Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شېن‌تو دین (لومړۍ برخه)
دینونه یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD

شېن‌تو دین (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: ابو عايشه
شېن‌تو دین (لومړۍ برخه)
لنډيز
که څه هم غنوصي (باطني) اديان د رمز او رموزو، نښو، تمثيلونو او روحاني رازونو د ډکو متونو له امله تر ډېره پېچلي او مبهم دي؛ خو د ځينو ابهام او پېچلتيا د نورو په پرتله زياته ده، ځکه چې باطني اديان ټينګ اساس نلري. له رازونو د ډک او مبهمو دينونو له جملې یو یې هم د «شېن‌تو دين» دی؛ شېن‌تو دين د جاپان د خلکو دين ګڼل کېږي. یاد دين تراوسه هېڅ باوري منبع، مقدس کتاب او پېغمبر نه لري. د شېن‌تو دين اصلي هسته د جاپان د خلکو دودونه، رواجونه او بومي تقاليد جوړوي. د یاد دین د ګډوډی او التباس یو لامل دې سیمې ته د نورو سیمو د خلکو راتګ او له شېن‌تو دین سره د خپلو عقایدو ګډول دي.
په دې څېړنه کې هڅه کوو چې د شېن‌تو دین معرفي کړو، د جاپاني وګړو ترمنځ یې د پيدايښت او ودې څرنګوالی تشريح کړو او وښیو چې د جاپان د خلکو دین څه ډول دودونه لري، د چا او څه شي عبادت ترسره کوي او د عبادت طریقه یې څه ډول ده.
سریزه
شینتو دین د جاپان د لرغوني او بومي دین په توګه د دې هېواد د وګړو په کلتور، تاریخ او هویت کې ژوره ریښه لري. شینتو دین د نړۍ د ډېرو نورو ادیانو خلاف، نه یو منظم عقیدتي چوکاټ لري، نه کوم رسمي مقدس کتاب، او نه هم کوم ښکاره بنسټ‌اېښودونکی. یاد دین تر ډېره له اساطیرو، دودونو او د دې خاورې د خلکو له  قومي روحیاتو څخه سرچینه اخلي او پر هغو رواجونو، دودیزو مراسمو او کلتوري میراثونو ولاړ دی چې له پخوانیو نسلونو څخه ورته پاتې دي. د کلمې د ریښتیني مانا له مخې که څه هم شینتو دین د مسلمانانو د قرآن کریم او یا د عیسویانو د انجیل په څېر خاص مقدس متن نه لري خو دوه پخواني اسناد «کوجي جي» او «نیهون جي» په دې دلیل چې د جاپاني تاریخ او د شینتو د اساطیرو راپورونه او کیسې پکې راغلې دي د دې خاورې د وګړو له نظره مقدس ګڼل کېږي.
«شینتو» چې د جاپان د بومي مذهب نوم دی په پیل کې د اصولو او کلامي فروعو پر بنسټ نه و ولاړ؛ بنسټیز اصول یې وروسته رامنځته شول. یاد دین ځانګړو ځایونو سره له وفادارۍ او مینې، او د ملي او معلومو روشونو په تړاو له پابندۍ څخه عبارت دی. د جاپان هېواد د عامو خلکو لپاره له وطن سره مینه لومړی یو قلبي او عاطفي احساس دی او وروسته د دین او ایمان مسئله ګرځي. له وطن سره مینه او دوستي ددې لامل شوې چې د خپل هېواد لپاره وخت ځانګړی کړي، هڅې وکړي او په بېلابېلو برخو کې یې ودې او پرمختګ ته ورسوي.
د څېړنو له مخې د جاپان ډېری خلک ځانونه کوم ځانګړي دین او آیین پورې تړلي نه ګڼي. دوی په آزاده ډول له هر دین څخه چې وغواړي پیروي کوي. نن ورځ په جاپان کې درې دینونه ډېر رایج دي، خلک پرې باور لري او د همدې دینونو د دودونه مطابق عمل کوي: د شینتو دین، د بودا دین او د عیسویت دین. البته ځینې باور لري چې د شینتو آیین د بوداییزم او د خلکو د دودونو یو ګډ ترکیب دی، دا موضوع به په راتلونکو برخو کې په تفصیل سره تشریح شي.
شینو آیین په شپږمه میلادي پېړۍ کې د بودایي آیین له راتګ وړاندې د جاپاني وګړو پر کلتور، سیاست او ورځني ژوند ژور اغېز وکړ. د ډېریو نورو ادیانو خلاف شینتو دین له لومړنۍ ګناه، جنت او دوزخ او یا له هغو الزامي قوانینو څخه خالی دی چې په نورو ادیانو کې لیدل کېږي. په دې دین کې د پورته مواردو پر ځای په پاکۍ او طهارت، طبیعت ته په درناوي او له کاميانو سره په ګډ ژوند ټینګار کیږي. شینتو نظام کې «کامي» د مقدسو ارواحو او یا د طبیعت د الهي ځواکونو په توګه ګڼل کېږي، چې په غرونو، سیندونو، ونو، لمر، باد، او ان په بې‌وجوده شیانو او یا د پخوانیو نیکونو په وجود کې اوسېږي. هغه شیان چې له کامیانو سره تړاو ولري هم د کامي په نوم یادېږي.
په دې څېړنه کې هڅه کیږي چې د معتبرو کتابونو، رسمي دایرةالمعارفتونو او د ادیانو په اړه د لیکل شوو سرچینو له مخې شینتو دین چې د جاپاني وګړو دین او آیین دي وڅېړل شي. په دې مقاله کې هڅه کېږي چې د «شینتو» لفظ، د دې آیین شالید او د رامنځته کېدو تاریخ یې په تفصیل سره بیان شي.
جاپان او وګړي یې
مخکې له دې چې اصلي موضوع ته داخل شو، ښه ده چې لومړی جاپان او د جاپان وګړو ته یوه کتنه وکړو، ترڅو پوه شو چې دا خلک له کوم نژاد څخه دي، له کومه راغلي، څه ډول عقاید او باورونه لري؟
جاپان هغه هېواد دی چې د ختیځې آسیا په وروستي سر کې پروت دی. جاپان یو لرغونی هېواد دی او ډېر پخوانی تمدن لري چې تاریخ یې تر دوه زره او پنځه سوه کلونو پورې رسیږي. جاپانيان زیار‌کښ، وطن‌دوسته او هڅاند خلک دي، د پایداره ارادې په وسیله یې خپل هېواد له شاتګ او فقر څخه وژغوره او د صنعت، ټکنالوژۍ او شتمنۍ تر لوړو څوکو یې ورسوه.
د څېړونکو په اند د جاپان نژاد خالص نژاد ندی، بلکې د بېلابېلو نژادونو ګډوله ده: لومړی سپین‌پوستی نژاد دی، دا نژاد چې د آینو له ټبر څخه و د نوې ډبرینې دورې پر مهال د آمور سیند له شاوخوا سیمو څخه جاپان ته کډه شو. ژیړ یا مغولي نژاد چې په شاوخوا اوومه هجري پېړۍ کې له کوریایي ټاپووزمې یا د کوریایي خاوري له لارې جاپان ته ننوت. قهوه‌ای یا تور نژاد چې له مالایا ټاپووزمې او اندونیزیا څخه راپورته شو او د جنوبي ټاپوګانو له لارې جاپان ته ورسېد.
سلګونه کاله وخت یې ونیو چې له دغو مختلفو نژادونو یو داسې واحد قوم رامنځته شي چې ځانګړې ژبه او بېل تمدن ولري.
جان‌پرستي، توتم‌پرستي،  نیاپرستي او د جنسي دستګاه عبادت د لومړنیو جاپانيانو د دیني اړتیاوو د پوره کولو وسیلې وې. دوی عقیده درلوده چې ارواګانې هر ځای شتون لري په سیارو او د آسمان په ثوابتو کې، په بوټو، د کروندو په حشراتو، ونو، حیواناتو او خلکو کې. د دوی په باور بې‌شمېره خدایان د کورونو او د هغوی د اوسېدونکو پر سرونو معلق وو او د څراغ لمبو او وړانګو ته یې نڅا کوله. دوی به د هوسیو د ښکرونو او یا د شمشتیو/ لاک‌پشت/ Turtle د کوپړۍ د سوځولو په وسیله غیب‌ وایه. دوی له مړو وېرېدل او د هغوی عبادت به یې کاوه، او د رامولو لپاره به یې په قبرونو کې قیمتي شیان ورسره اېښودل. [۱]
نن سبا هم د جاپان ډېری خلک په کوم ځانګړي دین او آیین باور نه لري؛ ځکه جاپان د خپل اصلي جوهر له مخې دیني سیمه نه ده. د دې سیمې خلک دیني مناسکو ته د یو ډول دود، عادت او طریقي په سترګه ګوري، نه د روحاني او معنوي ارزښت په سترګه. [۲]
جاپان یو سکولار (بې‌دینه) هېواد دی او دین د جاپاني وګړو په سیاسي او ټولنیز ژوند کې کومه مهمه ونډه نه لري. زیاتره خلک یوازې د ځانګړو مراسمو لپاره لکه د زېږون، واده او د جنازې د تشریفاتو لپاره له مذهبي آیینو څخه پیروي کوي، یا د دعا لپاره په خپلو کورونو کې وړې محرابې (کوچني عبادتځایونه) لري. البته باید وویل شي چې د دغو خلکو ژوند د «شینتو» دین له مخې پیلیږي او مړینه یې د بودایي دین د مراسمو له مخې پای ته رسېږي. د بېلګې په توګه کله چې یو جاپانی ماشوم وزېږيږي، نو د زېږون مراسم یې د شینتو په زیارت‌ځای کې ترسره کېږي، خو کله چې مړ شي نو د جنازې مراسم یې په یوه بودایي معبد کې ترسره کېږي. همدا لامل دی چې د جاپان خلک ځان هم «شینتو» او هم «بودایي» ګڼي، او نیمایي یې د شینتو پیروان دي او نیمایي نور یې بودایان دي.[۳]
د څېړنو له مخې هغه کسان چې په شینتو آیین باور لري او خپل دین یې ګڼي، شمېر یې تر ۱۶۰ میلیونه کسانو پورې رسېږي، او هغه کسان چې ځانونه بودایان بولي شمېر یې ۹۶ میلیونه دی. په داسې حال کې چې د جاپان د وګړو ټول شمېر شاوخوا ۱۲۵ میلیونه دی. د زیاتوالي علت یې دا دی چې ډېری خلک په یو وخت کې هم د شینتو او هم د بودایي دینونو لارویان دي، او ان ځینې داسې کسان هم پکې شته چې خپل باورونه د عیسویت له آیین سره ګډوي او په دې کار کې هیڅ ستونزه نه ویني. تر ټولو غوره بېلګه یې د اخترونو، ودونو او نورو مراسمو ترسره کول دي، چې په یو وخت کې هم له شینتو، هم بودایي او هم د عیسويت له دودونو پکې استفاده کیږي.[۴]
دوام لري…
سرچینې:

[۱] کوجيکي، د شینتو آیین مقدس کتاب، ژباړه: ډاکټر احسان مقدس، لومړی چاپ، ژمی ۱۳۸۰ هـ ش، ص ۱۱–۱۲.

[۲] الجشي، علي عبدالمحسن، الثقافات العالمیة الرئیسیة (۲۹)، خپور شوی د علوم القطیف په وېبپاڼه کې.

[۳] ژاپن کجاست / آشنایي با کشور ژاپن، تاریخ و جغرافیای آن، مجلۀ ګرځندوی «بامبو»، د مقالې د خپرېدو نېټه: ۱۵ فبروري ۲۰۲۵.

[۴] دعدوش، أحمد، الدیانة الشنتویة… تراث أسطوري یحکی قصة الیابان من نشأتها حتی الاستسلام، خپور شوی په د الجزیره وېبپاڼه کې، د مقالې د خپرېدو نېټه: ۲۰۲۴/۱۰/۲۰.

Previous Articleقرآن تلپاتې معجزه (پنځه دېرشمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  (نهه‌پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (در وېشتمه او وروستۍ برخه)

چهارشنبه _3 _سپتمبر _2025AH 3-9-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (یووېشتمه برخه)

دوشنبه _1 _سپتمبر _2025AH 1-9-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  (نهه‌پنځوسمه برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD2 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  (نهه‌پنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
دینونه

شېن‌تو دین (لومړۍ برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD4 Views

ليکوال: ابو عايشه شېن‌تو دین (لومړۍ برخه) لنډيز که څه هم غنوصي (باطني) اديان د…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (پنځه دېرشمه برخه)

شنبه _13 _سپتمبر _2025AH 13-9-2025AD4 Views

لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي قرآن تلپاتې معجزه (پنځه دېرشمه برخه) د نظر، شریعت او…

نور یی ولوله
متفرقه

د دروزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

شنبه _13 _سپتمبر _2025AH 13-9-2025AD3 Views

لیکوال: غیاث الدین غوري د دروزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  (نهه‌پنځوسمه برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD

شېن‌تو دین (لومړۍ برخه)

یکشنبه _14 _سپتمبر _2025AH 14-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.