په پانګهوال نظام کې فردي ملکیت ارزښت لري، ازاديیې پراخه ده، او دولت په شخصي ملکیتونو کې لږه مداخله کوي. خلک په ازاد ډول اقتصادي فعالیتونه ترسره کوي، او دولت د دوی اقتصادي ازادیو ته خنډ نه جوړوي.
خو د دې برعکس، کمونیستي نظام کې – که څه هم د هېوادونو ترمنځ لږ توپیر وي – خو تقریباً ټول تولیدي وسایل او سرچینې د دولت له لوري اداره کېږي. دلته د فردي ملکیت حق تقریباً له منځه تللی وي، او دولت د شتمنیو یوازینی مالک ګڼل کېږي. همدې حالت ګڼې ستونزې زېږولي دي، چې موږ دلته یوازې د کمونیستي اقتصادي نظام نقادانه څېړنه کوو.
د اسلام اقتصادي لید
مخکې له دې چې د کمونیزم پر اقتصادي نظام بحث وکړو، باید د اسلام اقتصادي لید روښانه کړو. په اسلام کې اقتصاد اصلي بنسټ نه دی؛ بلکې فرهنګ او دیني مکتب اساس ګڼل کېږي، او مادیات یوازې د معنویاتو د ترلاسه کولو وسیله ده، نه هدف. نو د اسلام له نظره مادیت یو ارزښتناک هدف نه دی، بلکې د لوړو موخو د پوره کولو لپاره یو اله دی.
د هدف او وسیلې ترمنځ فرق ډېر مهم دی، ځکه ډېری فکري انحرافات له همدې ځایه راپیلېږي.
اسلامي نظام په اقتصادي برخه کې یو خپلواک او ځانګړی نظام لري، چې له کمونیستي او پانګهوال نظامونو سره بشپړ توپیر لري. دلته خصوصي ملکیت په معقول او محدود ډول منل شوی دی، تر هغه چې د نورو خلکو حق ته زیان و نه رسېږي.
د کمونیزم اقتصادي ماهیت
کمونیستي اقتصادي نظام یو داسې نظام دی، چې پکې ټول تولیدي سرچینې او وسایل د دولت له لوري په ګډ ډول اداره کېږي. موخهیې دا ده چې شتمني په مساوي ډول ووېشل شي، ټولنیز توپیرونه له منځه لاړ شي، او ټول وګړي له شتمنیو مساوي برخمن شي.
دا نظریه په ۱۹مه پېړۍ کې د دوو الماني فلاسفهوو کارل مارکس او فریدرېش انګلز له لوري مفصل تشریح شوه. د دوی بنسټیز استدلال دا و، چې په پانګهوالو نظامونو کې ټولنیز نابرابري د تولیدي وسایلو د محدودو کسانو له لوري د کنټرول پایله ده.
استاد محمد قطب وايي:
«دلته موږ غواړو دا خبره عمومي کړو؛ د اسلام اصول دا اجازه ورکوي، چې هر عملي نظام تر هغو چې د اسلام له اصولو سره په ټکر کې نه وي او د مسلمانانو د متغیرو اړتیاوو ځواب ويلی شي، په ټولنه کې پلی شي.»
خو حقیقت دا دی، که څه هم کمونیزم په ځینو جزئیاتو کې له اسلام سره ظاهري ورتهوالی لري، خو له اسلامي بنسټیزو اصولو سره یې هېڅ ډول توافق نه لري.
یوه اسلامي ټولنه، چې د تر ټولو کامل او غوره نظام خاونده ده، دا اجازه نه لري چې له خپل الهي نظام څخه لاس واخلي او کمونیزم، سرمایهداري یا سوسیالیزم غوره کړي، کهڅو دغه نظامونه په ظاهري توګه د عدالت یا برابري دعوې هم کوي.
هر څوک چې د الله له نازل شویو احکامو سره حکم و نه کړي، نو همدا کسان کافران دي.
نو له دې آیت څخه څرګنده ده، چې یو کس نه شي کولای هم کمونیست وي او هم مسلمان پاتې شي.
هرکله چې موږ د دوی (کمونیستانو) اقتصادي مفکوره په یوه اسلامي ټولنه کې عملي کړو، نو دا به له اسلامي اېډیولوژۍ سره مستقیم ټکر ولري، او د دې ټکر څخه د خلاصون هېڅ لاره نه شته.
د پام وړ ټکي
۱. د کمونیزم بنسټ یوازې د مادې پر محور ولاړ دی. له محسوساتو پرته بل څه نه مني. د دوی له نظره هر هغه څه چې درک یې حس نه شي کولای، خرافات دي.
انګلز وايي:
«د نړۍ ټول حقیقت په مادې کې خلاصه کېږي.»
د مادیتپالنې پلویان باور لري، چې عقل هم له مادې نه دی جلا، بلکې د مادې یو انعکاس دی. د دوی په اند “روح” یو مستقل حقیقت نه دی، بلکې د مادې یوه پایله ده.
نو، که کمونیزم په یوه ټولنه کې پلي شي، نو د معنوي ارزښتونو ځای نه پاتې کېږي، او د انساني کرامت قدر تر پښو لاندې کېږي. اسلام داسې یوه محصوره فضا نه مني، چې انسان یوازې د خوړو، استوګنې او جنسي اړتیاوو د پوره کولو موجود پاتې شي.
کارل مارکس دا درې اړتیاوې ـ خواړه، استوګنځای، او د جنسي غریزې اشباع ـ د انسان اساسي اړتیاوې بللي. خو اسلام انسان ته یو لوړ مقام ورکړی دی: بدن یې پر ځمکه خوځېږي، خو روح یې آسمانونو ته الوزي.
هیڅوک دا دعوه نشي کولای، چې موږ به د کمونېزم اقتصادي نظام پلي کړو، خو له دې مادي فکر سره به هېڅ ډول التزام او تړاو ونه لرو، او دا به توجیه کړو، چې اقتصاد له عقیدوي مسائلو جلا موضوع ده او موږ به خپل ایمان، باورونه، د خدای تعالی او د رسول اکرم ﷺ سره خپله عقیده او روحاني ارزښتونه وساتو.
دا ډول دعوه هېڅ بنسټ نه لري، ځکه خپله کمونستان اعتراف کوي چې دا کار ناممکن دی. دوی د اقتصادي نظام او اړوندو عقایدو، افکارو او فلسفو ترمنځ ژور تړاو رامنځته کوي، او دا عقیده لري چې اقتصادي نظام هماغه بنسټ دی، چې له مخې یې افکار، عقاید او فلسفې جوړېږي.
نو، یو داسې اقتصادي نظام چې پر خالص مادیّتپالنې ولاړ وي، نشي کولای روحاني فلسفه وزېږوي، یا ورسره همغږی وي.
دوهمه موضوع:
دوهمه موضوع دا ده، چې د کمونېزم د فلسفې له مخې، انسان د مادې او اقتصاد پر وړاندې یو بېاختیاره او بېارادې موجود دی. کارل مارکس وايي:
“او الله تعالی هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هغه چې په ځمکه کې دي، ټول ستاسو (د انسان) لپاره تابع کړي دي.”
له دې آیت څخه دا نتیجه اخلو، چې انسان په ځمکه کې تر ټولو قوي ځواک دی، او ټول مادي او اقتصادي وسایل د ده په واک کې دي، نه دا چې انسان دې د مادې تابع وي.
اسلام د جبري اقتصادي تیوریو منونکی نه دی
اسلام د مادیّتپالو دیالکتیک فلسفو (لکه د مارکس د مرحلي بدلون نظریه) له مخې، هېڅ ډول جبري بدلون نه مني. د اسلام په لومړیو کې، کله چې مسلمانانو ایمان راوړ، دوی هېڅکله داسې احساس ونه کړ، چې اقتصادي پرمختګ یا تکامل یو جبري ځواک دی، چې باید تابع یې شي.
برعکس، دوی دا درک وکړ، چې د الله تعالی د هدایت او د هغه د رسول ﷺ د لارښوونو پر بنسټ، خپل اقتصاد جوړوي او ټولنیز نظم تأسیسوي.
د همدې له امله، هغوی د هر ډول “لازمي اقتصادي پرمختګ” له نظریې پرته، مریان ازاد کړل او د فیودالي نظام د رامنځته کېدو مخهیې ونیوله. دا په داسې حال کې و، چې په اروپا او نورو سیمو کې د فیودالېزم نظام لا سلګونه کاله روان و.
درېیمه موضوع:
درېیمه موضوع، چې موږ تر دې وړاندې د «اسلام او شخصي ملکیت» تر سرلیک لاندې هم پرې بحث کړی و، دا ده:
اقتصادي نظام او د هغه تر شا فلسفه نشي بېلېدلی.
کله چې موږ د کمونېزم اقتصادي نظام ومنو، نو اړ یو، چې د هغه ټولنیزه فلسفه هم ومنو. دا هغه فلسفه ده، چې ټولنه اصل ګڼي، او انسان ته یواځې د ډلې (جمعي هویت) په چوکاټ کې ارزښت ورکوي، نه د یوه فرد په توګه.
دا نظریه په بنسټیز ډول له اسلامي تربیوي اصولو سره ټکر لري؛ هغه اصول چې فرد ته خورا لوړ ارزښت ورکوي او د ده د روح، ضمیر او دننني اصلاح له لارې د ټولنې اصلاح ته لاره هواروي.
اسلام انسان یو فعال، ارادتمند او مسؤول موجود ګڼي، چې حق لري خپل د ژوند مسیر وټاکي، خپل حاکمانو ته مشوره ورکړي، او که هغوی له دین نه ووځي، نو د هغوی پر ضد قیام هم وکړي.
اسلام غواړي، چې افراد د اخلاقو د ساتنې ځواکونه واوسي، څو د ټولنې د فاسدو تمایلاتو، منکراتو او بدیو مخه ونیسي.
دا هدف هغه وخت ناممکن کېږي، چې فرد یوازې یو بېارزښته “جز” وګڼل شي، او ټولنیز او اقتصادي رولیې یوازې د دولت تابع وي. په داسې حالت کې، نه دا روحاً شونی دی، نه عملاً.
د دې تر څنګ، د کمونېزم فلسفه پر دې اصل ولاړه ده، چې:
“د ټولنې د چارو اصلي محرک اقتصاد دی، او د افرادو ترمنځ اړیکې هم د اقتصادي شرایطو تابع دي.”
خو اسلام وايي، چې اقتصاد مهم دی، خو اصلي محرک نه دی. بلکې، عقیده، تقوی، عدالت، اراده او مسؤلیت د انسان ژوند رهبري کوي. اقتصاد د دې ارزښتونو تابع دی، نه برعکس.
اسلامي تفکر هېڅکله هم د ټولنیزو مصلحتونو او اخلاقي فضایلو د رامنځته کولو لپاره، د اقتصادي اړتیاوو پر بنسټ د ټولنې له جوړښت څخه انکار نه کوي، خو دا باور نه لري، چې ټول ژوند دې یوازې اقتصاد وي، او نه دا مني چې اقتصادي حللارې دې وکولای شي د ټولنې ټولې ستونزې حل کړي.
دوهم: د کمونېستي اقتصاد دیکتاتوري
په کمونېستي اقتصادي نظام کې مطلقه دیکتاتوري حاکمه ده؛ دولت هر چاته دنده ټاکي، او کارګر پرته له دې چې کوم کار ورته خوښ دی، مجبوریږي کار وکړي. دولت د تولید له ټولو چارو څخه سخت نظارت کوي، او خلکو ته هیڅ ازادي نه ورکوي. که چیرې کوم حد ازادي ورکړي، نو خلک به پر نظام نیوکې وکړي، کومې چې دولت هېڅکله هم نه مني.
دلته باید د دیکتاتور حاکم او دیکتاتور حکومت تر منځ توپیر وکړو؛ ممکن حاکم نرمخوی او د پراخې سینې خاوند وي، خو دا د دې معنا نه لري چې پر اقتصاد څارنه یا د خلکو له زوره استفاده بنده شي. دا ستونزه د حکومتي جوړښت (سیستم) ده، نه د حاکم د شخصیت. کمونېزم دا دیکتاتوري په ښکاره ډول منلې، او ورته یې د پرولټاریا دیکتاتوري نوم ورکړی دی.
د تجربې او تناقض پړاو
له دې ټولو سربېره، کمونېزم یو داسې نظام دی، چې لا هم د ازموینې او تېروتنې په پړاو کې دی. د پیل پر مهال یې د مالکیت ټول ډولونه مطلقاً لغوه کړل، او د ټولو کارګرانو معاشونه یې برابر اعلان کړل؛ خو وروسته، کله چې د واقعي ژوند ستونزو او فشارونو سره مخ شو، دې پایلې ته ورسېد، چې باید خلکو ته د یو محدود مقدار شخصي ملکیت اجازه ورکړل شي، او باید د کارګرانو د هڅو او زحمتونو پر بنسټ، د معاشاتو تر منځ توپیر موجود وي.
په دې توګه، دغه نظام له هغو اصولو یو څه واوښت، چې مارکس وضع کړي وو، او تر یوې اندازې یې له اسلامي فکر سره نږدېوالی پیدا کړ.
نو دا څنګه ممکنه ده چې موږ هغه اصول پرېږدو، کومو ته چې نړۍ له تجربو وروسته بېرته راګرځي؟! ولې باید موږ د یوه داسې کاروان برخه شو، چې د بېمنطقو شعارونو په بنسټ روان دی، نه مستقیم مسیر لري، نه رڼا، او نه هم پایله ښکاري؟ که د دغه کاروان سرعت زیات شي، نو پایله بهیې څه وي؟
هېڅ پوه او عاقل انسان به داسې کار و نه کړي. دا یوه داسې ماته ده، چې جبرانېدا نه لري. یوازې کمزوري انسانان دا دروند بار زغملای شي. [محمد، شبهات حول الإسلام، ص: ۲۰۰]