستیو کې د کوربنو لخوا راويښ کړای شول چې سبا شاید دلته حکومتي عسکر راشي نو له هغه مخکې باید دا ځای پریږدو. دریخي منګل خپل کډه په اوښ باره کړ، دوی ته یې یو راه بلد پريښود چې تر ځاځیو یې ورسوي او خپله په نامعلوم لوري روان شو. دوی هم د سهار د لمونځ اداء کړ او بیا په سختو غرنیو او ځنګلي لارو د ځاځیو پر خوا روان شول. راه بلد تر یو ځایه ورسره و، وروسته یې یو کنډو ورته وښود چې تر هغه واوړئ نور د ځاځیو علاقه ده او بیا راه بلد هم له دوی نه بېل شو.
دوی د غرونو په منځ کې چې هیڅ لار او لوری نه معلومېده د نامعلوم منزل په خوا روان ول، چې ناڅاپه د غرونو له ښي اړخ څخه څو مسلح کسان راواوښتل او په دوی یې ډزې شروع کړې. دوی هم خپل آسونه پرې ښودل او د دفاع لپاره یې په ډبرو او ونو کې سنګرونه ونیول. مقابل کسانو سختې ډزې کولې او دوی فکر وکړ چې شاید حکومتي عسکر وي او د دوی د نیولو په تکل راوتلي وي. د قاضي صاحب د ډلې یو ملګری چې لاجمير نومېده او له مچلغو ورسره یو ځای شوی و، په جګړه کې یې ښه مهارت درلود. خو د ډزو له لږ تبادلې وروسته هغه په مټ ولګېد او نور د دې نه و چې ټوپک وچلوي، نو ځکه یې په ټپي حالت کې د جنګ له صحنې ځان ویوست.
دا چې د دوی جبه خانه ( کارتوس) په خره تړلي پاته وو او ډېرې مرمۍ ورسره نه وې تر یو وخته یې جګړې ته دوام ورکړل خو د ډزو له سختېدلو سره ملګري په ګڼو ونو کې یوخوا بله خوا تيت شول. قاضي صاحب او ورسره څو ملګري په یوه خوا لاړل، حضرت صاحب، سنا معصوم جان او ملا فضل حق په بله خوا لاړل. نور کسان هم سره یو یو او نادرکه شول.
له سختې ستړیا، لوږې، تندې او سختو مزلونو وروسته دوی د موسی خېلو کوچیانو په یوه توره کیږدۍ کې سره پیدا کړل. په کیږدۍ کې نارینه څوک نه و، خو یوې سپین سرې کوچۍ په ډېره میړانه نه یوازې د دوی میلمه پالنه وکړه، بلکې له هر ډول خطر څخه د خوندیتوب ډاډ یې هم ورکړ. کوچۍ دوی ته وویل چې دا عسکر نه دي، بلکې د غلو ډله ده چې د لوټمارۍ لپاره یې لار درته نیولې وه.
قاضي صاحب وویل چې مسلحو کسانو په آخر کې دی او ورسره ملګري له څو خواوو محاصره کړل، خو چې ورته رانږدې شول نو دوی له جېبونو يې پیسې او نور وسائل غلا کړل او بیا په خپله مخه لاړل. په کیږدۍ کې دوی ۷ تنه ملګرو سره پیدا کړل. ملا عبدالقادر، شیخ محمد صدیق او د قاضي صاحب کشر زوی محمد عیان نادرکه وو. د محمد عیان په اړه حاجي نوروز خان وویل چې د جګړې په وخت کې یې ولید چې په مرمۍ ولګېد او بیا یې ورباندې حال نه دی شوی. د محمد صدیق په اړه وروسته وویل شول چې په خپل آس مخ په لوګر روان شوی و او شاید ځان یې له سیمې ایستلی وي، خو د محمد عیان د مرګ او ژوند هیڅ پته نه و.
په کیږدۍ کې له سلا مشورو وروسته دوی یو ځل اراده وکړه چې ټول ورپسې ووځي او په شاوخوا ځنګلونو او غرونو کې یې پلټنه وکړي، خو سنا معصوم مجددي چې د قاضي صاحب د مرشد حضرت شمس المشائخ زوی و او د دوی په کاروان کې تر ټولو د کم عمر و، په زاریو وويل چې د خدای لپاره بیا مه ورځئ. اوس خو دغه څو تنه ژوندي راخلاص شوئ که با ورشئ او ډزې در باندې وکړي کیدای شي نور کسان هم تلف شي. قاضي صاحب چې د سنا معصوم مجددي وارخطایي ولیده په ډېر تأثر یې ورته وویل: معصوم جانه! پوهیږم چې زما زوی به چیرته په خاورو او وینو کې پروت وي، اما ته مه وارخطا کیږه، له خپل زوی تېریږم خو تاسو یوازې نه پریږدم. خو دا ووایئ چې بېرته هغه سیمې ته نه ورګرځو نو څه باید وکړو.
قاضي صاحب همدلته یو موسی خېل کوچی پیدا کړ، څه اندازه پیسې یې ورکړې او ورته ويې ویل چې په شاوخوا غرونو او ځنګلونو کې د محمد عيان پلټنه وکړي، که یې په زخمي حالت کې پیدا کړ، نو د همدې کوچیانو کیږدۍته دې راولي، دوه ورځې بعد دوی نفر پسې رالیږي هغه به یې ځاځیو ته انتقال کړي. او که چېرې شهيد شوی و، نو له له تکفين، تجهیز او جنازې وروسته دې خاورو ته وسپاري.
ملګرو فیصله وکړه، چې ځاځیو ته حرکت وکړي او له دې غرنۍ خطرناکې سیمې ځانونه وباسي، دوی چې د کوچیانو له کیږدۍ روانېدل نو ۷ نفره وو او یوازې پنځه آسونه ورپاته وو. له وسلو څخه دوه ټوپک او دوه تفنګچې ورسره وې، د ټولو ملګرو پیسې یې چې راټولې کړې ایله دیرش روپۍ شوې. د ځاځیو خوا ته په داسې وضعیت کې روان شول چې قاضي صاحب سخت پریشانه او خپل ورک ځوانکی زوی ( محمد عیان) یې په زړه کې نېغ ولاړ و.
ځاځیو ته په لاره یوه کوتل ته ورسېدل، چا وويل چې دلته د ځاځیو او دوبندي ( لوګر) لارې سره بیلیږي. همدلته مولانا فضل حق وویل چې زه بېرته کابل ته ځم. قاضي صاحب ورته اول مشوره ورکړه چې د دوی ملګرتیا وکړي او که بیا خامخا ځي نو په کابل کې دې ښکاره نه ګرځي ځکه حکومت به یې ضرور نیسي او د بغاوت په تور به يې توروي. بالاخره مولانا فضل حق مخ په کابل رهي شو او دوی مخ په ځاځیو آسونه هی کړل.
دوام لري…