لیکوال: ابو عائشه
د جهمیه فرقه (څوارلسمه برخه)
روڼوالی:
منحرفین او هغه کسان چې د لارښوونې لاره یې له لاسه ورکړې ده، تل هڅه کوي چې د ځان لپاره ملاتړ پیدا کړي. دوی د ملاتړ ترلاسه کولو او د خپلو نظریاتو د خپرولو لپاره ډېرې هڅې کوي. هر څومره چې د دوی انحراف زیات وي، هغومره د خلکو له منځ څخه د ملاتړ راټولولو ته ډېره هڅه کوي.
د جهمیه ډله له هغو ډلو څخه ده چې انحراف یې د نورو ډلو او فرقو د رامنځته کېدو لامل شوی دی. په دې څېړنه کې به د هغو دوو فرقو په اړه خبرې وکړو چې اصل یې جهمیه فرقې ته ورګرځي.
یوه بله مسئله چې جهمیه فرقه پرې قائله ده، د «جبر» او «ارجاء» مسئله ده. دا فرقه د جهم بن صفوان له ملاتړو څخه ده چې په عمل کې د «جبر» او په ایمان کې د «ارجاء» نظریه لري. دوی په دې باور دي چې ایمان یوازې په زړه کې وي او له غړو او جوارحو پرته د عمل اړتیا نشته.
لومړی به د «جبر» او «ارجاء» تعریف وکړو، بیا به د جهمیه او د اهل سنت و جماعت ترمنځ د دغو مفاهیمو په اړه بحث وکړو.
جبریه:
د دې کلمې ریښه د “جبر” له کلمې څخه اخیستل شوې ده او معنا یې ده: د یو شخص مجبوریت او اکراه، د یو عمل د ترسره کولو لپاره د هغه له ارادې او اختیار پرته.
اسلامي مفکرین په دې اتفاق دي چې د “جبریه” اصطلاح د اموي دورې وروستیو ته ورګرځي، کله چې دا مفهوم لومړی د جهم بن صفوان لپاره وکارول شو. هغه په مطلق جبر باور درلود او وروسته دا اصطلاح د جهم بن صفوان د ملاتړو لپاره کارول شوه.
جبریه هغه ډلې ته ویل کېږي چې بنده یو مطلق مجبور ګڼي او په حقیقت کې هیڅ عمل یا فعل بنده ته نه منسوبوي. دوی بنده د هوا په جریان کې د بڼکې په څېر ګڼي او د عمل نسبت بنده ته د جماد د نسبت په څېر بولي.
جبریه ډلې د “جبر” په مفهوم سره مشهوره ده، چې هدف یې د بنده څخه د عمل نفی کول او ټول کارونه رب العزت ته منسوبول دي. د دې عقیدې پیروان په دې باور دي چې انسان په خپلو اعمالو او کړنو کې هیڅ اختیار نه لري او د ټولو کړنو ترسره کولو لپاره مجبور دی.
د جبریه فرقې بنسټ او منشأ هم جهمیه فرقه ده. دوی په دې عقیده دي چې الله تعالی بنده د خیر او شر په چارو باندې مجبوروي. بنده د بڼکې په څېر دی چې باد یې دې خوا او ها خوا وړي.
د علماء کرامو په وینا، جبریه ډله د جهم بن صفوان له پیروانو څخه ده. د هغوی په وینا:
«جبریه د جهم بن صفوان پیروان دي. دوی په دې باور دي چې بنده په خپل کار کې مجبور دی او د بڼکې په څېر دی چې د باد په جریان کې دې خوا ها خوا کېږي.»
ارجاء:
د جهمیه فرقې دویمه عقیده “ارجاء” ده. په لومړي سر کې باید پوه شو چې «ارجاء» څه ته ویل کېږي او ولې هغو کسانو ته چې دا عقیده یې له جهمیه څخه اخیستې ده، “مرجئه” ویل کېږي.
ارجاء په لغت کې:
ارجاء دوه معناوې لري:
-
هیله مند کول: د “رجا” کلمه د “یئس” (ناامیدۍ) ضد ده، او د “رجاء” معنا هیله ده.
-
ځنډول: د کار ځنډول؛ «ارجاء الامر» یعنې د یوې موضوع ځنډول.
په شرعي نصوصو کې هم دا کلمه د ځنډ په مانا راغلې ده. خدای تعالی فرمایي:
«أرجه وأخاه»؛ یعنې: «هغه او د هغه ورور ودروه.»
په بل ځای کې فرمایي:
«وآخرون مرجون لأمر الله»؛ یعنې: «او داسې نور خلک هم شته چې د خدای حکم او تقدیر ته پاتې دي.»
د “ارجاء” په دې مانا کې ځنډ یا انتظار ښودل کېږي.
د حضرت کعب بن مالک رضي الله عنه له روایت څخه معلومېږي چې فرمایي:
«وأرجأ رسول الله صلی علیه وسلم أمرنا، أي: أخره»؛ یعنې: «رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ مسئله وځنډوله.»
مرجئي یا مرجي د ارجاء اسم فاعل دی، چې د هیله لرونکي یا ځنډونکي په معنا دی.
ارجاء په اصطلاح کې
مرجئه د اسلام له پخوانیو فرقو څخه ده، چې د علماوو په اند د دې ډلې اصل د جهمیه فرقې څخه دی. ارجاء د هغوی له عقایدو څخه ګڼل کېږي، چې وروسته د مرجئې ډلې لخوا ومنل شو. په شرعي اصطلاح کې، ارجاء د ایمان له حقیقت څخه د عمل لرې کول دي.
ارجاء د لومړۍ پیړۍ په پای کې دوه معناوې درلودې:
-
هغه څوک چې د حضرت علي او حضرت عثمان رضي الله عنهما په حکم کې یې ځنډ وکړ.
-
هغه څوک چې ایمان د ایمان له حقیقت او مسما څخه بېل وګڼي.
امام ابن عینیه رحمه الله فرمایي:
«ارجاء په دوه ډوله دی: لومړی هغه خلک دي چې د حضرت علي او حضرت عثمان رضي الله عنهما په حکم کې یې ځنډ وکړ، نو دا ډله تېره شوه او لاړه. دویمه ډله د اوسني عصر مرجئه ده، چې باور لري ایمان پرته له عمل څخه دی.»
ښايي د دې فرقې نوم د لومړۍ معنا “ارجاء” یا د دویمې معنا څخه اخیستل شوی وي. دواړه معناوې د دې فرقې لپاره مناسب دي؛ ځکه چې دوی ګناهکاران، د ایمان د درلودلو په شرط (چې دوی ورته ځانګړې معنا ورکوي)، د الهي عفوې او بخښنې مستحق ګڼي، یا د هغوی په اړه قضاوت د قیامت تر ورځې پورې ځنډوي.
ځینې وایي، دوی ته مرجئه ځکه ویل کېږي چې د خلافت په مسئله کې یې حضرت علي رضي الله عنه درجه له لومړۍ درجې څخه څلورمې درجې ته ټیټه کړه.
د مرجئې عقیده
دا فرقه په ایمان کې د ارجاء قایله ده او په عمل کې د جبر پر عقیده ولاړه ده. د مرجئې دغه ډله د انسان له اختیار څخه انکار کوي او په جبر باور لري.
دا ډله د جهم بن صفوان د پیروۍ له امله د جهمیه په نوم یادیږي. د دې فرقې د عقیدې له مخې، انسان غیرمختار او بې ارادې مخلوق دی. نو ټول ثواب او عقاب یې د جبر له امله دي او په هغه کې د انسان هیڅ رول نه شته.
د جهمیه ډلې عقاید
له دې بحث وروسته، غوره ده چې بېرته اصلي مسئلې ته راوګرځو، چې د جهمیه ډلې ارجاء او جبریت څه دي. په نتیجه کې، موږ ته معلومیږي چې دغه دواړه ډلې په اصل کې جهمیه وې؛ ځکه دوی دا عقیدې له جهمیه فرقې څخه په میراث کې اخیستې دي.
امام ابن تیمیه رحمه الله د جهمیه فرقې د عقایدو په اړه فرمایي:
«جهم بن صفوان په څلورو بدو عقایدو باندې مشهور و، چې عبارت دي له:
-
د صفاتو د نفی عقیده: چې معتزله وو له هغه څخه په میراث اخیستې ده.
-
د جبر عقیده: د دې عقیدې له مخې ټول اعمال د الله سبحانه وتعالی له لوري دي، او هغه اعمال چې بندګانو ته منسوب دي، ټول روا دي.
-
د ارجاء عقیده: د دې عقیدې له مخې ایمان یوازې په زړه کې د خدای تعالی پوهه ده، او کفر په زړه کې د خدای ناپوهي ده.
-
د جنت او دوزخ په تباهۍ باندې عقیده.