Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۰)
اسلامي تمدن شنبه _27 _دسمبر _2025AH 27-12-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۰)
د ادابو او ټولنیزو علومو په برخه کې
د هغو مهمو برخو له ډلې څخه چې لوېدیځ تمدن له اسلامي تمدن څخه په ژوره توګه اغېزمن شوی، د «ادابو» او «ټولنیزو اړیکو» برخه ده. اداب او ټولنیزې اړیکې له اسلامي تمدن څخه په تاثیر، د لوېدیځ کلتور د پراختیا لامل شوې.
د علومو، فنونو او شعر په برخه کې اقتباس او اغېزمنېدل ښکاره او محسوسه چاره ده؛ ځکه دا ډول اغېز مادي او عیني بڼه لري او په روښانه توګه لیدل کېدلای او تعقیبېدلای شي.
ټولنیزه او انساني اغېزه (د روزنې، اړیکو او معاملو په برخه کې) په دې اندازه ښکاره نه ده، خو په هره اندازه چې وخت تېرېږي، په هماغه اندازه ټولنیز بدلونونه پسې را څرګندېږي. له بلې خوا ټولنیزې مسايل په عمومي ډول له کلتور، فلسفې او دین سره اړیکه لري او دا برخې تر اوسه پورې هم د اسلام او لوېدیځ ترمنځ د سیالۍ او مقابلې ډګرونه دي. همدې ته په کتو، په دې برخه کې له ډېرو پرتلنو تېر شوي یوو؛ ځکه موږ وینو چې ډېرې هغه برخې چې اسلام یې په اړه امر کړی، لوېدیځ تمدن لا هم ورته نه دی رسېدلی او د دې کار لامل لیدلوري، تصورات او فلسفي اختلافات دي.
په دې برخه کې پر لوېدیځ تمدن د اسلامي تمدن ځینې اغېزې څېړو.
«ژوليفه ګوستاو» په خپل کتاب «قانون التاريخ» کې لیکي: «اروپا د هغې سالمې او ګټورې فکري فضا پوروړې ده، چې په هغه پړاو کې یې له عربي افکارو څخه ګټه واخیسته؛ ځکه د څلورو پېړیو په دوران کې له عربي تمدن پرته بل هېڅ تمدن نه و موجود او د عربي تمدن علماء د دغې سرلوړي بیرغ وړونکي وو.»[۱]
دا یو منطقي امر دی چې د لوېدیځ معاصر تمدن هر ډول بدلون، د رومي تمدن په پرتله، هماغې منځنۍ دورې یعني د اسلامي تمدن دورې ته ورګرځي؛ ځکه همدا اسلامي تمدن و چې په خپل ظهور سره یې د لوېدیځ ټول تاریخ تر خپل اغېز لاندې راوست.
د مقالې په دويمه برخه کې د هغو لاسته‌ راوړنو بېلګې راوړو چې اسلامي تمدن د حقوقو، ازادیو، روزنې او ټولنیزو اړیکو په برخه کې وړاندې کړې وې.
په (۸۹۰ م)  کال هغه وخت چې «اذفونش (الفونسو) کبیر» وغوښتل د خپل زوی او ولیعهد لپاره ښوونکی وټاکي، نو د قرطبې دوه مسلمانان یې را وغوښتل چې د خپل زوی روزنه هغوی ته وسپاري؛ ځکه د نصاراوو په منځ کې یې د دې دندې لپاره د وړتیا وړ څوک ونه موندل.[۲]
کله چې مسلمانانو اندلس فتح کړ، ځینو خلکو غوره وګڼله چې فرانسې ته هجرت وکړي او د اسلامي حکومت تر سیوري لاندې پاتې نه شي.
په دې اړه «توماس ارنولد» [۳] له هغو مسیحیانو سره د مسلمانانو د چلند کیسه را نقلوي چې د اسلامي واکمنۍ تر سیوري لاندې پر ژوند کولو راضي وو او له هغو کسانو سره یې پرتله کوي چې هجرت یې کړی و، نوموړی وایي: «هغه کسان چې د مسیحیانو تر واک لاندې فرانسې ته د ژوند کولو لپاره کډه شول، په حقیقت کې یې حالت له خپلو هغو دیني ورونو څخه چې په اسلامي خاوره کې پاتې شوي وو، ښه نه و.»
نوموړی زیاتوي څنګه چې په (۸۱۲ م) کال کې «شارلمان» د هغو تبعید شويو د ملاتړ لپاره لاس په کار شو چې له هسپانيا تښتېدلي وو، خو د امپراتورۍ مامورینو د سختۍ او ظلم له مخې چلند ورسره وکړ. درې کاله وروسته، «لوئیس پرهېزګار» اړ شو چې د هغوی د حالت د ښه کېدو لپاره فرمان صادر کړي، خو دغو تبعید شويو بیا هم د اشرافو له ظلم څخه شکایت وکړ، ځکه چې د هغوی ځمکې یې غصب کړې وې. څه موده وروسته، سره له دې چې د حالت د سمون هڅې وشوې، خو بيا هم شکایتونه زیات او شاهي فرمانونه او احکام هم بې‌ګټې ثابت شول.
په وروستیو پېړیو کې هغه هسپانوي ټولنه چې د اسلامي حکومت له سیمو تښتېدلې وه، په یوې سپکې او خوارې طبقې بدله شوه او د خپلو هم‌ دینو مسیحیانو تر واک لاندې راغله او هغه کسان چې د اسلامي حکومت تر سیوري لاندې پاتې شوي وو، حالت یې تر هغو ښه و.[۴]
«توماس أرنولد» وایي: «د مسلمانانو له لوري له مسیحیانو سره ښه چلند، په خپله د مسیحیانو د اخلاقو د نرمښت او تهذیب سبب شو.»
اندلسي تاریخ‌ لیکونکی «ازيدور» روایت کوي چې که څه هم د مسلمانانو پر فتحې یې سخت اعتراض درلود، خو کله چې د پاچا «لذريق» له کونډې سره د «عبدالعزيز بن موسى بن نصير» د واده خبره یادوي، نو د رټلو په پڼه یې ان یوه کلمه هم نه ده لیکلې.
ارنولد زیاتوي: ډېرو مسیحیانو پر ځانونو عربي نومونه کېښودل او د مسلمانانو له دیني ادابو یې اقتباس کړل؛ ډېرو یې ماشومان ختنه کړل او د خوړو او څښاک په برخه کې یې هم د مسلمانانو له دودونو پیروي وکړه.[۵]
هغه صلیبیان چې د صلیبي جګړو پر مهال یې د شام سیمې ونیولې، د دیني تعصب ښکاره بېلګه وه. «مونتګمري وات» [۶] وایي: «عجیبه خبره دا ده چې د صلیبي جګړو جنګیالیو باور درلود چې د دوی دین، د سولې دین دی!»[۷] خو کله چې له مسلمانانو سره په تعامل کې شول، نو حالت یې بدل شو.
«ول ديورانت» په «قصة الحضارة» کې لیکي: «هغه اروپایان چې د صلیبي جګړو پر مهال په سوریه او فلسطین کې مېشت شول، له هغو مسلمانانو سره یې اړیکې ټینګې کړې چې په هماغو پاچاهیو کې اوسېدل او د دواړو ملتونو ترمنځ دښمني کمه شوه. مسلمان سوداګر به په ازاد ډول د مسیحیانو ښارونو ته راتلل او خپل توکي به یې پلورل؛ مسیحي ناروغانو به مسلمان او یهودي ډاکتران پر خپلو ډاکترانو غوره ګڼل. مسیحي کشیشانو به مسلمانانو ته اجازه ورکوله چې په جوماتونو کې عبادت وکړي. ان تر دې چې مسلمانانو به خپل اولادونه د مسیحیانو په ښارونو کې اسلامي ښوونځیو، لکه: «انطاکیه» او «طرابلس» کې د قران کریم زده کړې ته لېږل.»[۸]
دا زغم او ګډ ژوند د فطري نرمښت له امله نه و؛ ځکه دا چې پنځه پېړۍ وروسته هماغو صلیبیانو په هسپانيا کې له خپلو مخالفو فرقو او نورو ادیانو سره څنګه چلند وکړ ټولو ته ښکاره دی.
خو د بیت‌ المقدس تر ازادولو وروسته له صلیبیانو سره د حضرت صلاح ‌الدین ایوبي رحمه ‌الله چلند په لوېدیځ کې له ځانګړې ستاینې او اعتراف سره مخ شو.
«مکسيم رودنسون» [۹] وایي: «د لوېدیځ لوی دښمن صلاح‌الدین پراخ تحسین را پارولی و، نوموړي په انسانیت او ځوان‌ مردۍ سره جګړه مخته یوړه، سره له دې چې ډېره کمه برخه دښمنانو یې د ده په شان چلند کاوه «ریچارد» ښایي یوه استثنا وي.»[۱۰]
«توماس ارنولد» وایي: «د صلاح‌ الدین اتلانه اخلاقو او ژوند د خپل وخت مسیحیانو پر ذهنونو داسې جادويي اغېز وکړ، چې د مسیحیانو یوې ډلې له هغه سره د مینې له امله خپل دین او ملت پرېښود او له مسلمانانو سره یو ځای شول.»[۱۱]
«ویل ديورانت» هم د مسیحي تاریخ پوهانو له حیرانتیا یادونه کوي: «صلاح‌الدین په دیندارۍ کې تر ټولو ټینګ و او که څه هم د معبد او روغتون له لوړپوړو چارواکو سره یې سخت چلند کاوه، خو په ډېرو مواردو کې پر کمزورو مهربان او پر ماتې خوړنکو رحیم. پر خپله ژمنه د وفا په برخه کې یې پر خپلو دښمنانو دومره برلاسی درلوده چې مسیحی تاریخ ‌پوهان حیران شول چې څنګه داسې یو دین، چې باطل یې ګاڼه، کولای شي دومره لوی انسان وروزي.»[۱۲]
د اسلام د هغې ویناوو له جملې چې څوارلس پېړۍ وړاندې یې اعلان کړی و: «أَنتُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ، وَأَنَّهُ لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ إِلَّا بِالتَّقْوَى» [۱۳] ژباړه: «تاسو ټول د ادم اولاد یاست او ادم له خاورې پیدا شوی. نه عربي پر عجمي برتري لري، نه تور پر سور او نه سور پر تور، مګر په تقوا»
«ابراهام لینکلن» د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې د غلامانو د ازادۍ فرمان صادر کړ، به داسې حال کې چې په خپله یې هم د نژادي برابرۍ پر اصل بشپړ باور نه درلود.[۱۴]
تر ننه هم په اروپا کې د چلندونو په برخه کې نژادي تبعیض موجود دی، په ځانګړې توګه د المان او فرانسې په څېر هېوادونو کې.
«ګوستاو لوبون» وایي: «عربان د خپل سیاسي نظام له مخې د مطلقې برابرۍ روحیه لري او د مساواتو هغه اصل چې په اروپا کې یوازې د شعار تر کچې مطرح دی، په اسلامي شریعت کې ټینګې ریښې لري او مسلمانان هېڅکله له هغو ټولنیزو طبقو سره بلد نه وو چې په لوېدیځ کې د سختو انقلابونو سبب شوې.»[۱۵]
اسلام څوارلس پېړۍ مخکې له اسیرانو سره د چلند په اړه ویلي دي: «فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً»؛ ژباړه: «نو (د اسیرانو په اړه) یا پر هغوی احسان وکړئ (او خوشې یې کړئ) او یا یې د فدیې په بدل کې ازاد کړئ.»[۱۶]
او د ښځو په اړه د رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم قول: «اسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا» [۱۷]؛ ژباړه: «له ښځو سره نیکي او ښه کوئ»
په (۱۹۴۹م) کال کې له اسیرانو سره د چلند په اړه د «ژنیو کنوانسیون» صادر شو، سره له دې هم دا کنوانسیون تر اوسه د هغو حقوقو کچې ته نه دی رسېدلی چې اسلام د اسیرانو لپاره وضع کړي دي. د ژنيو کنوانسيون په (۱۹۴۹م) د اګست په (۱۲) مه د جګړې پر مهال له ملکي وګړو سره د چلند په اړه تصویب شو. دا کنوانسیون د رسول اکرم صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم له لاندې فرمان څخه څوارلس پېړۍ وروسته صادر شوی دی:
«اغْزُوا وَلَا تَغْدِرُوا وَلَا تَغُلُّوا وَلَا تُمَثِّلُوا وَلَا تَقْتُلُوا وَلِيدًا» [۱۸]؛ ژباړه: «جهاد وکړئ، خو خیانت مه کوئ، غولول مه کوئ (له غنیمت څخه په پټه کوم څه مه اخلئ)، مُثله مه کوئ (د دښمن جسد مه ټوټه کوئ) او ماشومان مه وژنئ.»
د جګړې د ادابو او تړونونو په اړه د ابوبکر صدیق رضي‌ الله ‌عنه وینا ډېره بډایه او روزونکې ده، چې وايي: «لا تعصوا، ولا تغلوا، ولا تجبنوا، ولا تهدموا بيعة، ولا تعزقوا نخلاً، ولا تحرقوا زرعًا، ولا تجشروا بهيمة، ولا تقطعوا شجرة مثمرة، ولا تقتلوا شيخًا كبيرًا، ولا صبيًّا صغيرًا، وستجدون أقوامًا قد حبسوا أنفسهم للذي حبسوها له، فذروهم وما حبسوا أنفسهم له.»[۱۹] ژباړه: «ګناه مه کوئ، خیانت مه کوئ، بزدلي مه کوئ، عبادت‌ځایونه مه نړوئ، د خرما ونې مه پرېکوئ، کروندې مه سوځوئ، بې‌ځایه څاروي مه ازاروئ، مېوه لرونکې ونې مه پرېکوئ، بوډا سړی او وړوکی ماشوم مه وژنئ او داسې خلک به ومومئ چې ځانونه یې د عبادت لپاره ګوښه کړي دي؛ هغوی پرېږدئ او هغه کار ته یې وسپارئ چې ځانونه یې ورته وقف کړي دي.»
همدارنګه د طلاق په موضوع کې اسلام دا حکم له څوارلسو پېړیو راهیسې وضع کړی و، خو د اروپا مدني قوانین یوازې په شلمه پېړۍ کې ورته ورسېدل، لکه د بریتانیا مدني قانون چې په (۱۹۶۹م) کال کې یې د طلاق اجازه ورکړه.
په څرګنده توګه لیدل کېږي چې د «ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو نړیواله اعلامیه» (۱۹۶۷م) په ښکاره ډول له اسلامي شریعت څخه اغېزمنه ده؛ ځکه د ښځو د مالکیت حق، میراث او قانوني اهلیت په اړه راغلي عبارتونه نږدې هماغه دي چې په اسلامي فقهه کې بیان شوي دي. حال دا چې لوېدیځ ډېر وروسته د ښځو په اړه د حیرانوونکو پېښو شاهد پاتې شوی دی؛ له هغې ښځې څخه نیولې چې کلیسا یې د لګښت له برابرولو ستړې شوه او په (۱۷۹۰م) کال کې یې د دوه شیلینګو په بدل کې وپلورله!
د نولسمې پېړۍ تر پیل پورې (۱۸۰۵م) په انګلستان کې مېړه حق درلود چې خپله ښځه په ټاکلي قیمت (شپږ سېنټه!) وپلوري، ان تر دې چې یوه سړي په (۱۹۳۱م) کال کې خپله ښځه وپلورله، نو وکیل یې له (۱۸۰۵م) کال څخه د وړاندې قوانینو په استناد د ده دفاع وکړه، خو محکمې د لسو میاشتو بند سزا ورکړه.
د نولسمې پېړۍ تر پايه پورې (۱۸۸۲م) کال په بریتانیا کې ښځې د ملکیت حق نه درلود او په فرانسه کې تر (۱۹۳۸م) کال پورې ښځه، د لېونیانو او ماشومانو تر څنګ «قاصر/ قانوني صلاحيت نه لرونکې» ګڼل کېده.[۲۰]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] علي، محمد کرد، الإسلام والحضارة العربیة، مخ: 796، مؤسسه هنداوي.

[۲] هماغه منبع، مخ: ۷۹۹.

[۳] توماس آرنولد (۱۸۶۴–۱۹۳۰) انګلیسی مورخ و او د بریتانیا له سترو خاورپوهانو (مستشرقینو) څخه شمېرل کېږي.

[۴] آرنولد، توماس، الدعوة إلی الإسلام، مخ: ۱۵۸، مکتبة النهضة المصریة، قاهره، مصر.

[۵] هماغه منبع، مخ: ۱۶۰.

[۶] مونتګمري وات، انګلیسي مستشرق و او د اسلامي مطالعاتو متخصص، چې ګڼ اثار یې لیکلي دي.

[۷] وات، مونتګمري، فضل الإسلام علی الحضارة الغربیة، مخ: ۱۰۲، ژباړه: حسین احمد امین، لومړی چاپ، ۱۴۰۳، دارالشروق، بیروت.

[۸] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۱۸.

[۹] فرانسوی مستشرق، د ادیانو د تاریخ له مهمو متخصصینو څخه؛ د اسلام او اقتصاد په اړه یې بېلابېل اثار لیکلي دي.

[۱۰] ماذا قدم المسلمون للعالم، مخ: ۷۱۹.

[۱۱] الدعوة إلی الإسلام، مخ: ۱۱۰.

[۱۲] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۱۹.

[۱۳] صحیح بخاري، ۱۷۸۷.

[۱۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۲۰.

[۱۵] حضارة العرب، مخ: ۳۹۱.

[۱۶] محمد: ۴.

[۱۷] متفق علیه.

[۱۸] احمد، ۲۷۳۸.

[۱۹] ماذا قدم المسلمون للعالم، د ابن عساکر له تاریخ دمشق څخه نقل، مخ: ۷۲۱.

[۲۰] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۲۱.

Previous Articleد نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره ټکر (برخه: ۹)
Next Article د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۰)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۶ او وروستۍ) 

سه شنبه _20 _جنوري _2026AH 20-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۹) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین په نړيوال اقتصاد…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹) د لامبو قانون په سمندرونو…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲) د شیطان‌ پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD13 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸) الهي خزانې او د رزق…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.