لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوراویایمه برخه)
د قرطبې تاریخي او جغرافیایي پېژندنه
په تېره برخه کې مو وویل چې اروپا ته د اسلامي تمدن د لېږد لومړنۍ دروازه او لار «اندلس» وه، هغه سیمه چې نن ورځ «هسپانیا» بلل کېږي. په دې برخه کې د قرطبې ښار لوړ مقام، تمدني ارزښت او د مدنیت حیرانوونکې ځانګړنې څېړو.
قرطبه د «الوادي الکبیر» سیند پر غاړه، د هسپانیا په جنوبي برخه کې موقعیت لري. د «موسوعة المورد الحدیثة» په وینا: «ګومان کېږي چې د قرطبې ښار د قرطاجیانو له لوري تأسیس شوی او وروسته د رومیانو او لوېدیځو ګوتیانو تر واک لاندې راغلی دی.»
یاد ښار د اسلامي لښکر د مشهور قومندان طارق بن زیاد رحمهالله له لوري په ۹۳ هجري/۷۱۱ میلادي کال کې فتحه شو. د قرطبې له فتحې وروسته د دې ښار د تمدن په تاریخ کې یو نوی باب پرانیستل شو او ورو ـ ورو د نړۍ د فرهنګي آسمان په یوه روښانه ستوري بدل شو. په ځانګړي ډول له ۱۳۸ هجري/۷۵۶ میلادي کال وروسته، کله چې «عبدالرحمن الداخل رحمهالله» چې د «صقر قریش» په نوم هم یادېږي، د اندلس د اموي خلافت بنسټ کېښود.
د «عبدالرحمن ناصر» (د اندلس لومړني اموي خلیفه) او د هغه د زوی «حکم مستنصر» په وخت کې قرطبه د تمدني او فرهنګي ودې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده. دوی یاد ښار د خپل نوي دولت پلازمېنه او د اسلامي خلافت مرکز وګرځاوه. قرطبې ته یې د علم، فرهنګ او مدنیت د منبر بڼه ورکړه؛ تر دې چې د اروپا په قسطنطنیې (د بیزانس پلازمېنه)، د ختیځ په بغداد (د عباسیانو پلازمېنه)، او په افریقا کې د قیروان او قاهرې سیاله شوه. آن د اروپا خلکو هغه «جوهرة العالم» (د نړۍ ګوهر) ونوماوه.
امویانو په قرطبه کې یواځې سیاست ته نه و ژمن، بلکې د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې پراخ کار وکړ؛ لکه کرنه، صنعت، د ښارونو کلاګانې او دیوالونه، د وسلو کارځایونه او نورې اقتصادي برخې. هغوی د اوبو رسولو کانالونه جوړ کړل، چینې یې وکیندلې، د اوبو لاري یې برابرې کړې، او داسې نباتات او مېوې یې اندلس ته وروپېژندل چې تر دې وړاندې په دې سیمه کې نه وو پېژندل شوي.[۱]
په قرطبه کې د تمدن ځینې مظاهر
په دوام کې به په عمومي توګه د اندلس او په ځانګړي توګه د قرطبې د تمدني پرمختګ او غوړیدا له یو شمېر مظاهرو سره آشنا شو، تر څو وپوهېږو چې اسلام د بشریت په تاریخ کې څومره مهم رول لوبولی دی.
د قرطبې پل
د دې ښار له تر ټولو سترو او مشهورو بناوو څخه یو «د قرطبې پل» و، چې پر «الوادي الکبیر» سیند جوړ شوی و او «الجسر» او «قنطرة الدهر» په نومونو هم یادېده. د دې پل اوږدوالی شاوخوا ۴۰۰ متره، پلنوالی ۴۰ متره او لوړوالی ۳۰ متره و. امام «ابن وردي» او «ادریسي» دواړو دا پل «د ښکلا او استحکام له پلوه تر ټولو غوره پل» بللی دی.[۲]
یاد پل ۱۷ قوسونه درلودل، د هر قوس تر منځ ۱۲ متره واټن و او د هر قوس پلنوالی هم ۱۲ متره و. د ټول پل عمومي پلنوالی شاوخوا ۷ متره او د اوبو له سطحې یې لوړوالی ۱۵ متره و. د دې پل د جوړېدو مخینه د دوهمې هجري پېړۍ پیل، یعنې ۱۰۱ هجري کال ته رسېږي. دا پل د «السمح بن مالک الخولاني رحمهالله» په امر جوړ شو؛ هغه د عمر بن عبدالعزیز رحمهالله د خلافت پر مهال د اندلس والي و. د هغه وخت د ساده ساختماني وسایلو په پام کې نیولو سره دا پل د اسلامي تمدن له سترو لاسته راوړنو شمېرل کېږي.[۳]
د قرطبې جومات
د قرطبې ستر جامع جومات، چې نن ورځ په هسپانوي ژبه کې «Mezquita» (میتکیتا، د «مسجد» تحریف شوې بڼه) بلل کېږي، د دې ښار له خورا مهمو تاریخي آثارو څخه دی. یاد جومات د اندلس له مشهورو او د اروپا له تر ټولو لویو جوماتونو څخه ګڼل کېده. د دې جومات بنسټ په ۱۷۰ هجري/۷۸۶ میلادي کال کې د «عبدالرحمن الداخل» په امر کېښودل شو، او هر هغه خلیفه چې واک ته رسېده، د جومات په پراخوالي، ښکلا او ظرافت کې به یې زیاتوالی راوست.
د تاریخي سرچینو له مخې د قرطبې د جومات توصیف
د «الروض المعطار» لیکوال د قرطبې د لوی جومات په اړه لیکي: «په قرطبه کې یو مشهور او نوموتی جومات شتون لري چې د پراخوالي، استحکام، جوړښت، ښکلا او د معمارۍ د باریکیو له پلوه د نړۍ له سترو جوماتونو شمېرل کېږي. د اندلس اموي خلفاوو په دوامداره توګه پراخاوه او ښکلا یې ور زیاتوله، تر دې چې د کمال تر وروستي حده ورسید. د دې جومات لیدل سترګې حیرانوي او ژبه یې د ښکلا له بیان کولو عاجزه ده. د ښکلا، اوږدوالي او پلنوالي له پلوه هېڅ جومات له دې جومات سره سیالي نه شي کولای.»
د جومات اوږدوالی ۱۸۰ «باع» و (هر باع د دواړو لاسونو د اوږدوالي د واټن په اندازه دی). د جومات نیمه برخه بام لرله او نیمه بله برخه یې خلاص انګړ و. د جومات بام پر څوارلسو سترو قوسونو ولاړ و. د لویو او وړو ستنو شمېر، د محراب له اصلي ستنو سره یو ځای، تر زر پورې رسېده. په جومات کې ۱۱۳ لوی څراغدانونه موجود وو؛ تر ټولو ستره څراغدانه زر څراغونه ځایولای شوای او تر ټولو کوچنۍ یې دولس څراغونه ځایول.
د جومات ټول لرګي د «طرطوشه» له صنوبره جوړ شوي وو او چت یې رنګارنګ سور، سپین، شین، آبي او تور رنګونه لرل چې زړه او سترګې یې تخنولې.
د جومات محراب د ښکلا او باریکۍ له پلوه له کماله ډک و. زرینې موزاییکې او قیمتي ښیښې یې لرلې، چې د قسطنطنیې د پاچا له لوري «عبدالرحمن ناصر لدینالله» ته ډالۍ شوې وې. د محراب په دواړو غاړو کې څلور ستنې ولاړې وې: دوه شنې او دوه زرزوري (سور ډوله) ستنې؛ ارزښت یې دومره لوړ و چې اخیستل یې د ډېرو له وسه پورته وو. د محراب په سر کې یو واحد مرمري قوس جوړ شوی و چې په سرو زرو، لاجوردو او نورو رنګونو سینګار شوی و.
د محراب ترڅنګ منبر اېښودل شوی و چې له آبنوس، یقس او عود لرګیو جوړ شوی و. ویل کېږي چې د منبر د جوړولو او بشپړولو کار اووه کاله وخت ونیو، چې شپږو استادانو له خپلو شاګردانو سره یو ځای پرې کار کاوه.
د محراب په چپ اړخ کې یوه کوټه وه چې د طلا او سپینو زرو د لوښو د ساتلو لپاره ځانګړې شوې وه. په همدې ځای کې یو ډېر دروند مصحف اېښودل شوی و چې یو کس یې د پورته کولو توان نه درلود. په دې مصحف کې د قرآن کریم څلور پاڼې وې چې د حضرت عثمان بن عفان رضیاللهعنه د لاس لیک بلل کېدې، او لا هم د هغه د وینې نښه پرې لیدل کېده. هر سهار به دا مصحف له ځانګړي درناوي سره رایستل کېده، امام به یې یوه برخه تلاوت کوله او بېرته به پر خپل ځای اېښودل کېده.
له محراب سره نږدې یوه دروازه وه چې د خلفاوو ماڼۍ ته لار ترې تلله. ټول جومات شل لویې دروازې لرلې چې پر مسي پاڼو او ښکلي نقشونو سینګار شوې وې. هره دروازه په ډېر دقت او هنر جوړې شوې وه او د دېوالونو شاوخوا یې پر سرو خښتو او رنګارنګ سینګار توکو ښکلا موندلې وه.
د جومات په شمالي برخه کې یو دنګ منار ولاړ و چې لوړوالی یې شاوخوا ۱۰۰ ذراع و؛ د مؤذن تر ځایه ۸۰ ذراع او تر سر پورې ۲۰ ذراع. له ختیځه یوه او له لوېدیځه بله دوه جلا زینې د منار سر ته ختلې، او په تر ټولو لوړه نقطه کې سره یوځای کېدې. د منار جوړښت له مرمرو او نقشلرونکو خښتو جوړ شوی و، او پر سر یې د سوسن د ګل په بڼه درې زرینې او دوه سپینې مڼې اېښودل شوې وې.
د جومات انګړ د نرنجو او انارو له ونو ډک و او مسافر او لارویان به ترې ګټه اخیسته.[۴]
خو له بده مرغه، کله چې اندلس د مسلمانانو له واکه ووت، دا لوی او ښکلی جومات په بشپړ ډول په کلیسا (کاتدرال) بدل شو. لوړ منار د ناقوس برج شو او د اذان غږ د کلیسا د زنګونو په غږ بدل شو. سره له دې، لا هم د دې ودانۍ پر دیوالونو د قرآني آیتونو نقشې پاتې دي چې د اسلامي هنر د اعجاز څرګندونه کوي. نن ورځ دا ځای د نړۍ له تر ټولو مشهورو تاریخي آثارو څخه شمېرل کېږي.
د قرطبې پوهنتون
د قرطبې ستر جامع جومات یوازې د عبادت ځای نه و، بلکې یو ستر پوهنتون (د علم مرکز) هم ګڼل کېده. دا د هغه وخت د نړۍ له مهمو علمي مرکزونو او د اروپا له تر ټولو لوستو تعلیمي بنسټونو څخه و. په دې ځای کې ټول علوم تدریس کېدل او تر ټولو نوموتی استادان پکې ښوونه کوله. د ختیځ او لوېدیځ له مسلمانانو او غیرمسلمانانو به زدهکوونکي د زدهکړې لپاره دې پوهنتون ته راتلل.
د جومات نیمه فضا د درسي حلقو لپاره ځانګړې شوې وه. استادانو ته به دایمي معاش ورکول کېده، څو له مالي ستونزو پرته تدریس او تألیف ته دوام ورکړي. زدهکوونکو ته به هم د زدهکړې د ملاتړ لپاره مالي مرستې او بورسونه ورکول کېدل.
دې ستر پوهنتون د اسلامي نړۍ او بشریت لپاره داسې لوی عالمان او مفکران وروزل چې د علم، فلسفې، طب او جغرافیې په ډګرونو کې یې نه هېریدونکی رول درلود. د هغوی له ډلې ځینې دا دي:
-
امام الزهراوي (۳۲۵–۴۰۴هـ / ۹۳۶–۱۰۱۳م): د جراحۍ او طب نامتو عالم؛
-
امام ابن باجه؛
-
امام ابن طفیل؛
-
محمد الغافقي: د سترګو د علم (علم العیون) له بنسټایښودونکو څخه؛
-
امام ابن عبدالبر؛
-
امام ابن رشد؛
-
امام الادریسي؛
-
امام ابوبکر یحیی بن سعدون بن تمام الازدي؛
-
قاضي قرطبي؛
-
حافظ قرطبي؛
-
امام ابوجعفر قرطبي؛
او ګڼ نور ستر عالمان.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ ص ۶۸۰.
[۲] ابن الوردی، سراج الدین، خریدة العجائب وفریدة الغرائب، ص ۶۱، مکتبة الثقافة الدینیة، قاهره، مصر.
[۳] هماغه ماخذ او ماذا قدّم المسلمون للعالم؟، ص ۶۸۱.
[۴] الحميري، محمد بن عبدالمنعم، الروض المعطار فی خبر الأقطار، ص ۴۵۶–۴۵۷، مکتبة لبنان.
[۵] ماذا قدّم المسلمون للعالم؟، ص ۶۸۶.


