Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»ساینټولوژي»ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (درېیمه برخه)
ساینټولوژي دوشنبه _1 _دسمبر _2025AH 1-12-2025AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (درېیمه برخه)
د ساینټولوژي کلیسا
هر دین او فکري ښوونځی د خپلو موخو او تنظیمي فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره یو مرکز لري. هابارډ، وروسته له دې چې ساینټولوژي یې د یوه دین په توګه معرفي کړه، په ۱۹۵۴م کال کې د دې دین مرکزي کلیسا د خپلو نظریو د ترویج او د خلکو د جذبولو لپاره رامنځته کړه.
د ساینټولوژي کلیسا ځان یو غیرانتفاعي سازمان بولي چې د انسان د روح د پراختیا، پالنې او مشورتي پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره یې ځان وقف کړی دی؛ خو له بلې خوا ګڼو افرادو، سازمانونو او هېوادونو پرې سختې نیوکې کړې دي. د بېلګې په توګه، په اسټرالیا کې د ساینټولوژي کلیسا یو قانوني بنسټ ګڼل کېږي، خو په کاناډا کې د پرې لګېدو تورونو له امله مثبت انځور نه لري. انګلستان او کاناډا د ساینټولوژي په اړه مثبت نظر نه لري او دا د یوې مرموزې ادارې په توګه ګڼي چې شومې موخې تعقیبوي.
اروپایي هېوادونه لکه المان او فرانسه، دا کلیسا یو تجارتي مرکز ګڼي چې موخه یې د مادي ګټو ترلاسه کول دي. ځینې نور اروپایي هېوادونه بیا دا یو خطرناک فرقه‌یي سازمان بولي او آن فعالیتونه یې محدودوي. ځینې خلک ساینټولوژي داسې یو سازمان ګڼي چې د دولت په دننه کې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره جوړ شوی دی.
برعکس، ځینې هېوادونه دغه دین او د هغه کلیسا په رسمیت پېژني. امریکا د ساینټولوژي کلیسا ته د «عامه خیریه بنسټ» عنوان ورکړی او د فعالیت اجازه یې ورکړې ده. له اروپایي هېوادونو څخه ایټالیا، هسپانیا او تایلنډ هم دغه کلیسا رسمي ګڼلې ده. سره له دې، د دې سازمان مرموز او خطرناک ماهیت د انکار وړ نه دی.
الف: د ساینټولوژي کلیسا موخې
د ساینټولوژي کلیسا د دې دین د اصلي مرجع او مرکزي بنسټ په توګه لاندې موخې تعقیبوي:
۱. د فرد او ټولنې د کچې لوړول
ساینټولوژي ادعا کوي چې موخه یې خلکو ته مرسته کول دي تر څو دوی خپلې بشپړې وړتیاوې ترلاسه کړي او «عملیاتي ټېتان» (Operating Thetan) حالت ته ورسېږي. دا هغه مرحله ده چې انسان پکې د تېر منفي اغېزو او «انګرامونو» (بې‌شعوره دردناکو خاطرو) څخه پاک وي او د خپل ذهن او چاپېریال د بشپړ کنټرول وړتیا ولري.
په ساده ډول، د ساینټولوژي له نظره انسان په اصل کې یو روښانه، ځواکمن او خوشحاله موجود دی، خو د انګرامونو له امله یې ذهن ګډوډ شوی او کړنې یې کمزورې شوې دي. ساینټولوژي د ځانګړو درملنیزو لارو، درسونو او سیمینارونو له لارې ادعا کوي چې انسان بېرته خپل لوړ روحاني او ذهني مقام ته رسوي.
۲. د ټولنې ښه‌والی
د ساینټولوژي دوهمه موخه د ټولنې اصلاح او د نړیوالو ستونزو کمول دي. دوی باور لري چې که فرد اصلاح شي، ټولنه هم اصلاح کېږي. د دوی له مهمو موخو څخه د نړۍ پاکول، د جرم، جګړې، فقر او رواني ستونزو له منځه وړل دي.
البته له اسلامي نظره دا موخه په واقعي ډول تر هغه وخته نه شي عملي کېدای چې انسان د اسلام ژغورونکې لار ومني. (دا موضوع به وروسته د اسلام له نظره په تفصیل سره وڅېړل شي.)
۳. د انسان د روحاني حقیقت تفسیر
ساینټولوژي انسان د «ټېتان» په نوم یادوي، یعنې یو تلپاتې روحاني موجود چې په بدن کې ژوند کوي. د ټېتان وروستۍ موخه د زېږون او مرګ له کړۍ څخه ازادي او د بشپړ ځواک او پوهې ترلاسه کول دي. دوی ادعا کوي چې د ساینټولوژي ښوونې کولی شي انسان له ذهني او روحاني محدودیتونو څخه بشپړ ازاد کړي.
ب: د ساینټولوژي کلیسا پلانونه او پروګرامونه
ساینټولوژي کلیسا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په لاندې پروګرامونو او فعالیتونو تکیه کوي:
۱. اډیوټینګ (Auditing)
اډیوټینګ یو مشورتي بهیر دی چې پکې یو «اډیټور» د «الکټرو سایکومټر» په نوم د یوې وسیلې په وسیله له فرد سره مرسته کوي، څو د تېر وخت منفي او غم‌ناکې خاطرې ـ په ځانګړي ډول د پخوانیو ژوندونو تجربې ـ وپېژني او بې‌اغېزه یې کړي.
د ساینټولوژي د پلویانو په باور، دا بهیر د روحاني پرمختګ یوه اوږده لاره ده چې انسان پکې پله په پله لوړې کچې ته رسېږي. کله چې فرد لوړې روحاني درجې ته ورسېږي، د دوی په ادعا، نو د بشپړې روښانتیا، ځواک او سکون خاوند کېږي او خوشحاله ژوند ترلاسه کوي.
۲. ټولنیز او کلتوري فعالیتونه
ساینټولوژي کلیسا د خلکو د جذب او د خپل دیني تبلیغ لپاره ګڼ ټولنیز او کلتوري پروګرامونه پرمخ وړي.
  • نارکونون (Narconon): د نشه‌يي موادو پرېښودو او د معتادینو د بیا رغونې لپاره پروګرام.
  • کریمینون (Criminon): د مجرمینو د اصلاح لپاره ځانګړی پروګرام.
  • اپلاید شولاجي (Applied Scholastics): د زده‌کړې د کیفیت لوړولو لپاره یو ښوونیز پروګرام.
۳. حقوقي او سیاسي فعالیتونه
ساینټولوژي کلیسا د روحاني، کلتوري او ټولنیزو پروګرامونو تر څنګ په حقوقي او سیاسي ساحه کې هم فعاله ده. دغه کلیسا د مذهبي ازادۍ او بشري حقونو لپاره (د خپل تعریف له مخې) پراخې هڅې کوي.
کلیسا یوه ځانګړې برخه هم لري چې د اشرافو، مشهورو او مسلکي کسانو خدمت ته وقف شوې ده. دا برخه توانېدلې چې یو شمېر مشهور هنرمندان او سینماګر د ساینټولوژي ملاتړي کړي. د دغو کسانو له ډلې څخه جان ټراولټا، کیلي پریسټن، کرسټي الی، بیک هینسن، جېسن لي او ټام کروز یادېږي.
ټام کروز، چې د هالیووډ له مشهورو څېرو څخه دی، په ۲۰۰۵م کال کې د ساینټولوژي د کلک ملاتړ کوونکي په توګه مطرح شو. هغه په یو تلویزیوني پروګرام کې د افسردګۍ ضد درملو کارول په کلکه تر پوښتنې لاندې راوستل. همدارنګه په ۲۰۰۴م کال کې یې د رواني درملو او روان‌پوهني پر خطرونو خبرې وکړې.
له دې څرګندونو وروسته له روان‌پوهانو سره مرکه وشوه څو د ټام کروز د خبرو د صحت په اړه نظر ورکړي. هغوی وویل چې لا هم پرېکړه نه ده شوې چې افسردګۍ ضد درمل واقعاً مثبت اغېز لري که نه.
منتقدین وایي چې ساینټولوژي له خپلو مشهورو ملاتړو سره ځانګړی چلند کوي او له هغوی څخه د تبلیغ لپاره کار اخلي، په داسې حال کې چې عادي ملاتړي یې دغه امتیازات نه لري.
۴. ګالکټيکي طرحه (Galactic Narrative)
په ساینټولوژي کې د لوړو روحاني سطحو، په ځانګړي ډول د OT III په مرحله کې، داسې عقیدې شته چې له علمي او ديني نظره ډېرې لرې او عجیبه ښکاري. د دوی په باور، میلیونونه کاله وړاندې د «زینو» (Xenu) په نوم د یو کهکشاني ډیکټاټور له لوري د ډله‌ییزې وژنې پېښه رامنځته شوې وه.
د ساینټولوژي د ادعا له مخې، دغه معلومات د دې دین له پټو اسرارو څخه دي او یوازې هغه څوک پرې خبري کېږي چې پراخ مالي لګښتونه وکړي او له کلیسا سره بشپړ تعهد ولري.
ج: له مسیحي کلیساوو سره د ساینټولوژي د اړیکو څرنګوالی
ساینټولوژي ادعا کوي چې له ټولو دینونو سره سمون لري او له هېڅ دین سره تضاد نه لري. د ساینټولوژي کلیسا هم اعلان کړی چې ګواکې ټولو دینونو ته درناوی لري او هېڅ ډول شخړه ورسره نه لري؛ خو د دې ادعا خلاف، دغه کلیسا څو ځله له مسیحي فرقو او کلیساوو سره په جدي شخړو کې ښکېله شوې ده.
د شواهدو له مخې، د ساینټولوژي کلیسا د انګلیس له کلیسا، د روسیې له ارتودوکس کلیسا او د لوتري له کلیسا سره مناقشې لرلې. یادو کلیساوو تل د ساینټولوژي پر فعالیتونو انتقاد کړی او هغه یې رد کړی دی.
د دوی د انتقاد اصلي اساس د حضرت عیسی علیه‌السلام په اړه د ساینټولوژي د انکار کوونکي دریځ له امله دی. د ساینټولوژي د ځینو ښوونو له مخې، هابارډ ادعا کوله چې حضرت مسیح علیه‌السلام حقیقي شخصیت نه و، بلکې د انسانانو د ګډې حافظې په توګه رامنځته شوی دی. د ساینټولوژي پلویان هم د حضرت عیسی علیه‌السلام په اړه ورته انکاروونکی لیدلوری لري.
همدغه دریځ سبب شوی چې سترې مسیحي کلیساوې تل له ساینټولوژي سره په شخړو او مخالفت کې وي او دا کلیسا هېڅکله د هغوی له لوري په مثبت نظر نه ده کتل شوې.
دوام لري…

مخکنئ برخه

[1]. سالمی، ساینتولوژی، مجلۀ تحقیقی نگاه، شماره ۱۸، ص ۸۰.

Previous Articleقرآن؛ تل‌پاتې معجزه (درې‌څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دوویشتمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل اونقد (یوویشتمه برخه)

سه شنبه _25 _نوومبر _2025AH 25-11-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شلمه برخه)

یکشنبه _23 _نوومبر _2025AH 23-11-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (درېیمه برخه)

دوشنبه _1 _دسمبر _2025AH 1-12-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (درېیمه برخه) د ساینټولوژي کلیسا هر دین او…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تل‌پاتې معجزه (درې‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _29 _نوومبر _2025AH 29-11-2025AD17 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تل‌پاتې معجزه (درې‌څلوېښتمه برخه) مشیمه؛ یوه هوښیاره غشا او د…

نور یی ولوله
Blog

د نيهيليزم د ودې بهير او له دين‌باورۍ سره یې ټکر (درېیمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD33 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د نيهيليزم د ودې بهير او له دين‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
متفرقه

د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (څلورمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD116 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (څلورمه برخه) کوم کتاب ولولو؟ د مطالعې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (درېیمه برخه)

دوشنبه _1 _دسمبر _2025AH 1-12-2025AD

قرآن؛ تل‌پاتې معجزه (درې‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _29 _نوومبر _2025AH 29-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.