لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (څلوریشتمه برخه)
د سنت د اعتبار په ردولو کې د مډرنیزم د پلویانو شکونه
په لاندې ډول، به موږ د مډرنیزم د پلویانو هغه دلیلونه او شکونه ذکر کړو، چې د سنت له اعتبار څخه د انکار سبب شوي او ورسره به منطقي ځوابونه وړاندې کړو تر څو دا نظرونه رد کړي.
۱. لومړی شک:
د مډرنیزم پلویان او د حديث منکرين، د سنتو د اعتبار د رد او انکار لپاره، د خدای جل جلاله له دې کلام څخه چې وايي:«ما فرطنا فی الکتاب من شیء»[1] او دغهراز «و نزلنا علیک الکتاب تبیانا لکل شیء» استدلال کوي او وايي چې دا ایتونه دا په ګوته کوي، چې د خدای جل جلاله کتاب ټول دیني مسایل رانغاړي او هر هغه حکم چې اړین وي په قران کریم کې په تفصیل سره بیان شوی، نو د سنت په څیر بل څه ته اړتیا نهشته. دوی دا هم وايي، کله چې ټولې اړتیاوې په قران کریم کې بیان شوې دي، نو د سنت اړتیا چیرته ده او که داسې نه وي، نو دا د خدای جل جلاله له ژمنې څخه سرغړونه په ګوته کوي، لکه څنګه چې پهدې ایت کې ویل شوي.
ځواب
لومړی: دا باید وویل شي چې ځینې ستر او معتبر مفسرین، لکه: صاحب الطبري او زادال المصیر او نور، د یوې وینا له مخې، د کتاب مانا لوح محفوظ په توګه ګڼلې ده. که له دې څخه موخه همغه مانا وي، نو له دې ایت څخه د حدیث د منکرینو استدلال په بشپړ ډول باطل دی.
دویم: که له «الکتاب» څخه موخه قران کریم وي، نو قران کریم یو بشپړ کتاب دی، چې د دین ټول اصول، قوانین او احکام رانغاړي. ځینې دغه احکام خدای جل جلاله په قران کې واضح بیان کړي او ځینې نور یې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم روښانه او تفسیر کړي. دا خبره روښانه ده چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یوازې د لارښوونو لپاره نه و رالېږل شوی؛ بلکې د دین د احکامو د روښانولو او تفسیرولو او د دې احکامو د رسولو لپاره وو. لکه خدای جل جلاله چې په دې اړه وايي:«وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ»[2]؛ ژباړه:« او موږ دا یادوونکی (قران) پر تا نازل کړ، تر څو خلکو ته هغه څه روښانه کړې چې دوی ته نازل شوي دي (یعنې د الله له لوري ورته رالېږل شوي دي)» نو ځکه، هر څه چې پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د سنت په بڼه بیان کړي، په حقیقت کې د قران تفسیر دی. له همدې امله ویلی شو چې د شریعت هغه احکام چې د قران او سنت پر بنسټ ولاړ دي او دغهراز هغه اصول چې د اجماع او قیاس له لارې ترې اخېستل شوي، ټول په قران کریم کې رېښې لري او له هغه څخه بېل نه دي
د رسول اللهصلیاللهعلیهوسلم سنت او حدیث په حقیقت کې د قران کریم لفظي او عملي تفسیر دی. امام شافعي رحمه الله په دې اړه وايي: «په حقیقت کې سنتونه هم د الله تعالی له کتاب څخه اخیستل شوي دي، ځکه چې د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د سنتو پیروي، پر موږ فرض او واجب ده»[3]
نو په پایله کې، د دې حقیقت ترمنځ هیڅ تضاد نهشته چې «سنت دلیل دی» او دا چې «قران ټول شیان بیانوي» ځکه چې قران پهخپله د سنت ثبوت او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د پیروۍ اړتیا روښانه کړې ده.
درېیم: له بلې خوا، وحی په دوه ډولونو وېشل شوې ده: متلو وحی او غیرمتلو وحی. د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سنت غیرمتلو وحی ده؛ لکه څنګه چې په لاندې ایتونو کې د سنت د وحیوالي یادونه شوې او د هغې اعتبار پکې ثابت شوی دی.
۱. «وما کان لبشر أن یکلمه الله إلا وحیا أو من ورآء حجاب او یرسل رسولا»[4]؛ ژباړه: « هیڅ بشر ورته نهشي رسېدلی چې الله تعالی ورسره مستقیم خبرې وکړي، مګر د وحی له لارې، یا د پردې له شا څخه، یا د یو استازي (فرښتې) د لېږلو له لارې.»
په دې ایت کې د رسول د لېږلو تر څنګ، یوه بله مستقله اصطلاح «وحیاً» هم ذکر شوې ده، چې مفسرین یې معنا غیرمتلو وحی ګڼي.[5]
۲. «و ما جعلنا القبلة التی کنت علیها إلا لنعلم من یتبع الرسول ممن ینقلب علی عقیبیه».[6] ژباړه: « موږ هغه قبله (بیتالمقدس) چې ته پرې وې، یوازې د دې لپاره نه وه ټاکلې، مګر دا چې څرګنده شي، چې څوک د پیغمبر پیروي کوي او څوک شاته ګرځي.» په دې ځای کې د «قبله» موخه بیتالمقدس دی او د هغه لور ته د مخ اړولو حکم الله تعالی د «جعلنا» په لفظ ځان ته منسوب کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په هېڅ ځای کې د قران کریم په بیانونو کې د بیتالمقدس پر لور د مخ اړولو حکم نه دی ذکر شوی. نو لازمه ده چې ووایو دا حکم د غیرمتلو وحی (یعنې د حدیث او سنت) له لارې رسول شوی دی. دا چې الله تعالی دا حکم ځان ته منسوب کړی، دا څرګندوي چې د غیرمتلو وحی حکم هم د متلو وحی په څېر واجبالعمل او اعتبار لري. [7]
۳. «اطیعوالله وأطیعوا الرسول» په دې ایت کې الله تعالی د خپل اطاعت تر څنګ، له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه د اطاعت امر هم کړی دی
۴. «فلا وربک لا یؤمنون حتی یحکموک فیما شجر بینهم ثم لا یجدوا فی انفسهم حرجا مما قضیت ویسلموا تسلیما»[8] ژباړه: « ستا په رب قسم، دوی به تر هغه وخته پورې ایمان را نهوړي، تر څو چې دوی تا د خپلو اختلافونو ترمنځ قاضي وګرځوي، بیا به په خپلو زړونو کې ستا له فیصلې هېڅ ډول اعتراض ونه لري او په پوره رضا او خوښۍ سره تسلیم شي».
دا ایت په دې ټینګار کوي، چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له لارښوونو څخه اطاعت کول واجب او لازم دي او حتی د ایمان معیار د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له اطاعت سره تړلی دی. نو له دې څخه څرګندیږي چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سنت او حدیث اعتبار لرونکي او واجبالعمل دي.
۵. «وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ * إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ»؛[9] ژباړه: « او هغه هېڅکله د خپلې خوښې او نفس له مخې خبرې نه کوي؛ دا خبرې یوازې الهي وحی ده چې پر هغه نازلېږي.»
دا ایت په ښکاره توګه څرګندوي هر هغه څه چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یې وايي یا خو د قران کریم سره همغږي وي، یا د سنت او نبوي وحی په چوکاټ کې راځي. له همدې امله، هر څوک چې د دې دواړو ترمنځ بېلتون راولي او د دواړو اعتبار رد کړي، په حقیقت کې د دین له دایرې وتلي او د کفر کندې ته لوېدلي دي.
-
په قران کریم کې په څو ځایونو کې د پخوانیو انبیاوو علیهمالسلام خبرې نقل شوې دي او د هغوی له لارښوونو څخه پیروي کول د هغوی پر امتونو واجب ګرځول شوي دي. هغو کسان چې د انبیاوو له اطاعته یې انکار کړی، د الهي عذاب مستحق ګرځېدلي دي. دا حقیقت هم په صراحت سره د حدیث او سنت د اعتبار لپاره دلیل دی.[10]
پورته ذکر شوي معلومات د دې شک د ردولو لپاره روایتي او قراني شواهد وو. لاندې به موږ د سنت او حدیث اعتبار په عقلي ډول هم ثابت کړو:
۱. په قران کریم کې معمولا د اسلام بنسټیز او اساسي احکام بیان شوي دي؛ خو د دغو احکامو تفصیل او د عملي کولو طریقه خپله په قران کې نه ده راغلې، بلکې دا تفصیل په حدیث کې بیان شوی دی. د بېلګې په توګه، د لمانځه طریقه، د هغه وختونه او د رکعتونو شمېر په قران کې نه دي ذکر شوي. که چېرې د حدیث اعتبار و نه اوسي نو په «أقیموا الصلاة» د عمل کولو طریقه څه ډول وي؟ که چېرې کوم کس دا ادعا کوي، چې «صلواة» د لفظي لغوي مانا له مخې د «تحریک الصلوین» ده. نو له «أقیموا الصلاة» معنی د نڅا لپاره د ولاړ حالت رامینځته کول دي. تاسو به د هغوی لپاره څه ځواب ولرئ!؟[11]
۲. د عربو مشرکینو غوښتنه دا وه، چې د الله کتاب دې پر رسول الله صلیاللهعلیهوسلم نه، بلکې مستقیم پر موږ نازل شوی وای: «حتی تنزل علینا کتابا نقرؤه» بېشکه که دا کار شوی وای، معجزه به لا څرګنده وای او د مشرکانو د ایمان راوړلو هیله به ډېره وه. خو الله تعالی دا طریقه غوره نه کړه. اوس پوښتنه دا ده چې که حدیثونه اعتبارلرونکي نه وي، نو ولې د رسول په لېږلو ټینګار کېده؟ په حقیقت کې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له دې امله رالېږل شوی، چې یوازې کتاب د اصلاح لپاره بسنه نه کوي؛ تر هغه چې یو ښوونکی و نه اوسي، چې د کتاب مفهومونه او ماناوې روښانه کړي او خپله د دین عملي نمونه وي او تر هغه چې د هغه هر قول او فعل واجبالاتباع نه وي، د دې موخې پوره کول ممکن نه دي
۳. د حدیثونو اعتبار د ټول ملت لخوا په اتفاق سره منل شوی دی. که چیرې دا ټول خلک ګمراه شوي وای او د څوارلسو پېړیو په اوږدو کې له نوښتغوښتونکو پرته نورو اسلام سم درک کړی نه وي، نو دا پوښټنه راولاړوي: چې څنګه یو دین د پیروي وړ ګڼل کېدای شي، چې په څوارلس پېړیو کې یو انسان هم نه وي سم درک کړی؟[12]
۴. نوښتغوښتونکي او هغه کسان چې د حدیث اعتبار نه مني، دوی تر کومه بریده د شرعي علومو او دیني مسایلو په اړه ژوره پوهه لري؟ ایا دوی دا وړتیا لري چې حتی د قران یو ایت د عربي ژبې د اصولو او د تفسیر د قواعدو پر بنسټ په سمه توګه ترجمه او تشریح کړي؟ بېشکه، ډېری مډرنیستان او د سنت منکرین له هغه علمي ژورتیا بېبرخې دي، چې د اسلامي علومو لپاره لازمه ده. هغه څه چې دوی وړاندې کوي، سطحینظر، د ظاهري بڼې پیروي او د نفسي غوښتنو تابع دي، نه له علمي او فقهي پوهې څخه. ایا دا معقوله او منطقي ده، هر هغه څه چې د نفس غوښتنې یې وړاندیز کوي، رد شي، پرته له دې چې د دیني مفاهیمو سمه پوهه موجوده وي؟ په داسې حال کې چې دا موضوع د دین له بنسټیزو او ستر اصولو (سنت) څخه ده او د څرګندو دلایلو له مخې ثابته شوې ده.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. الأنعام: ۳۸.
[2]. النحل: ۴۴.
[3]. قواطع الادلة، ج ۱، ص ۲۹.
[4]. الشوری: ۵۱.
[5]. محمد تقی عثمانی، حجیت حدیث، ص ۴.
[6]. البقرة: ۱۴۳.
[7]. محمد تقی عثمانی، حجیت حدیث، ص ۵
[8]. النساء: ۶۵.
[9]. النجم: ۳-۴.
[10]. محمد تقی عثمانی، حجیت حدیث، ص ۱۰.
[11]. همان، ص ۱۱.
[12]. همان، ص ۱۱.


