لیکوال: ابو عائشه
د جهمیې فرقه (شلمه برخه)
روڼوالی
د اهل سنت او د مخالفو ډلو، په تېره بیا د جهمیه ډلې ترمنځ، د قیامت په ورځ د الله تعالی د لیدلو مسئله یو له مهمو او اختلافي موضوعاتو څخه ده. دا مسئله د عقیدې په بحثونو کې ځانګړی ځای لري، چې علماوو پرې ځانګړې پاملرنه کړې او په دې اړه یې پراخ تحقیقات کړي دي. په دې مقاله کې به موږ د دې موضوع په تفصیل سره څېړنه وکړو او د دواړو خواوو دلایل وړاندې کړو.
په آخرت کې د الله تعالی د لیدلو مسئله د عقیدې له خورا مهمو او اساسي موضوعاتو څخه ده. دا نه یوازې د مومنانو وروستی او ستر هدف ګڼل کېږي، بلکې د هغه کرامت او لوړې مرتبې څرګندویي کوي چې د الله تعالی نیکو بندګانو د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې کړې دي.
د الله تعالی لیدل – یو ثابت حقیقت
د الله تعالی لیدل په کتاب الله، متواتر احادیثو او د مسلمانانو په اجماع سره ثابت حقیقت دی. سره له دې، د جهمیه ډلې او هغو کسانو چې د دوی له افکارو څخه اغېزمن شوي دي، دغه حقیقت رد کړی دی.
آیا د قیامت په ورځ به الله جل جلاله ليدل کېږي؟
په دې اړه دوه نظرونه شتون لري:
-
د اهل سنت او جماعت نظر: اهل سنت په دې باور دي چې د قیامت په ورځ به مؤمنان الله تعالی وویني او د دوی لپاره به دا لیدل یو ستر نعمت وي.
-
د جهمیه، معتزله او ورته ډلو نظر: دغه ډلې په دې باور دي چې د قیامت په ورځ د الله تعالی لیدل ممکن نه دي.