Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي اقتصاد»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته‌څلوېښتمه برخه)
اسلامي اقتصاد سه شنبه _5 _اگست _2025AH 5-8-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته‌څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته‌څلوېښتمه برخه)
د حديث علم اصول
هیڅ امت؛ د اسلامي امت په څېر د خپل دین د تشریح او تبیین لپاره هلې ځلې نه دي کړي. دا ستر کار د اسلامي علومو له ابتکاراتو څخه دی او  په نورو امتونو کې نه دا ډول علوم پیدا شوي او نه هم دېته ورته څېړنې ترسره شوې دي. د هغو مهمو علومو له جملې څخه چې د مسلمانانو له لوري څېړل او پلټل شوې دي یو یې هم د «حدیث علوم» دي.
د حدیث علم له «نبوي سنتو» سره تړاو لري، یعنې له قرآنکریم وروسته د اسلامي شریعت له دوهمې منبع سره. د دې علم ارزښت په دې کې دی چې سنتو د قرآن کریم اجمالات توضیح کړي او تفصیل یې وړاندې کړی دی.
رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم به د خپلو ویناوو، کړنو او تقریراتو له لارې قرآن کریم تفسیر او بیانوه او لارښوونه به یې کوله چې اسلام باید څه ډول عملي شي او څه ډول یې احکام تطبیق شي.
د حدیث علم داسې تعریفېږي: د حدیث علم داسې یو علم دی چې په مرسته یې د حدیث د سند (د روایت کوونکو د لړۍ) او متن (د حدیث محتوا او مضمون) حالتونه پېژندل کېږي. د دې علم هدف دا دی چې صحیح حدیث له غیر صحیح حدیثونو څخه بېل او وپېژندل شي.
د حدیث علم په دوو برخو وېشل کیږي:
۱. علم حدیث روایة:
دا هغه علم دی چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه د نقل شویو هر ډول اقوالو، افعالو او تقریراتو سره سروکار لري.
۲. علم حدیث درایة:
دا علم هغه اصول او قواعد څېړي چې له مخې یې د «صحیح»، «حسن»، «ضعیف» حدیث معنا او د هر حدیث ډولونه پېژندل کېږي. همدارنګه یاد علم د روایت د شرطونو، راویانو، جرح او تعدیل، د راویانو تاریخ او سیرت، ناسخ او منسوخ، متعارض او غریب احادیثو او نورو په اړه بحث ترسره کوي.
په لنډ ډول، دا علم د هغو قواعدو ټولګه ده چې د حدیث د سند او متن، یا راوي او مروي د قبلېدو او نه قبلېدو حالتونه تشخیصوي. دغې علم ته د حدیث اصول او یا هم مصطلح الحدیث ویل کېږي.
یاد علم د دې لپاره رامنځته شو چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم احادیث له دروغ او جعل څخه وساتل شي او د صحیحو او غیر صحیحو احادیثو ترمنځ توپیر وشي.
لومړنی کس چې په دې برخه کې یې یو مفصل او جامع کتاب ولیکه امام رامهرمزي و، یاد کتاب د «المحدث الفاصل بین الراوي والواعي» تر عنوان لاندې لیکل شوی و. له هغه وروسته امام حاکم نیشابوري د «معرفة علوم الحديث» تر عنوان لاندې کتاب ولیکه. ورپسې امام ابونعیم اصفهاني د همدې کتاب پر اساس «المستخرج على معرفة علوم الحديث» ولیکه. له اصفهاني وروسته امام خطیب بغدادي خپل مشهور اثر «الكفاية في علم الرواية» ولیکه.
قاضي عیاض د «الإلماع إلى معرفة أصول الرواية وتقييد الأسماع» کتاب تألیف کړ. له ده وروسته امام حافظ ابن صلاح راغی او خپل مشهور «علوم الحديث» کتاب یې ولیکه، د ابن صلاح کتاب د نورو په پرتله جامع او منظم اثر و، پخواني ټول تألیفات یې تر پوښښ لاندې راوستي وو او د علماوو له لوري په پراخه کچه منل شوی و. یاد کتاب وروسته د ګڼو تألیفاتو بنسټ وګرځېد؛ ځینو یې لنډیز ولیکه، ځینو یې شرح ورکړه، ځینو پرې حاشیې ولیکلې او ځینو په منظومه بڼه واړوه.
له امام ابن صلاح وروسته یو له مهمو تألیفات څخه د امام حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه‌الله‌تعالی یوه لنډه رساله ده چې «نخبة الفكر» نومېږي، او پخپله امام د «نزهة النظر» تر عنوان لاندې په یوه شرحه کې توضیح کړی دی.
په راتلونکو پېړیو کې نور تألیفات هم ترسره شوې دي، خو ددې لپاره چې مقاله اوږده نشي د ټولو له ذکر کولو څخه تیریږو. [۱]
د حدیث علم بېلابېل ډولونه لري چې د حدیث په اړه د لیدلوري له زاویې سره سم طبقه‌بندي کېږي:
د موضوع له مخې حدیث په دوو برخو وېشل کېږي:
  1. سند: د هغو راویانو سلسله ده چې حدیث یې را نقل کړې دي.
  2. متن: د حدیث هغه الفاظ دي چې معناوې څرګندوي او سند پرې ختمېږي.
د حدیث د منسوب کېدو له مخې حدیث په درې ډوله وېشل کېږي:
  1. مرفوع: هغه حدیث دي چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته منسوب شوي وي؛ لکه قول، فعل، تقریر او یا صفت.
  2. موقوف: هغه حدیث دي چې سند یې تر صحابي رسېږي.
  3. مقطوع: هغه حدیث دي چې سند یې تر تابعي رسیږي.
موږ ته د رارسیدو د څرنګوالي له مخې د احادیثو ډولونه:
  1. متواتر:
هغه احادیث دي چې د هرې دورې یا طبقې د یو شمېر لویې راویانو روایت کړې دي او نه یې په عقلي لحاظ دروغ ګڼل ممکن دي او نه د عادت له پلوه. دا ډول احادیث یا د لفظ له مخې متواتر وي یا د معنا له مخې.
  1. احاد:
هغه احادیث چې د متواتر شرطونه نه لري، او په درې برخو وېشل کېږي:
  • مشهور: په هر طبقه کې لږ تر لږه درې یا زیات راویان ولري.
  • عزیز: په هره طبقه کې لږ تر لږه دوه راویان ولري.
  • غریب (فرد): داسې حدیث چې په هره طبقه یا ځینو طبقو کې یوازې یو راوي ولري.
د قبول یا رد له مخې حدیث په درې برخو وېشل کېږي:
  1. صحیح
  2. حسن
  3. ضعیف
صحیح او حسن هم په دوو برخو وېشل کېږي:
  • صحیح لذاته
  • صحیح لغیره
  • حسن لذاته
  • حسن لغیره
ضعیف حدیث هم ډېر ډولونه لري د هغوی له جملې ځینې یې دا دي: معلق، مرسل، مدلس، مرسل خفي، منقطع، معضل، موضوع، متروک، مطروح، شاذ، منکر، مضطرب، مقلوب، مدرج، مزید، مصحف او محرف.
له شک پرته اسلامي امت حق لري چې پر دې علم وویاړي او پر قواعدو یې افتخار وکړي؛ ځکه د دې علم هدف دا و چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم اقوال، افعال او تقریرات په واضح، شفاف او له هر ډول شبهې او تحریف څخه پاک نورو نسلونو ته انتقال شي. [۲]
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] الطحان، محمود، تیسیر المصطلح الحدیث، ص ۱۳–۱۵، مکتبة المعارف، ریاض، سعودي عربستان.

[۲] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص ۳۷۷.

Previous Articleپه معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتمه برخه)
Next Article د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلورڅلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۶)

دوشنبه _15 _دسمبر _2025AH 15-12-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه اویایمه برخه)

پنجشنبه _11 _دسمبر _2025AH 11-12-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوراویایمه برخه)

چهارشنبه _10 _دسمبر _2025AH 10-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD11 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.