Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (لومړۍ برخه)
اسلامي تمدن دوشنبه _20 _جنوري _2025AH 20-1-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (لومړۍ برخه)

اسلام د داسې مبارک دین په توګه چې د خدای تعالی جل جلاله له خوا د انسانانو د لارښوونې او ژغورنې لپاره رالېږل شوی، د ټولو الهي دینونو خلاصه ګڼل کېږي. د تمدن جوړونې او د هغې اړینو برخو، لکه د بېلابېلو علومو جوړښت او پراختیا، په برخه کې ډېره مهمه ونډه لري. اسلام خپلو مؤمنانو ته په کلکه نصیحت کوي چې په بېلابېلو علومو او زده کړو کې نوښتګر او اختراع کوونکي واوسي.
د اسلام تاریخ له داسې شخصیتونو ډک دی چې په بېلابېلو علومو کې یې فعال ګډون کړی او د بشریت لپاره یې اړین او بنسټیز علوم کشف او رامنځته کړي دي. په حقیقت کې، هغه لید چې اسلام د بشري ټولنې د ودې لپاره د علم او پوهې پر بنسټ وړاندې کوي، څرګندوي چې هېڅ دین د اسلام په څېر خپل پیروان د زده کړې او د علم خپرېدو ته نه دي هڅولي.
خدای تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:
«قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ»
ژباړه: «ووایه، آیا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي، سره برابر دي؟ یوازې هوښیاران نصیحت مني.»
په بل ځای کې، خدای تعالی جل جلاله د علماوو د مقام او درجې په اړه فرمایلي دي:
«يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ»
ژباړه: «خدای تعالی هغه کسان چې ایمان یې راوړی او د علم خاوندان دي، لوړو درجې ورکوي. او خدای ستاسو له کړو اعمالو خبر دی.»
د قرآن کریم په ګڼو ځایونو کې خدای تعالی ګیله کړې ده چې ولې د دیني لارښوونو خاوندان د “تعقل”، “علم” او “تفکر” څخه کار نه اخلي. دا ټکي د علم او پوهې ځانګړی اهمیت څرګندوي.
د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم په خپلو مختلفو احادیثو کې د علم زده کولو او په دې برخه کې د هڅو لارښوونه کړې ده. په یوه حدیث کې فرمایي:
«مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ بِهِ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ»
ژباړه: «هر څوک چې د علم په لټه کې یوه لار ونیسي، خدای تعالی به ورته د جنت لاره اسانه کړي.»
په بل حدیث شریف کې فرمایي:
«طلب العلم فریضة علی کل مسلم.»
ژباړه: «د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده.»
همدغه اسلامي لارښوونو صحابه کرامو رضی الله عنهم ته د بېلابېلو علومو د زده کړې انګېزه ورکړه. په وروسته پېړیو کې اسلامي خلفاوو عربي ژبې ته د نورو تمدنونو د علومو او معارفو د ژباړې امر وکړ، تر څو مسلمانان د بېلابېلو علومو په برخو کې لکه طب، ریاضي، کیمیا، فزیک، تاریخ، جغرافیه او نورو کې پرمختګ وکړي. هغوی نه یوازې په دې علومو کې مهارت ترلاسه کړ، بلکې د دې علومو نوي افقونه یې هم کشف او راژوندي کړل.
له همدې امله اسلامي تمدن د خپل دین او آیین پر بنسټ داسې نوی تمدن وګرځېد چې بېلابېل علوم یې زده کړل، د ټولنې اړتیاوې یې درک کړې، او هغه یې په خپل ژوند کې تطبیق او پلي کړل.
نن ورځ شدیده اړتیا ده چې د علومو د زده کړې او د هغه د پرمختګ په برخه کې د مسلمانانو زرین تاریخ وڅېړل شي، ترڅو د مسلمانانو نوی او ځوان نسل له دې تاریخ څخه خبر شي. همدارنګه، په دې ډګر کې د اروپا، لویدیځ او ختیځ فکري او کلتوري یرغلونه وپېژندل شي.
باید د علم د پرمختګ او ودې په برخه کې د مسلمانانو هڅې او کوښښونه مطالعه کړو. په داسې حال کې چې نن ورځ نړۍ د بېلابېلو زهرجنو تبلیغاتو له لارې مسلمانان په شاته پاتې والي، ترهګرۍ، بې‌سوادۍ، او متمدنو هېوادونو د تقلید په تورونو تورنوي، خپله ځانونه د علمي او تمدني پرمختګ مخکښان معرفي کوي.
ډاکټر راغب سرجاني په دې اړه لیکي:
«د مسلمانانو د وروسته پاتې والي په اړه روښانه ځواب دا دی چې مسلمانانو پخپله د ځواک له وسیلې څخه لاس اخیستی او له قرآن، سنت، او د هغوی له ثابتو قوانینو یې غفلت کړی دی. له دې سربېره، مسلمانان دومره د لویدیځوالو تر اغېز لاندې راغلي دي چې د ځواک او قدرت وسایل په لویدیځ تمدن کې لټوي او د ويښېدو او پاڅېدو لارې په اروپا کې ګوري. هغوی په دې نه دي پوه شوي چې دا تمدن، هر څومره هم چې په یوه ډګر کې پرمختګ وکړي، په نورو ډګرونو کې یې سقوط کړی دی. خو اسلام د خدای تعالی کلک قانون دی چې په هغه کې هیڅ باطل او خطا نشته.»
د لویدیځوالو دروغجن او زهرجن تبلیغات په داسې حال کې دي چې په نننۍ بڼه لومړني پوهنتونونه او علمي مرکزونه مسلمانانو په خپلو اسلامي ټولنو کې جوړ کړي دي. په ځانګړې توګه په اندلس (اوسنۍ اسپانیا) کې، د مسلمانانو بې‌شمېره رصدخانې او لابراتوارونه د فلکیاتو، فزیک، کیمیا، ریاضیاتو او نورو علومو د څېړنې په برخه کې د هغه وخت مخکښان وو.
اروپا به هېڅکله دا هېر نه کړي چې په هغه وخت کې، چې علمي ځواک او مرکزیت د مسلمانانو په لاس کې و، د هغوی ځوانان او پوهان په ډلو ډلو اسلامي هېوادونو ته راتلل او په بېلابېلو علمي برخو کې یې زده کړې کولې. دا حالت د دې لامل شو چې د اروپا په سترو علمي ټولنو کې د مسلمانو علماوو کتابونه، په ځانګړې توګه د طب په برخه کې، تدریس کېدل. دغه کتابونه د طبي علومو لپاره اصلي سرچینې وې او په دې توګه یې اروپايي تمدن له بېلابېلو علومو سره آشنا کړ.
د لویدیځ مفکر او لیکوال «ګوستاو لوبون» د نړۍ او په ځانګړې توګه د اروپا په تمدني پرمختګ کې د مسلمانانو رول ته په اشاره لیکي:
«بې له شکه د عربو مسلمانانو تمدن د اروپا وحشي ملتونه د بشریت نړۍ ته وروپېژندل، او د غرب پوهنتونونه د عربو لیکنو پرته بل هیڅ علمي لاسته راوړنه نه لري. همدا مسلمانان وو چې اروپا یې په مادي، فکري او اخلاقي لحاظ متمدنه کړه. تاریخ د اسلامي امت په څېر هیڅ داسې ملت نه پېژني چې دې کچې لاسته راوړنې ولري.»
دې موضوع ته په پام سره، او د علم په جوړښت او پراختیا کې د مسلمانانو رول په نظر کې نیولو سره، پرېکړه وشوه چې په دې مقالې سره د علومو په برخه کې د مسلمانانو ونډه د لوستونکو لپاره تشریح کړو.
ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (اووه شپېتمه او وروستۍ برخه)
Next Article د کعبې شریفې تاریخ (اتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۶ او وروستۍ) 

سه شنبه _20 _جنوري _2026AH 20-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۱)

پنجشنبه _29 _جنوري _2026AH 29-1-2026AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپيټلېزم (برخه: ۱) لنډیز کپيټلېزم (Capitalism) یا د پانګوالۍ نظام…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۶)

پنجشنبه _29 _جنوري _2026AH 29-1-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۶) (الف) اخلاقي نښې (۱) کینه‌ او بدبیني شیطان‌…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۱)

چهارشنبه _28 _جنوري _2026AH 28-1-2026AD3 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۱) (دويم) نوې رامنځته شوې لوړې درجې (نوې درجې) د…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۵)

چهارشنبه _28 _جنوري _2026AH 28-1-2026AD10 Views

ليکوال: عبدالحی ليان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۵) په دې کې هېڅ شک نشته چې د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

کپيټلېزم (برخه: ۱)

پنجشنبه _29 _جنوري _2026AH 29-1-2026AD

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۶)

پنجشنبه _29 _جنوري _2026AH 29-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.