Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قران؛ تل‌پاتې معجزه (برخه: ۵۳)
اسلام شنبه _17 _جنوري _2026AH 17-1-2026AD

قران؛ تل‌پاتې معجزه (برخه: ۵۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران؛ تل‌پاتې معجزه (برخه: ۵۳)
پانکراس او د شکر ناروغي (ډیابېټ)
شکر ناروغي یوه عامه او پراخه ناروغي ده چې د پانکراس په نوم د یوې غدې له فعالیت څخه سرچینه اخلي. دا کوچنۍ او حیرانوونکې غده چې د انسان په بدن کې موقعیت لري، د خوړو د مېتابولیزم په تنظیمولو کې پېچلی او حياتي رول ترسره کوي.
د وینې د شکر په تنظیم او هضم کې د پانکراس رول
کله چې خواړه معدې ته ننوځي، د هاضمې له شېرې سره یوځای کېږي او تېزابي خاصیت پیدا کوي. دا تېزابي حالت د هغو اعصابو له لارې چې خدای تعالی د کولمو په دیوالونو کې ایښي دي، د مغز عصبي مرکزونو ته خبر ورکوي. مغز بیا پانکراس ته امر کوي چې داسې مواد ترشح کړي چې د خوړو تېزابیت سم او بې ‌اغېزې کړي، چې په دې سره خواړه الکیني حالت خپلوي. دا د پانکراس لومړنۍ او تر ټولو مهمه دنده ده.
د پانکراس دویمه دنده دا ده چې په ځیګر او عضلو کې ذخيروي قند (شکر) له زېرمه شوې بڼې څخه د ګټې ‌اخېستنې او د بدن د سوځېدو وړ بڼې ته اړوي. قند (شکر) په دوو حالتونو کې شتون لري:
(۱) ذخيروي قند(شکر)
 (۲) مصرفي قند(شکر)
 هغه هورمون چې د پانکراس له خوا ترشح کېږي، دا بدلون ممکنوي.
د پانکراس تر ټولو مهمه دنده د انسولین هورمون ترشح کول دي، چې په بدن کې د قند (شکر) د سوځېدو او استفادې په بهیر کې بنسټيز رول لري. کله چې پانکراس د انسولین په ترشح کې کموالی وکړي، قند(شکر) په ادرار کې ښکاره کېږي او د بدن دننه د هغه سوځېدل په څرګند ډول کمېږي. دا حالت د شکر ناروغۍ سبب کېږي.
د بدن د روغتیا په برخه کې د پانکراس ارزښت
دا کوچنۍ غده چې ښايي په سترګو و نه لیدل شي، د بدن د یو له خورا حیاتي کارونو د ترسره کولو مسوؤلیت لري؛ هغه کار چې د الله تعالی بې‌ پایه حکمت او پوهه پکې لیدل کېږي. خدای جل جلاله په قران کریم کې فرمايي: «وَفِی أَنفُسِكُم أَفَلَا تُبصِرُونَ.»[1] ژباړه: « او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي ایا تاسو یې نه وینئ؟»
لنډه دا چې د انسان په بدن کې داسې ایتونه او نښې شته، که د تدبر او تامل لپاره پرې ټول عمر ولګوو، نو بيا به هم هېڅکله پای ته ونه رسېږي. بې ‌شمېره شکر او حمد د هغه خدای لپاره چې انسان یې پیدا کړ، په ښکلا یې انځور کړ او د هغه د خلقت کار یې تر کماله ورسوه.[2]
طحال
طحال یو حیرانوونکی سیستم، حیاتي او مهم غړی دی چې که یې کار بند او یا يې فعالیت له حده زیات شي، د انسان ژوند له خطر سره مخ کېږي او کېدای شي ژوند یې پای ته ورسېږي.
طحال یو سیستم، غړی یا غده ده چې وزن یې له دوه سوه ګرامو څخه زیات نه دی. رنګ یې تېز سور او د وينې د لویو رګونو په ګډون د طحالي رګ او شریان له لارې د وینې له جریان سره نښلول کېږي. په طحال کې دننه داسې برخې او دیوالونه شته چې طحال په برخو برخو وېشي. همدارنګه هغه عضلې چې د طحال شاو خوا احاطه کوي، د انقباض له لارې د طحال زېرمه شوې وینه خالي کوي.
دا سيستم د سپینې وینې دکرویاتو لویه اندازه تولیدوي چې د انسان د بدن دفاعي اردو بلل کېږي. د ایډز ناروغي، چې نړۍ یې اندېښمنه کړې، په حقیقت کې د همدې دفاعي اردو ویجاړول دي او د بدن دفاعي سيستم کمزوری کوي، چې په پایله کې تر ټولو کوچنی میکروب هم کولای شي پر بدن غلبه وکړي.
طحال د ځیګر ترڅنګ، د جنین په دوران کې د سپینې وینې کرویاتو د تولید مسوؤلیت لري. دغه سپین کرویات په حقیقت کې د بدن دفاعي اردو ده او د انسان له روغتیا څخه ساتنه کوي. همدارنګه طحال د مړو شويو سرو کرویاتو هدیره ده چې یوه ماده ترشح کوي او دغه مړې حجرې تجزیه کوي. په ‌دې پروسه کې اوسپنه خوشې کېږي او د سرو کرویاتو د تولید فابریکو ته چې د هډوکي په مغز کې دي، لېږدول کېږي. دغه ‌راز خوشې شوی هېموګلوبین هم ځیګر ته لېږدول کېږي او صفرا جوړېږي؛ ځکه طحال هغه ځای دی چې سره کرویات په خپلو اصلي برخو وېشي، چې بیا تولید شي او اوسپنه په نویو کرویاتو بدلېږي او هېموګلوبین په صفرا بدلېږي، چې د خوړو په هضم کې رول لري.
ایا دا اقتصادي پلان جوړونه نه ده؟ ایا دا الهي لارښوونه او نظام نه دی؟ ځکه چې د سرچینو ضایع کول د انسان له کمال سره مطابقت نه‌ لري.
د طحال درېیمه دنده د وینې د سرو کرویاتو تولید دی، خو دا رول د یوې احتیاطي یا شاتنۍ فابریکې په توګه ترسره کېږي. که د هډوکي د مغز فابریکې د سرو کرویاتو په تولید کې ګډوډي ومومي، طحال عمل ته داخلېږي او دغه حجرې تولیدوي چې د انسان ژوند وساتل شي.
د طحال څلورمه دنده د وينې د سرو کرویاتو زېرمه کول دي، یعنې د وینې د ذخیرې په توګه عمل کوي، چې د اړتیا پر وخت کې دغه کرویات د وینې جریان ته لېږدوي.
که په لنډ ډول ووايوو، طحال څلور مهمې دندې لري، چې په لاندې ډول دي:
(۱) د وینې د سرو کرویاتو ذخیره کول.
(۲) د سرو کرویاتو د تولید د ملاتړ فابریکه.
(۳) د سپینو کرویاتو د تولید فابریکه.
(۴) د مړو شويو سرو کرویاتو هدیره.
که طحال له حده ډېر فعاليت ترسره کړي او د وینې ژوندي سره کرویات له منځه يوسي، د انسان د مرګ سبب کېږي او یا د یوې ځانګړې ډول کم‌ خونۍ ښکار کېږي. که د هغه فعالیت را کم شي، د بدن دفاعي سيستم کمزوری کېږي او انسان د ناروغیو پر وړاندې زیان‌ من کېږي، دا هغه ستونزه چې نړۍ نن سبا ورسره مخ ده.
کېدای شي کله چې تاسو له یوه ساندویچ پلورونکي څخه طحال اخلئ، ونه پوهېږئ چې دا کوچنی غړی په حقیقت کې یوه ژوندی او ډېره فعاله نړۍ ده. پیغمبر صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم ویلي دي: «أحلت لكم ‌میتتان ‌ودمان، فأما المیتتان، فالحوت والجراد، وأما الدمان، فالكبد والطحال.»[3] ژباړه:«دوه ډوله خپل مړه شوي او دوه ډوله وینه زموږ لپاره حلاله ده. دوه خپل‌مړه شوي: ملخ او کب دی او دوه ډوله وینه ځیګر او طحال دی.»
د لعاب جوړښت او دندې
هر انسان په خوله کې د «لعاب» په نوم مایع لري. داسې لعاب چې روان او شفاف دي او د زنې لاندې، د ژبې لاندې او د غوږونو شاوخوا غدو له خوا ترشح کېږي. کېدای شي د دغو غدو دقیق شمېر او جوړښت ډېر اهمیت ونه لري، خو هغه څه چې ارزښت لري د دې لعاب ترکیب او ګڼ شمېر دندې دي. کېدای شي څوک باور ونه کړي چې د لعاب په ترکیب کې معدني ایونونه (mineral ions) لکه سودیم، پوتاشیم، کلسیم، مګنېزیم، کلور، بیکربنات، فاسفېټ، ایوډين او نایتروجن شتون لري. همدارنګه لعاب پروتینونه، قندونه، انتي‌ بیوتیکونه او انزایمونه لري، چې ځانګړې دندې ترسره کوي. اوس دا پوښتنه را پورته کېږي چې: چا دا لعاب پیدا کړي؟ چا یې دا حیرانوونکی ترکیب تنظیم کړی دی؟
د دندو له پلوه، ساینس پوهانو موندلې چې لعاب په څو کچو کې خورا مهم او پراخ حیاتي رول لوبوي:
(۱) د خولې داخلي سطحه مرطوبه ساتي. پرته له لعابه دغه سطحه وچه او څېرې کېږي او د باکتریاوو د زیانمن فعالیت لپاره زمینه برابروي. له همدې امله لعاب د ژبې او خولې د نسجونو له وچېدو څخه مخنیوی کوي.
(۲) لعاب خوراکي توکي مرطوب او نرموي، چې دا کار د ژوولو او تېرولو اسانتیا برابروي.
(۳) لعاب په خوله کې د هضم د لومړنۍ مرحلې رول ترسره کوي. هر څوک چې ډوډۍ لږ وخت په خوله کې وساتي، د خوږوالي خوند احساسوي، چې دا د هغو انزایمونو نښه ده چې په لعاب کې شتون لري او نشایسته په قند بدلوي.
(۴) لعاب د خبرو په بهیر کې هم رول لري؛ ځکه د هر توري د تلفظ لپاره نږدې د اوولسو عضلو ګډون ته اړتیا ده او ژبه چې د خبرو اصلي وسیله ده، پرته له لعاب د سم فعالیت وړتیا نه لري.
(۵) لعاب د خولې له پاتې شونو خوړو څخه په پاکولو کې مرسته کوي، چې ښایي دې دندې ته ډېره پاملرنه ونه شي.
(۶) د اسیدي یا ډېرو غلیظو مشروباتو د استعمال پر مهال د لعاب ترشح زیاتېږي. دا زیاتوالی د اسیدونو د نري کولو او بې ‌اغېزې کولو لپاره دی، چې د خولې نسجونو ته زیان ونه رسېږي.
همدارنګه لعاب په خولې کې د خوراکي توکو د حرارت په تنظیم کې مرسته کوي؛ داسې چې یخو خوړو ته تودوخه او ګرمو خوړو ته یخوالی ورکوي او په دې توګه خواړه په خوله کې په ښه ډول خوځېږي.
په پای کې ښایي تر ټولو مهمه دا وي چې لعاب داسې مواد لري چې د غاښونو د خرابوالي او د باکتریاوو د زیاتېدو مخه نیسي. خوله چې پرانیستې او د هوا په تماس کې ده، د میکروبونو د ودې لپاره مناسب چاپېریال ګڼل کېږي. د رطوبت او مناسبې تودوخې شتون هغه شرایط دي، چې میکروبونه پکې په چټکۍ سره وده کوي. له همدې امله د لعاب ضد باکتریایي مواد د دې میکروبي ټولګې په کنترول کې مرسته کوي او د هغوی له لومړنۍ ودې څخه مخنیوی کوي. په لنډ ډول د لعاب له دندو څخه په لاندې ډول يادونه کولای شو:
(۱) د خولې د سطحې ترمیم او مرطوب ساتل.
(۲) د خوړو د حرکت نرمول او اسانول.
(۳) د لومړنیو خوړو هضمول.
(۴) له وینا سره مرسته کول.
(۵) د خولې پاکول.
(۶) د خوړل شویو موادو نرمول.
(۷) د خوړو د تودوخې تنظیمول.
(۸) د غاښونو د خرابوالي مخنيوی او د انتانونو پر وړاندې د خولې ساتنه.
که موږ دې پروسو ته وګورو، نو پوهېږو چې دا ډول دقیق او هوښیار مېکانیزم په حکمت او هوښیارۍ ولاړ دی، لکه څنګه چې په قران کې راغلي دي: «وَفِی أَنفُسِكُم أَفَلَا تُبصِرُونَ.»[4] ژباړه: «او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي ایا تاسو یې نه وینئ؟»
دا لعاب چې شاید هېڅوک ورته پام ونه‌کړي، یو پیچلی او دقیق جوړښت لري، چې له حجرو او غدو څخه جوړ شوي دي چې د انسانانو لپاره د بېلا بېلو او همغږو دندو سره یو روغ او بشپړ ژوند چمتو کوي.[5]
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. ذاریات: 21.

[2]. موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة: ج 1، ص 154-155.

[3]. القزويني، ابن ماجة أبو عبدالله محمد بن يزيد (1431 هـ) السنن، كتاب الأطعم، باب الكبد والطحال، رقم الحدیث: 3314، ج 2، ص 1102، ت عبدالباقي.

[4]. ذاریات: 21.

[5]. موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة: ج 1، ص 155-157.

اسلام، قرآن د لعاب جوړښت او دندې طحال قرآن قران تلپاتې معجزه قران کریم معاد د قران کریم له نظره
Previous Articleد نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۲)
Next Article فراماسونري (برخه: ۶)

اړوند منځپانګې

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۴)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD10 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵) د انسان په هاضمې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.