Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شین‌تو دین (پنځمه برخه)
دینونه یکشنبه _21 _سپتمبر _2025AH 21-9-2025AD

شین‌تو دین (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه
شین‌تو دین (پنځمه برخه)
مقدمه: د هغو کتابونو په لوستلو سره چې د شین‌تو دین په اړه لیکل شوي په ځانګړي ډول د عبادتونو، خدایانو او مقدسو موجوداتو په برخه کې ډېر ځله د «کامي» یا «کاميان» له کلمې سره مخامخ کېږو. «کامي» د شین‌تو د پیروانو په نظر یو له تر ټولو مهمو کلمو او بنسټیزو مفاهیمو څخه دی. د دې لپاره چې ښه پوه شو چې «کامي» څه شی دی، ولې په دې آیین کې دومره زیات اعتبار لري او خلک د «کامي» په اړه څه باور او عقیده لري، په دې برخه کې به د کامي تعریف، د کامي ماهیت او په شین‌تو دین کې د کامیانو شمېر وڅېړو.
کامي
«کامي» د طبیعي پدیدو او ماوراءالطبیعي ځواکونو په اړه هم دلالت کوي. د جاپانیانو په مذهبي او فلسفي عقایدو کې کاميان پر هر څه، حتا د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز لري. له همدې امله یې خلک لمانځي تر څو د خدایانو لطف او مهرباني یې په برخه شي. لکه څنګه چې په اساطیرو کې راغلي کاميان د مادي او معنوي پاکۍ د عنصر له مخې سره جذبېږي، او د دې دواړو د نشتوالي او یا د نا‌هماهنګۍ په صورت کې سره لرې کېږي. کاميان له طبیعت سره نېغ په نېغه اړیکه لري او کېدای شي د غرونو، آبشارونو، ونو او ډبرو په بڼه په غیرمعمولي ډول شتون ولري.
د کامي (Kami) د کلمې مانا
د «کامي» کلمه ګڼ شمېر ماناوې لري. له یوې خوا د طبیعت د ارواحو استازیتوب کوي لکه غرونه، سیندونه، ونې، ډبرې، او سمندر. یاد ټول موجودات ژوندي او مقدس ګڼل کېږي. له بلې خوا هغو خدایانو ته اشاره ده چې په همدې طبیعي موجوداتو کې مېشت دي، یا په اصل کې یو فوق‌الطبیعي ځواک چې د یوه ګډ نیک روح (د پخواني جاپان ټولنیز واحد) ساتنه کوي. د کامي روح کېدای شي په ځینو زړورو، استثنايي او با استعداده اشخاصو کې حلول وکړي، او د یوه ژوندي کامي په توګه لوړ الهي مقام ورکړي. کامي کولای شي د ښمنانو له لارې خپله وحې ابلاغ کړي، ځکه هغوی د «روح اولادونه» (میکو) ګڼل کېدل.[۱]
په جاپاني ژبه کې د «کامي – نو – میچي» اصطلاح د شین‌تو یا شین‌تائو مترادف ده چې په چینایي ژبه کې د «خدایانو د لارې» مانا لري. «کامي» چې تحت‌اللفظي مانا یې لوړوالی دی د ټولو هغو طبیعي ذاتیاتو لپاره کارول کېږي چې د درناوي، ستاینې او یا وېري وړ دي لکه: نباتات او ونې، حیوانات، غرونه او سمندرونه، انسانان او حتا شرور او وهمي موجودات. داسې ښکاري چې د «کامي – نو – میچي» اسطورې د هغو اړیکو څرګندونه کوي چې د طبیعت د موجوداتو تر منځ د دې قوم په «جمعي ضمیر» کې انعکاس مومي.
«کامي» یوه جاپاني اصطلاح ده چې د هستۍ د ټولو خدایانو د تعبیر لپاره کارول کېږي. یاده کلمه په جاپان کې د هر ډول خدای، یا د هغه څه لپاره چې د خدای په څېر واوسي او یا د خدای په معنا وکارول شي استعمالېږي.[۲]
«کامي» کلمه د جاپاني ژبې برخه ده چې د «لوړ» او «برین» مانا لري. ډېر د پوهې کار به وي که د دې کلمې او د «کا Ka» ترمنځ اړیکه ټینګه کړو؛ هغه کلمه چې د تعجب او حیرانتیا معنا لري، داسې حیرانتیا چې د وېرونکو یا د نه‌درک‌کېدونکو شیانو په لیدو سره پر انسان راځي. ښایي د وخت په تېرېدو همدې طرز فکر وده کړې او دې ځای ته رسېدلی وي.[۳]
البته یادونه یې اړینه ده چې جاپاني وګړو په پیل کې کامي او دېته ورته موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه نه کوله؛ خو وروسته یې د کنفوسیوس او بودایي مذهبونو تر اغېز لاندې خپل آیین او همدارنګه هغو شیانو ته چې خدایان یې بلل، ډېر اهمیت ورکړ.
د کامي تعریف
لوی متفکر «متوری نورینگا» (۱۷۳۰–۱۸۰۱ ز.) د «کامي» مانا په دې ډول خلاصه کوي: «په عمومي ډول ویلای شو چې «کامي» په لومړي سر کې د ځمکې او اسمان پر هغو خدایانو دلالت کوي چې په لرغونو اسنادو کې یې یادونه شوې ده، او همدارنګه د معبدونو هغه کامي ارواح چې عبادت یې کېږي، چې انسانان هم پکې شاملېږي. همدارنګه د مرغانو، څارويو، ونو، بوټو، سمندرونو او غرونو په څېر ټول موجودات د لرغوني تفسیر له مخې غیرعادي وو، هر څه به چې لوړه او ځواکمنه بڼه درلوده او په صلابت به مشهور وو کامي بلل کېدل. البته اصالت یوازې نېکۍ او یا ښه چلند ته نه ورکول کیږي؛ بلکې ناولي او مرموز شیان هم که په کافي اندازه خارق‌العاده او وېروونکي واوسي کامي ګڼل کېږي. ښکاره خبره ده چې د هغو انسانانو په منځ کې چې کامي ګڼل کېږي د نسلونو په سلسله کې مقدس امپراتوران نه راځي.»[۴]
«متوري نورینگا» چې په اتلسمه پېړۍ کې د شین‌تو له مذهبي مشرانو څخه و د «کامي» د کلمې په اړه خپله عمومي څېړنه داسې بیانوي: «هر هغه څه چې د درناوي او تقدیس وړ وي او د عادت خلاف انسان وېرې ته اړ باسي او همدارنګه هغه ځواکونه چې د پورته مواردو رامنځته کوونکي دي، کامي بلل کېږي». نوموړی زیاتوي: «ضروري نه ده چې یاد شیان دې د ډېر ارزښت، ګټې یا زیان له کبله برجسته واوسي».[۵]
له دې څرګندېږي چې کله ناکله بې‌ارزښته شيان هم د دوی د عبادت برخه ګرځي او کامي ګڼل کېږي.
د «کامي» کلمه د شین‌تو د خدایانو لپاره کارول کېږي. کاميان هغه مقدس شیان، خدای‌ډوله موجودات او طبیعي پدیدې یا د درناوي وړ نښې دي چې له خلکو سره د پلار او زوی اړیکه لري، یا په بله وینا د نیا او اولاد تړاو سره لري.[۶]
په شین‌تو دین کې کامي د عبادت وړ ګڼل کېږي. هغه څه چې له دې کلمې څخه استنباط کېږي د «خدای» یا «روح» مانا لري؛ خو په حقیقت کې یاده کلمه ډېر طبیعي ځواکونه په ځان کې رانغاړي. دا ځواکونه په یو وخت کې د خیر او شر دواړه اړخونه لري چې د خپلې برترۍ له کبله د خلکو د درناوي او تقدس وړ ګرځېدلي دي. په همدې ډول د هستۍ روحونه، د نیاګانو لوړې ارواحې، او د ژوندیو او غیر ژوندیو شیانو لکه نباتاتو، مرغانو، حیواناتو او ډبرو ارواح ټول د کامي بېلګې ګڼل کېږي.[۷]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] یوسا، میچیکو، د جاپان مذهبونه، ژباړه: حسن افشار، لومړۍ چاپ ۱۳۸۲ هـ ش، مخونه ۲۰ – ۲۱.

[۲] التاعب، محمد شاهین، «الشنتویة» مدونة التاعب، بې‌تا.

[۳] کوجیکی، د شین‌تو آیین مقدس کتاب، ژباړن: ډاکټر احسان مقدس، لومړۍ چاپ، ژمی ۱۳۸۰ هـ ش، مخ ۲۰.

[۴] یوسا، میچیکو، د جاپان مذهبونه، ژباړن: حسن افشار، لومړۍ چاپ، ۱۳۸۲ هـ ش، ص ۲۱.

[۵] کوجیکی، د شین‌تو آیین مقدس کتاب، ژباړن: ډاکټر احسان مقدس، لومړۍ چاپ، ژمی ۱۳۸۰ هـ ش، ص ۱۹.

[۶] فرهنگ ژاپن، نگاشته شده توسط برخی اندیشه‌ورزان انسان‌شناسی و فرهنگی، حمیده امیریزداني، بیتا، ص ۱۱۳.

[۷] کوجیکی، د شین‌تو آیین مقدس کتاب، ژباړن: ډاکټر احسان مقدس، لومړۍ چاپ، ژمی ۱۳۸۰ هـ ش، ص ۱۸–۱۹.

Previous Articleفرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)
Next Article فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۶)

پنجشنبه _29 _جنوري _2026AH 29-1-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۵)

چهارشنبه _28 _جنوري _2026AH 28-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵) الله…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD11 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷) ظاهري نښې په ظاهري بڼه کې هغه توپیر…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD6 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰) طب او اسلام اسلام د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.