
لیکوال: مفتي محمد نبي "المیداني"
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۰)
امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او د حنفي مذهب مزایاوې (دوام لري)
اووم: د نړۍ په اکثره هېوادونو کې د حنفي مذهب د پیروانو ډېروالی
څېړونکي وایي چې د نړۍ په مسلمانانو کې ٪۶۰ شپېته سلنه خلک د حنفي مذهب پیروان او منونکي دي، پاتې څلوېښت سلنه خلک په نورو درې واړو مذهبونو باندې وېشل شوي دي.
د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله تعالی د مذهب د مسائلو د زیاتوالي له امله او د هغه د زیاتو شاګردانو له امله چې په شرق او غرب، شمال او جنوب کې خپاره شول او په خپلو ځایونو کې یې مدرسې جوړې کړې او د هغه مذهب یې خلکو ته ورسولو، دا هر څه د دې لامل شو چې د نړۍ اکثره خلک حنفي مذهب ومني او د هغې پیروي اختیار کړي، په (۱۷۰) هجري کې امام ابویوسف رحمه الله په عباسي خلافت کې قاضي القضاة وټاکل شو او د عباسي خلافت چې د نړۍ په هر ځای کې حاکم و، د هغه ځای حکومت به په حنفي مذهب فیصلې کولې او چې کله د عثماني خلافت دور راغی؛ نو د وخت خلیفه رسماً اعلان وکړ چې حنفي مذهب به د عثماني خلافت رسمي مذهب وي، حنفي مذهب د عبدالله بن فروخ او د اسد بن فرات رحمهم الله تعالی او د هغوی د شاګردانو په وسیله شمالي افریقا ته لکه: لیبیا، تونس، جزائر، مغرب ته ورسېده او اندلس ته هم د کم وخت لپاره داخل شو، د خلیفه مهدي په وخت کې حنفي مذهب په مصر کې خپور شو او تر ډېر وخت پورې قضايي چارې او احوال شخصي د حنفي مذهب موافق مخ پر وړاندې بیول کېدل.
شام لوري ته په اکثرو هېوادونو کې خلک د حنفي مذهب پیروان دي او په عراق کې هم حنفي مذهب خپور دی، همداراز په ماوراء النهر کې پرته له حنفي مذهب څخه بل مذهب چا نه پېژانده او په ارمینیا، اذربیجان، او چېن پورې خلک د حنفي مذهب پیروان و، په جنوبي اسیا هند، بنګلدیش، اوسني پاکستان کې خلک د حنفي مذهب منونکي وو، په ترکیا، البانیا، بوسنیا او هرسک، کوسوف، ترکستان، افغانستان، قفقاز او برازیل کې هم حنفي مذهب خپور دی، چې پرحنفي مذهب باندې د زیاتو خلکو عقیده او باور د حنفي مذهب د جامعیت او فوقیت ستر دلیل دی.
په دې اړه ډېر نور دلائل هم شتون لري البته د مقالې د اوږدوالي لامل کېږي له همدې امله په دې دلائلو بسنه کوو.
پایــــــــــــلــه
په دې څېړنه کې دې پایلې ته ورسېدم، چې حنفي مذهب په ټولو مذاهبو کې غوره مذهب دی، بې شمېره داسې ځانګړتیاوې او مزایاوې لري چې نور مذاهب یې نه لري، د ځینو یې په لاندې ډول یادونه کوو:
-
د حنفي مذهب مؤسس او بنسټګر تابعي دی.
-
حنفي مذهب په حقیقت کې د صحابه کرامو د فقهې او فتاواو ترتیب او تدوین دی.
-
حنفي مذهب د لومړي ځل لپاره په شورايي او اجماعي توګه د ابوابو او کتابونو په شکل کې تدوین شو.
-
په اسلام کې لومړۍ تحقیقاتي کمېټه د حنفي مذهب د پیاوړتیا لپاهر د امام اعظم صاحب له لوري رامنځته شوې.
-
حنفي مذهب تقدیري فقه رامنځته کړې.
-
په قیاس او استحسان کې توسع لري؛
-
په نړۍ کې د نورو مذاهبو په نسبت د حنفي مذهب پیروان ډېر دي.
وړاندیزونه یا سپارښتنې
غواړو د پورتنۍ موضوع د بنسټیزولو یا پیاوړتیا په پار د اسلامي نظام چارسمبالو ته لاندې سپارښتنې وکړو:
-
د اسلامي نظام له مشر تابه څخه مو دا هیله ده، چې د مکتب، مدرسې، پوهنتون په نصاب کې د امام ابوحنیفه رحمه الله او حنفي مذهب اړوند کتابونه ځای پر ځای کړي.
-
د ارشاد حج او اوقافو محترم وزارت څخه مو په درنښت دا هیله ده چې په دې اړه امامانو او خطیبانو ته په دې اړه ځانګړې خطبې ورکړي څو یې عامو خلکو ته په خپلو ویناوو کې بیان کړي.
-
ټولو تعلیمي ادارو او اړوند جهتونو ته مو دا سپارښتنه ده چې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او حنفي مذهب د مزایاوو په اړه سمینارونه او غونډې جوړې کړي او عامه پوهاوی رامنځ ته کړي.
-
د نظام له اجرایوي قوې څخه مو هیله ده چې د حنفي مذهب مخالفین په نښه او له اصولو سره سم دې تعزیر کړل شي.
-
د نظام له مقننه قوې څخه مو دا هیله ده چې په قوانینو جوړولو کې یوازې د حنفي مذهب رعایت وکړي او ټول قوانین د حنفي مذهب په رڼا کې نافذ شي.
مراجع او مصادر
-
قرآن کریم.
-
نبوي احادیث.
-
مغاني الأخیار في شرح أسامي رجال معاني الآثار للعیني.
-
أخبار أبي حنیفة وأصحابه للصمیري الشافعي.
-
طبقات الکبری لابن سعد، ط: دارالکتب العلمیة، بیروت لبنان.
-
تاریخ بغداد ، ط: دارالکتب العلمیة، بیروت لبنان.
-
المدخل إلی دراسة المذاهب الفقهیة، علي جمعة محمد عبدالوهاب.
-
الجواهر المضیئة فی طبقات الحنفیة.
-
الفکر السامي في تاریخ الفقه الإسلامي.
-
تبیض الصحیفة في مناقب الإمام أبي حنیفة للسیوطي.
-
تاریخ الإسلام للذهبي.
-
الوافي بالوفیات للصفدي.
دوام لري…