
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه
څوارلسمه برخه
د قران د تشریعي اعجاز نمونه
د شرابو حرمت د قرانکریم د تشریعي اعجاز له غوره نمونو څخه دی، چې ټولنې د قوي عادت او د ژور رفتار د بدلون په برخه کې د اسلام بې شانه حکمت او تدبیر څرګندوي.
د جاهلیت په عصر کې چې شراب د ټولنې د کلتور او ورځني ژوند یو نه جلا کېدونکی بخش ګڼل کېده، اسلام په تدریجي ډول او د مسلمانانو ذهني حالت ته په کتو قدم په قدم د شرابو د منعه کولو لور ته حرکت وکړ.
دا تربیتي مسیر د تفکر وړ په څلورو مرحلو کې طی شو، چې هره یوه مرحله یې د روح د پاکوالي، نفسي تهذب او د یوې پاکې او متعهدې ټولنې د ایجاد لپاره باثباته ګام ګڼل کېده.
له معاصرې تشریع (قانون جوړونې) سره یې مقایسه
د امریکا متحده ایالتونو هم یو ځل شراب منع کړل او په ټول هېواد کې یې وروسره مبارزه پیل کړه. دې حکومت د معاصر وخت ټول امکانات ( مجلې، ورځپاڼې، ویناوې، انځورنه او سینما) استفاده کړل، تر څو شراب څښل بد ښکاره کړي او زیانونه یې وښيي.
اټکل کیږي، چې امریکا د شرابو په وړاندې د تبلیغ لپاره ۶۰ میلیون ډالر ولګول او په دې اړه یې د کتاب په بڼه لس میلیارده تبلیغاتي پاڼې چاپ کړې.
د څوارلسو کلونو په لړ کې د شرابو د ممنوعیت د قانون د پلي کولو پر مهال ټول لګښتونه تر (۲۵۰) میلیون پونډه زیات وه او په همدې موده کې ۳۰۰ تنه اعدام او «۵۳۲۳۳۵» تنه زنداني شول او تر ۱۶ میلیون پونډو پورې جریمې ولګولې شوې او د ۴۰۴ میلیون پوڼډو په ارزښت جایدادونه ضبط شول.
خو دا ټولې هڅې بې ګټې وې او د امریکا خلک یې د شرابو مینه وال کړل او د دې قانون په وړاندې لا ټینګ شول، چې له امله یې په ۱۹۳۳ کال کې د امریکا دولت دناچارۍ له امله دا قانون لغوه کړ او د شرابو څښل یې په خپل قلمرو کې په پوره ډول ازاد کړل.
علامه امام ابوالحسن الندوي لیکي؛ د چټک اطاعت او پیروي حیرانونکي نمونه دا ده، چې د شرابو د حرمت د ایت د نزول پر مهال رامنځته شوه.
ابوبریده له خپل پلار څخه روایت کوي وي، چې ویل یې؛ موږ ناست و او شراب مو څښل او په دې وخت کې مو شراب حلال بلل او ترمخ مو له شرابو ډک لوښی و، زه پورته شوم او ولاړم چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم، سلام وکړم په همدې وخت کې دا ایت نازل شو.
؛ “يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡخَمۡرُ وَٱلۡمَيۡسِرُ وَٱلۡأَنصَابُ وَٱلۡأَزۡلَٰمُ رِجۡسٞ مِّنۡ عَمَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِ فَٱجۡتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ” المائده ۹۰ -ایت
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او جواري (قمار) او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ.
زه بېرته خپلو ملګرو ته راستون شوم او دا ایت مې ورته ولوست او کله چې دې برخې ته را ورسېدم؛ فَهَل أَنتُم مُّنتَهُونَ” [مائده: ۹۱] – ایا تر اوسه مو لاس نه دی اخیستی؟
رواي وايي: ځینو هلته شته کسانو په لاس کې د شرابو جام وي او یوه اندازه یې ترې څښلي و او یو څه پکې پاته ول او پر هماغه وخت یې جام سرچپه کړل او ټول شراب یې ترې توی کړل او ویې ویل: – انتهینا ربنا، انتهینا ربنا – ربه! موږ ترې لاس واخېست.
د شرابو د حرامېدو څلور مرحلې
دلته هغه څلور مرحلې تر غور لاندې نیسو، چې څنګه قران یو پخوانی عادت له اسلامي ټولنې په حکمت او تدبر سره حذف کړ پرته له دې چې په ټولنه کې یې په وړاندې توند ممانعت وشي یا فرهنګي درز ایجاد کړي.
شراب په قرانکریم کې په څلورو مرحلو کې حرام شوې دي؛
لومړۍ مرحله: دلته یوازې دا حقیقت بیان شوی، چې شراب شی دي او خدای تعالی فرمايي: ” وَمِن ثَمَرَٰتِ ٱلنَّخِيلِ وَٱلۡأَعۡنَٰبِ تَتَّخِذُونَ مِنۡهُ سَكَرٗا وَرِزۡقًا حَسَنًاۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗ لِّقَوۡمٖ يَعۡقِلُونَ ”
او د كجورو او انګورو له مېوو څخه، تاسو له دغو نه نشه كوونكي او ښكلى رزق جوړوئ، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي.
دلته شراب د پاک رزق په مقابل کې راغلي او لازمه ده، کله چې د پاک رزق په مقابل کې یو څه راشي، هغه پاک نشي کېدای، نو په همدې اساس د شرابو بدوالي ته اشاره شوې.
دوهمه مرحله
د دې حقیقت بیان؛ چې په شرابو کې تاوان لرونکی ګناه موجوده ده او دا په داسې حال کې ده چې د ټولو بشري افکارو او اسماني دینونو په اعتراف، هغه څه چې تاوان یې له ګټې څخه زیات وي، منع (حرام) ګڼل کېږي. ځکه چې د حرمت، حلالوالي او استحباب معیار په ډېرو مواردو کې همدا ګټه او تاوان وي.
نو له دې امله، هغه څه چې ګټه یې زیاته وي، مطلوب – سم- او هغه څه چې تاوان یې ډېر وي، نامطلوب (ناروا) بلل کېږي. بلخوا، باید دې حقیقت ته هم پام وشي چې الله تعالی په داسې حال کې مخلوقات پیدا کړي چې زیاتره پکې ګټه او تاوان یو له بل سره ګډ وي او داسې څه چې یوازې خالصه ګټه یا خالص تاوان ولري، نشته. له همدې امله، مطلوب یا نامطلوب والي د دې پر بنسټ ټاکل کېږي چې ګټه یا تاوان؛ کوم یو یې زیات وي. همداراز، د مصلحت د توپیر او د هغې د کمښت یا زیاتوالي په کچه، غوښتنه یې (د انسان د غوښتنې درجه) مختلفې درجې لري، چې دا به د واجب یا مستحب کیدو لامل شي او د تاوان د توپیر له مخې به منعه هم مختلفې درجې ولري.
د – ” يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡخَمۡرِ وَٱلۡمَيۡسِرِۖ قُلۡ فِيهِمَآ إِثۡمٞ كَبِيرٞ وَمَنَٰفِعُ لِلنَّاسِ وَإِثۡمُهُمَآ أَكۡبَرُ مِن نَّفۡعِهِمَاۗ ” البقره – ۲۱۹ ایت په یوه ډول سره د شرابو په حرمت دلالت کاوه، خو دا څرګند او صریح دلیل نه و، نو په همدې اساس عمر رضی الله عنه هم دعا کوله او ویل یې؛ اې ربه! د شرابو په اړه واضح او څرګند بیان موږ ته را نازل کړه.
درېیمه مرحله
د خلکو داسې تربیه چې په تدریج سره د شرابو کامل ترک ته اماده شي او د ورځې او شپې په جریان کې د پنځو لمونځونو په وخت کې شراب له ځانه لیرې کړي او کله چې د الله جل جلاله کامل حکم را نازل شي، نو ټول دې ته اماده او له شرابو لیري شي. همدا مرحله وه، چې دا ایت نازل شو؛ اې خلکو چې ایمان مو راوړی، په داسې حالت کې لمانځه ته مه نږدې کیږي، چې مست یاست.
لکه څرنګه چې لمونځ د دین ستنه ده او مسلمانان باید هغه ترسره کړي، همداشان دا فریضه د ورځې او شپې په بېلابېلو وختونو کې وېشل شوې ده، نو خلک اړ کېږي چې سهار له شرابو ډډه وکړي، تر څو د سهار د لمانځه لپاره په بشپړ هوښ کې وي. په همدې توګه، خلک به مجبوره کېدل چې سهار له څښاکه تېر شي. د ورځې پر مهال هم د کار او هڅې وخت و، نو د لهو او شرابو ځای نه و. کله چې د ماسپښین وخت را رسېده، دوی دا حق نه درلود چې ځان د شرابو په نشه ککړ کړي، ځکه چې د لمانځه وخت نږدې شوی و.
په مازدیګر کې هم همدا خبره وه او ژر تر ژره د ماښام او شپې (ماخوستن) د لمانځه وختونه هم رسېدل، نو په هغه وخت کې به هم اړ وو چې له شرابو ډډه وکړي. په دې توګه، ماښام هم له شرابو لاس اخیستل کېده او یوازې د ماخوستن له لمانځه نه وروسته وخت پاتې کېده – چې دا وخت هم د ورځې د ستړیا او بوختیا له امله د خوب لپاره ځانګړی شوی و.
نو په پایله کې، د لمانځه د وختونو پراخوالی د دې سبب شو چې خلک په طبیعي توګه د ورځې او شپې په ټولو مهمو وختونو کې له شرابو لیرې پاتې شي.
“أَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَقرَبُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنتُمۡ سُكَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَعلَمُواْ مَا تَقُولُونَ” [نساء: 43]
څلورمه مرحله؛
د شرابو کامل حرمت او په دې مرحله کې مسلمانانو په دې پوهېدلې وه، چې شراب یوه بده پدېده او د دې ترڅنګ زیانونه لري او زیان یې تر ګټې زیات دی او ځان یې دې ته اماده کړی و، چې د شرابو قوي عادت پرېږدي. په همدې وخت کې دا ایت را نازل شو؛ ؛ “يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡخَمۡرُ وَٱلۡمَيۡسِرُ وَٱلۡأَنصَابُ وَٱلۡأَزۡلَٰمُ رِجۡسٞ مِّنۡ عَمَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِ فَٱجۡتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ” المائده ۹۰ -ایت
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ.
په پای کې، د لنډیز په توګه ویلای شو، چې د قرآن کریم تشریعي اعجاز (یعنې د هغې قانونسازۍ ځانګړې معجزه پر دې یو ژوندی ګواه دی، چې دا وحیې ده او هغه نظم او نظام چې قرآن د بشر د ژوند لپاره وړاندې کړی، په داسې دقیقه، بشپړه، عادلانه او حکیمانه بڼه ترتیب شوی چې هېڅ انسان او هېڅ بشري فکري سیستم نهشي کولای مشابهه نظام یې رامنځته کړي. دا اعجاز لا هم ژوندی او روان دی، او د هر زمانې د انسان اړتیاوو ته ځواب وايي.
دوام لري…