Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)
اسلام چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)
د هرې ناروغۍ لپاره درملنه شتون لري
په اسلامي ښوونو کې د ناروغۍ د درملنې موضوع په هر اړخيز ډول حل شوې ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: “‌لكل ‌داء ‌دواء، فإذا أصیب دواء الداء برأ بإذن الله عز وجل.”[1] ژباړه: «د هرې ناروغۍ لپاره درملنه شته، که د ناروغۍ دوا په سمه توګه وکارول شي، د الله تعالی په امر شفا مومي.»
 دا مبارک حدیث ډېره لوړه او ژوره معنا لري؛ لومړی دا چې د ناروغ هیله او روحیه پیاوړې کوي او د هغه په رواني حالت ډېر مثبت تاثير لري؛ ځکه مثبت او ارام رواني حالت د رغېدو په بهیر کې بنسټیز رول لري.
دويم دا چې دا حدیث ساینسپوهان او څېړونکي هڅوي چې د هغو ناروغیو لپاره چې تر اوسه یې درملنه نه ده موندل شوې، علمي حل لارې او درمل کشف کړي. له دې سره سره د ناروغۍ پر دقيقه پېژندنه او د اړينو درملو پر ټاکنه ټينګار کوي، چې پکې د درملو ډول، اندازه او د کمو او زياتو اغېزو په پام کې نيول اړين دي. باید په دې هم وپوهېږو چې يوازې د ناروغۍ سم تشخیص او مناسبې دوا ټاکل لازم او کافي نه دی؛ ځکه په پای کې د بشپړې شفا ترلاسه کول د الله تعالی په ارادې او اجازې پورې تړلي دي: “بَرَأَ بِإِذْنِ اللهِ عز وجل” ژباړه:« د الله تعالی په اراده شفا تر لاسه کېږي.»
د وسایلو د تر لاسه کولو کمال هغه وخت ترلاسه کېږي، چې انسان د الله تعالی دربار ته دعا وکړي او پر هغه توکل وکړي؛ ځکه الله تعالی د هر شي علت او سبب دی. رسول الله‌ صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم فرمایلي دي: “داووا ‌مرضاكم بالصدقة”[2] ژباړه:« د خپلو ناروغيو درملنه مو په صدقې سره وکړئ.»
بل ځای فرمايي: “صدقة السر ‌تطفئ ‌غضب ‌الرب.”[3] ژباړه: «پټه صدقه د الله جل جلاله غضب اراموي.»
“‌باكروا ‌بالصدقة، فإن البلاء لا یتخطاها”[4] ژباړه:« د صدقې په ورکولو کې مخکې شئ؛ ځکه بلا له هغې څخه نه شي تېرېدلای.»
صدقه او نېک عملونه هم د بلا او ناروغۍ د لرې کېدو لامل کېږي او هم د الله تعالی پر وړاندې د توکل او نفس د اصلاح څرګندونه کوي.
عبادتونه او ديني فرایض د انسان د بدن او روان په روغتیا کې مهم رول لري. که الهي عبادات په سمه او بشپړه توګه ترسره شي، انسان لوړ شخصیت ته رسوي او د زړونو جذب او زړه د روښانتیا لامل کېږي. عبادتونه د انسان ذهن او زړه د بیدارۍ او روښانتيا لامل کېږي او د روحاني او فکري توازن د رامنځته کېدو سبب کېږي.
که عبادت په سمه توګه ترسره شي، مومن انسان به ژور درک، پراخ لیدلوری، سالم قضاوت او ښه اخلاق ولري. هغه به د غره په څېر کلک، د ډبرې په څېر ټینګ، د لمر په څېر روښانه، د سمندر په څېر ژور، د اسمان په څېر صاف، د پسرلي په څېر تازه، د اوبو په څېر پاک او د معصوم او مهربان زړه څښتن وي، خو که انسان له خپلو فطري اصولو واوړي او پر ګناه او ظلم بوخت شي، نو د هغه دنننی توازن ګډوډېږي او په خپګان او رواني ناروغیو اخته کېږي؛ هغه څه چې روان ‌پوهان او ډاکټران یې «رواني فشار» ګڼي او د ډېرو ناروغیو سرچینه ګڼل کېږي.
ډېرې بدني ناروغۍ د رواني فشارونو او غړو د سستۍ له امله رامنځته کېږي، لکه د زړه تېزه درزا، د زړه د نظم ګډوډي، د رګونو تنګوالی، عصبي فشار، د هاضمې سيستم زخمونه، حساسیتونه، عصبي ګډوډۍ او هغه فلجوالی چې د رواني علت له امله وي. کله چې انسان له الله تعالی سره پخلا شي، توبه وباسي او نېک عملونه ترسره کړي، د بېلا بېلو ستونزو بارونه پرې کمېږي، د سپکوالي او ارامۍ احساس کوي او هغه دروندوالی او تیاره چې په زړه کې یې وه، له منځه ځي. رواني روغتیا په مستقیم ډول د بدن پر روغتیا اغېز لري او د ډېرو هغو ناروغیو نښې کموي چې د رواني فشار له امله را منځته کېږي.
عملي عبادتونه لکه لمونځ، روژه، حج او زکات، له دې سره سره چې الله تعالی ته د نږدې کېدو لامل کېږي، د بدن د روغتیا په ساتلو کې هم مهم رول لري. قران کریم په دې اړه فرمایي:  “خُذ مِن أَموَٰلِهِم صَدَقَةً تُطَهِّرُهُم وَتُزَكِّیهِم بِهَا.”[5] ژباړه: «د دوی له مالونو څخه صدقه واخله چې په دې سره يې پاک او اصلاح کړې.»
دغه راز بل ځای وايي :”وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَۖ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنهَىٰ عَنِ ٱلفَحشَاءِ وَٱلمُنكَرِ.”[6] ژباړه :«لوله هغه کتاب چې تاته وحې کړل شوی دی او لمونخ ترسره کوه، بېشکه لمونځ له بې حيايۍ او ناوړه کارونو څخه ايسارول کوي.»
په البقره سورت کې فرمايي: “یَٰأَیُّهَا ٱلَّذِینَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَیكُمُ ٱلصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِینَ مِن قَبلِكُم لَعَلَّكُم تَتَّقُونَ.”[7] ژباړه: «ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض شوې ده، لکه څنګه ستاسې پر پخوانيو فرض شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاران شئ.»
پر روحاني او اخلاقي ګټو سربېره، یاد عبادتونه بدني او جسمي اغېزې هم لري. د لمانځه حرکات لکه قیام، رکوع او سجده د بدن د غړو او رګونو سیستمونه فعالوي، د زړه، رګونو او د وینې جریان په روغتیا کې مرسته کوي. اودس او د بدن مینځل چې د ورځنیو عبادتونو برخه ده، له ډېرو ناروغیو څخه مخنیوی کوي. د عملي تجربې یوه بېلګه د یوې سوریي ښځې د میګرین ناروغۍ درملنه ده، چې یو لوېدیځ ډاکټر تر څېړنې وروسته ورته وویل: «په منظم ډول لمونځ کوه» ځکه رکوع او سجده د دماغي رګونو د پراخېدو او د وینې جريان د ښه کېدو لامل کېږي او دا کار خپله د درد او ناروغۍ په کمېدو کې مرسته کوي.
په دې توګه اسلامي لارښوونې معنوي او رواني درمل وړاندې کوي او د بدن روغتیا تضمینوي. اسلامي طب یوازې په دوا او فزیکي درملنه نه دی ولاړ، بلکې د روان اصلاح، تقوا، عبادت او د فردي او ټولنیزو حقونو رعایت، ټول د اغېزمنو او مخنیوي کوونکو درملنو برخه ګڼل کېږي. په همدې چوکاټ کې ایمان، نېک اعمال، صدقه، دعا، لمونځ او اودس، ټول د روح او بدن د روغتیا عوامل دي او د ناروغیو د مخنیوي او درملنې وسیلې دي. له همدې امله رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم وفرمایل: «لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاء»  ژباړه: (د هرې ناروغۍ لپاره درملنه شته) او د هغې ترلاسه کول د الله تعالی په ارادې او د وسایلو په سمې کارونې پورې تړلي دي.[8]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. صحيح مسلم، ‌‌كتاب السلام، ‌‌باب: لكل داء دواء، واستحباب التداوي، رقم الحدیث: 2204، ج 7، ص 21.

[2]. السنن الكبرى – البيهقي، ‌‌كتاب الجنائز، ‌‌باب وضع اليد على المريض، والدعاء له بالشفاء، ومداواته بالصدقة، رقم الحدیث: 6593، ج 3، ص 536 ط العلمية.

[3]. المعجم الصغير للطبراني، ‌‌باب الميم، رقم الحدیث: 1034، ج 2، ص 205.

[4]. و المعجم الأوسط للطبراني، ‌‌باب الميم ‌‌ من اسمه: محمد، ج 6، ص 9.

[5]. التوبة: 103.

[6]. العنكبوت: 45.

[7]. البقرة: 183.

[8]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 207-0203.

د هرې ناروغۍ لپاره درملنه شتون لري قرآن قران تلپاتې معجزه قران کریم معاد د قران کریم له نظره
Previous Articleساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)
Next Article له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD3 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD7 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.