Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۸)
د امت مشران سه شنبه _17 _نوومبر _2026AH 17-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۸)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي محمد نبي "المیداني"
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۸)
امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او د حنفي مذهب مزایاوې (دوام لري)
دوهم: حنفي مذهب په حقیقت کې د صحابه کرامو د فقهې او فتاواو ترتیب او تدوین دی
د حنفي مذهب د مؤسس امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله استادان اکثره هغه څوک وو، چې فقه یې د حضرت عمر رضي الله عنه، علي  بن أبي طالب رضي الله عنه، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه، عبدالله بن عباس رضي الله عنهما او زید بن ثابت رضي الله عنه څخه زده کړي و لکه نافع مولی ابن عمر، زید بن علي بن الحسن، زید بن أسلم مولی عمر بن الخطاب، جعفر بن محمد الصادق، محمد بن المنکدر، هشام بن عروة، ابراهیم نخعي، طاووس بن کیسان، عامر الشعبي، عبدالله بن دینار، عطاء بن أبي رباح، عطاء بن أبي السائب، عکرمة مولی ابن عباس، علقمة بن مرثد، عمرو بن دینار، عون بن عبدالله بن عقبة بن مسعود، عبدالله بن الحسن ابن الحسین بن علي بن أبي، عبدالله بن أبي نجیح، عبدالله ابن نافع مولی ابن عمر، عبدالله بن حمید بن عبید الأنصاري، عبدالله بن سعید المقبري رحمهم الله تعالی او د صحابه کرامو فقه او فتاوګانې د دوی له لارې امام ابوحنیفة رحمه الله او نورو شاګردانو زده کړي دي چې د دغو اکابرو تابعینو څخه اخذ د نورو مذهبونو امامانو په برخه شوی نه دی، مګر یوازې د ځینو څخه د امام مالک رحمه الله اخذ کړی دی او دا د دې خبرې لپاره قطعي دلیل دی، چې حنفي مذهب په حقیقت کې د کتاب الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو څخه وروسته د مجتهدینو صحابه کرامو د فقهې او فتاواګانو څخه ترتیب شوی دی.
له دې څخه په ښکاره ډول معلومیږي، چې د غه صحابه کرام د نورو صحابه کرامو په نسبت زیات فقیه، د علم، اجتهاد او پوهې څښتنان وو، ځکه په صحابه کرامو کې هم فقهاء او غیر فقهاء موجود وو، نو حنفي مذهب هغه مذهب دی چې د دې مذهب مسائل د فقهاوو صحابه کرامو پر فقه بناء دي.
امام مسروق رحمه الله تعالی چې د صحابه کرامو شاګرد و، وایي:
عن مسروق قال: شاممتُ أصحاب رسول الله صلی الله علیه وسلم فوجدتُ عِلْمهم انتهی إلی ستة: إلی عمرَ، وعلي، وعبدالله، ومعاذ، وأبي الدرداء، وزید بن ثابت فشاممت هؤلاء الستة فوجدتُ علمهم انتهی إلی علي و عبدالله([1]).
ژباړه: امام مسروق رحمه الله تعالی وايي: ما معلومات وکړل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابه کرامو کې؛ نو دا خبره مې پیدا کړه چې د ټولو صحابه کرامو علم او پوهه په شپږو کسانو کې را جمع شوې ده: په عمر، علي، عبد الله، معاذ، أبي الدرداء، زید بن ثابت رضي الله عنهم کې، بیا مې د دې شپږو کسانو په اړه معلومات وکړ؛ نو دا خبره مې وموندله چې د دې شپږو کسانو علم او پوهه علي او عبدالله بن مسعود رضي الله عنهما ته راجمع شوې ده.
د دې مطلب دا دی چې حنفي مذهب په جامعیت او فوقیت کې ساری نه لري؛ ځکه چې دا مذهب د هغه چا په فتواګانو او فقه بناء دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو علم هغوی را جمع کړی و او پر هغوی ختم شوی و.
ابوبکر خطیب بغدادي په خپل تاریخ کې ذکر کړي دي:
قال أبوحنیفة رحمه الله: دخلتُ علی علي بن جعفر أمیرالمؤمنین فقال لي: یا أباحنیفة عمن أخذت العلمَ؟ قال قلتُ: عن حماد عن ابراهیم عن عمر بن الخطاب وعلي بن أبي طالب و عبدالله بن مسعود وعبدالله بن عباس، قال: فقال أبو جعفر: بخ بخ استوثقتَ ما شئتَ  یا أباحنیفة الطیبین الطاهرین المبارکین صلوات الله علیهم([2]).
ژباړه: امام ابوحنیفة رحمه الله تعالی وایي: زه یو ځل امیرالمؤمنین ابوجعفر المنصور ته ورغلم هغه راته وویل: ای ابوحنیفه! له چا څخه دې علم زده کړی دی؟ ما ورته وویل: له حماد څخه، هغه له ابراهیم نخعي څخه، هغه له عمر بن الخطاب او علي بن أبي طالب او عبدالله بن مسعود او عبدالله بن عباس رضي الله عنهم څخه زده کړی دی، ابوجعفر وویل: بخ بخ ( واه واه ) محکم کړی دې دی علم؛ څومره چې دې خوښه شوې ده اې ابوحنیفه له سپېڅلو، پاکو او مبارکو خلکو څخه د الله تعالی درود دې وي پرهغوی.
له همدې امله فقهاء کرام د حنفي مذهب د جامعیت او فوقیت په اړه وایي:
قال خلف بن أیوب: صار العلم من الله تعالی إلی محمد صلی الله علیه وسلم ثم صار إلی أصحابه، ثم صار إلی التابعین، ثم صار إلی أبي حنیفة و أصحابه، فمن شاء فلیرض و من شاء فلیسخط([3]).
ژباړه: خلف بن أیوب رحمه الله وایي: علم د الله تعالی له لوري حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته نقل شوی دی، بیا د هغه أصحاب کرامو ته ورکړل شوی، بیا تابعینو ته ورکړل شوی، بیا امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی او د هغه ملګرو ته ورکړل شوی دی، نو که د چا خوښه وي خوشحاله دې شي اوکه د چا خوښه نه وي خپه دې شي.
درېیم: حنفي مذهب د لومړي ځل لپاره په شورايي او اجماعي توګه د ابوابو او کتابونو په شکل کې تدوین شو
حنفي مذهب د نورو مذاهبو په نسبت جامعیت او فوقیت لري؛ دا ځکه چې د دې مذهب مسائل د مجتهدینو له خوا په شورایي او مباحثوي شکل ترتیب او تدوین شوي دي چې د دې مذهب په جامعیت او فوقیت باندې دلالت کوي.
له صحابه کرامو څخه را وروسته هغه مذهب چې فقهي مسائل یې د لومړي ځل لپاره د ابوابو او کتابونو په شکل کې تدوین شول، هغه حنفي مذهب او دا خصوصیت او فوقیت یوازې حنفي مذهب ته حاصل دی.
د کوفې ښار چې حضرت عمر رضي الله عنه آباد کړی و، په کوفه کې ډېر زیات صحابه کرام او تابعین فقهاء کرام اوسېدل؛ لکه امام علقمه بن قیس نخعي، امام ابراهیم بن یزید نخعي، امام اسود بن یزید نخعي، امام مسروق بن الأجدع چې دغو ټولو له صحابه کرامو څخه احادیث او فقه روایت کړي دي او د دې څخه علاوه په کوفه کې زیات د علم قرائت امامان موجود وو، د عربي لغت امامان موجود وو، د نحوې، صرفو، بلاغت امامان موجود وو، مؤرخین موجود وو، برسیره پر شرعي علومو د فلسفې او ساینسي علومو او د علم الجدل پوهان موجود وو، د دې څخه علاوه په کوفه کې د نورو ادیانو پیروان موجود وو، امام ابن سیرین رحمه الله تعالی فرمایي: کوفې ښار ته راغلم او په کوفه کې مې څلور زره خلک ولیدل چې ټولو د احادیثو زده کړه کوله تر څلور سوه پکې داسې علماوو شتون درلود چې فقهاء کرام وو، ځینو مؤرخینو لیکلي دي چې په کوفه کې درې سوه صحابه کرام موجود وو.
په داسې ښار کې چې د مختلفو فقهاء کرامو او علماوو مرکز و، په داسې ښار کې چې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله تعالی د فقهې او اجتهاد مدرسه موجوده وه او په دغه مدرسه کې د ده شاګردان هم موجود وو او د امام صاحب له شاګردانو علاوه نور رسېدلي مجتهدین هم د ده علمي حلقې ته ورتلل او د ده نظریاتو او اجتهاداتو ته به یې غوږ کېښوده او کله ناکله به یې ورسره مباحثه هم کوله.
څلورم: په اسلام کې لومړۍ تحقیقاتي کمېټه د امام اعظم صاحب له لوري رامنځته شوې
امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی تر ټولو لومړی شخص و، چې د علماؤ څلوېښت کسیزه تحقیقاتي کمېټه یې جوړه کړه؛ ترڅو په یوه مسئله کې علماء ښه تحقیق وکړي، لومړی به یې یوه مسئله یادې کمېټې ته وړاندې کړه او بیا به یې د هغوی نظرونه اورېدل، کله به چې په یاده مسئله کې اتفاق ته سره ورسېدل؛ بیا به یې بله مسئله ورته وړاندې کړه.
امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د حنفي مذهب د فقهې د تدوین لپاره څلوېښت کسیزه کمېټه او فقهي مجمع تأسیس کړه، چې پر مفسرینو، محدثینو، لغویینو او مؤرخینو مشتمله وه؛ ترڅو فقهي مسائل، موضوعات او احکام په کې له هر پلوه وڅېړي او له مناقشې او مباحثې څخه وروسته د مسئلې نهایي شکل او حکم تدوین کړي، چې له دې څخه د حنفي مذهب جامعیت او فوقیت پر نورو مذاهبو معلومېږي، ځکه چې نور مذاهب یوازې د هغه مذهب د امام نظریات او اجتهادات دي، چې ورباندې د فقهاوو، مفسرینو، لغویینو او اصولیینو بحث نه دی کړی او یوازې د یو امام نظریه ده.
په دې فقهي مجمع کې د امام ابویوسف رحمه الله چې په احادیثو او مغازیو کې امام و، امام محمد بن الحسن الشیباني رحمه الله تعالی چې په لغت کې سترامام و او امام زفر رحمه الله تعالی چې په قیاس کې ماهر و په شان فقهاوو د دې کمېټې عضویت یې درلود، چې هر یو مستقل فقیه او امام و او امام اعظم ابوحنیفة رحمه الله تعالی هغه څوک و چې د اسلام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یې د فقهې د څېړنې، تحقیق، تدقیق او تدوین لپاره د وخت برجسته علماوو او فقهاوو څخه څلوېښت کسیزه علمي او فقهي کمیسون جوړ کړ او خپله یې د هغې فقهي کمېټې مشري کوله.
د یادې کمېټې په اړه امام ابویوسف رحمه الله تعالی داسې وایي: کان أبوحنیفة: إذا وردت علیه المسألة قال: ما عندکم فیها من الآثار، فإذا روینا الآثار، وذکرنا، وذکر هو ما عنده نظر فإن کانت الآثار في أحد القولین أکثر أخذ بالأکثر، فإذا تقاربت وتکفأت نظر فاختار([4]).
ژباړه: امام ابوحنیفة رحمه الله ته به چې کومه مسئله راوړل شوه؛ نو هغه به وویل: هغه احادیث چې له تاسو سره دي په دې برخه کې هغه راوړئ؛ نو کله به چې موږ آثار ذکر کړل او بیان به مو وکړ او هغه به هم هغه څه ذکر کړل چې له هغه سره به و، نو بیا به یې وکتل چې په دواړو اقوالو کې به چې آثار زیات وو په هغو زیاتو آثارو به یې عمل کاوه، کله به چې دغه آثار سره نږدې و او یا به برابر و؛ بیا به یې فکر په کې کاوه او له دې وروسته به یې غوره کاوه.
امام اشد بن فرات رحمه الله تعالی وایي:
کان أصحاب أبي حنیفة الذين دونوا الکتب أربعین رجلا وکان في العشرة المتقدمین أبویوسف وزفر وداود الطائي وأسد بن عمرو، ویوسف بن خالد السمتي ویحیی بن زکریا بن أبي زائد وهو الذي کان یکتبها لهم ثلاثین سنة([5]).
ژباړه: د امام ابوحنیفة رحمه الله  تعالی ملګرو هغو کسانو چې د فقهې کتابونه یې تدوین کړل څلوېښت کسان وو، چې په هغو لسو مخکښو کې ابویوسف رحمه الله، زفر، داود طائي، أسد بن عمرو، یوسف بن خالد السمتي، یحیی بن زکریا بن أبي زائد شامل و، یحیی بن زائد هغه کس و چې د احنافو لپاره به یې تر دېرشو کلونو پورې لیکل کول، امام عیني رحمه الله تعالی ورباندې درې کسان ور زیات کړي دي: عافیة القاضي، مندل بن علي، حبان بن علي(۸).
د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی دا کړنه د دې خبرې دلیل دی، چې حنفي مذهب لره په نورو مذهبونو باندې جامعیت او فوقیت حاصل دی؛ ځکه چې داسې جامع ترتیب د دې مذهب د تدوین لپاره شوی او د نورو مذاهبو په شان یواځې په تنهایي سره امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی نه دی تدوین کړی؛ بلکې د دې مذهب اساس په مشوره، مباحثه او مناقشه بناء دی او امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی به د خپلو اصحابو او مجتهدینو سره پر یوه یوه مسئله باندې مشوره کوله او د هغوی دلائل به یې اورېدل او پر هغې به یې فکر کاوه او خپل دلائل به یې هم هغوی ته ویل تر څو حق ته ورسېږي، له زیاتو اقوالو څخه به یې یو غوره کړ او هغه به په کتاب کې ولیکل شو.
ځینې علماء لیکي چې امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی په فقه کې شپېته زره مسائل وضع کړي دي او په بل روایت کې راځي چې درې سوه زره مسائل یې وضع کړي دي([6]). 
دوام لري…
مخکینی برخه  |  راتلونکې برخه

سرچینې:
([1])  طبقات الکبری لابن سعد (۲/ ۲۶۷)، ط: دارالکتب العلمیة، بیروت لبنان.
([2])  تاریخ بغداد (۱۳/ ۳۳۴)، ط: دارالکتب العلمیة، بیروت لبنان.
([3])  تاریخ بغداد (۱۳/ ۳۳۶)، ط: دارالکتب العلمیة، بیروت لبنان.
([4])  المدخل إلی دراسة المذاهب الفقهیة، علي جمعة محمد عبدالوهاب ص: ۹۰).
([5])  الجواهر المضیئة فی طبقات الحنفیة (۱/ ۱۴۰).
([6])  الفکر السامي في تاریخ الفقه الإسلامي (۱/ ۴۱۹).
امام اعظم، ابوحنیفه، مذهب، مزایاوې تحقیقات تدوین فقه
Previous Articleد حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱۳  )

اړوند منځپانګې

د امت مشران

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱۳  )

سه شنبه _17 _نوومبر _2026AH 17-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۲  )

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷)

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۸)

سه شنبه _17 _نوومبر _2026AH 17-11-2026AD8 Views

لیکوال: مفتي محمد نبي “المیداني” مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۸) امام…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱۳  )

سه شنبه _17 _نوومبر _2026AH 17-11-2026AD10 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱۳  )…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۲  )

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD20 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۲  )…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷)

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD17 Views

لیکوال: مفتي محمد نبي “المیداني” مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷) امام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۸)

سه شنبه _17 _نوومبر _2026AH 17-11-2026AD

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱۳  )

سه شنبه _17 _نوومبر _2026AH 17-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.