Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )
د امت مشران یکشنبه _15 _نوومبر _2026AH 15-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )

AdminBy Admin۱ څرگندون
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
د محمد صادق مجددي مخفیانه فعالیت
په همدې موده کې چې قاضي عبدالرحمن له امان الله خان سره د حجاب پر سر په لانجو او مباحثو اوښتی و، د ده نوموتي شاګرد او د شوربازار د مجددي خاندان په ګدۍ ناست محمد صادق مجددي د امان الله خان د کړنو د مخنیوي لپاره په یو لړ پټو فعالیتونو لاس پورې کړی و. محمد صادق مجددي د خپلو خاطراتو په هغه نسخه کې چې د محمد نعیم مجددي په اهتمام تهیه شوې لیکلي:
امان الله خان چې اروپا ته لاړ، په اړه يې د هند په جرائدو کې داسې خبرونه راتلل چې د هر مسلمان زړه يې داغي کاوه، له دې پخوا هم نوموړي د اسلامي فرهنګ او شریعت خلاف کارونه پيل کړي وو. قاضي القضات مولانا عبدالرحمن چې قوانین یې له نظره تېریدل او د حکومت له فساده خبر و، له پخوا يې له امان الله خان څخه شکایت کاوه. یوه ورځ یې راته وویل: که حکومت تر دې زیات د کفارو د عاداتو ترویج ته ادامه ورکړي، نو د وینو تر وروستي څاڅکې به یې په مقابل کې ودریږم او مخنیوی به یې وکړم.
په دې ډول ما په کابل کې له ځینو کسانو سره مشورې پيل کړې او د دې لپاره چې په حکومت اصلاحي فشار راوړو، ښه مو وبلله چې د سمت جنوبي ( لويې پکتیا) له خلکو سره هماهنګي وکړو. ځکه یو خو مخکې تجربه پرته وه چې د امان الله خان د لومړنیو غیر شرعي قوانینو خلاف د سمت جنوبي خلک راوپارېدل او حکومت یې مجبور کړ چې ټول غیر شرعي قوانین ملغی اعلان کړي. بل دا چې دې خلکو له مجددي خاندان سره ډېر محبت درلود او زموږ خبره یې اورېده.
په همدې اساس مې باوري کسان پکتیا ته ولیږل، هغوی په رود احمدزیو، مچلغو، کوهسین او غړک کې له احمدزیو او د ځاځیو قوم له استازو سره لیدلي وو، همداراز د ګردیز شرق ته بازو خېل او تاروخېل قومونو ورسره تعهد کړی و چې له موږ سره به په دې مبارزه کې دریږي.
دا چې موږ عسکري قوت ته هم ضرورت درلود، نو زموږ استازو د لوګر د سرخاب اوسیدونکي برګېډ عبدالغني خان ولد بهرام خان احمدزي سره چې په دې وخت کې د ځاځيو د چاوڼۍ مسؤل و هم لیدلي وو او هغه د اسلام لپاره د قربانۍ پوره ډاډ ورکړی او زموږ استازو ته یې ویلي وو چې که اړتیا پيښه شي زما عسکري قوه ټوله ستاسو په خدمت کې ده فقط چې تاسو غږ وکړئ.
په دې اړونو ځینو کتابونو لیکلي چې حضرت محمد صادق مجددي د ۴۰۰ علماوو په لاسلیکونو مزینه فتوا ترتېب کړې وه چې امان الله خان یې له اسلامه خارج ګڼلی و. د محمد صادق مجددي په لاس لیکل شویو یاداشتونو کې په دې اړه حتی اشاره قدرې هم نشته، د نوموړي له خبرو ښکاري چې امان الله خان ته یې بده اراده نه درلوده، اما له دې ویریدل چې د امان الله خان اقدامات به ټول هیواد او ملت یو بل بحران ته ټېل وهي نو ځکه یې د مخنیوي لپاره هلې ځلې کولې.
محمد صادق مجددي لیکلي چې له خپل دې مخفیانه فعالیت څخه یې خپل استاد قاضي عبدالرحمن هم خبر کړی و چې وروسته له همدې ارتباطاتو په استفاده هغوی د پکتیا په خوا روان شول.
جشن او جرګه
د اروپا له سفر نه وروسته په کابل کې له نورو اقداماتو، غونډو او مجلسونو سربېره د امان الله خان دوه د پام وړ کارونه د استقلال د جشن لمانځل او په تعقیب يې په پغمان کې د جرګې رابلل وو. د استقلال جشن چې تر پخوا ډېر متفاوت و، د ۱۳۰۷ لمریز کال د اسد په ۲۳ مه چې د اګست له ۱۴ سره برابرېده پيل شو. دغه جشن اته ورځې روان و چې له وطني هنرمندانو پرته د هند ممثلين او رقاصان هم ورته رابلل شوي وو. د امان الله خان د نوي لیبرال سیاست له مخې په جشن کې ډېرو داسې کړنو ته اجازه ورکړل شوې وه چې له دیني اړخه یې جواز نه درلود. هغه خلک چې یوازې د د یو دیني او ملي ارزښت په حیث د استقلال لمانځلو او د جهاد د بریا په مناسبت جشن ته حاضر شوي وو، کله یې چې د جشن په نوم د منکراتو صحنې لیدلې، د حکومت له کړنو د نفرت له احساس سره بېرته کورونو ته ستنېدل.
د جشن له پای ته رسیدو سره سم په پغمان کې د لويې جرګې انتظامي چارې پيل شوې. د جشن غوندې د دې کال جرګه هم تر پخوانیو هغو متفاوته وه، ډاکټر محمد حسن کاکړ لیکلي: حکومت د جرګې هر استازي ته توره اروپايي کورتۍ، پتلون، سپين خت، توره نکټايي او توره شپو خولۍ برابره کړه او ټول یې په پغمان کې ځای په ځای کړل. هیڅ غړي ته د وطني جامو اغوستلو اجازه نه وه، د جرګې غونډې د اګست په ۲۹ مه د پغمان د سینما په تالار کې پیل شوې چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
جشن حجاب عفت فعالیت مباحثه
Previous Articleد حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  )

اړوند منځپانګې

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  )

شنبه _14 _نوومبر _2026AH 14-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۶)

شنبه _14 _نوومبر _2026AH 14-11-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹)

پنجشنبه _12 _نوومبر _2026AH 12-11-2026AD
نور یی ولوله

۱ څرگندون

  1. Pingback: د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  ) - کلمات پښتو

Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )

یکشنبه _15 _نوومبر _2026AH 15-11-2026AD4 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  )

شنبه _14 _نوومبر _2026AH 14-11-2026AD16 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  )…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۶)

شنبه _14 _نوومبر _2026AH 14-11-2026AD7 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۶) امام…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹)

پنجشنبه _12 _نوومبر _2026AH 12-11-2026AD22 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  (برخه : ۹) (د شهيد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ )

یکشنبه _15 _نوومبر _2026AH 15-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۱۰  )

شنبه _14 _نوومبر _2026AH 14-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.