لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۲)
د حضرت لوط علیهالسلام د مېرمنې خیانت
الله عزوجل د حضرت لوط علیهالسلام د مېرمنې د خیانت په اړه فرمایي:
﴿فَخَانَتَاهُمَا…﴾؛
ژباړه: « نو دغو دواړو (ښځو) له هغو سره خیانت وكړ…»
دلته له خیانت څخه مراد په دین کې خیانت دی. یعنې هغوی د خپل مېړه د دین پیروي ونه کړه. د حضرت نوح علیهالسلام مېرمنې د خپل مېړه دین ونه مانه، بلکې د خپل قوم په منځ کې یې دا خبره خپروله چې نوح علیهالسلام لېونی دی.
د حضرت لوط علیهالسلام مېرمنې نه یوازې د خپل مېړه پر دین ایمان نه و راوړی، بلکې خپل قوم ته یې د لوط علیهالسلام د مېلمنو د راتګ خبر هم ورکاوه.
له دې پرته هر څوک چې د هغوی د خیانت په اړه بله خبره وکړي، نو لویه تېروتنه کوي؛ ځکه الله تعالی د «افک» (تهمت) په پېښه کې چې د مؤمنانو د مور حضرت عایشې رضیاللهعنها په اړه رامنځته شوې وه، کله چې د هغې پاکي را نازله کړه او تور لګوونکي یې وغندل، وفرمایل:
﴿لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَیراً وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِینٌ﴾ [1]
ژباړه: «كله چې تاسو دا (دروغ) واورېدل، نو ولې مومنو سړیو او مومنو ښځو په خپلو ځانونو باندې د خیر ګمان ونه كړ او دا يې ونه ویل چې دا ښكاره دروغ دي.»
او همداراز فرمایي:
﴿إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَیسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَیناً وَهُوَ عِندَ اللَّهِ عَظِیمٌ * وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم مَّا یكُونُ لَنَا أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِیمٌ * یعِظُكُمُ اللَّهُ أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَداً إِن كُنتُم مُّؤْمِنِینَ﴾ [2]
ژباړه: «كله چې تاسو دا (بهتان) په خپلو ژبو سره اخيسته او تاسو به په خپلو خولو سره هغه خبرې كولې چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نه و او تاسو به دا خبره اسانه ګڼله، حال دا چې هغه د الله په نیز ډېره لویه وه او كله چې تاسو دا (بهتان) واورېده ، نو ولې تاسو ونه ویلې: مونږ ته جايز نه دي چې په دې خبره باندې خوله وخوځوو، تا لره پاكي ده (اى ربه!) دا ډېر لوى بهتان دى، تاسو ته الله نصیحت كوي چې تاسو د دې په مثل كار ته هيڅكله هم ونه ګرځئ كه تاسو مومنان یئ.»
او الله تعالی یې په دوام کې فرمایي: ﴿الْخَبِیثَاتُ لِلْخَبِیثِینَ وَالْخَبِیثُونَ لِلْخَبِیثَاتِ وَالطَّیبَاتُ لِلطَّیبِینَ وَالطَّیبُونَ لِلطَّیبَاتِ أُوْلَئِكَ مُبَرَّؤُونَ مِمَّا یقُولُونَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِیمٌ﴾ [3]
ژباړه: « ناپاكې ښځې د ناپاكو سړیو لپاره دي او ناپاك سړي د ناپاكو ښځو لپاره دي او پاكې ښځې د پاكو سړیو لپاره دي او پاك سړي د پاكو ښځو لپاره دي، دغه (پاكان خلق) پاك او بري دي له هغو خبرو نه چې دوى (دروغجن) يې وايي او د دغو (پاكو خلقو) لپاره مغفرت او عزتناكه روزي ده.»
د حضرت لوط علیهالسلام د کیسې تربیتي درسونه
له ستونزو په دې ډکه نړۍ کې چې ځینې وخت له اخلاقي ارزښتونو د انسانانو پام اوړي، د دغو کیسو بیا لوستل تر بل هر وخت ډېر اړین دي. هغه تربیتي درسونه چې موږ یې د حضرت لوط علیهالسلام له سیرت څخه زده کوو، زموږ لپاره د لارې څراغونه دي او په مرسته یې کولای شو چې د ژوند په مسیر کې ټینګ او ثابت ګامونه واخلو او داسې کورنۍ رامنځته کړو چې بنسټ یې پر مینې، ایمان او اخلاقو ولاړ وي.
په راتلونکو مخونو کې به د دغو ارزښتناکو درسونو ځینې برخې په تفصیل سره وڅېړو، څو د دې مبارک سیرت پټ حکمتونه روښانه شي او په خپل عملي ژوند کې استفاده ترې وکړو.
لومړی درس: مؤمن نېکګومانه او پاکژبی وي
ایمانلروونکي تل باید د خپل ځان او نورو رښتینو مؤمنانو په اړه ښه ګومان ولري او دا لرې وبولي چې هغوی به لوی ګناهونه ترسره کړي. که د کوم مؤمن، په ځانګړي ډول د پیغمبرانو په اړه بده خبره واوري، نو په خپلو زړونو کې باید د دا ډول خبرو له اوریدلو څخه کرکه وکړي او له بیانولو یې ځان وساتي.
د پیغمبرانو مېرمنې له بدو او ناوړه اعمالو څخه پاکې دي، که څه هم کافرانې وي. لکه څنګه چې ابن عباس او نورو سلف او خلف علماوو ویلي دي: هېڅکله د کوم پیغمبر مېرمنې زنا نه ده کړې. هر څوک چې د دې خلاف خبره وکړي، نو لویه تېروتنه یې کړې ده.
ابن کثیر رحمه الله د ﴿فَخَانَتَاهُمَا﴾ آیت د تفسیر په ترڅ کې چې د حضرت نوح او حضرت لوط علیهماالسلام د مېرمنو په اړه نازل شوی، وایي: «له خیانت څخه مراد ناوړه عمل نه دی، بلکې په دین کې خیانت دی؛ ځکه د پیغمبرانو مېرمنې د پیغمبرانو د حرمت له امله له داسې بدو اعمالو څخه پاکې دي.» او ابن کثیر رحمه الله د العوفي له قوله چې له عبدالله بن عباس څخه روایت کوي وایي: «د هغوی خیانت دا و چې د خپلو مېړونو پر دین نه وې.»
د حضرت لوط علیهالسلام د مېرمنې په اړه وایي چې هغې به خپل قوم ته د لوط علیهالسلام د مېلمنو په اړه خبر ورکاوه، هغه قوم چې ناوړه او فاحش عملونه به یې ترسره کول.[۴]
آلوسی وایي: «د نوح او لوط علیهماالسلام مېرمنې منافقانې وې.»
بیا زیاتوي: «دلته خیانت باید په زنا تفسیر نه شي؛ ځکه له ابن عباس څخه ګڼو کسانو روایت کړی چې: هېڅکله د کوم پیغمبر مېرمنې زنا نه ده کړې.»[۵]
اَشرَس دا خبره پیغمبر ته منسوبوي او وایي: «په کشّاف کې راغلي چې دا جایز نه ده چې خیانت د فسق او فجور په مانا تعبیر شي؛ ځکه دا کار د انساني فطرت له مخې بد او عیب ګڼل کېږي، برعکس کفر چې کافران یې بد نه ګڼي، بلکې ښه او حق یې ګڼي.»[۶]
دوهم درس: د قیامت په ورځ د ایمان له اړیکې پرته نورې ټولې اړیکې له منځه ځي
که یو کافر له کوم مؤمن یا صالح انسان سره نسبي، د واده او یا خپلولۍ اړیکه ولري، نو د قیامت په ورځ به دا ډول اړیکې هېڅ ګټه ور ونه رسوي. ځکه د حضرت نوح او حضرت لوط علیهماالسلام د مېرمنو په کیسه کې دا حقیقت راته څرګند شو. همداراز رسول الله ﷺ خپلې لور او ترور ته وفرمایل چې هغه نه شي کولای دوی د الله تعالی له عذاب څخه وژغوري. هغوی د دوو لویو پیغمبرانو مېرمنې وې، خو د کفر له امله یې د واده اړیکې هېڅ ګټه ور ونه رسوله.
له همدې امله، داعیانو او روزونکو ته پکار ده چې دا حقیقت خلکو ته روښانه کړي، نېکو کارونو او صالحو اعمالو ته یې وهڅوي؛ ځکه د قیامت په ورځ یوازې نېک او صالح اعمال انسان ته ګټه رسولای شي.
الله تعالی فرمایي: ﴿یوْمَ لَا ینفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ * إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ﴾ [7]
ژباړه: «په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى.»
او همداراز فرمایي: ﴿كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِینٌ﴾ [8]
ژباړه: «هر انسان به د خپلو کړنو په بدل کې ګرو وي.»
او همداراز فرمایي:
﴿وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى﴾ [9]
ژباړه: «او هېڅ بار اوچتونكى د بل بار نه اوچتوي.»
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. النور: ۱۲.
[2]. النور: ۷-۱۵.
[3]. النور: ۲۶.
[4]. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج۴، ص۳۹۲.
- شهاب الدین محمود، الآلوسی، روح المعانی، ج۲۸، ص۱۶۲؛ النیسابوری، ابوالحسن علی بن احمد الواحدی، تفسیر الوسیط، بیروت: دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۲۲.
[6]. جار الله محمود، الزمخشری، الکشاف عن حقائق التنزیل وعیون الأقاویل فی وجوه التأویل، ص۱۱۲۳.
[7]. الشعراء: ۸۸-۸۹.
[8]. الطور: ۲۱.
[9]. أسراء: ۱۵.


