Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوومه برخه)
اسلامي تمدن سه شنبه _28 _جنوري _2025AH 28-1-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوومه برخه)

په طب کې د «ابن سینا» نوښتونه
ابن سینا لومړنی کس و چې د ادرار، غايطه او نبض د معاینې له لارې د ناروغانو درملنه وکړه. هغه لومړنی کس و چې د سحایاو د پاړسوب (مننژیت) لپاره چې د مغز او نخاع په منځ کې پرده ده، د آزمایښت وړاندیز وکړ.
هغه لومړنی کس و چې د بهرني لاملونو له امله رامنځ ته شوی فلج یې تشخیص او هغه یې له نورو سره مختلف وبولو. هغه د وینې د لوړ فشار په نتیجه کې د مغز سکته کشف کړه.
ابن سینا د مغز د پردو پاړسوب او د هغې د درملنې په برخه کې بېلابېل کشفونه وړاندې کړل. هغه د پوستکي ډېری ناروغۍ تشخیص کړې او وتوانېد چې د هغه درملنه او علاج وکړي. هغه د سږو پاړسوب د دماغ د حاد پاړسوب څخه جلا کړ.
ابن سینا وتوانېد چې د قولنج او پښتورګو ناروغۍ ترمنځ توپیر وکړي او د هر یوه لپاره یې ځانګړې درملنه وړاندې کړه. هغه وتوانېد چې د ادرار فیسټولونه، د نفاس تبه او نه زیږېدنه تشخیص او د هغوی لپاره درملنه وړاندې کړي.
ابن سینا لومړنی کس و چې د دي ان ای (DNA) مسئله یې مطرح کړه او هغه یې سړي ته منسوب کړه. هغه لومړنی کس و چې ثابته یې کړه چې د انسان خارجي حواس لکه: د لیدلو، اورېدلو او خوند مرکز د انسان مغز او دماغ دي او دلیل یې دا دی چې د انسان داخلي لاملونه د انسان پر بدن باندې اغیز کوي.
ډاکټر عبدالله علي الدفاع ليکي: «ډېر غربي مفکرین ادعا کوي چې مسلمانان د کالبدپوهنې په علم کې هېڅ رول او اغېز نه دی درلودلی او د دوی دلیل دا دی چې دا علم د اسلامي شریعت له مخې حرام دی. مګر کله چې موږ یوازې د ابن سینا نوښتونه په دې برخه کې وڅیړو، معلومیږي چې هغه وتوانېد د جالینوس نوښتونه په دې برخه کې په ښه او فني ډول تشریح کړي او په اړه یې تبصره ولیکي، پداسې حال کې چې دا کار یوازې د هغه چا لخوا ترسره کېدای شي، چې کالبدپوه وي؛ همدارنګه نوموړي په خپل القانون کتاب کې بېلابېل طبي اختراعات او نوښتونه ذکر کړي دي، چې پر دې دلالت کوي چې هغه کالبدپوهنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.»
یو عرب لیکوال «امین خیرالله» په دې اړه لیکلي دي: «کله چې موږ د ابن سینا خبرې د کالبدپوهنې په برخه کې وګورو، نو له دې پرته بله لاره نه لرو چې ومنو چې هغه په عملي توګه د کالبدپوهنې علم استاد و.»
د ابن سینا آثار
علي ابن سینا نږدې ۲۵۰ مقالې او کتابونه لیکلي دي. دا لیکنې او مقالې هم په مختلفو برخو کې لکه: طب، فلسفه، منطق او اخلاق کې دي. د هغه له مشهورو آثارو څخه یو کتاب “القانون في الطب” دی چې یو بشپړ او جامع اثر ګڼل کېږي، ځکه چې د طب، ناروغیو او دواګانو د فلسفې په اړه لیکل شوی دی. دا کتاب په مختلفو ژبو ژباړل شوی او د نړۍ په بیلابیلو پوهنتونونو کې تدریس شوی دی.
دا کتاب پنځه برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې د هغه وخت د مشهورو ناروغیو وېش او د دې ناروغیو لاملونه هم په دې برخه کې ذکر شوي دي. په دویمه برخه کې د درملو مختلف ډولونه، د هغو ځانګړنې او پر ناروغیو باندې د هغو اغېزې پکې شته. له دې توضیحاتو څخه څرګندېږي چې د دې کتاب په هره برخه کې ټاکلې لارښوونې او تعلیمات شته.
دا کتاب له ۱۵ پېړۍ څخه تر ۱۶ پېړۍ پورې په بېلابېلو لاتیني ژبو ژباړل شوی او د ایټالیا د میلان په ښار او بلجیم کې خپور شوی دی. همدا راز دا کتاب په ۱۷ او ۱۹ پیړیو کې په عبراني ژبه ژباړل شوی او په فرانسه، جرمني او انګلستان کې خپور شوی. دا کتاب د اروپا په مهمو طبي پوهنتونو کې د طبي علومو بنسټ ګڼل کېږي.
ابن سینا د ټول عمر د علم له زده کړې او له اسلامي ټولنې سره د مرستې کولو وروسته په ۴۲۸ هجري کې د ایران په ننني همدان ښار کې وفات شو.
ادامه لري…
Previous Articleد حدیثو منکرین او د هغوی نوي شبهات (درېیمه برخه)
Next Article د پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شلمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نولسمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.