Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (دیارلسمه او وروستنۍ برخه)
د امت مشران چهارشنبه _1 _جنوري _2025AH 1-1-2025AD

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (دیارلسمه او وروستنۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (دیارلسمه او وروستنۍ برخه)

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د ژوند روح
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د ژوند روح، د هغه د ټولو فعالیتونو انګېزه او د هغه د ځواک محرک، د هغه قوي ایمان، په آخرت باندې یقین او له جنت سره مینه وه. هغه هر څه چې کوله، د خدای تعالی د وېرې یا مینې لپاره وو. دا هغه ځواک دی چې د نړۍ تر ټولو لوی او ځواکمن واکمن د نړۍ د سلطنتي خوښیو او فریبونو په مقابل کې ثابت پاتې کوي
که چا ورته د خپلې لارې خلاف نصیحت کاوه او د دنیا د لذتونو څخه د ګټې اخیستنې سپارښتنه یې ورته کوله، په ځواب کې به یې دا آیت ورته لوست:
«إني أخاف إن عصيت ربي عذاب يوم عظيم»
ژباړه: «که زه د خپل رب د حکمونو څخه سرغړونه وکړم، د سخت عذاب څخه وېرېږم.»
هغه یو ځل خپل خادم ته وویل او دا جمله د هغه د غوره شخصیت استازیتوب کوي. هغه به ویل:
«خدای تعالی موږ ته یو لوړ طبیعت راکړی دی، زه چې هر لوړ مقام ته رسېدلی وم، تر هغه مې د لا لوړ مقام هیله درلوده. اوس داسې مقام ته رسېدلی یم چې تر دې لوړ مقام شتون نه لري، او اوس زما لوړ طبیعت یوازې د جنت هیله او ارمان لري.»
د هغه د زړه نرمي او له خدای تعالی څخه د وېرې حالت داسې و، چې یوه ورځ یې له یو چا وغوښتل چې نصیحت ورته وکړي. هغه کس وویل:
«که خدای جل جلاله ته جهنم ته واچولې او د دنیا ټول خلک جنت ته لاړ شي، نو څه ګټه به تا ته وکړي؟ او که د دنیا ټول خلک جهنم ته لاړ شي او ته جنت ته لاړ شې، تا ته څه تاوان رسېږي؟»
د دې خبرې په اورېدو سره یې دومره وژړل چې په مخ کې یې اورغالی بل شوی و، خو د سترګو د اوښکو له امله هغه اور ګُوَل (خاموش) شو.
یزید بن حوشب وايي:
«له دې قضیې څخه څرګندېږي چې دوزخ او جنت یوازې د عمر بن عبدالعزیز او حسن بصري رحمها الله لپاره پیدا شوي دي.»
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله وفات
که د خدای تعالی رضا د خلکو په حالت باندې نوره هم شامله وای او عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ته د پخوانیو باچاهانو او امیرانو په شان فرصت ورکړل شوی وای، نو په ټول اسلامي خلافت کې به یو ژور انقلاب رامنځته شوی وای، چې اغېزه به یې د اوږدې مودې لپاره پاتې وای.
خو امویانو د خپلې کورنۍ د دې غړي د خلافت له امله ځینې شیان له لاسه ورکړي وو. تل یې په خپلو غونډو کې د عمر رحمه الله د خوېښۍ لپاره حسرت خوړ، خو د هغه زهد او پرهېزګارۍ طریقه یې نه شوه زغملای. ډېر ژر یې ځان له هغه څخه خلاص کړ او مسلمانان یې د الهي نعمت څخه محروم کړل.
سیدنا عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تر دوه کاله او پنځه میاشتو خلافت وروسته، په ۱۰۱ هجري قمري کال کې له دې فاني نړۍ څخه وداع وکړه. تاریخي شواهد ښيي چې هغه د خپلې کورنۍ غړو لخوا مسموم شوی و.
رښتیا هم چې د سیدنا عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په مبارک سیرت کې د عبرت او درسونو یو سمندر پټ دی. باید د ټولنې هر وګړی، په ځانګړې توګه د حکومت او واک خاوندان، د هغه له شخصیت څخه الهام واخلي او هغه د ژوند نمونه او رهبر وګرځوي؛ ځکه چې هغه یو له هغو کسانو څخه و چې په اسلامي مدرسه کې روزل شوی و او له هغې یې فیض اخیستی و.
دغه عادل مسلمان واکمن وتوانېد چې نړۍ ته حکومتولي او سیاستولي وښيي. هغه په خپل خلافت سره په ډاګه کړه چې د انسانیت سعادت او نېکمرغي یوازې په حقیقي اسلامي نظام پورې اړه لري.
د هغه د خلافت په وخت کې، د نن ورځې جعلي سازمانونه (لکه د بشري حقوق، د ښځو حقوق، د څارویو حقوق، د ماشومانو حقوق او نور) شتون نه درلود. خو عدالت، امنیت، دینداري، مساوات، شفقت، سوکالي او حقیقي اقتصاد موجود و. دا شیان نه یوازې انسانان، بلکې حیوانات هم احساسول. د دې مثالونه د مسلمانانو او غیرمسلمانانو د تاریخ په کتابونو کې ثبت دي.
هغه په خپل حکومت کولو سره ثابته کړه چې یو خیرخواه او زړه سوانده انسان کولای شي شرایط برابر کړي او ملت له ګمراهۍ او ضلالت څخه وژغوري.
انسان باید د واک او حاکمیت په اوج کې خدای تعالی او د هغه بندګان هېره نه کړي. ځان له لاسه ورنه کړي، خدای جل جلاله ناراضه نه کړي، آخرت برباد نه کړي، او د بې وزلو او مسکینانو سره د ناستې او وخت تېرولو څخه، چې د خدای تعالی رحمت جلبوي، محروم نه شي.
ورځې او شپې تېرېږي، حکومتونه راځي او ځي، خو اصالت او شرافت پاتېدونکی دی. تاریخ په دوامداره توګه تکراریږي؛ انسان باید د ځان لپاره ښه نوم پرېږدي.
وما توفیقي إلا بالله
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (اته دېرشمه برخه)
Next Article د جهمیې فرقه (دوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (نهه‌ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه څلورمه برخه 1. د ګورو نانک تبلیغاتي…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه شپږمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  دووېشتمه برخه ابونصر…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.