
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۰ )
(د ش.ه.يد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
د پاچا او قاضي مخامخ کېدل
په دې کې شک نشته چې قاضي عبدالرحمن له امان الله خان څخه ښه زړه نه درلود، په ځانګړي ډول له اروپايي سفر وروسته د هغه غیر دیني اقداماتو د بل هر مسلمان غوندې په قاضي القضات کې هم زړه خوړین کړی و. خو دا چې د حنفي فقهې له مخې د پاچا په وړاندې اقدام او خروج خورا درانه شرائط لري، د نورو علماوو په شان قاضي عبدالرحمن هم هڅه کوله چې له پاچا سره له مخامخېدو ځان وساتي. مګر دا پاچا امان الله خان و چې قاضي عبدالرحمن یې د خپلې قضاء او تدریس په ګوښه کې آرام پرې نه ښود. د اماني دور څیړونکي ( محمد حسین خان، منشي علي احمد، سنزل نويد او نور) په دې یوه خوله دي چې امان الله خان له قاضي عبدالرحمن څخه غوښتنه وکړه چې د ښځو د بې حجابۍ په اړه د ده فرمان په دیني روایاتو ثابت او رسمي فتوا صادره کړي چې حجاب په اسلام کې اصل نه لري. د امان الله خان همدا بې معنی غوښتنه د هغې لانجې زړی شو چې بالاخره یې قاضي القضات د پاچا په وړاندې درېدلو ته مجبور کړ.
د ۱۹۲۸م کال په اګست کې که یو خوا د کابل او پغمان قصرونه او باغونه د خپلواکۍ جشن په سر اخیستي وو، چې د لاډېرې رنګینۍ لپاره یې له هنده هنرمندان، ممثلین او بازینګر راوستل شوي وو. بل خوا د حکومت دننه د پاچا او قاضي تر منځ یوه پټه لانجه هم روانه وه. پاچا له قاضي القضات څخه داسې غوښتنه کړې وه چې هغه نه شوای پر ځای کولای. پاچا، امان الله خان و چې د خپل قاطعیت د اثبات په مهال به یې ویل ( په یاد ولرئ چې زه د امیر عبدالرحمن لمسی یم[1]) او قاضي، مولانا عبدالرحمن پغمانی و، چې په ۶۳ کلن ژوند کې یې تر اوسه پر لمن له شریعت څخه د عدول داغ نه و لګیدلی.
د پاچا او قاضي د دې منازعې په اړه په کتابونو او شفاهي روایاتو کې بیلابیلې خبرې راغلې دي. محمد حسین خان په خپل کتاب کې لیکلي قاضي عبدالرحمن د اماني حکومت هغه چارواکی و چې رشوت یې نه اخیست او په پاکي مشهور و، حتی د امان الله خان د یو لړ ګټورو پروګرامونو حمایت یې هم کاوه، خو امان الله خان هغه مجبور کړ چې د بي حجابي په ملاتړ فتوا صادره کړي، هغه په دې موضوع کې ځان معذور وګاڼه، کابل یې پرېښود خو حکومت هغه ونیو او په مرميو یې وویشت.[2] سنزل نويد بیا د منشي علي احمد په استناد لیکلي چې امان الله خان په قاضي عبدالرحمن فشار راوړ چې د رفع حجاب په ملاتړ رسمی فتوی صادره کړه. قاضي عبدالرحمن پنځه ورځې وخت ترې واخیست، په همدې ورځو کې يې د شوربازار له حضراتو سره مشورې وکړې او بیا یې له کابله ځان غیب کړ.[3]
په دې برخه کې ځینې شفاهي روایتونه هم شته چې ما یې تر اوسه لیکلې منبع نه ده موندلې. د بیلګې په توګه د پغمان یو لوی عالم مولوي دستګير د همدې سیمې له یو وتلي شخص ملا ملنګ ( چې د قاضي عبدالرحمن شاګرد و) په استناد ویلي چې امان الله خان له قاضي عبدالرحمن څخه غوښتي وو چې د رفع حجاب د رسمیت او ملاتړ په موخه فتوی صادره کړي. قاضي عبدالرحمن په مخامخ مجلس کې انکار وکړ او په قران کریم کې د ښځو د ستر په اړه آیت کریمه یې د سند په ډول امان الله خان ته وښود. خو امان الله خان چې د قاضي عبدالرحمن انکار یې د بې اطاعتي او سرکشي مرادف ګاڼه، ډېر په غوسه شو او له کنتروله ووت، په قاضي عبدالرحمن یې د لغتې ګوزار وکړ چې ورسره د هغه له لاسه قران کریم وغورځېد.[4] همدغه پیښه د پغمان اوسیدونکي او پخواني جهادي رهبر عبد رب الرسول سیاف هم په یوه بیان کې یاده کړې، د پيښې ځای یې دلکشا قصر یاد کړی دی. خو په لیکلو آثارو کې د دغسې فزیکي برخورد په اړه کوم څه زما تر نظر نه دي تېر شوي.
د حضرت محمد صادق مجددي په خاطراتو کې په عموم کې د اختلاف او بحث موضوع ته اشاره شوې ده. نوموړي د قاضي عبدالرحمن له قوله لیکلي چې یوه ورځ د پغمان د بالاباغ په سره کوټۍ کې امان الله خان زه وروغوښتم او راته ويې ویل چې له تا څخه د ښځو د مخ لوڅۍ په اړه پوښتنه کوم خو له وړاندې درسره دا هم شریکوم چې زه خپله د ښځو ستر او مخ پټول ضروري یا لازم نه ګڼم. ما ورته وویل سمه ده، هغه څه چې د شریعت او حنفي مذهب سره موافق وي هماغسې ځواب به درکړم.
وروسته امان الله خان وپوښتل چې ستا په نظر د ښځو ستر او مخ پټول د عادت په اساس دي که د شریعت حکم دی؟ ما ورته وویل حجاب یا ستر د شریعت یو حکم دی، ځکه د ښځو مخ لوڅي د ډېرو فتنو سبب ګرځي. قاضي صاحب وروسته امان الله خان ته په دې اړه ځینې احادیث، فقهي اقوال او د متأخرینو حنفي علماوو متفقه فتوی بیان کړې چې ټول د ښځو لپاره د حجاب او مخ پټولو په لزوم تاکید کوي.
بیا امان الله خان قاضي صاحب ته وایي: ښه نو ته هغه آیت کریمه ووایه چې د حجاب حکم په کې راغلی وي. قاضي صاحب وایي ما د قران کریم غوښتنه وکړه، متأسفانه په شاهي دفتر کې قران کریم موجود نه و، امان الله خان وروسته یو خادم چې ګونګ او کوڼ و په اشاره پوه کړ چې له بل ځای نه قران کریم راوړي. قران کریم راوړل شو، ما سورة النور راواړاوه او د حجاب په اړه آیتونه مې تلاوت او امان الله خان ته وښودل. او ورته ومې ویل چې د دې نور تفصیل او اړوند مسائل د تفاسیرو، احادیثو او حنفي فقهې په کتابونو کې راغلی دی. بل دا مې ورسره زیاته کړه چې دغسې مسائلو ته لاس وروړل د هیواد په ګټه هم نه دي، د ښځو د ستر لغو کول به په هیواد کې د یو بل بحران او انقلاب سبب شي، زه نه پوهیږم چې اعلی حضرت ولې په داسې مسائلو کار لري چې د هیواد له له ترقي او د ملت له استقلال سره هیڅ ربط نه لري؟
خو امان الله لکه د قاضي صاحب په توضیحاتو یې چې قناعت نه وي شوی، نوموړي ته وایي چې سبا په څلور بجې دې خپل ټول کتابونه راوړه چې په دې اړه بحث او فیصله وکړو او په همدې سره مجلس پای ته ورسېد. قاضي صاحب وایي دې مجلس ته د معارف وزیر هم راغوښتل شوی و، ځکه د مستوراتو د مکتب د لباس د تعین له مخې د حجاب مسئلې له معارف سره هم تړاو درلود او امان الله خان اراده کړې وه چې د مستوراتو مکتب له دې وروسته د مکشوفاتو مکتب وبلل شي.
څرنګه چې دا د ګرمۍ موسم و، محمد صادق مجددي وایي زما کور د پغمان د بیکتوت په قلعه میر کې و، له دې مجلس وروسته قاضي صاحب زما ځای ته راغی، هغه چې ډېر سخت غمجن او خپه و له امان الله خان سره د مجلس کیسه يې راته وکړه. د امان الله خان وروستیو کړنو چې د شریعت احکام ورځ تر بلې تر پښو لاندې کېدل هغه ډېر متأثر کړی و. ما ورته وویل: زه له تاسو سره همفکر او همنظره یم، په هر قيمت چې کیږي امان الله خان باید له دې ناوړه سیاستونو څخه راوګرځوو، نو په دې مسئله چې موږ بیا بیا بحثونه کړې دي ستاسو نظر څه دی، چې اقدام کوو او که لا هم باید صبر وکړو؟
قاضي صاحب وويل: د دې شخص تر پاچاهي لاندې نور ژوند کول جائز نه دي، باید چې یو اقدام وکړو،تر څو پاچا له دې له دې ناوړه کړنو منع او ملت له اضطراب او انقلاب څخه خوندي شي، چې بیا به موږ تاسو هم باقي ژوند په سکون سره وکړو او خپل ضمير ته به ملامت نه یو.
سبا قاضي صاحب د تفسیر حسیني او د صحیح البخاري د شرح عمدة القاري ټوکونه په بغل کې واخیستل او په معلوم وخت هماغه ځای ته ورغی تر څو له امان الله خان او د هغه له ملګرو سره مجلس او مباحثه وکړي، امان الله خان ته یې حال ولیږه چې زه راغلی یم، خو امان الله خان چې له لومړني مجلس نه د قاضي عبدالرحمن رأیه ورته معلومه شوې وه مجلس يې سبا ته وځنډاوه او سبا یې یو مخ پسې هېر کړ چې بیا د حجاب په مسئله مخامخ علمي مجلس دائر نه شو. [5]
دوام لري…
سرچینې:
[1] جنبش مشروطیت در افغانستان صـ ۲۳۳
[2] انقلاب افغانستان صـ ۶۰
[3] افغانستان در عهد امانيه صـ ۱۹۷
[4] دغه کیسه د مولوي دستګیر له قوله راته قاري احمد الله نوري د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالحجة الحرام په ۱۳ مه بیان کړه.
[5] خاطرات و یاداشت های سیاسی محمد صادق مجددي صـ ۳۰ – ۳۳
۱ څرگندون
Pingback: د حجاب او عفت شهید (برخه : ۹)