Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دیارلسمه برخه)
اسلام یکشنبه _15 _دسمبر _2024AH 15-12-2024AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دیارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دیارلسمه برخه)

ب: د تعلیل د منکرانو دلایل
لکه څنګه چې وویل شول، د تعلیل منکران په دوه ډلو ویشل شوي دي، او موږ به یې دلایل هم په همدې ترتیب سره بیان او تحلیل کړو:
۱. د اشاعره وو دلایل:
اشاعره د خپلې ادعا لپاره، چې د شریعت احکامو تعلیل نه مني، په لاندې منطقي دلایلو استدلال کوي:
الف:
په دې مسئله کې د اشاعره وو یو دلیل د معتزله وو له نظر او قول سره مخالفت دی. معتزله په شیانو کې نېکۍ او بدۍ ذاتي ګڼي او دا مسله د دوی په اند یوه عقلي خبره ګڼل کېږي. اشاعره ډلې له هغوی سره د مخالفت په موخه د شیانو ذاتي ښېګڼه او بدګڼه رد کړې او د خدای جل جلاله افعال یې هم بې مقصده ګڼلي دي.
ب:
د خدای تعالی هر حکم د علت پر بنسټ نه دی. له همدې امله، لازمه ده چې ووايو د شریعت احکام له موخو او اهدافو سره تړاو نه لري؛ لکه د قیامت په ورځ د ماشومانو، څارویو او نورو مخلوقاتو تعذیب.
ج:
په تعلیل باور کول دا ایجابوي چې د بل څه په وسیله خدای جل جلاله کمال ته رسېږي. دا ناشونې ده؛ ځکه چې خدای تعالی هېڅ عیب او نیمګړتیا نه لري چې د بل څه په وسیله یې جبران کړي. د خدای جل جلاله افعالو ته مقصد ورکول، د هغه ذات نیمګړتیا او اړتیا ښيي، چې دا ناممکنه ده؛ ځکه چې خدای تعالی بې نیازه ذات دی.
۲. د اشاعره وو د دلایلو نقد او ارزونه:
د احکامو د تعلیل د نه منلو په اړه د اشاعره وو نظر د هغوی د مسلک خلاف دی؛ ځکه چې دوی قیاس مني، او د قیاس بنسټ د علت پر مټ ولاړ دی.
اشاعره د خدای جل جلاله افعال له مقصد او وروستي علت سره نه نښلوي، خو په دې باور دي چې د خدای جل جلاله په افعالو کې ګټې او حکمتونه شامل دي.
د تعلیل نفی په دې معنا ده چې د الله جل جلاله په هېڅ فعل کې وجوب نشته؛ څرنګه چې د علم‌الکلام مسایل له تعلیل څخه خالي دي او د علت څرګندولو ته اړتیا نه لري.
دا دلیل، چې د شریعت په هر حکم کې ګټه او فساد یا مصالح او مفاسد نه لیدل کېږي، د حکمت د نشتون معنا نه لري؛ ځکه چې هر څوک د خدای عز وجل رازونو ته لاسرسی نه لري. دا یوازې د خدای جل جلاله له لوري یوه لورینه ده.
علامه ابن الهمام رحمه الله فرمایي:
«هغه کسان چې قیاس مني، په علت کې مناسبت شرط ګڼي، او د دوی په اند، احکام د ګټو او مصلحتونو پر بنسټ دي؛ ځکه چې علت پرته له مناسبت څخه، علت نه ګرځي.»
بیا یې زیاته کړې ده:
«د تعلیل په مسئله کې اختلاف یو لفظي اختلاف دی، چې د «غرض» له معنی څخه رامنځته کېږي. کومو کسانو چې ویلي دي، مقصد هغه ګټه ده چې فاعل ته راجع کېږي، د احکامو تعلیل یې نه دی منلی. او چا چې ویلي دي، غرض هغه ګټه ده چې د الله سبحانه و تعالی بندګانو ته راجع کېږي، د احکامو په تعلیل باندې یې حکم کړی دی.»
ادامه لري…
Previous Articleشیطان‌پرستي (څوارلسمه برخه)
Next Article په اسلام کې د ښځې مقام (پنځه دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰)

سه شنبه _16 _جون _2026AH 16-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)

چهارشنبه _10 _جون _2026AH 10-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه ۵)

شنبه _20 _جون _2026AH 20-6-2026AD8 Views

لیکوال: شیخ القران والحدیث معلم جان حنفي مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه ۵)…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۸)

شنبه _20 _جون _2026AH 20-6-2026AD6 Views

لیکوال: مهر الله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۸) د دې…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه ۴)

پنجشنبه _18 _جون _2026AH 18-6-2026AD28 Views

لیکوال: شیخ القران والحدیث معلم جان حنفي مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه ۴)…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _17 _جون _2026AH 17-6-2026AD8 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه ۵)

شنبه _20 _جون _2026AH 20-6-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۸)

شنبه _20 _جون _2026AH 20-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.