Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شیبې له روژې سره (اووه ویشتمه برخه)
د روژې پیغامونه پنجشنبه _27 _مارچ _2025AH 27-3-2025AD

شیبې له روژې سره (اووه ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (اووه ویشتمه برخه)

 

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
څنګه کولای شو له رمضان څخه پوره پوره ګټه واخلو؟
۷. سخاوت او انفاق
رمضان د سخاوت او بښنې میاشت ده. د رمضان میاشتې د حکمتونو له جملې یو دا دی چې د بې‌وزلو له حال څخه ځان خیر شي او خلک سخاوت او انفاق ته وهڅول شي. رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم تر ټولو سخاوتمند انسان و، خو په رمضان کې به یې سخاوت نور هم زیاتېده. نو آیا دا مناسبه نه ده چې د هغه امت هم سخي واوسي او د خپل پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم پر پلونو لاړ شي؟
په دې کې هیڅ شک نشته چې انسان هر څه انسان د مال او شتمنۍ په بڼه ترلاسه کوي، په حقیقت کې د لوی خدای جل‌جلاله ورکړه ده. انسان د خپلو شتمنیو اصلي مالک نه دی، بلکې مطلق مالکیت یوازې له الله تعالی سره دی. انسان نه په خپل مال بشپړ واک لري او نه یوازې د خپل هوش او پوهې له لارې شتمني ترلاسه کولای شي، بلکې دا الله تعالی دی چې انسان ته د روزۍ د ترلاسه کولو لپاره لار هواروي.
له همدې امله، د ټولې هستۍ او دنیا د شتمنیو اصلي مالک الله تعالی دی، او انسان یوازې د هغه امانت‌دار او وکیل دی. لکه څرنګه چې یو وکیل د خپل موکل د امر مطابق عمل کوي، همداسې انسان ته هم پکار ده چې د خپل پروردگار د حکم مطابق د خپل مال زکات ورکړي، له اړمنو او بې‌وزلو سره مرسته وکړي او خپله شتمني د خیر په لارو کې مصرف کړي، تر څو د الله تعالی رضا او اجر ترلاسه کړي.
رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: “له شک پرته، الله تعالی صدقه قبلوي او په خپل ښي لاس سره یې اخلي، وروسته زیاتوالی پکې راولي، لکه څنګه چې تاسې د خپل کوچني اس یا اوښې پالنه کوئ، تر دې چې یوه مړۍ د اُحد غره په اندازه شي.”
له دې مبارک حدیث څخه څرګنديږي چې صدقه د هغه تخم په څېر ده چې د الله تعالی د رحمت په ځمکه کې کرل کېږي او د پروردگار تر تربیت او سرپرستۍ لاندې وده کوي او برکت 
پکې پیدا کیږي. آیا دا امکان لري چې هغه مال، چې الله تعالی یې په خپله ساتنه وکړي، خو زیاتوالی پکې رانشي؟
له شک پرته د الله تعالی وعده حق دی، او هر څه چې انسان د الله تعالی په لار کې انفاق کړي، څو چنده زیات یې بېرته ورته راګرځي:
“مَثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِى كُلِّ سُنبُلَةٍۢ مِّائَةُ حَبَّةٍ ۗ وَٱللَّهُ يُضَٰعِفُ لِمَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ” “د هغو كسانو مثال چې د الله په لار كې خپل مالونه لګوي د هغه دانې په شان دى چې اوه وږي زرغون كړي، په هر وږي كې سل دانې وي، او الله (اجر) زیاتوي د چا لپاره چې وغواړي، او الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى.”
همداراز، الله تعالی فرمایي: “أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ” “ایا دوی نه دي پوه شوي چې الله د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي؟” یعنې، الله تعالی صدقې قبلوي.
د رمضان په مبارکه میاشت کې صدقه ورکول تر نورو ورځو ډېر فضیلت لري، نو غوره دا ده چې مسلمانان په دې میاشت کې د مستحبي صدقو مقدار زیات کړي. لکه څنګه چې له انس رضی‌الله‌عنه روایت شوي چې وایي: رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وپوښتل شو: “تر ټولو غوره صدقه کومه ده؟” هغه وفرمایل: “د رمضان میاشتې صدقه.”
نو راځئ چې په دې مبارکه میاشت کې الله تعالی ته خپل غوره اعمال وړاندې کړو، ځکه الله تعالی سخي خلک خوښوي. رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي: “بې‌شکه، الله کریم دی، او کریم خلک خوښوي، سخي دی، او سخاوت خوښوي، غوره اخلاق خوښوي، او له بدو اخلاقو کرکه لري.”
د اهل کرم او سخاوت ځانګړنه  دا ده چې هر څه چې لري، پرته له حسابه یې بښي؛ که مال وي، که علم، که وخت او که هڅه او کوشش.
که د د رمضان میاشت کې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم حالت ته وګورو، وبه ګورو چې د هغه جود او سخاوت په دې میاشت کې تر نورو وختونو ډېر زیات و. اصحابو هغه مبارک داسې توصیف کړی دی: “هغه تر ټولو سخي انسان و، خو په رمضان کې به یې سخاوتمندي نوره هم زیاتیده.”
دا ځکه چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د دې میاشتې د صدقې له ستر اجر او ثواب څخه خبر و.
هغوی چې دې میاشت کې صدقه ورکړي، نو په حقیقت کې یې یو شمېر ارزښتناک صفات، چې یوازې د رمضان میاشت کې لاسته راوړل کیږي، خپل کړي دي. لکه : روژه، صدقه، د شپې لمونځ، نیکې خبرې، او د وخت شرافت.
رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي “بې‌شکه، په جنت کې داسې خونې شتون لري چې ظاهري بڼه یې له دننه او دننه بڼه یې له بهره ښکاري. الله تعالی یادې خوندې د هغه چا لپاره تیارې کړي دي چې خلکو ته خواړه ورکوي، په نرمه ژبه خبرې کوي، په دوامداره توګه روژه نیسي، او د شپې پداسې حال کې لمونځ کوي، چې نور خلک ویده وي.”
ادامه لري…
Previous Articleشیبې له روژې سره (شپږویشتمه برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (اته ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

قران؛ تلپاتي معجزه (اتمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (اوومه برخه)

شنبه _12 _جولای _2025AH 12-7-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (شپږمه برخه)

پنجشنبه _10 _جولای _2025AH 10-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اته دېرشمه برخه…

نور یی ولوله
Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه نهمه برخه په بیاني اړخ کې د قرانکریم…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه پنځه دېرشمه برخه د دین…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته دېرشمه برخه ۲. سیاسي نشنلیزم له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.