لیکوال: عبدالحمید ګرګیج
د سفر آداب (څلورمه برخه)
۱۰. په پورته کېدو او ښکته کېدو کې تکبیر او تسبیح ویل
سنت دی چې په لاره کې، کله چې څوک لوړ ځای ته پورته کېږي، تکبیر ووايي او کله چې ښکته ځای ته ښکته کېږي، تسبیح ووايي. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل یوه صحابي ته، چې په سفر روان و، داسې وصیت وکړ: «کله چې پورته کېږې، تکبیر ووايه.» دا حدیث شریف په بشپړ ډول د الوداع په آدابو کې ذکر شوی دی.
په صحیح بخاري کې د جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي: «موږ لوړ ځای ته د پورته کېدو په وخت تکبیر، او ښکته ځای ته د ښکته کېدو په وخت تسبیح وایه.» [۱]
له حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: «موږ په یو سفر کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو. د پورته کېدو پر مهال به مو په لوړ آواز تکبیر او تهلیل (لا إله إلا الله) وایه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “اې خلکو! پر خپلو نفسونو باندې نرمي وکړئ (یعنې په لوړ آواز تکبیر مه وایئ او ځان ته تکلیف مه ورکوئ). ځکه تاسو کوڼ یا غایب نه رابولئ، بلکې هغه څوک رابولئ چې اورېدونکی او تاسو ته نږدې دی.”»
الله تعالی فرمایي: «وَهُوَ مَعَكُمْ» [۲] (هغه له تاسو سره دی)، او «إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ.» [۳] (بېشکه هغه اورېدونکی او نږدې دی).
د ابن سني په کتاب کې له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوړوالي په وخت کې فرمایل: «اللَّهُمَّ لَكَ السَّرَفُ عَلَى كُلِّ شَرَفٍ وَ لَكَ الْحَمْدُ عَلَى كُلِّ حالٍ» (ای الله! هر عزت چې په لوړ مقام کې دی، ستا دی، او هر حالت کې تالره ستاینه ده.) [۴]
۱۱. د شپې سفر کول
پکار ده چې په دې کار کې غفلت او ځنډ ونه شي، ځکه اوږده واټنونه په شپه کې په اسانه ترسره کېدای شي.
په سنن ابو داود کې د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پر تاسو لازمه ده چې د شپې سفر وکړئ، ځکه ځمکه د شپې لخوا پرې کېږي.» [۵]
په شپه کې د سفر پر مهال، که څوک وغواړي چې یو ساعت اندازه ځان هوسا کړي، سنت دا دی چې د لارې له منځ څخه څنګ ته شي.
په صحیح مسلم کې د ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که د شپې په پای کې د استراحت لپاره کوم ځای کې ودرېدئ، باید د لارې له منځ څخه لیرې شئ؛ ځکه چې لاره د شپې لخوا د څارویو او چیچونکو حیواناتو د تګ راتګ ځای دی.» [۶]
۱۲. د ځورونکو مخلوقاتو د مخنیوي لپاره دعا
په صحیح مسلم او نورو سرچینو کې له خوله بنت حکیم رضی الله عنها څخه روایت دی: «ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویې فرمایل: “څوک چې په منزل (په سفر کې د درېدو ځای) کې ښکته شي او دا کلمې ولولي:
أَعُوذُ بِاللهِ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ
(پناه وړم د الله تعالی پوره کلمو ته، د هر هغه څه له شر څخه چې هغه پیدا کړي دي.) تر څو چې له هغه منزل څخه ونه وځي، هېڅ شی به ورته ضرر ونه رسوي.”» [۷]
په سفر کې سنت او آداب
۱۳. د شپې له خوا د چیچونکو د دفع لپاره دعا
په سنن ابو داود او نورو سرچینو کې له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په سفر کې د شپې له خوا د چیچونکو د دفع لپاره دا کلمات لوستل:
«یا أَرْضِ! رَبِّي وَرَبُّكِ اللهُ، أَعُوذُ بِاللهِ مِنْ شَرِّكِ وَشَرِّ مَا فِيكِ وَشَرِّ مَا خُلِقَ فِيكِ وَشَرِّ مَا يَدُبُّ عَلَيْكِ، وَأَعُوذُ بِاللهِ مِنْ أَسَدٍ وَأَسُوْدٍ وَمِنَ الْحَيَّةِ وَالْعَقْرَبِ وَمِنْ سَاكِنِ الْبَلَدِ وَمِنْ شَرِّ وَالِدٍ وَمَا وَلَدَ.»
ژباړه: «اې ځمکې! زما او ستا رب الله جل جلاله دی. پناه وړم خدای تعالی ته ستا له شره، او د هغه څه له شره چې په تا کې دي، او د هغه له شره چې په تا باندې ګرځي. اې الله! پناه غواړم د زمري، وحشي ځناورو، مارانو، لړمانو، د ښار له اوسېدونکو او د والد او مولود له شر څخه.» [۸]
او د سهار په وخت کې به یې ویل:
«سَمِعَ سَامِعٌ بِحَمْدِ اللهِ وَحَسُنَ بَلَاؤُهُ عَلَيْنَا، رَبُّنَا صَاحِبُنَا وَأَفْضَلَ عَلَيْنَا، عَائِذًا بِاللهِ مِنَ النَّارِ.» [۹]
۱۳. د ډېرو لارو په شتون کې، ښي اړخ ته پاملرنه
که څوک په سفر کې له ډېرو لارو سره مخامخ شي، باید هغه لارې غوره کړي چې ښۍ خوا ته وي؛ ځکه په ځینو صحيحو احادیثو کې راغلي دي چې کله لارې درباندې غلطې شي، ښي لوري ته لاړ شئ. ځکه په هغه لوري کې یوه ملایکه شته چې د مسافر لارښوونه کوي.
۱۴. یواځې سفر نه کول
یواځې سفر کول، په ځانګړې توګه په شپه کې، د مکروهاتو او ممنوعاتو څخه ګڼل شوی دی.
په صحیح بخاري کې د ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که خلک هغه څه چې په یواځیتوب کې دي، پوه شي لکه څنګه چې زه پوهیږم، هېڅکله به په شپه کې یوازې سفر ونه کړي.» [۱۰]
امام خطابي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې ویلي دي چې یواځې سفر کول د شیطان له عملونو څخه دي. علماوو ویلي دي چې یواځې سفر کول د دیني تاوان او دنیوي تکلیف سبب ګرځي. دیني تاوان دا دی چې د جماعت له ثوابه بې برخې کېږي، او دنیوي تکلیف دا دی چې د اړتیا په وخت کې مرستندوی نه پیدا کېږي. غوره ده چې د سفر ملګري له درېیو کسانو څخه کم نه وي.
په حدیث شریف کې راغلي دي: «خَيْرُ الرُّفَقَاءِ أَرْبَعَةٌ.» (د سفر تر ټولو غوره ملګري څلور کسان دي.) [۱۱]
په مسند امام مالک او ترمذي کې هم دا روایت شته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «یو سپور او دوه سپاره شیطانان دي، مګر درې سپاره نېکان دي، یعني شیطان په هغو باندې کار نه لري.» [۱۲]
علماوو د دې حدیث په شرحه کې ویلي دي: درې کسان یې ځکه شیطانان ونه بلل چې هغوی په جماعت کې ځواکمن دي او یو له بل سره مرسته کوي.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو مرسل حدیث روایت شوی دی: «شیطان یو تن او دوه تنه په بېرې کې اچوي، مګر درې تنه په وېرې کې نه شي اچولی.» [۱۳]
۱۵. یو بل ته نږدې ښکته کېدل
که ډېری خلک په سفر کې یو ځای وي، د استراحت په وخت کې باید یو بل ته نږدې ځای کې ودرېږي او جلا نه وي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې څخه منعه کړې ده.
په سنن ابو داود کې د ابی ثعلبه خشني رضی الله عنه روایت دی چې صحابه کرامو رضی الله عنهم به د سفر پر مهال چې کله یو ځای ودرېدل، په مختلفو ځایونو کې خپرېدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ستاسو خپرېدل په مختلفو ځایونو کې د شیطان کار دی. له دې وروسته، چې په هر منزل کې تم شوئ، باید یو بل ته دومره نږدې شئ چې که یوه جامه په تاسو واچول شي، ټول پرې وپوښل شئ.» [۱۴]
۱۶. د مشر ټاکل
که څو کسان یو ځای سفر ته ځي، له دوی څخه باید یو تن د مشر په توګه وټاکل شي. دا سړی باید په علم، تقوا، او سخاوت کې له نورو ملګرو څخه غوره وي.
په سنن ابو داود کې د ابی سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې درې تنه سفر ته ځي، باید له هغوی څخه یو خپل مشر وټاکي.» [۱۵]
د دې حدیث د مفهوم له مخې، کله چې د ملګرو یوه ډله یو څوک خپل امیر وټاکي، باید د هغه حکم ته غاړه کېږدي، تر څو د دوی تر منځ اختلاف له منځه ولاړ شي او شیطان د دوی تر منځ فتنې رامنځته نه کړي.
مستحب دا دی چې کله د ملګرو یوه ډله یو څوک د امیر په توګه وټاکي، هغه شخص باید د ملګرو په پرېکړه راضي وي او خپله امیري په ښه توګه ومني. هغه باید هڅه وکړي چې د خپلو ملګرو سره مهرباني وکړي او هغوی ته خدمت وړاندې کړي، نه دا چې یوازې هغوی ته د خدمت امر وکړي.
د امام بیهقي رحمه الله په شعب الایمان کې د سهل بن سعد رضی الله عنه په روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د قوم امیر په سفر کې هغه دی چې د هغوی خدمت کوي.» [۱۶]
هر هغه څوک چې په خدمت کې له نورو مخکې شي او د قوم د اړتیاوو پوره کولو لپاره مخکښ وي، په حقیقت کې د قوم مشر دی، که څه هم د رتبې په لحاظ له نورو ټیټ وي.
ادامه لري…
سرچینې
[1] ـ صحیح بخاری، ج ۳ ،ص ۱۰۹۰.
[2] ـ سوره حدید، آیه:۴.
[3] ـ سوره سیاء، آیه:۵۰.
[4] ـ مسند امام احمد، ج ۳ ،ص ٥٨٠.
[5] ـ سنن ابیداود، ج ۷ ،ص ۲۳۹.
[6] ـ صحيح مسلم، ج ١٣ ،ص ٥٩.
[7] ـ صحيح مسلم، ج ۱۷ ،ص ۲۸.
[8] ـ سنن ابوداود، ج ۷ ،ص ٢٦٣.
[9] ـ صحيح مسلم، ج ١٧ ،ص ٣۴.
[10] ـ صحيح بخاری، ج ۳ ،ص ۱۰۹۲.
[11] ـ سنن ابن ماجه، ج ٢ ،ص ٩۴۴.
[12] ـ سنن ترمذی، ج 5 ،ص ٢٥٨.
[13] ـ موطأ امام مالک، ج ۴،ص ۳۹۱.
[14] ـ سنن ابی داود، ج ۷ ،ص ۲۹۲.
[15] ـ سنن ابی داود، ج ۷ ،ص ٢٦٧.
[16] ـ شعب الايمان بيهقى، ج ٦،ص ٣٣٤