Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (شپږویشتمه برخه)
نشنلیزم دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD

نشنلیزم (شپږویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعایشه

نشنلیزم

شپږویشتمه برخه

وطن
کله چې دلته د وطن خبره کېږي نو موخه ترې هماغه خپل هېواد، مینه‌ناک ټاټوبی او د پلارونو خاوره ده چې انسان پرې ویاړي او ځان ورسره تړلی ګڼي. همدا وطن کله نا کله دومره مهم شي چې له مخې یې د حماسې، شهادت، ایثار او فداکارۍ په څېر مفاهیم رامنځته کېږي.
ځینې وختونه وطن هم ددې لامل کېږي چې خلک ملي‌پالنې یا نشنلزم ته مخه کړي. البته دلته یو مهم ټکی باید هېر نه‌شي، هغه دا چې د وطن‌دوستۍ او نشنلزم ترمنځ توپیر موجود دی. هغه ډول وطن‌دوستي چې له افراط او تفریط څخه پاکه وي نو بده نه ګڼل کېږي؛ ځکه اسلامي روایتونو له وطن سره مینه غوره او مطلوب عمل بللی دی.
وطن‌دوستي د نشنلزم برعکس کوم ځانګړی سیاسي سازمان یا جوړښت نه دی چې د تسلط یا قدرت په موخه استفاده ترې وشي، بلکې وطن‌دوستي د خپل ټاټوبي په وړاندې یو ډول شخصي احساس او د زړه تړاو دی. وطن‌دوستان سربېره پر دې چې ټول انسانان (پرته له دې چې د دوی تاریخي هویت، قوم، ژبه، دین او نور توپیرونه په نظر کې ونیول شي) د مشروعو حقونو لرونکي ګڼلي دي او پر دې خبره یې تل ټینګار کړی دی؛ د بهرني استعمار او استثمار پر وړاندې یې دفاعي روحیه هم درلوده. خو ملی‌پالانو (ناسیونالیستانو) د دوی برعکس، یرغلګر مزاج درلود. دا یرغلګر مزاج هم د بهرنیانو او استعمارګرو پر وړاندې بلکې د خپل هېواد د وګړو پر وړاندې و، او ملی‌پالانو به د خلکو د هغو فرهنګي او هویتي ځانګړنو سپکاوی کاوه چې د دوی له شخصي او مصنوعي ایډیالوژیو سره به په ټکر کې وې. [۲]
د ټولنیزو علومو پوهان باور لري چې وطن‌دوستي له وطن‌پرستۍ (له وطن‌پرستۍ موخه له افراطه ډکه مینه ده) سره توپیر لري. وطن‌پرستي یو بې‌لارې تګ دی، خو وطن‌دوستي یو محرک او د پرمختګ لپاره زمینه‌ساز احساس دی. دا یو څرګند حقیقت دی چې د پرمختللو هېوادونو اوسېدونکي خپل تاریخ، دودیز ارزښتونه، کلتوري میراث او جغرافیه ډېر مهم ګڼي. په واقعیت کې په هغه ټولنه کې چې د وطن‌دوستۍ احساس شتون ونه لري، هلته به د خدمت، پرمختګ او ودې لپاره هېڅ ډول انګیزه شتون و نه لري.[۲]
تاریختاریخ څه دی؟ تاریخ څه ډول د قومونو او ډلو تر منځ د نشنلزم (ملي‌پالنې) د منځته‌راتګ سبب ګرځي؟
تاریخ د هغو ګډو خوږو او ترخو خاطرو ټولګه ده چې له مخې یې یو ملت رامنځته کیږي، او په مرسته یې د یووالي او خواخوږۍ حس راټوکېږي. تېرې او ویاړلې دورې بیا راژوندۍ کېږي؛ او همدا اتلولۍ او تاریخونه د ټولو ګډ میراث بلل کېږي. هغه قهرمانۍ او ادبي ارزښتونه چې له تېر څخه تر موږه را رسېدلي دا ذهنیت رامنځته کوي چې موږ ټول د یوه بدن غړي یو. خلک ځان د یوه ټولنیز جوړښت برخه ګڼي، د یوه او بل په درد او خوښۍ کې ځان شریک ګڼي، او د بهرنیانو پر وړاندې یو موټی دریځ خپلوي.[۳]
ځینې وختونه یوازې تاریخ د ملي‌پالنې وسیله نه وي، بلکې ملي‌پالان هڅه کوي چې تاریخ د خپلو اهدافو، ګټو او غوښتنو سره سم تحریف او ثبت کړي.
دا ښکاره ده چې تاریخ او تاریخ‌لیکنه د فرهنګي ملي‌پالنې له خورا مهمو بنسټونو څخه دي.[۴] د تاریخي دورو په اوږدو کې تاریخ د نشنلزم د تشرېح، تبیین او پیاوړتیا یوه اساسي وسیله وه. طرفداري څرګندوي چې: «د رضا شاه په دوره کې تاریخ او تاریخ‌لیکنه د ملي‌پالنې د تبیین او تقویې، د ملي یووالي، د خپلواکۍ د تأمین، او د ملي مشروعیت د ترلاسه کولو یوه مهمه وسیله وه.»[۵]
ځینې هېوادونه ایډیالوژیکي ارزښتونه، ځینې دین، ځینې ګډه ژبه او ځينې نور موارد د ټولنیز تړاو یا اجتماعي چسب په توګه مطرح کوي؛ خو د ګډ تاریخ په اندازه هېڅ شی د نشنلزم د معنا په پیاوړتیا کې اغېزناک نه‌دی. همدا وجه ده چې تقریباً ټول هېوادونه هڅه کوي چې د خپل تاریخ یو ځانګړی او انتخابي روایت وړاندې کړي او د تاریخ یوه مهمه برخه له منځه یوسي.[۶]
تاریخ تل د نشنلزم د لاس آله پاتې شوې، او دا چې دا وسیله څه ډول کارول کېږي، د نشنلزم له خوی، مزاج او جهت‌ګیری سره تړاو لري؛ چې آیا نشنلزم یو پرمختګ‌پال او مثبت خوځښت دی، که یو شاتګ‌پال، جګړه‌پال، یرغلګر او یا هم د خلکو له طبیعت او تفاهم سره ناهمغږی خوځښت. که ارادي او که غیراردي، تېر وخت د خپلو ارمانونو له زاویې جوړ کړي او د خپل اوسني وخت په خدمت کې یې وکاروي.[۷]
 تر نولسمې پېړۍ پورې د مصر د تاریخ‌لیکوونکو په آثارو کې د نشنلستي تاریخ‌لیکنې کوم روښانه اثر نه لیدل کېده؛ ښایي د طهطاوي په ځینو آثارو کې یې ځینې نښې موجودې وي، خو د عرابي پاشا له خوځښت وروسته او د وطن‌پرستۍ احساس په پراخېدو سره دا موضوع مطرح شوه او د دې فکر د ودې لپاره فضا مساعده شوه.
که څه هم یو شمېر لیکوالانو او څېړونکو نور عوامل هم د نشنلزم او ملي‌پالنې له عناصرو ګڼلي دي، چې د یوه ځانګړي قوم یا سیمې د خلکو تر منځ د دې پدیدې د رامنځته کېدو لامل کېدای شي؛ لکه: دین، نژاد، کلتور، ارزښتونه، عادتونه او دودونه. په دې دلیل چې پورته یاد شوي موارد د نشنلزم تر ټولو مشهور او پېژندل شوي عناصر او مقومات بلل شوي په همدې بسنه کوو. یاده دې وي چې ځینو نورو لیکوالانو بیا پورته ذکر شوي موارد اصلاً د نشنلزم د عناصرو په توګه نه مني.[۸]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

1. مرادی غیاث آبادی، رضا، ناسیونالیسم چیست؟ و تفاوت ملی‌گرایی و میهن‌دوستی، سایت پژوهش‌های ایرانی، تاریخ نشر: 2012 میلادی.

2. قوامیان، شاکر، ملی‌گرایی (ناسیونالیسم) از دیدگاه اسلام، تاریخ نشر 1389 هجری شمسی، سایت پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.

3. حافظ نیا، دکتر محمدرضا، ظهور ملی‌گرایی جدید در جهان، منتشر شده در سایت دکتر محمدرضا حافظ نیا، تاریخ نشر 1395 هجری شمسی.

4. رومز، شهرزاد، بررسی چگونگی پیوند ملی‌گرایی و تاریخ نگاری در دورۀ پهلوی اول، منتشر شده در ماهنامۀ علمی، شمارۀ یازدهم، سال 1401 هجری شمسی، ص 2847.

5. همان، ص 2847.

6. سبحانی، أحمد، معرفی فلسفۀ ناسیونالیسم: جایی که وطن آفریده شد. تاریخ نشر 1403 هجری شمسی، سایت یوتوفارکس.

7. طهماسبی، نوذرخلیل، ملت و ملی‌گرایی در نگاه انتقادی آنتونی دی. اسمیت (رویکرد جامعه شناسی تاریخی)، نشر شده در فصلنامۀ سیاست پژوهی، شمارۀ 3، 1394 هجری شمسی، ص 31.

بصیری، عباس، تاریخ صدر اسلام و عرب‌گرایی در جریان ملی‌گرایی مصر از 1918 تا 1970 م، منشر شده در فصلنامۀ علمی تاریخ اسلام و ایران، سال سی‌ام، شمارۀ 48، 1399 هجری شمسی، ص 13.

Previous Articleد شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه ویشتمه برخه)
Next Article قدریه فرقه (اتمه برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اووه‌ویشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (پنځه‌ویشتمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD4 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه) امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD1 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه) سریزه:…

نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خلق عظیم» مظهر شپږمه او وروستۍ برخه  کامله الګو او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.