Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۸)
متفرقه شنبه _2 _مې _2026AH 2-5-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۸)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۸)
نولسم درس: د عادي چارو اغېزمنتیا د الله تعالی د ارادې پایله ده
مشهوره خبره ده چې کله حضرت ابراهیم علیه‌السلام خپل زوی حضرت اسماعیل علیه‌السلام د ذبح کولو ځای ته یووړ او پر ستوني یې چاړه ور تېره کړه، خو چاړې هېڅ اغېز ونه کړ او غاړې ته یې هېڅ زیان ونه رساوه. الله تعالی چاړه د خپلې دندې له ترسره کولو څخه منع کړه. دا په دې دلالت کوي چې عادي چارې نه په خپله او نه هم د هغې قوې په واسطه چې الله تعالی پکې ایښې ده، ترسره کېږي، بلکې یوازینی اغېزناک ذات الله سبحانه وتعالی دی.
له همدې امله د عادي وسایلو کارول روا دي، خو لکه څنګه چې د حضرت اسماعیل علیه‌السلام په اړه د چاړې په قضیه کې پېښ شول، په خپل سر خپله دنده نه شي ترسره کولای. سره له دې چې چاړه یې پر ستوني تېره شوه، خو نه یې حلال کړ او نه یې کوم غړی ور پرې کړ. همدارنګه حضرت ابراهیم علیه‌السلام اور ونه سوځاوه؛ او هغه سمندر چې د حضرت موسی علیه‌السلام په امسا دوه برخې شو، اوبه یې په دواړو غاړو کې ودرېدې، د موسی علیه‌السلام او د هغه د ملګرو مخه یې و نه نېوه.
له دغو ټولو پېښو څخه په ډاګه کېږي چې عادي چارې نه په خپله او نه هم د هغې قوې په وسیله ترسره کېږي چې الله سبحانه وتعالی پکې ایښې ده، بلکې یوازینی اغېزناک عامل الله سبحانه وتعالی دی. الله تعالی په دې اړه فرمایي: «إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَیئاً أَنْ یقُولَ لَهُ كُنْ فَیكُونُ.»[۱]
ژباړه: « بېشکه د الله امر او کار داسې وي چې کله د یو شي د پېدایښت اراده وکړي نو ورته ووایي: شه، نو کوم شی چې غواړي هغه وشي. »
او همدارنګه فرمایي: «فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَیتَ إِذْ رَمَیتَ وَلَكِنَّ اللّهَ رَمَى.»[۲]
ژباړه: « نو نه دي وژلي -ای مومنانو- د بدر د جنګ په ورځ تاسو مشرکینو لره ستاسو په طاقت او قوت سره، بلکې الله تعالی ستاسو سره په دې کې مرسته او مدد کړی دی.»
شلم درس: بلا او ازموینه
الله تعالی خپل مؤمن بندګان د ازموینې او امتحان په موخه له بلاوو او سختیو سره مخامخ کوي، تر څو هغه څه چې د دوی په زړونو کې پټ دي را څرګند شي او روښانه شي چې په سختیو کې د هغوی د اطاعت کچه څومره ده، همدارنګه د کړاو او ستونزو پر مهال د اسلام له ارزښتونو سره د دوی تړاو او ټینګښت تر کومه بریده دی.
د همدې الهي سنت له مخې، الله تعالی خپل دوست حضرت ابراهیم علیه‌السلام د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه‌السلام په ذبح کولو سره داسې و ازمایه، لکه څنګه چې حضرت اسماعیل علیه‌السلام په ازموینه کې واچول شو چې ایا د خپل پلار نافرماني کوي او که اطاعت ته یې غاړه ږدي.
د مؤمنو بندګانو ازموینه د رب العالمین په واک کې ده. رب العالمین هغه ذات دی چې د مؤمن د ازموینې وخت او څرنګوالی ټاکي او د ترټولو حکیم ذات د پرېکړې پر وړاندې هېڅ اعتراض او تعقیب شتون نه لري.
دا حقیقت باید د هغو کسانو په زړونو او ذهنونو کې وکرل شي او په روښانه ډول ورته بیان شي چې د روزنې او هدایت مسؤلیت یې په غاړه لري، ځکه دا موضوع له عقیدې سره تړاو لري او عقیده د دین تر ټولو مهم رکن دی.
د ازموینې موخه
همدارنګه روزونکي باید هغو کسانو ته چې روزنه ورکوي دا روښانه کړي چې الله عزوجل انسانان په دې موخه له بلاوو سره مخ کوي او په ازموینه کې یې اچوي چې: «وَلِیمَحِّصَ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُواْ وَیمْحَقَ الْكَافِرِینَ»[۳]
ژباړه: «پاکول د مومنانو د خپلو ګناهونو څخه، او پاکول صفونه د مومنانو له منافقانو څخه، او د دې لپاره چې کافران تباه شي او ختم شي.»
وروسته چې کله مسلمانان د الله تعالی د حکم پر وړاندې تسلیم، چمتو او حاضر شي او د الهي امر د پلي کولو هوډ ښکاره کړي، نو الله وتعالی ستونزې او سختۍ ترې لیرې کوي.[۴] الله تعالی همدې ته حقیقت ته په اشارې سره فرمایي: «كَذَلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»[۵] ژباړه: «نیکانو ته هم همداسې بدله ورکوو او له ازمیښتونو او سختیو څخه یې خلاصوو»
یوویشتم درس: اولادونو ته د والدینو پام (آن که لویان هم واوسي)
د حضرت ابراهیم علیه‌السلام په کیسه کې راغلي دي چې د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه‌السلام لیدو ته به ډېر ورتلو او د حال پوښتنه به یې کوله. حضرت اسماعیل علیه‌السلام ته یې امر وکړ چې هغه ښځه طلاق کړي چې له خپل ژوند څخه شکایت کوي او ناشکره ده او هغه ښځه وساتي چې شکرګزاره او قانع ده.
له دې پېښې څخه لاندې پایلې تر لاسه کېدای شي:
–  د والدینو د پاملرنې او نظارت اهمیت
والدین باید خپلو اولادونو ته ارزښت ورکړي، که له هغوی سره یو ځای ژوند کوي او که د کوم دلیل له مخې ترې جلا شوې وي، باید د هغوی له حالاتو ځان خبر کړي، له وضعیت او شرایطو یې په بشپړه توګه آګاه وي او د هغوی ټولې چارې وڅاري. دا کار له هغوی سره مرسته کوي چې همېشه خپل اولادونه د خیر او صلاح پر لور رهبري کړي.
حضرت ابراهیم علیه‌السلام به همداسې کول. سره له دې چې د شام او مکې ترمنځ اوږد واټن و، د هغه وخت د ترانسپورټ وسایل هم ابتدایي وو او په سفرونو کې به له ستړیا، سختیو او مشقت سره مخ کېدو (په ځانګړي ډول هغه وخت چې عمر یې زیات شوی و)، خو بیا به هم تل مکې ته د خپلې مېرمنې هاجرې رضی‌الله‌عنها او خپل زوی حضرت اسماعیل علیه‌السلام لیدو ته ورتلو او د هغوی له حاله به یې ځان خبروه.
دې کار به یې زوی ته دا احساس ورکاوه چې خوندي دی او داسې څوک شته چې څارنه ترې کوي، د حال پوښتنه یې کوي او خیر یې غواړي.
–  د اصلاح او لارښوونې اړتیا
والدین چې کله په خپلو اولادونو کې یو ناسم چلند وویني، باید ورته متوجه یې کړي او ترې وغواړي چې خپل چلند اصلاح کړي.
همدا کار حضرت ابراهیم علیه‌السلام وکړ، کله یې چې ولیدل د حضرت اسماعیل علیه‌السلام لومړۍ مېرمن له خپل ژوند څخه شکایت کوي او د الله تعالی له لوري پر ورکړل شوي رزق او نصیب رضا نه ده. حال دا چې هر مؤمن باید په دې پوه وي چې هر څه چې د الله تعالی له لوري راځي، خیر دی، که څه هم په ظاهره شر ښکاري (لکه د اسلام د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم حالت چې زغره یې له یوه یهودي سره په ګرو(ضمانت) ایښې وه او ځینې وخت به یې په میاشتو میاشتو په کور کې د پخلي اور نه بلېده).
له همدې امله، حضرت ابراهیم علیه‌السلام حضرت اسماعیل علیه‌السلام ته امر وکړ چې هغه ښځه طلاقه کړي، حضرت اسماعیل علیه‌السلام هم د خپل پلار امر ومنه، خپله مېرمن یې طلاقه کړه او له بلې ښځې سره یې واده وکړ.
اولادونه هم باید په حق کارونو کې له خپل مور او پلار څخه اطاعت وکړي، که څه هم دا کار د هغوی د خوښې خلاف وي.
د بېلګې په توګه، کله چې حضرت عمر بن خطاب رضی‌الله‌عنه خپل زوی عبدالله ته چې له خپلې مېرمنې سره یې ډېره مینه درلوده، د طلاق امر وکړ، عبدالله په لومړي سر کې اطاعت ونه کړ. کله چې دا موضوع د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم حضور ته ورسول شوه، نو ویې وفرمایل: «ای عبدالله بن عمر رضی‌الله‌عنهما! مېرمن دې طلاقه کړه او د خپل پلار اطاعت وکړه.»[۶] په دې کې هیڅ شک نشته چې که حضرت عمر رضی‌الله‌عنه کافي دلیل نه درلودای، نو هېڅکله به یې له خپل زوی څخه داسې غوښتنه نه وای کړې. له همدې امله، د طلاق په مسئله کې باید یوازې هغه مهال د والدینو اطاعت وشي چې کافي او معقول دلایل موجود وي.
–  د مېړه د والدينو د درناوي اهمیت
پر ښځه د مېړه یو مهم او سپېڅلی حق دا دی چې له مور او پلار سره یې باید نېک او احترامانه چلند وکړي؛ ځکه دا د ښځې له لوري پر دې اعتراف دی چې هغوی د خپل زوی په زېږولو، روزلو او د ګډ ژوند لپاره په چمتو کولو کې ستره ونډه اخیستې ده.[۷]
په دې برخه کې، د حضرت اسماعیل علیه‌السلام دویمه مېرمن د ښځو لپاره ښه بېلګه کېدای شي، ځکه هغې له حضرت ابراهیم علیه‌السلام سره په ډېر ادب او درناوي سره چلند وکړ.
–  پر الهي رزق رضایت
ښځه باید پر هغه ژوند او روزۍ چې الله تعالی ورکړې ده، راضي او قانع وي. هغې ته نه ښايي چې له الهي تقدیر څخه شکایت وکړي او یا د الله تعالی ورکړې روزي بې‌ارزښته وبولي؛ ځکه کله چې بنده قناعت او رضا خپله کړي، الله سبحانه وتعالی پر هغې او د هغې پر مېړه پراخي راولي او له داسې ځایه روزي وررسوي چې هغوی به یې ګمان هم نه کوي.
–  د صالحې مېرمنې ټاکنه
مسلمان ته په کار ده چې د مېرمنې په ټاکنه کې دقت او احتیاط وکړي او داسې ښځه وټاکي چې دین‌داره، قانع، صابره او د الله تعالی په لار کې مجاهده وي.
له همدې امله، حضرت اسماعیل علیه‌السلام هغه ښځه پرېښوده چې ناشکري او نارضایتي یې خپل خوی ګرځولی و او له هغې ښځې سره په واده کولو چې صبر، قناعت او رضا یې درلوده نېکمرغه شو.[۸]
دوام لري….
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. یس: ۸۲.

[2]. أنفال: ۱۷.

[3]. آل عمران: ۱۴۱.

[4]. عبدالکریم، زیدان، المستفاد من قصص القرآن، ص۲۲۶-۲۲۵.

[5]. الصافات: ۱۰۵.

[6]. أخرجه الترمذی فی کتاب الطلاق، الحدیث: ۱۱۸۹؛ والحاکم فی المستدرک، ج۴، ص۱۵۲ وقال صحیح علی شرط الشیخین.

[7]. احمد عبدالغنی محمد النجولی، الجمل، عنایه القرآن الکریم بالأسره، مصر: مکتبه الأزهر، ۲۰۰۲م،  ص۱۵۷.

[8]. سید احمد، الکیلانی، فی موکب النبیین، الکویت: دار القلم، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۲۵.

انبیا تربیت تربیه روزنه نبي نبی
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۳۶)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۷)

دوشنبه _27 _اپریل _2026AH 27-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۶)

دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱۰)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۸)

شنبه _2 _مې _2026AH 2-5-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۸) نولسم…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۶)

پنجشنبه _30 _اپریل _2026AH 30-4-2026AD8 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۶) یهود او اسلام له نورو ادیانو سره د یهودیت…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه:۱۶)

چهارشنبه _29 _اپریل _2026AH 29-4-2026AD6 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۷)

چهارشنبه _29 _اپریل _2026AH 29-4-2026AD5 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۷) په تېره…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۸)

شنبه _2 _مې _2026AH 2-5-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۶)

پنجشنبه _30 _اپریل _2026AH 30-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.