Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)
اسلام شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه
د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)
لنډیز
طبیعي پېښې او افتوته چې وخت په وخت د انسان په ژوند کې پیښیږي او کله ناکله درانه مالي او ځاني زیانونه هم رامنځته کوي یوازې فزیکي او طبیعي پېښې نه دي، بلکې د خدای تعالی د نامحدود قدرت نښې، د حکیمانه خلقت د نظام یوه برخه، او د انسان د بیدارۍ او راویښېدو الهي درسونه دي. داسې درسونه او پیغامونه چې د غفلت په خوب ویده انسانان باید راویښ کړي او یو ځل بیا یې د الله تعالی لورې ته متوجه کړي. د طبیعي پېښو له ډلې یوه مهمه پېښه زلزله ده.
قرآن کریم او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌ وسلم سنتو کې زلزله کله د بیدارۍ او نصیحت، کله د ازموینې او کله هم د هغو قومونو د عذاب وسیله ګڼي چې د الهي فرمانونو نه منونکي وو. عبرت او پند اخیستل د طبیعي پېښو له سترو موخو څخه دي.
خو په معاصره زمانه کې داسې ډلې او فکري بهیرونه را پیدا شوي چې زلزله او نورې بلاوې یوازې طبیعي پدیدې ګڼي، د عبرت او عذاب اړخونه یې ردوي او په اړه یې شبهې مطرح کوي.
په دې څېړنه کې هڅه کوو چې زلزله د قرآن کریم، د نبي کریم صلی‌الله‌علیه ‌وسلم د احادیثو او د علماوو د اقوالو له زاویې وڅېړو او د معترضینو شبهاتو ته علمي او منطقي ځواب ووایو.
اړین کلمات: الهي آزموینه، طبیعي پېښې، زلزله، شبهات او عذاب.
سریزه
په نننۍ نړۍ کې انسانان د ورځنیو ستونزو، ننګونو او د نورو له ‌خوا د رامنځته شویو کړکېچونو تر څنګ، وخت په وخت له طبیعي پېښو او بلاوو سره هم مخامخ کېږي. لکه څنګه چې د بشري تاریخ په اوږدو کې تېر نسلونه یو په بل پسې له دغو الهي آزموینو او طبیعي پېښو سره مخ شوي او له درد ناکو پایلو او عذابونو سره لاس او ګرېوان وو.
نن ورځ که څه هم انسان باید دا زده کړي چې تر یوه بریده له دغو ستونزو سره ځان عیار کړي، خو هېڅکله یې د دغو پېښو د له ‌منځه وړلو یا بشپړ کنټرول توان نه ‌دی موندلی. دا ډول پېښې نه یوازې چاپېریال زیانمنوي، بلکې درانه اقتصادي، ټولنیز او انساني تلفات هم رامنځته کوي. کله نا کله د دغو پېښو شدت او پراخوالی دومره ډېر وي چې هېڅ ځواک یې د مخنیوي وس نه ‌لري.
د بېلګې په توګه کولای شو د وروستیو نړیوالو زلزلو او توپانونو ته اشاره وکړو چې نړۍ یې ولړزوله او د بشر ټول نظام یې ګډوډ کړ. که څه هم د قیامت د ورځې زلزله او د ویجاړیو تصور زموږ له ادراکو څخه پورته دی خو بیا هم د دغو پېښو له لیدلو وروسته کولای شو د قیامت د زلزلې ستروالی او وېره په ذهن کې انځور کړو.
په دې کې شک نشته چې زلزله د قیامت له سترو نښو څخه ده؛ چې له ظاهري او فزیکي اسبابو ورها خوا د الهي عتاب او قهر نښه هم ده. لکه څنکه چې خدای تعالی فرمایي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ» ژباړه: «ای خلکو! له خپل ربه ووېرېږئ، بې شکه د قیامت زلزله یو ډېر لوی (هېبتناک) شی دی.»[۱]
د پورته آیت په مرسته پوهېږو چې د نړۍ دا کوچنۍ زلزلې د قیامت د لویې زلزلې یادوونکې دي. ځکه طبیعي بلاوې او هغه پېښې چې د بشر له وس او قدرت څخه بهر دي، د انسان د بیدارۍ او فکري ژورتیا سبب ګرځي او انسان دې ته هڅوي چې د دا ډول ناورینونو له پېښېدو وړاندې د مادي او معنوي عواملو ترمنځ اړیکه تحلیل کړي، ترڅو پوه شي چې د دغو پېښو اصلي علتونه کوم دي؟ ایا انسان په خپلو اعمالو سره د دغو بلاوو په رامنځته کېدو او یا مخنیوي کې کوم رول لري او که نه؟ ایا د بشر کړنې د دغو کړکېچونو او مصیبتونو د منځته راتلو عامل دی او که نه؟ او یا دا ډول پېښې له انسان سره هېڅ تړاو نه لري او هدف یې بل څه دی؟
په دې څېړنه کې هڅه کوو چې د زلزلې لغوي تعریف وړاندې کړو، د علماوو اقوال ذکر کړو، هغو تاریخي پېښو او حوادثو ته کتنه وکړو چې د صحابه‌ کرامو رضی‌الله‌عنهم له زمانې څخه تر نن ورځې پورې رامنځته شوي، اوهمدارنګه د ملحدینو او معترضینو شبهات بیان کړو او د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې یې ثابته کړو چې زلزلې او نورې طبیعي پېښې یوازې فزیکي او مادي حوادث نه دي، بلکې د بشریت د بیدارۍ، عبرت اخیستو او خدای تعالی ته د بېرته ور ګرځېدو درسونه دي.
د زلزلې لغوي مفهوم
(زلزل – یزلزل – زلزلةً او زلزالاً) د عربي ژبې د رباعي د مجرد باب فعل دی چې د یوه شي د خوځیدو یا په حرکت د راوستو په معنا ده.
ابواسحاق رحمه‌الله د الله تعالی د دې قول په تفسیر کې فرمایي: «إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا» [۲] یعنې ډېر شدید ټکان وخوري.
امام انباري رحمه‌الله د عربو د هغه متل په اړه چې وایي: «أصابت القوم زلزلة» فرمایي: «یعنې هغوی وویریدل او وډار شول»، ځکه الله تعالی فرمايي: «وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ…»[۳] یعنې: «هغوی بې ‌حده وډار شول او امتحان شول…»
نو «الزلازل» د سختیو، ویرې او ابتلاؤ په معنا هم راځي.[۴]
دوام لري…

راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] سورة الحج، آیت ۱

[۲]سورة الزلزلة، آیت ۱

[۳] سورة البقرة، آیت ۲۱۴

[۴] ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، ماده زلل، ج ۱۱، ص ۳۰۶

Previous Articleقران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)
Next Article د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۳)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۲)

سه شنبه _16 _دسمبر _2025AH 16-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD11 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.