لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۸)
د تحریم په حکمت کې د اعجاز بېلګې او په پیدایښت کې یې الهي تدبیر
په شریعت کې له مهمو اعجازي نښوڅخه یوه هم دا ده چې الٰهي احکام له علمي، روغتیایي، محیطي او رواني واقعیتونو سره بشپړه همغږي لري. کله چې قرآن کریم یا نبوي سنت کوم کار روا یا ناروا ګرځوي، نو دغه لارښوونې نه یوازې د انسان معنوي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د انسان د بدن له جوړښت، چاپېریال، طبیعي قوانینو او د کایناتو له تکویني نظام سره هم په حیرانوونکې توګه سمون لري.
په دې برخه کې د الٰهي تدبیر او اعجاز درې مهمې بېلګې څېړو:
لومړۍ: د خنزیر د غوښې د تحریم حکمت؛
دوهم: د یوه صحرايي حیوان هغه حیرانوونکې ځانګړتیاوې چې اوبه تولیدوي؛
دریم: سپی او د سپي د بوی حس اړوند علمي حقایق.
دا څېړنه له علمي پلوه ترتیب شوې ده او دا هم څرګندوي چې څنګه شریعت له نوېو علمي کشفیاتو څخه پېړۍ پېړۍ وړاندې داسې حقایق بیان کړي دي چې نن ورځ علم او ساینسي پوهه د هغو پر وړاندې د درناوي سر ټیټوي.
لومړۍ برخه: د خنزیر د غوښې د حراموالي حکمت او اعجاز
۱- د خنزیر د ژوند ځانګړتیاوې او د حراموالي علمي دلیلونه:
د لوېدیځ د یوه کارپوه د راپور له مخې، چې د خنزیر او د هغه د بیولوژیکي طبیعت په اړه یې پراخه څېړنه کړې ده، دا حیوان د «غوښهخوړونکي او واښهخوړونکي» چلندونو ګډه بڼه لري؛ یعنې هم غوښه خوري او هم واښه.
له اسلام څخه وړاندې ټولو الٰهي دینونو هم د خنزیر د غوښې خوړل منع کړي وو او دا منع والی د روغتیایي او بیولوژیکي واقعیتونو پر بنسټ ولاړ دی.
د دغې څېړنې له مخې، خنزیر له هغو حیواناتو څخه دی چې «ډیر سپک غریزه ای چلند» لري. د هغه په طبیعت کې تنبلي، ناپاکي، جنسي بېپروايي (حتی د خپلې مور په اړه) او د ناپاکیو، جسدونو، مړو موږکانو او بېلابېلو کثافاتو د خوړلو شدیده لېوالتیا لیدل کېږي.
که څه هم هغه ته پاک چاپېریال چمتو شي، خو که د هماغه پاک چاپېریال په یوه کونج کې لږه چټلي یا کثافت هم موجود وي، خنزیر بې له ځنډه ځان په هماغه مردارۍ او نجاست کې رغړوي. دا ځانګړنه د هغه له ثابتو او طبیعي بیولوژیکي ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.
۲- د خنزیر په غوښه کې د پرازیتونو او هګیو جوړښت
د طب له نظره، د خنزیر د غوښې په نسجونو کې د بېلابېلو پرازیتونو هګۍ او لارواوې شتون لري، چې خطر یې آن د عادي پخلي په وسیله هم له منځه نه ځي. ځینې دغه پرازیتونه دومره مقاوم دي چې:
که د خنزیر غوښې ته یو بشپړ ساعت هم جوش ورکړل شي، بیا هم امکان لري چې ځینې لارواوې ژوندۍ پاتې شي؛
د دې غوښې سطحي (نیمه یا یوازې په غوړو ) پخه شوې غوښه هېڅ ډول بشپړ خوندیتوب نه شي تضمینولای؛
یوازې د منفي (۳۰) سانتيګرادو څخه په ټیټه تودوخه کنګلول، یا د اوږدې مودې لپاره جوش ورکول کولای شي دغه پرازیتونه له منځه یوسي.
دغه موندنې د ګڼو طبي کتنو او څېړنو له لارې هم تأیید شوې دي. په هغو هېوادونو کې چې د خنزیر د غوښې کارول عام دي، د ځینو پرازیتي ناروغیو او د عصبي او عضلاتي سیستم د ناروغیو پېښېدل نسبتاً ډېر لیدل کېږي. آن داسې راپورونه هم شته چې د ځانګړو پرازیتونو له امله د (مستقیمو مړینو پېښې) ثبت شوې دي؛ دا هغه پرازیتونه دي چې د خنزیر په حجرو کې ژوند کوي او د خنزیر غوښې خوړو له لارې د انسان بدن ته لېږدول کېږي.
۳- د خنزیر محیطي (چاپېریالي) رول او د تحریم حکمت
دغه څېړنه ټینګار کوي چې خنزیر په طبیعي نظام کې د 《چاپېریال د پاکوونکي》په توګه ځانګړی رول لري؛ یعنې د دې لپاره پیدا شوی چې حیواني جسدونه، چټلۍ، کثافات او بېلابېل پاتې شوني وخوري او چاپېریال تر یوه بریده پاک وساتي.
سره له دې طبیعي دندې، ځینو انسانانو د خنزیرغوښه د خپل اصلي خوراک په توګه ګرځولې ده؛ حال دا چې د دغه حیوان طبیعي جوړښت او د ژوند ځانګړتیاوې د دې لپاره نه دي چې د انسان د خوړو سرچینه وګرځي.
۴- وازدې، غوړ او د زړه ــ رګونو ناروغۍ
د خنزیر وازده (غوړ) د خپل ترکیب له مخې دلوړې کچې کولېسټرول او مشبوع شحمی اسیدونه (Saturated Fatty Acids) لري. پرتلیزو څېړنو ښودلې ده چې:
په هغو ټولنو کې چې خلک یې د خنزیر غوښه خوري، د زړه د حملو او شریانونو د بندیدو کچه د هغو ټولنو په پرتله چې له دې غوښې څخه ډډه کوي، اته (٨) برابره زیاته ده.
دا توپیر، بې له شکه د خنزیر د غوړو له بیولوژیکي جوړښت او ځانګړتیاوو سره تړاو لري.
۵- د شریعت وروستۍ حکمت
سره له دې چې د خنزیر د غوښې د حراموالي په اړه ګڼ علمي توضیحات او دلایل وړاندې شول، د شرعي حکم بنسټ په اصل کې د الٰهي فرمان منل او اطاعت کول دي.
په يو روایت کې راغلي چې د خنزیر د غوښې د حراموالي د حکمت په اړه د دوو مسلمانو عالمانو ترمنځ له اوږدې مناظرې او بحث وروسته، هغه عالم چې ډیر فقیه او پوه وو، وویل:
«کفاک من هذا الجدل أن تقول: إنّ الله حرّمه.»
ژباړه: «د دې شخړې پر ځای، همدومره درته بس دي چې ووایې: بېشکه الله تعالی دا حرام کړي دي.»
یعنې انسان ته همدا بسنه کوي چې پوه شي الله تعالی دا حرام ګرځولي دي؛ ځکه خپله د الله تعالی حکم بشپړ دلیل او قاطع حجت دی.
له دې سره سره، د ساینسي او علمي شواهدو پراخې ټولګې د اعجاز یوه روښانه بېلګه وړاندې کوي؛ هغه څه چې شریعت څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې بیان کړي وو، نننۍ علمي څېړنې یې په څرګند ډول تأییدوي.
دویمه برخه: د پیدایښت اعجاز؛ هغه صحرايي حیوان چې اوبه تولیدوي
د پیدایښت د حیرانوونکو عجایبو له جملې یو یې هغه صحرايي حیوان دی چې د اسټرالیايي کانګارو په څېر ښکاري. دا حیوان په خپلو دوو اوږدو پښو ټوپونه وهي او لکۍ یې د وېښتانو یوه ګېډۍ لري چې د الوتکې د لکۍ په څېر د ټوپ وهلو پر مهال د هغه د حرکت لوری تنظیموي. تر ټولو حیرانوونکې ځانګړنه یې دا ده چې د خپل ټول عمر په اوږدو کې د اوبو یو څاڅکی هم نه څښي.
۱- په بدن کې د اوبو د تولید علمي تګلاره
د حیوانپوهنې څېړنې ښيي چې دغه حیوان خپلې اړينې اوبه د خپل هضمي سیستم دننه تولیدوي. د دې بهیر څرنګوالی داسې دی:
له هوا څخه اکسیجن تنفس کوي؛ هایدروجن له هغو وچو دانو او صحرايي غلو څخه ترلاسه کوي چې خوري یې؛ بیا د همدې دوو عناصرو له یوځای کېدو څخه د خپل بدن په دننه کې د اوبو مالیکیولونه جوړوي.
دغه بهیر خورا پېچلو بیوکیمیاوي وسایلو ته اړتیا لري؛ خو الله تعالی دا ټول امکانات د دغه حیوان په هضمي سیستم کې ځای پر ځای کړي دي، څو وکولای شي د دښتو او بېاوبو سیمو په وچ چاپېریال کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
۲- د قرآن کریم له آیت سره همغږي
دا پدیده د هغه قرآني حقیقت څرګندونه کوي چې الله تعالی فرمایي:
﴿وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ﴾
ژباړه: «او موږ هر ژوندی شی له اوبو څخه پیدا کړی دی.»
یعنې هېڅ داسې ژوندی موجود نشته چې اوبو ته اړتیا ونلري. خو د دغه حیوان حیرانوونکې ځانګړنه دا ده چې اوبه له بهره نه ترلاسه کوي، بلکې په خپل بدن کې یې تولیدوي.
دغه ځواک او تدبیر د الله تعالی د خلقت د اعجاز یوه روښانه نښه او څرګنده بېلګه ده.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الأنبیاء: ۳۰.


