Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځمه برخه)
اسلامي تمدن شنبه _25 _جنوري _2025AH 25-1-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورافع

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځمه برخه)

د طبابت په اړه د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لارښوونې
د بشر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د اسلام مبارک دین د ناروغیو د مخنیوي او یا په بل عبارت د “صحي پرهېز” امر کړی دی. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لایوردن ممرض علی مصحَ»؛ ژباړه: «هیڅ ناروغ دې پر روغ نه داخلیږي.» دا پدې معنی ده چې ناروغ باید هڅه وکړي ځان له خلکو لېرې وساتي او قرنطین شي، ترڅو روغ خلک په ناروغۍ اخته نشي.
په بل ځای کې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «إن من القرف التلف»؛ ژباړه: «د ناروغ او روغ سره یو ځای کېدل، د هلاکت لامل ګرځي.»
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په خپل عملي ژوند کې هم دا لارښوونه عملي کړه. کله چې یو جذامي ناروغ د هغه سره بیعت کولو ته راغی او د ننوتلو اجازه یې وغوښته، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «هغه ته ووایئ چې موږ له هغه سره بیعت کړی دی؛ نو هغه دې بېرته وګرځي.»
په بل حدیث کې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «د ځان او په جذام اخته کس په منځ کې یوه یا دوې نېزې واټن مراعات کړئ.»
د ساري ناروغیو او وباګانو مخنیوي لپاره د اسلام لارښوونې
د اسلام مبارک دین د ساري ناروغیو، وېروسونو او طاعونونو سره د مبارزې لپاره عمومي اصول وضع کړي دي، چې عبارت دي له قرنطین څخه. یعني په وبا اخته کس باید له خپل ځایه ونه وځي، او روغ کس دې هم هغه ته نږدې نه شي.
په دې اړه رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «کله چې تاسو واورئ چې په کوم ښار کې وبا خپره شوې ده، هلته مه ځئ. او که په داسې ښار کې یاست چې وبا خپره شوې وي، له هغه ښاره مه تښتئ او بهر ته مه ځئ.»
یو له هغو مهمو ټکو څخه چې اسلام د خلکو روغتیا ته پام کړی دی، د پرهېز کولو امر دی له هغو شیانو څخه چې د ناروغیو د پیدا کېدو او خپرېدو لامل ګرځي.
د بېلګې په توګه، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په ولاړو اوبو کې د ادرار کولو څخه منع کړې ده، لکه څنګه چې فرمایي: «هیڅوک له تاسو څخه په اوبو کې په ولاړه ادرار ونه کړي؛ ځکه چې عموم وسواس له دې کار څخه پېښیږي.»
همدارنګه، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سیوري لاندې، د خلکو د تګ راتګ ځایونو، او په لارو کې د حاجت رفع کولو څخه هم منع کړې ده.
نن ورځ ساینس هم دا خبره تاییدوي، چې د بېلګې په توګه “بلهارسیا” ناروغي په اوبو کې د ادرار له لارې نورو ته لېږدېږي، په ځانګړې توګه په ولاړو اوبو کې. که موږ د دې ډول کړنو مخه ونیسو، کولای شو دې ناروغۍ ته ماتې ورکړو.
د منځنیو پېړیو وضعیت او د اسلام د علمي دریځ توپیر
په داسې حال کې چې په منځنیو پېړیو کې کلیسا خلک له درملنې څخه منع کول، طبیبان یې ځورول، د هغوی کتابونه یې سوځول، او هغوی یې په سحر، جادوګرۍ یا د خدای تعالی جل‌جلاله د ارادې خلاف په عمل تورنول؛ اسلام د طب او درملنې لپاره علمي او عملي لارښوونې وکړې.
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په زمانه کې تکړه طبیبان
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم علیه وسلم په زمانه کې یو له مهمو طبیبانو څخه حارث بن کلده الثقفي و.
هغه د طائف د ثقیف قبیلې څخه و او په فارس کې یې طب زده کړی و.
حارث د اسلام له را څرګندېدو وړاندې د مختلفو علاجونو په وجه ډېر شهرت او شتمني ترلاسه کړې وه. وروسته چې اسلام یې قبول کړ، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به هغه ته ناروغان لېږل، کله به چې کوم صحابي ناروغ کېده.
د طب په برخه کې د مسلمانانو خدمتونه
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم او د طبي لارښوونې
یوه ورځ رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه لیدو ته ورغی. کله چې یې هغه ولید چې تبه لري، نو ورته یې وفرمایل: «حارث بن کلده ته د درملنې لپاره لاړ شه.»
همدارنګه، حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها هم د طب او درملنې په اړه اړین معلومات درلودل او په دې برخه کې یې ښه پوهه لرله.
د طب په برخه کې تر ټولو مشهور مسلمان پوهان
په دې برخه کې د هغو پوهانو یادونه کوو چې د طبابت په برخه کې یې لویه وړتیا او مهارت درلود. طبي علوم بېلابېل اړخونه او برخې لري، چې هره برخه یې د انسان د اساسي اړتیاوو درملنې او څېړنې لپاره ځانګړې شوې ده. له همدې امله مسلمانو پوهانو د طبي علومو په مهمو او اړینو برخو کې نوښتونه کړي او تخصص او مهارت یې ترلاسه کړی دی.
په دې ځای کې درې مشهور طبیبان او طبي پوهان یادوو، د هغوی په اړه لنډ معلومات وړاندې کوو او بیا د طب بېلابېلې برخې او هغه پوهان یادوو چې په دې برخو کې یې مهارتونه لرل.
امام ابوبکر رازي رحمه الله (۸۵۴-۹۳۲)
محمد بن زکریا رازي، چې په «ابوبکر رازي» مشهور دی، د درېیمې او څلورمې پېړۍ یو ستر طبیب او پوه و. هغه د نوښت او ابتکار له پلوه له سترو طبي پوهانو څخه شمېرل کېده؛ ځکه چې د تجربوي علومو څېړنې او مطالعې ته یې ځانګړې پاملرنه کوله.
کله چې دېرش کلنۍ ته ورسېد، د کیمیا، فلسفې او طب په علومو کې یې مطالعه او څېړنه پیل کړه. څلوېښت کلنۍ ته په رسېدو سره، هغه په طبابت کې نبوغ، مهارت او تخصص ترلاسه کړ.
د ابوبکر رازي رحمه‌الله لاسته راوړنې
امام ابوبکر رازي رحمه‌الله یو له لومړنیو عربي-اسلامي طبیبانو څخه و. حتی هغه د نړۍ د طب له مخکښانو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه چې هغه د ناروغانو د کلینیکي ارزونې په برخه کې، چې د ناروغ حالت ارزونه او معاینه کولو کې اغېزمنه ده، یو متخصص او ممتاز طبیب و. هغه وتوانېد چې د ۳۲ څخه زیات کلینیکي مشاهدې ثبت کړي.
د رازي مهمې لاسته راوړنې:
• د تناسلي ناروغیو، زیږون او د سترګو د درملنې په اړه ځانګړي موضوعات تأسیس کړي.
• د ماشومانو د ناروغیو د درملنې په اړه لومړنی کتاب ولیکه.
• د زخمونو د ګنډلو لپاره یې جراحي تارونه وکارول.
• د شکري ناروغۍ کشف وکړ.
• د سوځېدو د درملنې لپاره یې سړې اوبه وکارولې.
• د طاعون او نري رنځ د درملنې لارې یې وموندلې.
• د رواني لاملونو په درملنه کې یې د ناروغانو د احساساتو او رواني وضعیت اغېز په ګوته کړ.
• د شري او آبلې ناروغیو په اړه یې علمي او تفصیلي څېړنې وکړې.
* د سترګو د ناروغیو، په ځانګړې توګه د سپینو اوبو ایستلو په برخه کې یې مهم کارونه وکړل.
ادامه لري…
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (دري پنځوسمه برخه)
Next Article د حدیثو منکرین او د هغوی نوي شبهات (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شلمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نولسمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه څلورمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک دوه ویشتمه برخه احیاء علوم…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD12 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ویشتمه برخه سریزه: د ملي‌پالنې د بېلابېلو اړخونو او بُعدونو په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.