د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوندلیک (دیارلسمه برخه)
محمد بن حنفیه او مختار ثقفي د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د واکمنۍ پر مهال
لکه څنګه چې وویل شو، محمد بن حنفیه رضی الله عنه په ۶۵ هجري کال کې د بیعت د انکار له امله په کور کې نظر بند شو. د دې کار اصلي لامل د مختار بن ابي عبيد ثقفي په اړه د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه اندېښنه وه. هغه وېره درلوده چې مختار به د خپل خوځښت د پیاوړتیا لپاره له محمد بن حنفیه څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او نوموړی د ده پر ضد ونه کاروي.
مختار ثقفي په ۶۴ هجري کال کې د مکې د محاصرې پر مهال د عبدالله بن زبیر له سختو مدافعینو څخه و؛ خو وروسته له دې چې د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ترڅنګ یې غوښتنې او هیلې پوره نشوې، شپږ میاشتې وروسته له مکې څخه ووت او عراق ته ورسېد.
مختار، سربېره پر زړورتیا او جرئت، په چالاکۍ او دوکه کې هم ماهر و او له رهبرۍ سره یې ډېره مینه درلوده. هغه د کوفې په نیولو سره وتوانېد چې د اهل بیتو د ملاتړ او د حسین رضی الله عنه د وینې د غچ په نعره سره ډېر ملاتړي راټول کړي. د ده ملاتړي ډېری هغه کسان وو چې د اموي قبیلې سره یې مخالفت درلود.
مختار ثقفي د محمد بن حنفیه رضی الله عنه له موقعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړه او د عراق د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه ځان یې د هغه استازی او د حسین بن علي رضی الله عنه د وینې غچ اخیستونکی معرفي کړ.
مختار د خرافاتي باورونو څښتن و. هغه د خدای لپاره په “بداء” باور درلود او د ورېښمو یوه څوکۍ یې لرله چې په جګړو کې به یې له ځان سره وړله. هغه ویل: “دا د امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب له زېرمو څخه ده، او زموږ لپاره د بني اسراییلو د تابوت په څېر ده. په دې کې سکینه او برکت دی، او پرښتې زموږ په جنګیالیو راکوزېږي.” هغه ادعا کوله چې پرې وحې کېږي.
کله چې محمد بن حنفیه رضی الله عنه د مختار د عقیدې او ادعاوو په اړه پوه شو، له هغه څخه یې برائت اعلان کړ او خپلو یارانو ته یې وویل چې مختار د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره خلک غولولي دي. هغه د کعبې په دروازه کې ودرېد او د مختار په اړه یې وویل: “هغه درواغجن دی چې د خدای او رسول په وړاندې یې دروغ ویلي دي.”
مختار د کوفې خلکو ته بلنه ورکړه چې د محمد بن حنفیه رضی الله عنه ملاتړ وکړي. عبدالله بن زبیر رضی الله عنه وېرېده چې د ده پر ضد به نوې جبهه جوړه شي.
مکې ته د مختار ثقفي د لښکر حرکت او د محمد بن حنفیه ژغورل
په ۶۶ هجري کال کې مختار ثقفي د حج په موسم کې مکې ته لښکر واستاوه او په دې وتوانېد چې محمد بن حنفیه له نظر بندۍ خلاص کړي. ویل شوي چې په دې موسم کې د عراق د خلکو بیرغ، چې د ابن حنفیه په نوم پورته شوی و، د ابن زبیر له بیرغ سره توپیر درلود. دا د ابن زبیر پر وړاندې د مخالفت ښکاره اعلان ګڼل کېده، چې هغه لپاره یې خطر جوړ کړ.
عبدالله بن زبیر خپل ورور مصعب بن زبیر او د حسین رضی الله عنه زوم (د سکینه بنت حسین خاوند) عراق ته واستول ترڅو د مختار واک نسکور کړي. مصعب په ۶۷ هجري کال د رمضان په ۱۴ نېټه وتوانېد چې د مختار کار پای ته ورسوي او هغه له خپلو ټولو ادعاوو سره له منځه یوسي.
د مختار له وژل کېدو وروسته، عبدالله بن زبیر بیا محمد بن حنفیه ته د بیعت بلنه ورکړه؛ خو هغه انکار وکړ او له مکې څخه ووت. په همدې وخت کې عبدالملک بن مروان هغه ته یو لیک واستاوه او شام ته یې د تګ بلنه ورکړه. خو محمد بن حنفیه په لاره کې احساس وکړ چې دا دسیسه کېدای شي؛ نو خپل سفر یې ودراوه او د سره سمندر په ساحل کې د “ایله” په نوم سیمه کې مېشت شو.
عبدالملک یو بل لیک له ډېرو سوغاتونو سره ورته واستاوه او په هغه کې یې ورته وویل: “یا دې بیعت وکړي او یا دې د شام له خاورې ووځي.” محمد بن حنفیه هغه سیمه پرېښوده او د مکې په لور روان شو؛ خو د عبدالله بن زبیر له خنډ او ممانعت سره مخ شو. نو په طائف کې له خپلو ملګرو سره پاتې شو او د یو روایت له مخې په مدینه کې مېشت شو، تر دې چې په ۷۳ هجري کال کې عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په شهادت ورسېد.