لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي
قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه)
د انسان د لاسونو دقیقه انجینري یا مهندسي
که چېرې موږ یوازې خپلو لاسونو ته وګورو او د هغې د جوړښت په اړه فکر وکړو، نو موږ ته به روښانه شي چې د انسان د بدن دا کوچنۍ برخه د خدای جله جلاله د لویوالي پېژندنې لپاره یوه کړکۍ ده. د لاسونو پېچلی جوړښت، د هډوکو، عضلاتو، اعصابو، بندونو، رګونو او تاندونو ([1]) یو انجینري یا مهندسي شوی ترکیب دی چې انسانانو ته د زرګونو دقیقو او پېچلو فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا ورکوي.
د ګوتو هډوکي
د انسان لاس پنځه ګوتې لري، چې هره ګوته یې بیا درې (د فالانژ Phalanx هډوکي ([2])، بندونه لري (پرته له بټې (شصت)ګوتې څخه) چې دوه بندونه لري. د انسان د لاسونو دا جوړښتي توپیر د نورو مخلوقاتو په پرتله د انسان غوره والی او کلیدي فعالیت ښکاره کوي.
پوهان په دې باور دي چې: (بټه ګوته یا شصت د انساني تمدن د ودې یو ځانګړی او ځلانده راز دی.)
بټه یا د شصت ګوته، د انساني مهارت کیلي
د بټې ګوتې یا شصت یوه ځانګړې ځانګړتیا دا ده چې د نورو ګوتو په وړاندې د مقابلې (یعنې دا چې د مخامخ کېدو داسې توان لري چې په ورته شکل بله ګوته یا د ګوتې نښې نه پیدا کېږي) توان لري او بل دا چې یعنې (د مخالفت یا Opposition پدیده)، هغه څه چې د نازکو(نریو) شیانو د نیولو او دقیق حرکتونو لکه لیکلو، انځورولو، ګنډلو او په نورو وسایلو سره د کار کول هم اسانه کوي.
د بټې ګوتې په دوهم بند کې، یو تاندون له عضلاتو سره تړلی دی چې هغه ته (زغم یا انعطاف، دقت او چټکتیا) ورکوي. د انسان بټه ګوته د مفصل او څو فعال تاندون په مرسته، په ټولو برخو کې د حرکت کولو توان لري لکه: خلاصول او بندول، لرې او نږدې حرکت کول، هر لور ته ګرځېدل، نیول او د نورو ګوتو سره اړیکه نیول .
په ورځني ژوند کې بټې ګوتې حیرانونکی رول
څېړونو ښوولې ده چې په کمپیوټر کې د ټایپ کولو په څېر په نورو ورته فعالیتونو کې، یوازې بټه ګوته د 40 کیلومتره پلي مزل کولو په اندازه انرژي مصرفوي، دا چې د دې ګوتې حرکت پرته له څرګندې ستړیا ترسره کیږي، نو ځکه زموږ له نظره پټ پاتې کېږي او نه پرې پوهېږو.
یو لویدېځ څېړونکی وايي: (د انسان بټې ګوتې د بشر په مخ د حیرانونکې نړۍ دروازه پرانیستله.)
د لاس دقیق جوړښت
د انسان لاس له ۲۷ هډوکو، ۲۸ مفصلونو او ۳۳ عضلات څخه جوړ شوی دی، په مړوند کې اووه هډوکي دي. مړوند لاس ته پرته له دې چې لاس خپله ډېره وړتیا یا ځواک له لاسه ورکړي هرې خوا ته د حرکت کولو اجازه ورکوي چې اسانه حرکت وکړي.
د وینې جریان او د لاس عصبي سیستم
په لاس کې د وینې شبکه ډېره پېچلې او دقیقه ده. که چېرې تاسې د لاس هر ځای په ستن ووهئ، ستاسې له لاس به وینه وبهېږي، چې دا په لاس کې د ډېرو کوچنیو او ګڼو رګونو د شته والي یو ثبوت دی.
سره له دې د (اعصابو دقیقې شبکې) هم لاس پوښلی دی، چې منځني اعصاب، لاندې ژوندي، میده اعصاب او د شعاع اعصاب پکې راځي. دا اعصاب د حس یا احساس اخیستلو او د لاس د حرکتونو د لارښوونې مسوولیت لري، چې ځینې ددې حرکتونو ارادي او ځينې نور یې بیا غیر ارادي او انعکاسي دي.
الله جل جلاله په قرآن کریم کې انسان د بدن د جوړښت او حیرانوونکو ځانګړتیاوو ته په اشارې سره فرمايي: نَّحۡنُ خَلَقۡنَٰهُمۡ وَشَدَدۡنَآ أَسۡرَهُمۡۖ [انسان: ۲۸] ژباړه: همدا موږ دوی پیدا کړي دي او د دوی اندامونه، بندونه مو کلک ککړي دي.
په پای کې، موږ وایو چې د انسان لاس، په ځانګړې توګه بټه ګوته، د تخلیق انجینرۍ او مهندسۍ یو شهکار دی. له لاسونو پرته، هېڅ اختراع، صنعت، هنر یا انساني تمدن به نه وای منځته راغلی. د انسان د بدن دا پېچلی او دقیق عضو نه یوازې د طبیعي پروسو محصول دی، بلکې د دقیق نظم، لامحدود حکمت او د خدای د بېساري ځواک ښکارندویي هم کوي. دا د یو حکیم او ځواکمن خالق په شتون باندې پوره شاهدي ده. همغه خدای چې شپه او ورځ یو پر بل بدلوي، څو د ژوند دوره یا څرخ دوام ومومي او د خدای ج هر پیدا کړل شوی مخلوق د ودې، بیا تولید او غوره والي فرصت ولري.
بېشکه، د دې بېساري نظم او ځواک په اړه پوهېدل او په هغه کې فکر کول موږ د کایناتو د خالق لپاره ژورې پوهې او شکر ایستلو ته رسوي او د تخلیق د دې لویې معجزې لویوالی او عظمت تاییدوي.([3])
دوام لري…
مخکنئ برخه
[1] تاندون (Tendon) یو ډول قوي، انعطاف منونکی او نښلونکی نسج دی، چې عضلات له هډوکو سره نښلوي. د تاندون اصلي دنده د عضلاتو د انقباض ځواک هډوکي ته لیږدول دي، څو حرکت ته اجازه ورکړي.
[2] فالانژ(Phalanx) د لاسونو او پښو په ګوتو کې کوچنی هډوکی دی. هره ګوته معمولاً درې فالانژونه لري: نږدې(Proximal)، منځنۍ(Middle) او لرې(Distal) فالانژونه، پرته له د بټې(شصت) ګوتو څخه، چې دوه لري.
[3] موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 110 – 115.