Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»مډرنیزم»د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (اوولسمه برخه)
مډرنیزم یکشنبه _16 _نوومبر _2025AH 16-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (اوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (اوولسمه برخه)
سریزه
په دې څېړنیزه لړۍ کې، د تېرې برخې په ترڅ کې د «مډرنیزم» تاریخچه او ریښې په لوېدیځه او عربي نړۍ کې وڅېړل شوې او تشریح شوې. همداراز د دې بهیر بنسټ‌ایښودونکو، د رامنځ‌ته کېدو شرایطو او پېژندل شویو څېرو په اړه وضاحت ورکړل شول.
د دې برخې اصلي موضوع « د مډرنیزم  ځانګړتیاوې، موخې او د لوري ټاکل» دي. دلته به لوستونکی د دغه ښوونځي له ارمانونو او څرنګوالي، دغه‌راز به له بېلابېلو فکري، کلتوري او ټولنیزو  برخو او د دوی له اغېزو  سره معرفي شي. همداراز د «مثبت نوښت» ( د ودې او پرمختګ پر لور) او « منفي نوښت» ( هغه چې فکري او اخلاقي زوال سره مخ وي) ترمنځ توپیر روښانه کېږي. په پای کې، د مډرنیزم په اړه د اسلامي علماوو ځینې نظرونه او د لوېدیځو منتقدینو لیدلوري هم وړاندې کېږي، تر څو له دې فکري بهیر  څخه یو  بشپړ او هر اړخیزه انځور وړاندې شي
د مډرنیزم ښوونځي موخې او ځانګړتیاوې
مډرنیزم د یوه فکري، فلسفي او کلتوري ښوونځي په توګه لاندې ځانګړتیاوې او موخې لري او د دوی د پلي کېدلو ډېره هڅه کوي:
  • د دې فکر له څرګندو ځانګړنو او موخو څخه یوه دا ده، چې دین ردوي او مبارزه ورسره کوي. مډرنیزم دین څنډې ته کوي او انساني ټولنې ته دا نظریه وړاندې کوي، چې دین د انسان د پرمختګ او ترقۍ لپاره لازم او مؤثر رول نه لري او باید د ژوندانه له بېلابېلو برخو، لکه؛ سیاست، اقتصاد، کلتور او نورو برخو څخه وشړل شي. که څه هم په تېرو برخو کې یادونه شوې، چې دین له پرمختګ او تمدن سره همغږی دی، انساني ټولنه سالمې ترقۍ او لوړتیا ته هڅوي او په هر دور او وخت کې د انساني ټولنې د سم مدیریت او پرمختګ وړتیا لري.
  • دا فکر د انسان په روح او روان کې سرګرداني، شک، اندېښنه او ګډوډي رامنځ‌ته کوي؛ ځکه چې دا فکر انسان بشپړې آزادۍ ته رابولي او هغه له دین او ایمان څخه لېرې کوي. کله چې دا ډول مفکوره د انسان ذهن ته ننوځي او هغه د ژغورلو لپاره له ښوونو او لارښوونو څخه فاصله واخلي، نو بې‌شکه چې په پرېښاني، شک او اندېښنه کې راګیرېږي. خدای جل جلا له وايي: «وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى»[1]؛ ژباړه: « او هر هغه څوک چې زما له عبادته مخ واړوي دنیايي ژوند به ورته سخت او تنګ شي او د قیامت په ورځ به هغه په داسې حال کې بېرته را ژوندی کوم چې ړوند وي او څه لیدلی نه‌شي.» همدا لامل دی چې د لویديځې نړۍ خلک، سره له دې چې په مډرنه او پرمختللې ټولنه کې ژوند کوي؛ خو بیا هم له ژوند څخه خوښ نه دي؛ ځګه له معنیویاتو څخه خالي دي او له الهي لارښوونو او روزنو څخه لېرې شوي دي.
نو کله چې انسان د الله تعالی له عبادت او د ژغورلو له ښوونو څخه ازاد شو، حتما به د کوم بل څه بنده کېږي.  ځګه چې په لویديځه نړۍ کې خلک د الله تعالی له بنده‌ګۍ څخه ازاد دي او د شهوت، پیسي، شهرت، فیشن،  اعلانونو او د ټولنو د رواني فشارونو بندیان شوي دي، چې دا داخلي بندي‌توب خپله له پرېشاني او سټریس څخه سرچینه اخلي؛ نو د مډرنیزم دا فکر د شک، پرېشاني او سټریس لامل ګرځي.
۳. مډرنیزم  تجربي او حسي علومو ته ډېر ارزښت ورکوي  او هغه د ترقۍ او پرمختګ یوازینۍ وسیله ګڼي، حتی هغه عقل چې له تجربې څخه هم خالي وي نه یې مني.  ځګه چې د لویديځ مډرنیستان د پوهې او پېژندنې ( علم او معرفت) ( دیني، فلسفي او … علومو) تر منځ توپیر کوي او یوازې تجربي علومو د پوهې په توګه مني؛ د دې  توپیر په اړه ډاکټر محمد سعید رمضان بوطي وايي: « هغه څه چې د یادولو وړ دي د پوهې او پېژندنې( علم او معرفت) تر منځ توپیر دی، چې یوازې په لویديځه اصطلاح ( مډرنیزم) کې شته، چې لومړۍ ته (knowledge) او دویمې ته (science) وايي. ځکه چې د دې نړۍ کیسه او له پیدایښت سره یې اړیکه،  دغه‌راز په دې نړۍ کې د ژوند له لارې د انسان د سفر کیسه، د مادې، تجربې او مشاهدې له چوکاټ څخه بهر ده،  له همدې امله د پوهې له ساحې څخه بهر ده او له هغې سره هیڅ اړیکه نه‌لري. نو ځکه د لویدیځ انسان ځان ته دا حق ورکوي چې دې پوهې ته پام ونه کړي، په هغې باندې وخت ونه لګوي او خپل ذهن په هغې بوخت نه کړي!»[2]
  • دا بهیر په ټولنه کې فساد پراخوي او له قانون څخه بشپړې سرغړونې ته لار هواروي، له فاسدانو څخه ملاتړ کوي د صالحو او اصلاح‌غوښتوونکو کسان سره مبارزه کوي او هڅه کوي، چې دوی د ټولنې له مینځ څخه ورک کړي. د دې فکر له نظره د مډرنې ټولنې رښتینی پرمختګ د اخلاقي فساد، عیاشي او سرغړونو تر سیورو لاندې دی. د دغه بهیر په اند مډرن یعنې بې‌حجابه ښځې، عیاش او فاسد نارینه دي.
۵. مډرنیزم، خلک دې ته هڅوي چې له رښتیني ژوند، حقیقتونو او روغ عقل څخه ځان لېرې کړي، د شهواتو، نشه‌یي‌ توکو او شرابو خوا ته مخ کړي. د خلکو ذهنونه کنټرولوي او دوی ته دا باور ورکوي چې رښتینی ژوند همغه ازاد ژوند دی او نړۍ څو ورځې ده، د هغې له شتوو څخه خوند واخلي، پرته له کوم قید او شرطه ژوند وکړي.
۶. د مډرنیزم فکر، د لرغونو پېښو پر وړاندې پاڅېږي او دا هڅه کوي، چې ټول پخواني چوکاټونه او سنتونه مات کړي، پرته له باطني او نژادپرستۍ بهیرونو څخه او هڅه کوي چې نوي شیان جوړ کړي.
۷. مډرنیزم، د ژبې او د هغې د دودیزو بڼو په وړاندې پاڅېږي او هڅه کوي چې په ژبه او ادب کې بدلونونه، په ادبي برخه کې یو نوی او ازاد سبک راولي.
۸. مډرنیزم د ټولنې معیارونه ګډوډوي او داسې اعلانونه خپروي چې ښځې د ژوند په ډګرونو کې د دوکه ورکوونکو په بڼو سره را څرګندې شي، له شریعت او اسلامي احکامو څخه آزادې واوسي.
۹. دا فکر دین له ژوند، سیاست او نورو ټولنیزو چارو څخه جلا ګڼي او په کلکه د سیکولاریزم پر باور ولاړ دی. د دې فکر پلویان د دې لپاره ډېرې هڅې کوي چې دا مفکوره په ټولنه کې بنسټیزه کړي. د دوی په نظر، عصري ټولنه یعنې یوه سیکولاره، بې‌دینه او له دین څخه بې‌پروا ټولنه ده.
سکولار انسان وایي: «دین هېڅ حق نه لري چې په ټولنیزو اړیکو کې مداخله وکړي، او باید د دین مداخله پکې کمه شي، تر دې چې صفر ته راښکته شي.»[3]
۱۰. د بیان او فکر له آزادۍ څخه ملاتړ کوي. له هغو مفکرینو، لیکوالانو او هنرمندانو څخه دفاع او ملاتړ کوي چې د دودیزو او مذهبي محدودیتونو پر ضد تبلیغ کوي.
۱۱. مډرنیزم، د طبیعت، نړۍ او د هستۍ د نظام پر ضد بغاوت پیلوي او دا ښيي چې انسان داسې موجود دی چې طبیعت خپل تابع کوي.
۱۲. په مډرنیزم کې د اسلامي میراث سپکاوی کېږي او هغه شخصیتونه غوره ګڼل کېږي، چې عقیدوي انحرافونه لري؛ لکه حلاج، اسود عنسي، مهیار دیلمی، میمون قداح او نور. دا طریقه د هغو لیکوالانو په لاس کې یوه وسیله ده چې له دینی ارزښتونو او امانت‌دارۍ څخه لېرې شوي، تر څو خپل باطني احساسات او فکري تمایلات څرګند کړي.
۱۳. د دې فکر بله ځانګړتیا دا ده چې دا خپل پلویان هڅوي چې د ژوند مادي معیار ښه کړي. دا پهدې مانا ده چې دا فکر سپارښتنه کوي چې د هغې پلویان (عصري انسانان)  صنعت او اقتصاد ته په مخه کولو سره، د خپل مادي ژوند معیار ښه کړي او د ازاد بازار او پانګوال اقتصاد په لور تکیه وکړي.
۱۴. مډرنیزم په نړۍ کې یوازې یو رصالت پېژني او هغه د انسان ارزښت دی. د دې فکر له مخې، ټول موجودات باید د انسان په خدمت کې وي ؛ ځکه چې د دې فکر له نظره، نړۍ له مادي څرګندونو پرته بل څه نه دي او له دې نړۍ پرته، بله نړۍ (وروسته ژوند) نشته؛ خو د اسلام له نظره، که څه هم دا نړۍ د انسان په خدمت کې ده؛ خو انسان خپله د بلې نړۍ (آخرت) خدمت‌ګار دی او د هغې لپاره عمل کوي، چې له دې نړۍ څخه ډېر لوړه او ارزښتناکه ده.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. طه: 124.

[2]. رمضان بوطی، مترجم: عبدالباسط سجادی، اروپا از تکنولوژی تا معنویت، ص ۲۷.

[3]. اسلام، مدرنیسم و سنت‌گرایی، ص ۲۵.

Previous Articleد نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (دویمه برخه)
Next Article د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _20 _نوومبر _2025AH 20-11-2025AD
نور یی ولوله
اومانیزم

اومانیزم «انسان‌پالنه» (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _20 _نوومبر _2025AH 20-11-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (دویمه برخه)

شنبه _15 _نوومبر _2025AH 15-11-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _20 _نوومبر _2025AH 20-11-2025AD1 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (اتلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اومانیزم

اومانیزم «انسان‌پالنه» (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _20 _نوومبر _2025AH 20-11-2025AD2 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­زهي اومانیزم «انسان‌پالنه» (لومړۍ برخه) لنډیز اومانېزم، انسان‌واکي، د بشر بنسټي‌توب، بشرواکي او…

نور یی ولوله
متفرقه

د مطالعې ماهيت او څرنګوالۍ (دویمه برخه)

پنجشنبه _20 _نوومبر _2025AH 20-11-2025AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د مطالعې ماهيت او څرنګوالۍ (دویمه برخه) لوستل یا مطالعه که څه…

نور یی ولوله
متفرقه

د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (لومړۍ برخه)

دوشنبه _17 _نوومبر _2025AH 17-11-2025AD36 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (لومړۍ برخه) لنډیز په دې مقاله کې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _20 _نوومبر _2025AH 20-11-2025AD

اومانیزم «انسان‌پالنه» (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _20 _نوومبر _2025AH 20-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.