Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»مډرنیزم»د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شلمه برخه)
مډرنیزم یکشنبه _23 _نوومبر _2025AH 23-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شلمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شلمه برخه)
سریزه
په تېرو برخو کې مو د مډرنیزم بنسټیز موضوعات تحلیل او وڅېړل؛ د دغه بهیر د موخو او ځانګړنو په څېر موضوګانې، د مډرنیزم په اړه د علماوو او پوهانو لیدلوري او نقل‌قولونه، دغه‌راز فکري لوری یې و څېړل شو. هلته مو دا هڅه وکړه چې د دغه فکر اصلي موخې او حدود روښانه او بېلابېل اړخونه یې په لنډه توګه بیان کړو.
خو په دې برخه کې زموږ اصلي تمرکز د مډرنیزم د نقد پر یو له مهمو محورونو دی او هغه د قران کریم د اعتبار د انکار او د دغه سپڅلي کتاب د مقام کمزوري کول دي، چې د مډرنیزم په فکري نظام کې لیدل کېږي. په دې لیکنه کې لومړی د مډرنیزم د پلویانو دلیلونه بیانېږي، چې ولې هغوی قران ردوي یا یې ارزښت کم ښيي او بیا د ایتونو، حدیثونو، د علماوو د اقوالو، عقلي دلیلونو او اعجازونو پر بنسټ، د قران کریم اصلي مقام د اسلامي شریعت د لومړي او تر ټولو لوړې سرچینې په توګه روښانه او ثابتېږي.
د مډرنیزم فکرونه او عقیدې
هر فکري او فلسفي ښوونځی یو لړ ځانګړي باورونه او عقیدې لري، چې فکرونه یې د هغوی پر بنسټ لوری ټاکي. مډرنیزم هم د فکري او فلسفي ښوونځي په څېر خپل باورونه او لیدلوري لري، چې موږ به يې  په لاندې توګه تحلیل او وڅېړو.
۱. دقران له اعتبار څخه انکار کول
مډرنیزم او د دې بهیر افراطي پلویان قران کریم او الهي وحي، د دین د یوې لازمې سرچینې په توګه نه مني او  اغېزمنتوب یې ردوي. دوی په دې بارو دي چې دیني فکر باید د عقل، تجربې او مډرن کلتور پر بنسټ جوړ شي؛ خو ځینې مډرنیسټان په تېره د عربي او اسلامي هېوادونو مډرنیسټان قران مني، خو وايي چې قران باید له سره ولوستل شي او د هغه تاریخي او ټولینزه مانا د هغه له ابدي مانا څخه جلا درک کړل شي. له همدې امله دوی د ( حدودو، جهاد، د کورنۍ او ښځو رول، حجاب او …) نور ثابت احکام د نزول په وخت پورې اړوند ګڼي او ننني دور کې یې لازمي نه مني.
الف: له قران څخه د انکار او د قران د کمزوري کولو لپاره د ماډرنیزم دلیلونه
د مډرنیزم پلویان د قران کریم د اعتبار او د اصلي سرچینې حیثیت د انکار لپاره، څو عقلي دلیلونو ته اشاره کوي، ځکه چې د مډرنیزم ټول فکرونه پر عقل او تجربوي علومو ولاړ دي. له همدې امله، هغوی د قران د اعتبار د ردولو لپاره هم پر عقل او خپلو بې‌بنسټه عقلي دلیلونو تکیه کوي:
۱. د قران تاریخي ګڼل: هغوی وایي چې قران د ټولو قومونو لپاره نه دی، بلکې یوازې د هماغه وخت د عربو لپاره (د اسلام په پیل کې) نازل شوی دی او احکام یې هم د هماغه دورې لپاره ځانګړي دي، چې په نورو زمانو کې یې اغېز او تطبیق نه‌شي کېدای.
۲. د قران د انکار په اړه د ماډرنیزم بل دلیل دا دی، چې دوی قران د ادبي او شعري متن په توګه معرفي کوي او هغه د قانون او شریعت د کتاب په توګه نه‌مني. د دوی په اند قران کریم یوازې د اخلاقي او معنوي احساساتو د راپاورلو لپاره نازل شوی دی.
۳. دوی وايي: نن ورځ د وخت او زمان لپاره حیرانوونکي بدلونونه راغلي دی، د انسان عقل ډېر پرمختګ کړی دی او بشر بېلابېلو لوړو او عصري ټکنالوژیو ته رسېدلی دی؛ له همدې امله قران نه‌شي کولای د دې ټولو نویو او پرمختللو مسایلو ته ځواب ووايي او هر هغه امر چې له عقل یا مډرن کلتور سره همغږی نه وي، لکه: د حدودو، جهاد، میراث او حجاب په څېر احکام باید رد یا تفسیر شي.
۴. بل مهم دلیل چې مډرنیسټان پرې استدلال کوي، قران کریم او د هغه اعتبار ردوي، د مفسیرینو له لوري د  قران کریم له ایتونو څخه بېلابېل تفسیرونه دي. دوی وايي: دا چې مفسیرینو قران په بېلابېلو تفسیرونو سره درک کړی، نو د هغه هېڅ یقیني او لازمي درک شتون نه لري. له همدې امله هر فرد یا ټولنه کولای شي خپل خپل تفسیر وړاندې کړي.
۵. د قران د درک معیار باید فلسفي، ټولن‌پوهنه او روان‌پوهنه و اوسي. که چېرې قران له دغو علوم سره همغږی نه وي،  نو یا باید بیا ولوستل شي یا رد شي
۶. د مډرنیزم پلویان د قران او شریعت په اړه دا شک رامینځ‌ته کوي، چې ګواکې قران د انسان فردي ازادي ورڅخه اخېستې؛ له همدې امله دوی وايي: د ازادۍ او مډرنه بشري حقونو سره د همغږۍ لپاره باید دقران ځينې قوانین لکه ( د حدودو ټاکل، قصاص، د میراثونو ویشل او د ښځو اړوند احکام) یوې خوا ته پرېښودل شي.
ب: د قران د اعتبار اثبات او د هغه د عقلي دلیلونو ردول
قران کریم د اسلامي شریعت لومړنۍ او بنسټيزه سرچینه ده. الله تعالی قران د شریعت، ژغورونکي قانون او د انسانانو لپاره د لارښوونې په توګه نازل کړی، تر څو انسانان د هغه پر بنسټ عمل وکړي او یو سالم، له فطرت سره همغږه ژوند ولري. لکه څنګه چې امام شاطبي رحمه‌الله وايي: «قران په قطعي ډول د شریعت پر بنسټ ثابت شوی کتاب دی، چې  د دین ستنه، د حکمت سرچینه، د رسالت نښه او د سترګو او بصیرتونو رڼا ده. الله جل جلاله ته د رسېدو هېڅ لاره پرته له دې نهشته او ژغورل هم بې له دې ممکن نه دی. د هغه څه نیول چې له قران سره مخالف وي، روا نه دي. دا ټول حقیقتونه د دې امت د دین له یقیني اصولو څخه دي او د ثبوت لپاره یې دلیل ته اړتیا نه لري.»[1]
په دوام کې به د قران کریم اعتبار او د شریعت د بنسټيزې سرچینې حیثیت د ایتونو، حدیثونو، د علماوو اجماع،  دعقلي دلیلونو او د اعجاز له لارې ثابت کړو.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1]. الموافقات، ج۴، ص۱۴۴.

Previous Articleد طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (اوومه برخه)
Next Article د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل اونقد (یوویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۷)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _20 _جنوري _2026AH 20-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)

شنبه _24 _جنوري _2026AH 24-1-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷) معاد د احادیثو…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD10 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۷)

شنبه _24 _جنوري _2026AH 24-1-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.