Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»حضرت علي کرم الله وجهه (یو ویشتمه برخه)
اصحاب کرام دوشنبه _10 _فبروري _2025AH 10-2-2025AD

حضرت علي کرم الله وجهه (یو ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

حضرت علي کرم الله وجهه (یو ویشتمه برخه)

 

د صفین د جګړې دوهم پړاو
د ۳۷ هجري قمري کال د محرم میاشتې په پای کې، حضرت علي رضی الله عنه خپل لښکر ته امر وکړ، چې سبا د صفر میاشتې لومړۍ ورځ، پرېکنده او برخلیک ټاکونکې جګړه پیل شي.
نوموړي مرثد بن حارث جشمي ته امر وکړ، چې د شام خلکو ته داسې اعلان وکړي:
“امیرالمؤمنین تاسو ته خطاب کوي او وایي: ما تر اوسه تاسو ته وخت درکړی، چې حق ته راستانه شئ او خپل حجت (دلیل، ثبوت) مې بشپړ کړی دی، خو تاسو مثبت ځواب نه دی راکړی. له دې وروسته، زما او ستاسو ترمنځ هیڅ تړون نشته.”
د دې اعلان سره، د شام خلکو ځانونه جګړې ته چمتو کړل.
حضرت علي رضی الله عنه دا هم اعلان وکړ، چې:
• که د مخالف لوري څوک وتښتي، تعقیب به نشي.
• د ټپیانو مالونه او شتمني به نه اخیستل کېږي.
• د وژل شویو کسانو جسدونه به نه مسخ کېږي.
• پر ښځو به برید نه کېږي، حتی که دوی سپکې سپورې هم ووایي.
په ورته ډول، حضرت امیر معاویه رضی الله عنه هم خپل لښکر ته ورته امرونه صادر کړل.
د جګړې پیل
د چهارشنبې په سهار، د صفر میاشتې په لومړۍ نېټه، جګړه پیل شوه.
د شام لښکر – مشري یې حبیب بن مسلمه الفهري کوله.د کوفې لښکر – مشري یې مالک اشتر کوله.
جګړه له سهار څخه تر ماښامه روانه وه، خو هیڅ لوري برلاسي نشو.
دوهمه ورځ: د حضرت علي رضی الله عنه له لوري هاشم بن عتبه د آس سپرو او پیاده لښکر سره جګړې ته راووت. د شام له لوري، ابو الاعور سلمي ورسره مخامخ شو. جګړه تر ماښامه دوام وکړ، خو بیا هم پایله ونه‌رسېده.
دریمه ورځ: له حضرت علي رضی الله عنه عمار بن یاسر رضی الله عنه، او له حضرت معاویه رضی الله عنه عمرو بن العاص جګړې ته راووتل. د ورځې په وروستۍ برخه کې، عمار بن یاسر، عمرو بن العاص ته سخت برید وکړ، خو لا هم د بریا یا ماتې نښې نه وې.
څلورمه ورځ: د معاویه رضی الله عنه له لښکره عبیدالله بن عمر، او د حضرت علي رضی الله عنه له لښکره محمد بن حنفیه جګړې ته راووتل. غرمه مهال، عبیدالله بن عمر محمد بن حنفیه ته د تن‌په‌تن مبارزې بلنه ورکړه، خو کله چې محمد بن حنفیه د جګړې لپاره چمتو شو، حضرت علي رضی الله عنه هغه بېرته وګرځاوه.
پنځمه ورځ: د حضرت علي رضی الله عنه له لوري عبدالله بن عباس، او د شام له لوري ولید بن عقبه جګړې ته راووتل.
 شپږمه ورځ: د حضرت معاویه رضی الله عنه له لښکره ذوالکلاع حمیري، او د حضرت علي رضی الله عنه له لښکره قیس بن سعد انصاري جګړې ته داخل شول. اوومه ورځ: د شامیانو له لوري حبیب بن مسلمه، او د حضرت علي کرم الله وجهه له لوري مالک اشتر یو ځل بیا جګړه وکړه. دا ورځ هم د تېرو ورځو په څېر، له سهار څخه تر ماښامه، د سختې جګړې شاهده وه، خو کومه پرېکړه نه وشوه.
د جګړې شدید پړاو
د چهارشنبې په ماښام، حضرت علي رضی الله عنه او حضرت امیر معاویه رضی الله عنه خپل لښکرونه په شخصي توګه جګړې ته چمتو کړل.
دا ورځ د تېرو ورځو په پرتله ډېره شدیده وه، خو بیا هم هیڅ لوري بریا یا ماتې ترلاسه نه کړه.
د صفین د جګړې وروستۍ دوه ورځې
دا اووه ورځنۍ جګړه، چې هره ورځ به د دواړو لورو له پوځونو نوي قوماندانان میدان ته راووتل، زړورتیا او اتلولۍ به یې وښودله، د اسلام او مسلمانانو لپاره ستره بدبختي وه.
د مسلمانانو تورې د یو بل په غاړه کې لګېدلې وې، او د اسلام دښمنان د زړه بوږنوونکو صحنو ننداره کوله. خو د دې جګړې وروستۍ دوه ورځې، لا هم خونړۍ او بدمرغه وې.
د صفین د جګړې وروستی پړاو
له یوې اونۍ جګړې وروسته، بالآخره د پنجشنبې په ورځ، د ۳۷ هجري قمري کال د صفر اتمه نېټه، دواړو لورو د پرېکنده او برخلیک ټاکونکې جګړې لپاره چمتووالی ونیو.
حضرت علي رضی الله عنه خپل لښکر ته امر وکړ، چې ټوله شپه په دعا او تضرع کې تېره کړي.
په دې ورځ، د سهار له لمانځه وروسته، حضرت علي رضی الله عنه د خپل ټول لښکر سره د شام پر پوځ برید وکړ.
 په دې برید کې، حضرت علي رضی الله عنه پخپله د لښکر په منځ کې وو.د بصرې، کوفې، مدینې، انصارو، بنو خزاعه، او بنو کنانه یو شمېر مشران هم د لښکر په همدې برخه کې وو.
د میمنې (ښي اړخ) مشري – عبدالله بن بدیل بن ورقاء الخزاعي ته وسپارل شوه.
 هره قبیله د خپلې جلا قوماندې لاندې، د خپل بیرغ سره، په ځانګړي موقف کې چمتو وه.عمار بن یاسر رضی الله عنه د حماسه ویونکو او قاریانو مسؤول و. قیس بن سعد او عبدالله بن یزید هم د ځانګړو ماموریتونو مسؤلین وو.
د شام لښکر چمتووالی
حضرت امیر معاویه رضی الله عنه، تر مرګه پورې د خلکو بیعت اخیسته.
د میسره (کین اړخ) مشري – حبیب بن مسلمه الفهري ته وسپارل شوه.د میمنې مشري – عبیدالله بن عمر ته ورکړل شوه.
د جګړې سخت پړاو
لومړی، د حضرت علي رضی الله عنه د لښکر میمنه (ښی اړخ) جګړې ته وړاندې شوه.
عبدالله بن بدیل الخزاعي، د شام د لښکر قوماندان، حبیب بن مسلمه الفهري ته سخت برید وکړ.که څه هم دا برید ډېر شدید و، خو بالاخره جګړه د شام د پوځ په ګټه تمامه شوه.عبدالله بن بدیل، د حبیب بن مسلمه تر قوماندې لاندې جنګیالي، شاته تګ ته اړ کړل.
د شام لښکر ناڅاپي برید
کله چې حضرت امیر معاویه رضی الله عنه د خپل لښکر حالت ولید، سمدلاسه یې خپلو ملګرو ته د برید امر وکړ.
 د شام پوځ داسې برید وکړ، چې عبدالله بن بدیل یوازې له ۲۰۰-۳۰۰ کسانو سره پاتې شو.د ده پاتې نور سرتېري، ووتښتېدل او د حضرت علي رضی الله عنه ځای ته ورسېدل.
حضرت علي رضی الله عنه سمدلاسه سهل بن حنیف ته امر وکړ، چې د مدینې له خلکو سره د عبدالله بن بدیل مرستې ته ور ودانګي.
خو د شام پوځ، سهل بن حنیف ته اجازه ورنه کړه، چې عبدالله ته ورسېږي.ډېر ژر، عبدالله بن بدیل او د هغه ملګري د شام د لښکر لخوا شهیدان شول.
د جګړې بله جبهه
په میسره (کین اړخ) هم ورته حالت رامنځته شوی و.یوازې د ربیعې قبیله، کلکه ودرېده، خو پاتې ټول پوځیان وتښتېدل.
حضرت علي رضی الله عنه، خپل زامن حضرت حسن، حسین، او محمد رضی الله عنهم، د ربیعې مرستې ته واستول.همداراز، هغه مالک اشتر ته امر وکړ، چې د میمنې تښتېدلو کسانو ته داسې ووایي:
“له مرګه چېرته تښتئ؟ په داسې حال کې، چې تاسو نشئ کولی هغه د نه پاتې کېدونکي ژوند په وسیله بېرته راوګرځوئ؟”
مالک اشتر، سپور شو او د حضرت علي رضی الله عنه پیغام یې د تښتېدونکو سرتېرو ته ورساوه.په لوړ غږ یې د هغوی غیرت راوپاراوه.بیا، هغه پخپله له هغوی سره یوځای، د
شام لښکر سره د مقابلې لپاره چمتو شو.
ادامه لري…
Previous Articleالحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (شپږمه برخه)
Next Article اسلام او ډیموکراسي (اووه پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.