لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
(یوویشتمه برخه)
په فلسفه کې د مسلمانانو ونډه
یو له هغو مهمو او ګټورو علومو څخه چې مسلمانانو پکې لوړ مقام او ونډه لرله، د فلسفې علم و. د اسلام تر ظهور د مخه، د جاهيلت په دوره کې عربانو په فلسفه او نورو علومو کې فعاله ونډه نه درلوده، خو د اسلام له راتګ او د اسلام پر مبین دین د عربانو له مشرف کیدو وروسته هغوی هم فلسفي علومو ته مخه کړه. د دې علومو لومړۍ پړاو له بېلابېلو ژبو، په ځانګړې توګه له یوناني ژبې څخه د متونو ژباړه وه.
د مسلمانانو له منځته عباسي خلیفه مأمون د فلسفې راټولولو او ودې ورکولو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د سقراط، افلاطون، ارسطاطالیس او افلاطین د آثارو او لیکنو په برخه کې یې په ژباړونکو او څېړونکو لویه بودیجه ولږوله ځکه د دغو عالمانو فلسفه د مأمون لپاره ډېره ارزښتناکه او مهمه وه.
مختلفو عوامل د دې لامل شوی و، چې مأمون فلسفې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ددې مهمو عواملو له جملې یو یې د مأمون دا باور ؤ چې الله تعالی انسان ته ځانګړی هوش، درک او د تفکر ځواک ورکړی دی، ځکه چې نطق د انسان ځانګړنه ده او کولای شي خپل افکار تر نورو ورسوي، خپل همنوعان مخاطب کړي، هک دوی ته قناعت ورکړي او هم خپله قناعت ترلاسه کړي. د هغه په باور، د انسان فکر د دوامداره تجدد وړتیا لري په نامحدود ډول وده او پراختیا مومي، او د تجربو وده به یې د منطق په مرسته دوامداره وي.
د مأمون دغه ځانګړې پاملرنه د دې لامل شوه، چې د مسلمانانو په منځ کې ګڼ شمېر اسلامي فلاسفه را څرګند شي او د فلسفې علم ته نظم وروبښي او پرمختګ ورکړي. فارابي، کندي، ابن طفیل، ابن رشد، او نورو، یوازې د پخوانیو فلسفي آثارو په نقل بسنه ونه کړه، بلکې د هغوی تفسیر او تدریس وکړل، پیچلي مسائل یې حل کړل، او ګڼ نوي نظریات یې ایجاد او کشف کړل.
د فلسفې علم هغه وخت د اسلامي نړۍ برخه وګرځېد کله چې د یوناني فلسفې کتابونو وژباړل شول. کله چې یاد علم د اسلامي نړۍ برخه وګرځېد نو د علماوو ترمنځ یې اختلافات هم رامنځته کړل؛ ځینو علماوو د فلسفې علم په بشپړ ډول مردود، ناجایز، او د ګمراهۍ او فساد دروازه وبلله. ځینو نورو بیا منځلاری دریځ غوره کړ، د دوی نظر دا و چې د فلسفې له علم څخه دې هغه څه راواخیستل شي کوم چې حق او واقعیت دي، او باطل اړخونه دې یې رد شي. یوه بله ډله بیا په بشپړ ډول د فلسفې علم تر اغېز لاندې راغله، خپل ژوند یې د یاد علم مطالعې او څېړنې ته ځانګړی کړ، او نور علوم یې هم د همدې فلسفي سبک پر اساس راټول او وڅېړل.