Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷)
د امت مشران دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي محمد نبي "المیداني"
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷)
امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او د حنفي مذهب مزایاوې
سریزه
الحمد لله رب العالمین، والصلوة والسلام علی خیر خلقه محمد وآله وأصحابه أجمعین، وبعد:
په نړۍ کې څلور مشهور مذهبونه دي، د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی مذهب، د امام مالک رحمه الله مذهب، د امام شافعي رحمه الله مذهب او د امام أحمد بن حنبل رحمه الله مذهب، چې دا ټولو ته اهل السنت والجماعة ویل کېږي، البته په دې ټولو کې غوره، قوي او له احتیاط نه ډک مذهب د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی مذهب دی.
حنفي مذهب چې موږ یې پیروان یو د نورو مذاهبو په منځ کې ډېرې ځانګړتیاوې او خصوصیتونه لري چې په نورو مذاهبو کې نه لیدل کېږي. د هر مذهب جامعیت او فوقیت د هغه مذهب له مؤسس/ بنسټګر څخه ښه معلومېږي، حنفي مذهب ځکه هم په نورو مذاهبو برتریت لري چې د دې مذهب مؤسس/ بنسټګر ستر تابعي دی او د کوم مذهب امام چې تابعي وي نو هرو مرو به هغه مذهب له هر لوري غني، جامع او فوقیت لري.
څېړونکي وایي چې د نړۍ په مسلمانانو کې ۶۰٪ شپېته سلنه خلک د حنفي مذهب پیروان او منونکي دي، پاتې څلوېښت سلنه خلک په نورو درې واړو مذهبونو باندې وېشل شوي دي. په شام کې په اکثرو ښارونو کې خلک د حنفي مذهب پیروان دي او په عراق کې هم حنفي مذهب خپور، همداراز په ماوراء النهر کې پرته له حنفي مذهب څخه بل مذهب چا نه پېژانده ، په ارمینیا، اذربیجان، او چېن پورې خلک د حنفي مذهب پیروان و، په جنوبي اسیا هند، بنګلدیش، اوسني پاکستان خلک د حنفي مذهب منونکي دي، په ترکیه، البانیا، بوسنیا او هرسک، کوسوف، ترکستان، افغانستان، قفقاز او برازیل کې هم حنفي مذهب خپور دی، چې په حنفي مذهب باندې د زیاتو خلکو عقیده او باور د حنفي مذهب د جامعیت او فوقیت ستر دلیل دی.
داچې په ذکر شویو او ځینې نورو هېوادونو کې تر ډېره بریده خلک د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله تعالی علیه پر مذهب دي، باید ټول په خپل مذهب ټینګ و اوسي، کلکه پیروي یې وکړي او په همدې مذهب فیصلې او فتواوې ورکړل شي، همدا حنفي مذهب زموږ لپاره بسنه کوي، البته نورو دریو مذاهبو ته به هم په احترام قائل وي، په دې لیکنه کې په همدې موضوع بحث او څېړنه شوې، ترڅو د یوې علاقې او یوه هېواد مسلمانان یوازې د یوه مذهب پیروي وکړي، نور مذاهب بد ونه ګڼي، تعصب ونه کړي او یو بل ته په احترام باندې قائل شي.
والله الموفق والمعین وهو حسبي ونعم الوکیل.
د څېړنې ارزښت
دا چې له یوې خوا موږ د حنفي مذهب پیروان یو او له بلې خوا د دې مذهب د ارزښت په اړه ډېر معلومات نه لرو، بناءً نن سبا په هر چا باندې لازم دی، چې په دې اړه د عامه پوهاوي لپاره څېړنې وکړي او ویناوال یې د خلکو غوږونو ته ورسوي، دا موضوع ځکه هم ارزښتناکه ده، چې نن سبا اسلامي نظام حاکم دی او د حنفي مذهب رشد، ترقي، حقانیت او تنفیذ ډېر اسانه دی.
د څېړنې لامل
د دې څېړنې دوه لاملونه و:
  • یو دا چې له یوې خوا شل کاله ( د اشغال په دوران کې ) په افغانستان کې پر خلکو دا پابندي نه وه، چې یوازې د خپل مذهب پیروي وکړي، له بلې خوا بې مذهبه او د مذهب لا وبالي خلکو ته هم ښه فرصت برابر شوی و، چې خلکو ته د مذهب په اړه شکوک پیدا کړي او د مسلمانانو منځ کې یې اختلافاتو او پر هغوی د شرک ټاپې لګولو ته وهڅوي.
  • او بل دا چې د “کلمات” په نوم ادارې چې مسلمه امت ته یې ډېر خدمتونه کړي او لا دوام لري، خبرتیا نشر کړې وه چې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله مناقبو او حنفي مذهب اړوند مقالې ولیکل شي، څو په راتلونکو کې په دې اړه غونډه جوړه او مقالې پکې ارائیه شي.
د څېړنې اهداف
دا څېړنه لاندې اهداف او موخې په بر کې نیسي:
  1. د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او حنفي مذهب د مزایاوو په اړه عامه پوهاوی.
  2. د حنفي مذهب په نورو مذاهبو د ارجحیت او فوقیت دلائل څرګندول.
  3. عامو خلکو ته د حنفي مذهب پیروي، په دې مذهب کلک درېدلو لارښوونې.
  4. د حنفي مذهب په اړه ننګونې او فرصتونه.
د څېړنې منهج او تګلاره
طبعي خبره ده، چې دا بحث د تحلیلي او توصیفي تګلارو پر مټ تر سره شوی دی، چې په ترڅ کې يې کتابونو، کتابتونونو او د معلوماتو نورو منابعو ته مراجعه شوې، په ځانګړي توګه د دې موضوع اړوند وروستیو څېړنو او مقالو ته زیاته پاملرنه شوې.
د حنفي مذهب مزایاوې
په نړۍ کې څلور مذاهب شتون لري، چې ټول په حقه دي، البته حنفي مذهب د نورو په پرتله فوقیت، ارجحیت او غوره والی لري، د حنفي مذهب په غوره والي هېڅوک هم سترګې نه شي پټولی، دا چې یاد مذهب څه مزایاوې لري؟ او د کومو دلائلو پر بنسټ غوره دی؟ دا ټول په راتلونکو پراګراپونو کې په لاندې ډول بیانوو:
لومړی: د حنفي مذهب بنسټګر امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله جلیل القدر تابعي و
لد هر مذهب جامعیت او فوقیت د هغه مذهب له مؤسس/ بنسټګر څخه ښه معلومېږي، حنفي مذهب ځکه هم په نورو مذاهبو برتریت لري چې د دې مذهب مؤسس/ بنسټګر ستر تابعي دی، په داسې حال کې چې د نورو مذاهبو امامان تابعیین نه دي او د کوم مذهب امام چې تابعي وي نو هرو مرو به هغه مذهب له هر لوري غني، جامع او فوقیت لري.
د حنفي مذهب مؤسس/ بنسټګر (امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله تعالی) تابعي و او په دې وخت کې شپږ صحابه کرام ژوندي و، چې د امام صاحب رحمه الله ملاقات ورسره شوی و، ځینې معتبر تاریخ لیکونکي بیا لیکي چې پر دې مهال اوه صحابه کرام ژوندي وو، چې په هغو کې انس رضي الله عنه هم و، چې امام صاحب له هغه څخه روایت هم لري.
د امام اعظم رحمه الله په وخت کې دغه صحابه کرام ژوندي و: انس بن مالک، عبدالله بن انس، عبدالله بن حارث بن جزء الزبیدي، عبدالله بن أبي أوفی، جابر بن عبدالله الأنصاري، واثلة بن الأسقع، عائشة بنت عجرد رضي الله عنهم اجمعین([1]).
امام صمیري، حافظ ابن مزي او حافظ ابن کثیر رحمهم الله لیکي چې امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی په شپاړس کلنۍ کې په (۹۶) هجري کال کې حضرت انس بن مالک رضي الله عنه لیدلی دی او امام صمیري وایي چې امام صاحب رحمه الله تعالی د حضرت انس رضي الله عنه څخه دا دوه حدیثونه نقل کړي دي: فسمعته یقول سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: من تفقه في دین الله کفاه الله همه ورزقه من حیث لایحتسب([2]).
په بل روایت کې امام صمیري رحمه الله لیکي: عن بشر بن الولید عن أبي یوسف عن أبي حنیفة قال: سمعتُ أنس بن مالک رضي الله عنه یقول: سمعتُ النبي الله صلی الله علیه وسلم یقول: الدال علی الخیر کفاعله والله یحب إغاثة اللهفان([3]).
نو دا ښکاره خبره دی چې حنفي مذهب د خیرالقرون په دوهمه طبقه ( د تابعینو ) په وخت کې رامنځ ته شوی دی او د دې مذهب مؤسس/ بنسټګر د نورو مذاهبو په نسبت نږدې و چې دا د دې مذهب پر نورو مذاهبو د فوقیت ستر دلیل بلل کېږي.
دوام لري…
مخکینی برخه  |  راتلونکې برخه

سرچینې :
([1])  مغاني الأخیار في شرح أسامي رجال معاني الآثار للعیني (۳/ ۱۲۲).
([2])  المرجع السابق.
([3])  أخبار أبي حنیفة وأصحابه للصمیري الشافعي ص: ۱۷- ۱۸).
ارزښت امام اعظم، ابوحنیفه، مذهب، مزایاوې اهداف تابعي څېړنه منهج
Previous Articleد حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )
Next Article د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۲  )

اړوند منځپانګې

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۲  )

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )

یکشنبه _15 _نوومبر _2026AH 15-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  )

شنبه _14 _نوومبر _2026AH 14-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۲  )

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD1 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۲  )…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷)

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD2 Views

لیکوال: مفتي محمد نبي “المیداني” مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷) امام…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )

یکشنبه _15 _نوومبر _2026AH 15-11-2026AD22 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  )

شنبه _14 _نوومبر _2026AH 14-11-2026AD23 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  )…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۲  )

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷)

دوشنبه _16 _نوومبر _2026AH 16-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.