Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)
اسلامي تمدن چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو‌ رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)
د اخلاقو په برخه کې د لوېديځو انصاف لرونکو شهادتونه
بل مهم ډګر چې لوېدیځوال د اسلامي تمدن د لوی او لوړ رول په برخه کې پرې اعتراف کوي، د مسلمانانو د اخلاقو او نېکو عادتونو ډګر دی. اسلامي تمدن یوازینی تمدن دی چې اخلاق پکې ډېر لوړ مقام او ارزښت لري او د اسلام د مبین دین له مهمو موخو څخه شمېرل کېږي. اخلاق په دین کې ژورې ریښې لري او له دیني انګېزې پرته هېڅ ډول اخلاق نه شي رامنځته کېدای. ښايي د اسلامي تمدن د اخلاقو په اړه د منصفانو تر ټولو زیات شهادتونه په عمومي ډول د اسلام له دین سره تړاو ولري.
په دې برخه کې د لوېدیځو منصفانو ځینې شهادتونه په لاندې ډول دي:
«ګلن لېونارډ» وایي: «پکار ده چې له اسلام سره د اروپا اړیکه له هر ډول تعصب‌ لرونکو ملاحظاتو لرې او پر دوامداره مننې ولاړه وي، نه پر تحقیر؛ ځکه اروپا تر نن ورځې پورې د رښتینې اخلاص او سالم زړه له مخې په هغه دین اعتراف نه دی کړی، چې اسلامي روزنه او عربي تمدن یې وزېږاوه، بلکې هغه وخت یې یوازې په بې‌ میلۍ او بې ‌پروايۍ یادونه ترې کړې چې خلک یې د تورو پېړیو د وحشت او ناپوهۍ په سمندر کې ډوب ول.
اسلامي تمدن د عربو ترمنځ د علمي او عمراني عظمت تر لوړې کچې ورسېد، اروپایي ټولنه یې را ژوندۍ کړه او له سقوط او تباهۍ یې وژغورله. سره له دې چې موږ اروپایان ځان د تمدن او کلتور په اوج کې بولو، لا تر اوسه مو دا اعتراف نه دی کړی چې که اسلامي روزنه، عربي تمدن، د هغوی علم او د هغوی حیرانوونکی ښوونیز نظام نه وای، نو اروپا به تر نن ورځې پورې د ناپوهۍ په تیارو کې ډوبه پاتې وه.»[۱]
انګلیسي تاریخ پوه «وېلز» وایي: «هر هغه دین چې د تمدن له ټولو پړاوونو سره هم‌ مهاله نه وي، باید څنډې ته کېښودل شي او یوازینی دین چې په هر پړاو کې له تمدن سره یو ځای روان دی، اسلام دی. هر څوک چې د دې خبرې دلیل غواړي، قران کریم دې ولولي او هغه څه دې وګوري چې د علمي لیدلورو، ټولنیزو قوانینو او روزنیزو طریقو په اړه پکې راغلي دي. دا کتاب د دین، علم، ټولنې، اخلاقو او تاریخ کتاب دی. که له ما وغوښتل شي چې په لنډ ډول د اسلام معنا بیان کړم، نو وبه وایم: «اسلام یعنې تمدن».»[۲]
«بریفولت» وایي: «بيکن د عيسوي اروپا لپاره د اسلامي علم او طريقې يوازينی راوړونکی و او هغه به تل ټينګار کاوه چې عربي ژبه او علوم د حقيقت پېژندنې يوازينۍ لار ده. اسلامي تمدن له قران څخه را ولاړېده او د نورو بشري تمدنونو په پرتله په عدل، اخلاقو او توحید کې ممتاز و؛ همدارنګه په زغم، انسان ‌دوستۍ او نړیوالې ورورولۍ پېژندل کېده.»[۳]
«ګوستاو لوبون» وایي: «د مسلمانانو عربي تمدن د اروپا وحشي ملتونه د انسانیت نړۍ ته داخل کړل او عربان زموږ ښوونکي وو. د لوېدیځ پوهنتونونو له عربي اثارو پرته بله هېڅ علمي سرچینه نه درلوده. هغوی اروپا له مادي، فکري او اخلاقي پلوه متمدنه کړه. تاریخ بل داسې ملت نه پېژني چې د هغوی په څېر یې دومره ډېر تولید کړی وي.
اروپا د خپل تمدن په برخه کې د عربانو پوروړې ده، همدوی لومړني کسان وو چې نړۍ ته یې وښوده، فکري ازادي څنګه له دین سره یو ځای کېدای شي. همدوی وو چې عیسوي ملتونو ته یې وښودل او یا یې غوښتل ور وښيي چې زغم د انساني ځانګړنو تر ټولو لوړه ځانګړنه ده. د اسلام د لومړنیو زمانو د مسلمانانو اخلاق، د ځمکې د ټولو ملتونو له اخلاقو څخه ډېر لوړ وو.»[۴]
«اندرو ډیکسن وایټ» وایي: «له رواني ناروغانو سره د مسلمانانو چلند (د عمر بن الخطاب رضي ‌الله ‌عنه له دورې څخه وروسته) د اتلسو پېړیو په اوږدو کې د مسیحي نړۍ له عام چلند څخه ډېر له مهربانۍ څخه ډک و، په هغه وخت کې لېونیان د شیطاني ارواحو ښکار بلل کېدل او له سختو شکنجو سره به مخ کېدل.
همدارنګه وایي: راهب «جان هاورډ» په اتلسمه پېړۍ کې (لکه څنګه چې له ده مخکې نورو اروپایي راهبانو او سیلانیانو هم لیدلي وو) مشاهده کړه چې مسلمانانو د رواني ناروغانو د ساتنې لپاره له مهربانۍ ډکې اسانتیاوې برابرې کړې وې، چې د عیسوي سیمو په هېڅ ځای کې یې ساری نه و.»
په حقیقت کې همدا مسلمانان وو چې دې ټکي ته یې پام واړوه چې له رواني ناروغانو سره باید د رحم او مهربانۍ له مخې چلند وشي او هغه هڅې چې په اتلسمه پېړۍ کې په اروپا کې پیل شوې، په اصل کې یې د همدوی له هڅو څخه الهام اخیستی و.»[۵]
د هند لومړی وزیر «جواهر لعل نهرو»[۶] په خپل کتاب «د هند کشف» (Discovery of India) کې وایي: «له شمال لوېدیځ څخه هند ته د اسلام او اسلامي فاتحانو ننوتل د هند په تاریخ کې ډېر ستر اهمیت لري؛ ځکه چې له هغه پراخ فساد څخه یې پرده پورته کړه چې د هندو ټولنې ترمنځ خپور شوی و، لکه طبقاتي نظام، د ځینو قشرونو ناپاک ګڼل او له نړۍ څخه ګوښوالی. د اسلامي ورورولۍ او مساوات نظریه چې مسلمانانو پرې باور درلود او تر سیوري لاندې یې ژوند کاوه، د هندوانو پر فکر ژور اغېز وکړ او تر ټولو زیات یې د هغو مظلومو خلکو پر زړونو اغېز وکړ چې هندو ټولنې له انساني مساوات او بنسټیزو حقونو بې‌ برخې کړي وو.»[۷]
پروفېسر «هو کینګ» وایي: « له پوهې سره مینه او په دې لار کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د عربو له مهمو ځانګړنو څخه وې، همدغو ځانګړنو د هغوی نبوغ ته خلاق او زېږنده ځواک وربخښلی و. هغوی ازادي خوښوله او له تعصب یا فکري جمود پرته، تل د لوړو ارمانونو په لټه کې وو او زه باور لرم چې که کله هم هغه سستي او بې‌ حالي چې عربي روح یې منجمد کړی، له منځه لاړه شي، نو پټې علمي وړتیاوې او خاموشه فکري زړورتیا به یې راویښه شي او یو ځل بیا به پر ځمکه خپل وړ او ښایسته مقام ترلاسه کړي؛ زما دلیل د عربو لومړنی علمي بدلون او هغه تلپاتې میراث دی چې د نسلونو لپاره یې پرېښی دی.»[۸]
یاد موارد یوازې د هغو اعترافونو او ویناوو یوه کوچنۍ برخه ده چې ختیځ‌ پوهانو او لوېدیځو مفکرانو د اسلام د اخلاقو او اخلاقي ښکلاوو د اغېز په اړه بیان کړي دي. دې کې هېڅ شک نشته چې اسلامي تمدن یو اخلاقي تمدن دی، چې له روښانه او اغېزمنو اخلاقي لارښوونو سره مل دی او اخلاق د عباداتو، معاملاتو او ټولنیزو اړیکو تر څنګ د اسلام مبین دین له مهمو اصولو او بنسټونو څخه ګڼل کېږي. همدا لوړ ارزښت او اهمیت د دې لامل شوی چې لوېدیځ مفکرين هم پرې اقرار او اعتراف وکړي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱] اسلام او عربي تمدن، مخ: ۶۹.

[۲] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۳۱، د عبدالمنعم النمر له «الإسلام والمبادئ المستوردة» څخه نقل.

[۳] الدالاني، عبدالمعطي، ربحت محمداً ولم أخسر المسيح، مخ: ۱۲۸، مؤسسة الرسالة، دمشق – سوریه.

[۴] حضارة العرب، مخ: ۴۳۰.

[۵] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۳۳.

[۶] هغه د هند د خپلواکۍ د غورځنګ له مشرانو څخه و او د خپلواکۍ وروسته د هند لومړی صدراعظم و.

[۷] ندوي، سید ابوالحسن علي، ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین؟ مخ: ۱۱۷، مکتبة الإیمان، المنصورة – مصر.

[۸] عفیفي، محمد صادق، تطور الفکر العلمي عند المسلمین، مخ: ۱۹، مکتبة الخانجي، قاهره – مصر.

د اخلاقو په برخه کې د لوېديځو انصاف لرونکو شهادتونه د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
Previous Articleقران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۱)
Next Article فراماسونري (برخه: ۵)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې مسلمانانو رول (برخه: ۸۳)

سه شنبه _13 _جنوري _2026AH 13-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۲)

دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۱)

دوشنبه _29 _دسمبر _2025AH 29-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD5 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD17 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.