Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فرانکفورت مکتب»فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (۱۲ برخه)
فرانکفورت مکتب دوشنبه _13 _اکتوبر _2025AH 13-10-2025AD

فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (۱۲ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجکي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (۱۲ برخه)
د يورگن هابرماس ژوند، آثارو او نظریاتو ته کتنه
يورگن هابرماس د ۱۹۲۹ میلادي کال د جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د جرمني په دوسلدورف ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هابرماس خپله ځواني د هټلر د واکمنۍ او د نازېزم د ختميدو په دوران کې تېره کړه. د هټلر راښکاره کېدو د نړۍ متفکرین اړ کړل ترڅو وپوښتي: څنګه کېدلای شي چې دموکراسي او آزادي دې «نازیزم» وزیږوي؟ آيا هټلر د خلکو د رايو پر اساس نه و ولسمشر شوئ؟ دېته ورته نورې پوښتنې چې د هابرماس په څېر کسان يې ژور فکر او تأمل ته وهڅول.
له کانت څخه نیولې تر مارکس پورې یو ژور او فکرجوړونکي  فرهنګ د یوه لوی او غني فکري او فلسفي سنت د ښکاره کېدو او تکامل لامل شو، داسې یو سنت چې د «نجات ‌ورکوونکي انتقادي عقل» او د آزادۍ د عيني تحقق مفکوره يې تر ټولو لوړ ارزښت باله خو د هټلر او نازيانو د راپيداکېدو لپاره یې لازم شرایط برابر کړل.
هابرماس د خپلې ځوانۍ د تجربو په اړه وايي: «زه چې شاوخوا ۱۵ يا ۱۶ کلن وم د راډيو ترڅنګ به کښېنستم او هغه بحثونه او منازعې به مې اوریدې چې د نورنبرګ د محاکمو پر مهال به له راډيو خپرېدې. هغه وخت کله چې خلکو د وېري له امله چوپ پاتې نه شول او د محکمې د عادلانه ‌والي، د قضايي بهير او د محکمې د کړنلارې په اړه يې پوښتنې راپورته کړې زما په ذهن کې لومړنی فکري درز(اختلاف) رامنځته شو؛ داسې یو اختلاف چې لا هم د دوام او د ‌ډېرېدو په حال کې دی. ځکه زه ډېر حساس وم او د خپلو مشرانو په څېر اغېزمن شوی وم، ځان مې له هغه ناوړه او انسانيت ضد واقعيت څخه لرې وساته چې ټولو ته ښکاره و.»
هابرماس خپلې لوړې زده کړې د «ګومزبخ»، «ګوتینګن»، «بن» او «زوریخ» په پوهنتونونو کې ترسره کړې. په ۱۹۵۴ زېږديز کال کې يې د شيلینګ په افکارو کې د مطلق او تاريخ تر منځ د ټکر د موضوع په اړه د «مطلق او تاريخ» تر سرليک لاندې خپله دوکتورا بشپړه کړه. وروسته یې دوه کاله د ورځپاڼو لپاره لیکل وکړل، په ۱۹۵۶ کال کې د فرانکفورت د ټولنيزو څېړنو د مؤسسې غړی شو.
هابرماس په همدې دوره کې د یاد مکتب له مشهور غړي تئودور آدورنو سره د مرستيال په توګه کار پيل کړ او د فرانکفورت مکتب د فکرکوونکوکسانو تر فکري اغېز لاندې راغی. درې کاله یې د هايدلبرګ په پوهنتون کې فلسفه تدریس کړه، او له ۱۹۶۴ تر ۱۹۷۱ زېږديز کال پورې په فرایبورګ پوهنتون کې د ټولنپوهنې او فلسفې استاد و. له ۱۹۷۲ تر ۱۹۸۱ کال پورې د ماکس پلانک د څېړنو د مؤسسې مدير و او په ۱۹۸۱ کال کې یې خپل لوی علمي اثر «د ارتباطي عمل نظريه» (Theorie des kommunikativen Handelns) په دوو ټوکو کې خپره کړه. له ۱۹۸۳ زېږديز کال وروسته یې د فرانکفورت په «ګوته» پوهنتون کې تدريس پيل کړ او دې لړۍ د ده د تقاعد تر وخته دوام پیدا کړ.
هابرماس د زده کړو پر مهال ځانګړی استاد نه درلود، خو د لویو متفکرانو له آثارو يې ډېره ګټه پورته کړه. هابرماس وايي: «کله چې د فرانکفورت مؤسسې غړی شوم، له آدورنو څخه مې ډېر څه زده کړل. ده‌ را وښودل چې په پیل کې بايد لومړني متون له پيله تر پایه په منظم ډول مطالعه شي. هابرماس له دې طريقې د ګڼو فيلسوفانو او ټولنيزو نظريه ‌پوهانو په آثارو کې ګټه پورته کړه، له هر فیلسوف يې یو څه زده کړل، خو هغوی يې نقد هم کړل.»
هابرماس د ګڼو فکري شخصيتونو تر اغېز لاندې راغلی دی، چې ځينې يې دا دي:
هابرماس د لوکاچ د «تاريخ او طبقاتي پوهاوی» کتاب په ډېره مينه ولوست. له کارل مارکس، ګئورګ وېلهلم فريدريش هيګل، د ځوانو هيګليانو، فريدريش وېلهلم شيلینګ، يوهان ګوتليب فیشته، او ايمانوئل کانت څخه يې فکري الهام واخيست. د کارل الويټ تر لارښوونې لاندې یې د ځوان مارکس او ځوانو هيګليانو نظریات مطالعه کړل. هابرماس همدارنګه د تئودور آدورنو او ماکس هورکهایمر آثارو په ځانګړي ډول د دوی ګډ اثر «ديالکتيک روشنګری» (Dialektik der Aufklärung) ته مخه کړه.
هابرماس د فرانکفورت مکتب وروستی استازی ګڼل کیږي. فرانکفورت مکتب يو انتقادي نظريي مکتب دی چې د پانګوال نظام پر ساختارونو (جوړښتونو) نیوکه لري. یاد مکتب له ۱۹۶۰مو کلونو راهيسې د نئومارکسيزم په چوکاټ کې د علمي فرضيو او د ښوونې او روزنې د بنسټونو د انتقادي ارزونې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د هابرماس مهم آثار دا دي:
د «عمومي حوزې ساختاري بدلون»، «د ټولنيزو علومو په منطق کې نظريه او واقعیت»، «پوهاوی او د انسان علایق»، «د عقلاني ټولنې پر لور»، «د مشروعيت بحران»، «فلسفي هرمنيوتيک»، «د تاريخي ماتريالېزم بيارغونه»، «مفاهمه او د ټولنې تکامل»، «د مفاهمې نظريه»، «د مدرنیتې فلسفي ګفتمان»، «د مفاهمې (اړيکو) د کنش نظريه» په دوو ټوکو کې، «له ماوراءالطبيعیت ورهاخوا تفکر»، «اخلاقي پوهاوی او د اړيکو د عمل حقانیت او رښتينولي»، «د اخلاقي ګفتمان په اړه ملاحظات»، «د واقعيتونو او اصولو ترمنځ»، «فلسفي ـ سياسي څېره»، «نئو محافظه ‌کاري»، «خلاصون‌ موندونکی ځواک» او «د خپلواکۍ او يووالي سمبولونه». د دغو آثارو ډېری يې انګليسي ژبې ته هم ژباړل شوي دي.
هابرماس له شک پرته د فرانکفورت مکتب د ټولنيزې فلسفې او انتقادي نظريي له وتلو او آزادخیالو استازو څخه دی. لکه څنګه چې په تېرو برخو کې يادونه وشوه د فرانکفورت مکتب د انتقادي نظريه ‌پوهانو اصلي موخه دا وه چې مارکسيزم د استالينيستي ارتودوکسي له قيد(ارزونې)  څخه آزاد کړي او په يو ايديولوژيک ـ فرهنګي نقد یې بدل کړي. له همدې نظره هابرماس د هغوی د فکري لړۍ دوام ګڼل کېږي، ځکه نوموړي هغه فرهنګي او سياسي عوامل چې د انسانانو  بېلابېلا ذهنونوترمنځ ګډ تفاهم  اود اړيکو اصلي بڼې اړول، ضعف او بندېدو لامل کیږي په انتقادي ډول تحلیل کړل.
په همدې توګه هابرماس د انتقادي نظريې په پراختيا او بيارغونه کې بنسټيز رول ولوباوه. د معاصرې اروپايي فلسفې په ډګر کې د ده لویه فکري ونډه په دې اساسي فرضيه کې لیدلی شو:
د عقلاني تفکر، استدلال (دليل راوړل )اوخلاصون‌ موندونکي پوهه او کمال‌ منونکې جوړښتونه په محسوس ډول د لاسرسي وړ دي او ښکاره حضور لر ي. ځکه یاد جوړښتونه د انسان د ورځنيو اړيکو او تعاملاتو په بستر کې نغښتي دي.
همدا فکري جوړښتونه او بصيرتونه نه د بهرني واقعيت برخه ده او نه هم د بهرني واقعیت د ظاهري تأمل پایله، بلکې د هغو ټولنيزو باورنوپه منځ کې بايد ولټول شي چې زموږ د ژوند نړۍ بنسټ جوړوي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

Previous Articleآتئیزم «خدای نه منل» (۲ برخه)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (پينځمه برخه)

اړوند منځپانګې

کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۳)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۲)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۲)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD2 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵) الله…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.