Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (لسمه برخه)
د امت مشران شنبه _28 _دسمبر _2024AH 28-12-2024AD

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (لسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (لسمه برخه)

اعمالو او اخلاقو ته پاملرنه
له عمر بن عبدالعزیز رحمه الله مخکې خليفه یوازې یو واکمن او پاچا و، چې نه یې د خلکو کړنو او اخلاقو ته فرصت درلود او نه صلاحیت. دا کار د هغه له دندو څخه نه شمېرل کېده چې خلکو ته دیني مشورې ورکړي یا د هغوی اخلاقي، مذهبي او ټولنیزو تمایلاتو څارنه وکړي، یا کوم نصیحت او سپارښتنه ورته وکړي. دا دنده د علماو او محدثینو پر غاړه وه.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله دغه طرز فکر بدل کړ او ځان یې په رښتینې معنا خلیفه کړ. کله چې یې د خلافت واک په لاس کې واخیست، د حکومت چارواکو او د پوځ قومندانانو ته یې مفصل لیکونه واستول. په دې لیکونو کې یې د نظامي احکامو پر ځای زیاتره دیني او اخلاقي لارښوونې کړې وې او د حکومت د سختې ادارې پر ځای یې د مشورې او سپارښتنو روحیه رواج کړه.
په یوه لیک کې یې د اسلام له ظهور څخه وړاندې ژوند، د هغه وخت د ژوند طرز، د اسلامي مالیاتو د راټولولو طریقې، او د حکومت طرز بیان کړی و. همدارنګه یې د علم او د هغه د خپرولو پر وسایلو ټینګار کړی او د لمانځه پر ارزښت یې تاکید کړی و. هغه د کارکوونکو لپاره سپارښتنه کړې وه چې د شریعت څخه پیروي وکړي، ځان په تقوا سینګار کړي او د خپلو حدودو دننه د اسلام تبلیغ او دعوت کې هڅې وکړي.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله پر امر بالمعروف او نهی عن المنکر زیات ټینګار کاوه او ویل به یې چې د دې ضروري دندې پرېښودل څومره زیان او عذاب رامنځته کوي. هغه پر کارکوونکو ټینګار کاوه چې د جزا ورکولو پر وخت اعتدال او هوښیارتیا له لاسه ورنکړي او د اسلام د جزا احکام په سم ډول تطبیق کړي.
د هغه توجه د سلطنتي بداخلاقیو او عمومي عیبونو د اصلاح په لوري وه. ښځې یې له ماتم کولو او په جنازو کې له ګډون څخه منع کړې وې او د حجاب لپاره یې ټینګار کاوه. هغه قومي تعصب ناروا وباله او د خلکو ترمنځ یې د اتحاد او ورورولۍ لپاره هڅې کولې.
خلک د نبیذ (شراب) په استعمال کې بې پروایي کوله او له دې نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله. په نشه يي توکو او شرابو د خلکو اخته کېدو د اخلاقي فساد وده چټکه کړې وه. عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د نبیذ تعریف او حدود خلکو ته څرګند کړل او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې اقدامات وکړل.
د دیني علومو تدریس او د نبوي سنت راژوندي کول
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د پورته هڅو تر څنګ، د دیني علومو تدریس او د نبوي سنتو بیا ژوندي کولو ته ځانګړې پاملرنه کوله. هغه ابوبکر بن حزم رحمه الله، چې د وخت لوی عالم و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثو د تدوین لپاره وټاکه. ورته یې ولیکل:
«انظر ما کان من حدیث رسول الله صلی الله علیه و سلم فاکتبه فاني خفت دروس العلم و ذهاب العلماء.»
یعنې: «هغه څه چې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه مومې، ټول یې ولیکه؛ ځکه زه د علماو له مرګ او د علم له ورکېدو وېره لرم.»
هغه د عمره بنت عبدالرحمن انصاریه او قاسم بن محمد بن ابوبکر رضي الله عنهم احادیثو د راټولولو لپاره هم سپارښتنه وکړه. ابوبکر بن حزم رحمه الله ته یې دا امر یواځې نه و کړی، بلکې ټولو دولتي چارواکو او مخورو علماو ته یې حکم ولېږه او د دې کار پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په یوه حکم کې یې داسې ولیکل:
«انظروا الی حدیث رسول الله صلی الله علیه و سلم فاجمعوه.»
یعنې: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مطالعه کړئ او ټول یې راټول کړئ.»
هغه د علماو لپاره ځانګړی معاش وټاکه، څو هغوی په شوق او آرامتیا سره دا مهم کار ترسره کړي.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله پخپله یو لوی عالم و. هغه په شخصي توګه د حدیثو او د فرایضو (میراث) په علومو کې تشریح کوله. د خپل خلافت په پیل کې یې په خپلو حکمونو کې داسې لیکلي وو:
«اسلام او حدود ځان ته ځانګړي احکام او سنتونه لري. هر څوک چې پرې عمل وکړي، ایمان به یې بشپړ شي، او هر څوک چې پرې عمل ونه کړي، ایمان به یې نیمګړی پاتې شي. که زما عمر اوږد وي، تاسو ته به د دې شیانو تعلیم درکړم او تاسو به یې عملي کولو ته وهڅوم. خو که زما د مرګ وخت راورسیږي، ستاسو په منځ کې د ژوند کولو حرص نه لرم.»
احکام او مکتوبات
اسلامي روحیه او خالص دیني تفکر د سیدنا عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په شخصیت کې ژوره نغښتې وه. د دې اغېزې څرګندې نښې د هغه په سلطنتي نظام کې لیدل کېدې، چې د هغه د لیکنو او احکامو له محتوا څخه څرګندېږي. دا لیکونه هغه دولتي کارکوونکو او اداري مسئولینو ته استول چې د مملکت چارې یې پر مخ وړلې. د دې لیکونو له مفهوم څخه ښکاري چې الله تعالی هغه ته یو عالي اسلامي تفکر او تدبر ورپه برخه کړی و.
لاندې د هغه ځینې احکام او لیکونه یاد شوي دي:
یو ځل ورته خبر ورکړل شو چې ځینې د قبایلو مشران او د اموي ادارې مسئولین د جاهلیت رسم او رواجونه بیا ژوندي کوي. د جاهلیت له مهمو رواجونو څخه یو د “حلیف ګرځولو” طریقه وه. په دې طریقه کې یوې طایفې د بلې طایفې سره تړون کاوه او قسم یې یاداوه چې په هر حالت کې به له یو او بل څخه ملاتړ کوي، که حق وي یا باطل.
د جګړې پر مهال به یې داسې شعارونه ورکول:
«یا بني فلان!» یا «یا بني مضر!»
یعنې: «ای د فلانۍ قبیلې خلک!» یا «ای د مضر قبیلې خلک! زموږ مرسته وکړئ!»
دا ډول شعارونه د اسلامي ورورګلوۍ پر ځای د جاهلیت د رسمونو ژوندی کولو لامل ګرځېدل، چې په پایله کې به فتنې راپورته کېدې.
مخکنیو واکمنانو د خپلو ګټو له امله دې مسئلې ته پام نه کاوه، یا یې ملاتړ ورڅخه کاوه. خو عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د دې خطر احساس وکړ او د دې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدام وکړ.
هغه د “ضحاک بن عبدالرحمن” په نامه لوړ پوړي امیر ته یو حکم ولیکه او پکې یې داسې وویل:
«وروسته له حمد او صلاة څخه، تاسو ته خبرداری درکول کېږي چې الله تعالی پرته له اسلام څخه، چې هغه یې د خپل ځان او مخلصو بندګانو لپاره غوره کړی دی، بل دین نه مني. الله جل جلاله اسلام په خپل کتاب سره عزت ورکړی دی او هغه یې د حق او باطل تر منځ د جلا کوونکي په توګه ټاکلی دی.»
هغه د الله تعالی دا آیت ورته یاد کړ:
«وقد جاءکم من الله نور و کتاب مبین یهدی به الله من اتبع رضوانه سبل السلام ویخرجهم من الظلمات الی النور باذنه و یهدیهم الی صراط مستقیم.»
یعنې: «تاسو ته د الله له لوري یو رڼا او څرګند کتاب راغلی دی، چې په هغه سره الله د خپلو رضامندۍ غوښتونکي کسان هدایت کوي. هغوی له تیارو څخه رڼا ته باسي او هغوی ته مستقیمې لارې ښيي.»
او همدارنګه یې وویل:
«وبالحق انزلنه وبالحق نزل وما ارسلناک الا مبشرا و نذیرا.»
یعنې: «موږ دغه قرآن په حق سره نازل کړی دی، او هغه په حق سره نازل شوی دی. موږ ته یوازې د زیري ورکوونکي او وېره ورکوونکي په حیث مبعوث کړی دی.»
ادامه لري…
Previous Articleکمونیزم او نه هېرېدونکي پېښې
Next Article شیطان پرستي (اتلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.